ځيني؛ ايماني کمزوري خو هېواد سره مينه يې هم نمايشي، پروژي او دروغجنه ده

نېږدې  تېرو ورځو کې مې له ځينو کسانو سره چې له درېدلي افغانستان بېرون د عيش - نوش ژوند لري، د هېواد په اړه بحث شو. دوی چې ډالري معاشونه يې مستقيم اخېستل او يايې په غير مستقيم ډول د پروژو له لارې ډالرو ته زمېنه برابره کړې وه، افغانستان او افغانانو سره د ژورې همدردۍ او مينې وايي، خو په عمل کې هېڅ داسې څه نه لري چې يايې پخوا کې د  هېواد لپاره کړي وي او يا يې اوس ورته ترسره کړي.  پوښتنې مې ترې وکړې چې  د ژوند په اوږدو کې دې څه ډول د هېوادوالو مرسته او لاس نېوی کړی؟  يو ځواب يې ټوله ورځ هغه  بحثونه وو، چې سپکې - سپورې په کې وايي او بيا هېواد سره د مينې نوم ورکوي او ادعا کوي  چې موږ د هېواد او ولس پر غم ځوريږو. بل ځواب يې د ډالرو او غوړو امتيازونو بدل کې هغه رسمي دندې وې، چې  تېر شلو کالونو کې يې تر سره کړې او ځانونه يې نن تر امريکا او اروپا پرې رسولي دي. 

د طب د يو متخصص ډاکټر په توګه مي دوی ته وويل، چې پلان لرم نېږدې راتلونکې کې هېواد ته لاړ شم  او په وړيا ډول د اړو هېوادوالو لاس نېوی وکړم. دې خبره سره دوی شنه -  سره شول او سمدلاسه يې پر ما د طالبي او طالب نوم کېښود. د دوی په اند هر هغه بهرنی او افغان چې اوس وخت کې د افغانانو لاسنېوی د افغانستان دننه کوي، نو طالبانو سره د مرستې په پار يې کوي. ما دوی ته څرګنده کړه، چې که په تېر کې وو او که اوس دی، د حکومت او حکومتونو او سياست وراېخوا ولس ته د خير رسونې هوډ لرم او هغه هم له هر ډول ستاينې او غندنې بېل. 

دغه کسان د بهر هېوادونو په غيږ پرته او يوازې دا فکر ور سره دی، چې څه ډول تخريب وکړي او څه ډول کرکه تيت کړي. دوی دومره نه دي، چې تخريب او کرکه يې لمس او د اغېز وړ شي، خو بيا هم پرې اخته؛ خپل او د نورو وخت پرې ضايع کوي. 

زما خبره په دې ډول وه، چې نېږدې وخت کې افغانستان ته لاړ شم؛ کور په کور او کلي په کلي د هغه اړ افغانانو درملنه وکړم چې زما په توان کې ده او زه ورته لاس رسی پيدا کولی شم، خو  دې خبرې سره دوی لسګونه ټاپې ووهلې او د ستاينې پر ځای يې ګډوډې شروع کړې. 

دا ډول کسان زما پر هوډ کوم اغېز نه شي کولی، خو د دوی بدبيني مې د دوی منفي شوي ذهن او فکر ته اندېښمن کړي. دوی بهر کې د څو مياشتو او څو کالونو په تېرېدو سره دومره تغير شوي، چې اسلامي مقدسات او سپيڅلتياوې يې هېرې کړې او غرب -  پالنه يې خپله کړې ده. د دوی ترمنځ ځينې افغان ميرمنې او نجونې هم شته. زه ورته د افغان نوم په کارونې سره افسوس کوم؛ افغانان اسلامي، کلتوري او افغاني ځانګړنې او غرور لري، خو دوی اروپا او امريکا ته په رسېدو څلور - سترګي شوي. له عقلانيت دومره لېرې شوي، چې د غربي ديموکراسۍ پلې کېدنه افغانستان کې غواړي. که غوښتنه ترې وشي، چې د اسلام او افغانستان په پار لس - لس ډالر د اړو افغانانو لپاره ټول کړئ، نو بيا ستره بې خرڅي او مفلسي شروع کړي، خو سياسي بحث ته يې که وګورې نو که د افغانستان شته حکومت چپه کوي او خيالي طرحې وړاندې کوي. 

هغوی ډېر ټيټ او بې باوره دي، چې ژر بدليږي؛ ژر بدلون هم په داسې  ډول چې نه د اسلام مبارک دين ته ژمن وي او نه هم  هېواد او کلتور ته. دوی په مالي او معنوي ډول د چوپړ، هغه رېښتنی چوپړ چې پرته له ډالري معاش وي، نه کوي او که چېرې زما په څېر کوم بل افغان له سياسي مسايلو وراېخوا د هېوادوالو د لاسنېوي وايي، نو دوی ورته سياسي مسايل مخې ته کوي او دې سره غواړي خپل منفي هوډ پر نورو هم ومني. 

ما نه له جمهوريت امتياز او معاش  اخېستی او نه له امارت معاش او امتياز غواړم. زه د هېواد چوپړ په پار له خدای ج څخه بدله او د وجدان ارامتيا غواړم.