د طعبيت وضعيت نظريه چې انګلېسي کې ورته State of nature وايي، هغه مفکوره ده چې په اخلاقو، سیاسي فلسفه، مذهب، د ټولنیز تړون تیورۍ، او نړیوال قانون کې کارول کیږي. دغه نظريه د انساني ټولنو له جوړېدو وړاندې د انسانانو ژوند په فرضي ډول سره بيانوي. د طعبيت وضعيت د تیورۍ فیلسوفان دا په ګوته کوي چې د منظمو ټولنو له شتون دمخه يو بل وخت شتون درلود. دوی دا پوښتنې: له مدني ټولنو او مدني ژوند وړاندې خلکو څه ډول ژوند کولو؟ ولې دولت رامنځ ته شو؟ څنګه ملت - دولت رامنځ ته شول؟ د ټولنيز تړون او د طعبيت وضعيت په تيورۍ کې بيانوي.
د ټولنيز تړون تيوري چې انګلېسي ورته Social Contract Theory وايي، د طعبيت وضعيت په فرضي وخت کې د انسانانو ژوند ښيي، چې له قانون او حکومت پرته ژوند څه ډول وو؟ څه ډول يې دولت رامنځته کړ؟ او څه ډول يې ځانونه او مالونه ساتل. فیلسوفان د ټولنيز تړون نظريه دوه برخې لرونکې بولي، چې دغه دوه برخې د انسانانو ترمنځ دوه تړونونه دي.
لومړي تړون ته Pactum Unionis وايي او دا هغه تړون وو، چې انسانانو په کې خپل ځانونه او مالونه ساتل، يو او بل ته يې درناوی سره کولو او دې سره يې ټولنه رامنځ ته کړه. دويم تړون د Pactum Subjectionis په نوم دی. دې تړون کې انسانان سره يو او متحد شول، ټوله خپله خپلواکي او يا د خپلواکۍ برخې يې يو حاکميت لرونکي حقوقي شخصيت ته په دې پار سپارلې، چې دوی به د هغې اطاعت کوي او هغه به د دوی ساتنه کوي.
۱۷مه او ۱۸مه ميلادي پېړۍ کې د ټولنيز تړون تيوري او د طعبيت وضیعت، د لوېدېځ په سیاسي فسلفه کې د بحث وړ موضوع وګرځېده. درېيو مخکښو فیلسوفانو- تامس هابز (۱۵۸۸-۱۶۶۹)، جان لاک (۱۶۳۲-۱۷۰۴) او ژان ژاک روسو (۱۷۱۲-۷۸)، ټولنيز تړون د مدني ټولنې زېږنده بللې چې له امله يې د طعبيت وضیعت، انارشۍ او ګډوډۍ پرځای، حاکمیت لرونکی دولت رامنځته شوی.
دوه انګلېسي فیلسوفان (جان لاک او تامس هابز) په دې ټنګار کوي، چې د طعبيت وضعيت يو ناارامه، بي ثباته او ناهيلی کوونکی وضعيت وو؛ له ياد وضعيت څخه په ناخوښۍ انسانان اړ شول، چې ټولې او يا ځينې خپلې ازادۍ او حقوق يو بشپړ حاکم ته وسپاري او په بدل کې به هر وګړی ثبات او سوله کې د ژوند کولو ډاډ تر لاسه کولو.
د طعبيت وضعيت په اړه تامس هابز وايي، چې هر کس هر شي ته د لاسي رسي حق درلود. داسې کوم بې پرې ځواک نه وو، چې د هغه کس لاس ونېسي چې ځواکمن وو او د نورو څخه به يې هغه څه اخېستل چې دوی ورته اړتيا درلوده او ژوند به يې پرې کولو. د نوموړي په اند داسې يو وضعيت کې انسانان د يو او بل پر وړاندې جګړه کې وو. دا چې ظلم وو، وژل وو او د حقونو خوړل وو، نو انساني ژوند په کې له ستونزو ډک او لنډ وو.
تامس هابز ۱۶۵۱ ز کال کې انګلستان کې په انګلېسي ژبه د لویاتان په نوم يو کتاب خپور کړ. هابز دې کتاب کې ليکلي، "انسانان د طعبيت وضعيت کې د يو او بل پر وړاندې جګړه کې وو. د ژوندي پاتې کېدو لپاره دوی اړ شول، چې خپلې ازادۍ او حقوق يو مرکزي حاکميت لرونکي جوړښت او يا بشپږ حاکم ته وسپاري. دغه جوړښت او يا حاکم به بيا د ټولو لپاره امنيت او سوله راولي. ټول خلک به دغه جوړښت يا بشپړ حاکم سره بيعت کوي او درناوی به يې کوي؛ دوی يوازې هغه وخت د مطلقه حاکم پر وړاندې پاڅون کولی شي، چې حاکم ونه شي کولی ټولو ته امنيت ډاډمن او حقوق يې وساتي."
جان لاک هم تامس هابز ته ورته نظر درلود. ده ويل چې انسانانو د طعبيت په وضعيت کې حقوق او شخصي پانګې درلودې. په دې پار چې حقوق او پانګې يې ساتل شوې او له تيري خوندي وي، نو مطلقه حاکم يې رامنځ ته کړ. د بشپړ حاکم مشروعيت تر هغه وخت وو، ترڅو چې ده په مساوي ډول د خلکو حقوق ساتل او دفاع يې ورڅخه کوله، خو که چېرې حاکم په خپل ماموريت کې پاتې راتلو نو بيا خلکو دا حق درلود چې پر وړاندې يې ودريږي. د جان لاک دغه فلسفي نظريې سبب شوې، چې ۱۷۷۶ز کال کې امريکا له انګلستان څخه خپله خپلواکي اعلان کړي، ځکه پر امريکا د بريتانيا استعمار چې د بشپړ يا مطلقه حاکم په ډول وو، د امريکا د خلکو حقوق نه شول خوندي کول او دغه استعمار په خپل ماموريت کې ناکام وو.
فرانسوي فيلسوف ژان ژاک روسو بيا د تامس هابز او جان لاک په پرتله د طعبيت وضعیت په اړه مثبت ليد درلود. د روسو په اند، د طعبيت وضعيت کې انسانان د يو او بل پر وړاندې جګړه کې نه وو، يو انسان د بل انسان ليوه نه وو، خو ټولنيز تړون ځکه منځ ته راغي، چې ټولنې پرمختللې کېدلې، پر يو او بل د انسانانو تکيه ډېرېده، نو په دې پار چې ستونزې او کړکېچونه رامنځ ته نه شي، انسانان، يو ټولنيز تړون ته سره دننه شول. روسو د تامس هابز او جان لاک خلاف، دا ويل ،چې بشپړ حاکم د خلکو د ازادۍ خلاف نه وو او له خلکو يې ازادي نه اخېستله، بلکې فردي ازادي به يې په يوې عمومي ازادۍ کې دننه کوله او فردي ازادي بېرته بيا د عمومي ازادۍ برخه وه.
وروستي