سل اغېز لرونکې څېرې؛ ۲- کای لون، د کاغذ مخترع

له ميلاد څلور پېړۍ وړاندې د ونو له پوستکي د کاغذ په بڼه استفاده کېدله، چې ليکل او رسامۍ به پرې کېدلې. د اوسني کاغذ، خو لومړنۍ بڼه، له ميلاد ۱۰۵ کاله وروسته، چين کې د کای لون په نوم د محکمې يو قاضي رامنځ ته کړه او دی تر ننه د کاغذ مخترع بلل کېږي. کای لون ۱۰۵ز کال کې د کاغذ جوړونې فکر وړاندې او  همدا ډول يې د کاغذ جوړونې لپاره ساده ماشينونه جوړ کړل. که څه هم د کاغذ اوسنۍ بڼه او د جوړونې بهير يې د کای لون د کاغذ جوړوني بهير څخه ډېر پيچلی او پرمختللی دی، خو تر اوسه هم د کاغذ جوړونې برخه کې د کای لون له تکتيکونو کار اخېستل کېږي.

د کای لون د کاغذ جوړونې طريقه داسې وه، چې له ونو او بوټو به يې تارونه راټول، بيا به يې څو ورځې اوبو کې کېښودل چې لمده او نرم شي، وروسته له هغه به يې وچ کړل او  بيا يې په غټو خو ساده ماشيونو کې داسې سره اوبدل، چې پراخه او ډبل سطحه به ترې جوړه شوه. کای لون هماغه وخت د خپلې لاس ته روړانې لپاره ستايل شوی وو او اختراع يې د چين د وخت حکومت سره په رسمي ډول ثبت شوې وه او هم اوس وخت کې، کای لون د کاغذ لومړنی مخترع بلل کېږي. 

د چين د هغه وخت امپراتور، هي، د کای لون اختراع ستايلې وه او نوموړي ته يې نغدې پيسې ورکړې او د امپراتورۍ د دربار مهم قاضي يې ګمارلی وو، خو چين کې له هي وروسته واک ته د بل امپراتور په رسېدو سره د کاغذ مخترع کای لون بندي او وروسته يې زندان کې ځان وژنه وکړه. 

چين کې اوس هم کای لون ته په لوړه سترګه کتل کيږي او د چين د مدنيت تر شا يو ستر لامل د کای لون د کاغذ اختراع بلل کيږي. د کای لون په اختراع سره چين کې خلک له زده کړو برخمن او حکومتي برخه غښتلې شوې وه. د نړۍ نورې برخې ته د کای لون کاغذ اختراع پېړۍ وروسته ورسېده. اروپا ته په ۱۲مه ميلادي پېړۍ کې کاغذ ورسېد. چينايی د کاغذ مخترع کای لون که څه هم کم شهرت لري، خو د نړۍ د سلو هغه کسانو په نوملړ کې ځای لري، چې نړۍ يې بدله او تاريخ يې نوم ساتلی دی.