سل اغېز لرونکې څېرې؛ ۳- البرټ انیشټين، د ۲۰مې پېړۍ مخکښ ساینس پوه

زوکړه 
انیشټين ۱۸۷۹ز کال کې د جرمني په اولم ښار کې وزږېد. پلار او مور يې د هغه وخت د جرمني د کاري طبقې غړي وو؛ خرڅلاو او د انجېنيرۍ برخه کې يې کارونه کول. د البرټ انیشټين پلار او مور يهودان وو، خو په عملي ډول يې د دغه دين هېڅ پېروي نه کوله. نوموړي ۱۹۰۳ز کال کې د ملیوا ماریک په نوم ټولګيوالې سره واده وکړ او دوه ماشومان يې درلودل. نوموړی له جرمني اېټاليا او له اېټاليا سويس ته لاړ. د جرمني تابيعت يې خوشی کړی وو خو، سويس هېواد دی د خپل وګړي په توګه نه  وو منلی. انیشټين پنځه کاله بې هېواده وو، خو وروسته د سويس هېواد تابيعت ورکړ. نوموړي ۱۹۴۰ زکال کې د امريکا وګړی شو او د امريکا تابيعت ورکړل شو. 

زده کړې
البرټ آینسټین د ۱۵ کالونو وو، چې کورنۍ يې اېټاليا ته کډه شوه. پلار يې دی په ښوونځي کې دننه کړ او هيله يې درلوده، چې نوموړی میخانیکي انجینر شي، خو د انیشټين ذهن پڅ وو. ښوونکو يې شکايت درلود، چې البرټ آینسټین د زده کړو برخه کې لېوالتيا نه درلوده او څه يې نه شول  زده کولی. 

د ښوونځي زده کړو کې د سستۍ په اړه د انیشټين يوه مشهوره خبره شتون لري چې ويلي يې دي، "ښوونځي زه ناکام کړم خو ما ښوونځی ناکام کړ. ښوونځي زه ستړی کړم. د ښوونکو چلند داسې وو لکه د پوليسو ډلګۍ مشران او حوالدار. ما غوښتل هغه څه زده کړم چې ما غوښتل، خو دوی غوښتل چې زه زده کړه يوازې د ازموينې لپاره وکړم."

د ښوونکو او ښوونځي د شکايتونو سره سره، البرټ انیشټين د هندسې يو کتاب پيدا او مطالعه کړ؛ پاڼه - پاڼه يې دغه کتاب ولوسته. دومره ورته خوږ شو، چې د سپيڅلي کتاب په ډول يې ساتلو. البرټ انیشټين داسې ذهن درلود، چې خپل ځان ته يې په خپله تدريس کولو او له ځانه به يې زده کړې کولې. د ښوونځي ادارې پرېکړه وکړه، چې انیشټين له ښوونځي وشړي؛ د ښوونکو په وينا چې دی بې پروايي کوي او دغه بې پروايي يې د ښوونځي پر نورو زده کوونکو منفي اغېز کړی. 

نوموړي وروسته زیوریخ ښار کې د ټیکنالوژۍ يو انسټیټیوټ کې د درس لپاره ازموينه ورکړه، خو ناکام شو. نوموړی د بوټاني، ژوپوهنې او ژبې برخه کې کمزوری وو او همدا لامل شو، چې ازموينه کې ناکام شي. د کال په تېرېدو سره يې دغه مضمونونه زده او بريالی شو.  

د البرټ انیشټين ځينې مهمې لاس ته راوړنې
د کوانټم تیوري: انیشټين دا استدلال کولو، چې رڼا یوازې د څپو په توګه نه بلکې د برقی جریان په توګه سفر کوي. دا فوتو الیکټریک اثر کولی شي فلزات دې ته اړ کړي چې د "کوانټا" په نوم د ذراتو کوچنۍ جریان خوشی کړي. د دې کوانټم تیورۍ څخه، اختراع کونکي وتوانیدل چې  تلویزیون او فلمونه رامینځته کړي.  البرټ انیشټين ته په ۱۹۲۱ کال کې د فزیک په برخه کې د نوبل جایزه ورکړل شوه.

 نسبیت فرمول: په ١٩٠٥ ع كال كې اينشټاين د يوه نامتو فورمول مخ وينه وكړه چې نن ورځ دغه نړيوال فورمول داتوم بم، هايدروجن بم، هستوي بټۍ، لمر، ستورو او  دانرژۍ د منځ ته راتلو بنسټ جوړوي.

د البرټ انیشټين مړينه
نوموړی ۱۹۵۵ کال د اپريل مياشتې په اوومه نېټه سخت ناروغه  شو. نوموړي ته د وينې بهېدنې يا داخلي خونرېزۍ ناروغي پيدا شوه. روغتون کې بستر شو او ډاکټرانو ورته وويل، چې بايد عملیات وشي. نوموړي له عملياتو سره مخالفت وښوود او ويلي يې چې خپل عمر يې پای ته نېږدې شوی دی او نه غواړي  چې په مصنوعي ډول يې عمر زيات شي. روغتون کې له يوې ورځې تېرېدو وروسته، البرټ انیشټين د ۷۶ کالونو په عمر ومړ. 

د البرټ انیشټين په اړه پنځه په زړه پورې خبرې 
۱- انیشټين د محصلي پر مهال له خپلې ټولګيوالې سره مينه پيل او د جينۍ د پلار له مخالفت سره - سره واده وکړ. هغه وخت چې انیشټين ته د نوبل جايزه ورکړل شوه، نو د جايزې څه د پاسه ۳۲زره امريکايي ډالر يې په دې پار خپلې ميرمنې ته ورکړل، چې طلاق ورڅخه واخلي. 

۲- کله چې انیشټين پيدا شوو، نو پلار او مور يې ورته اندېښمن وو. د انیشټين سر ډېر غټ او منظمه بڼه يې نه درلوده، خو د وخت په تېرېدو سره دا هرڅه عادي شول.

۳- ويل کيږي چې انیشټين هېرجن وو. ډېر شيان به يې ژر له ياده وتل. يوه ورځ اورګاډي کې ناست وو، کله چې د اورګاډي مسوول د ټېکټ پوښتنه ترې وکړه، نو ده يې په لټولو پيل وکړ او ترې هېر وو، چې چېرته يې اېښی دی. ټيکټ پيدا نه شو، خو د اورګاډي مسوول چې انیشټين وپېژندلو نو ورته ويې ويل، چې پرته له ټېکټه کولی شي، اورګاډي کې لاړ شي. انیشټين  يې په ځواب کې وويل چې مننه، خو اندېښمن يم، که ټېکټ مې ذهن ته رانه شي، نو دا به هم راڅخه هېر شي، چې کوم ځای کې زه بايد ښکته شم. 

۴- انیشټين په مذهب يهود وو. اسرائيلو سره ده هم مينه درلوده، کله چې د اسرائيلو لومړی ولسمشر مړ شو، نو له ده وغوښتل شول، چې د اسرائيلو دويم ولسمشر شي، خو انیشټين دا وړانديز رد کړ او زياته يې کړه، چې عمر ډېر او ۷۳ کلن دی. 

۵- د انیشټين کورنی ژوند تريخ وو. ميرمنې سره يې شخړې وې او يوه لور يې هغه وخت پيدا شوه، چې انیشټين خپلې حاملې ميرمنې ته  طلاق ورکړی وو.