سل اغېز لرونکې څېرې؛ ۵- جان دلتون، د اټومي تيورۍ نوښتګر 

لومړی، اټومي تيوري 
اتومیک (اټومي) تیوري هغه ساینسي تیوري ده، کوم چې بيانوي، ماده د اتومونو په نوم د ذراتو څخه جوړه شوې ده. اتومي تیوري خپله منشاء د اتومیزم په نوم پیژندل شوي لرغونې فلسفې  څخه اخلي. د دې مفکورې له مخې، که چیرې یو څوک د مادې یوه ټوټه واخلي او په کوچنیو ټوټو کې یې ووېشي، نو په پای کې به یو داسې ځای ته ورسیږي چې نور به د وېش او ټوټه کېدو وړ نه وي. په خپله د اټوم کلمې مانا دا ده چې يوه ټوټه نور د وېش وړ نه وي، انګلېسي کې ورته uncut کلمه کارول کېږي. 

زوکړه او زده کړې 
جان دلتون يو انګلېسي فزيک او کيميا پوه وو. دی ۱۷۶۶ کال کې انګلستان کې زږېدلی وو. د نوموړي پلار ښوونکی وو او کورنی اقتصادي وضعيت يې کمزوری وو. جان دلتون د ماشومتوب او ځوانۍ پر مهال ونه شول کولی چې ښوونځي کې رسمي زده کړې وکړي خو زده کړو سره د مينې پر اساس يې ځان سره مطالعه کوله او خپله يې زده کړې کولې. د ښې وړتيا او مطالعې پر بنسټ وتوانېد چې ۱۵ کلنۍ کې انګلستان کې په يو ښوونځي کې د لاينې ژبې ښوونکی شي. د وخت په تېرېدو سره يې هوا پوهنې يا meteorology  سره لېوالتيا ډېره شوه او دې برخه کې يې ۵۷ کاله کار وکړ او شل زره تجربې او څېړنې يې  تر سره کړې. 

که څه هم رسمي زده کړې يې نه وې کړې، خو د پراخه مطالعې له امله دی د انګلستان په مختلفو ښوونځيو کې د طعبيي فلسفې او رياضي ښوونکي په توګه دندې تر سره کړې. نوموړي هغه وخت سلګونه علمي مقالې وليکلې او خپلې لاس ته راوړنې يې په کې شريکولې. 

د دلتون اتومي تيوري
د دلتون تر ټولو اغېزمن کار د عناصرو د اټومي جوړښت په اړه د هغه تحقیقات وو. دلتون دا خبره معلومه کړه چې عناصر د اتومونو په نوم د خورا کوچنیو ذراتو څخه جوړ شوي دي. اتومونه د هر عنصر لپاره انفرادي دي مګر کیدای شي د نورو عناصرو سره یوځای شي ترڅو مرکبات جوړ کړي کوم چې د اصلي اټومي عناصرو ضربي حاصل دی. هغه دا هم وویل چې اتومونه نشي ویشل کیدی او تر تولو کوچنۍ ذرې دي. دلتون هڅه وکړه چې د مختلفو عناصرو د نسبي اټومي وزن اټکل وکړي، چې وروسته د نوموړي د نوملړ اړوند ځيني سم او ځيني ناسم ثابت شول. 

دلتون یو معمولي شخصي ژوند ژوند کاوه، ناواده پاتې شو او ژوند يې خپلو علمي کارونو ته وقف کړ ی وو. نوموړی د خپل نړیوال شهرت سره سره، غربت کې وو او ساده ژوند یې درلود. جان دلتون۱۸۴۴ زکال کې د ناروغۍ له امله ومړ.