د نړۍ په تاريخ کې د سياست، دين، اقتصاد، پاڅونونو، انساني حقونو مبارزې، سولې، جګړې، تاوتريخوالي، ظلم، وژنو، هنر، نوښتونو، پوهې، تفکر، فلسفې او لسګونه نورو برخو کې اغېز لرونکې څېرې تېرې شوې دي، چې نومونه يې تر اوسه تاريخ ساتلي دي.
که د مسلمانانو وراېخوا، د غير مسلمانو ليکوالو، شنونکو، مشرانو، متفکرو او اند لرونکو کسانو په ليکنو کې يې وګورو نو په څرګنده د اسلام ستر لارښوود حضرت محمد مصطفی (ص)، دومره لوړ شخصيت وو چې نن ورځ يې هم نېږدې دوه ميليارده پيروان شتون لري. د نړۍ د نورو اغېزناکو څېرو سره د اسلام د خوږ پيغمبر پرتله په دې نه کېږي، چې يو خو لوی خدای (ج) ځمکه او اسمانونه او ټول بشريت د حضرت محمد ص له رويه پيدا کړي او له بلې خوا، له نېږدې له ۱۴۵۰ کالو وروسته حضرت محمد ص د دوه مليارده کسانو په زړونو کې ځای لري. نه په تېر، نه په اوس او نه هم په راتلونکي کې داسې بل بشر نه وو، نه شته او نه به وي، چې د اسلام د ستر پيغمبر د شخصيت ډېره کمه برخه په کې شتون ولري.
دې ليکنه کې په ترتيب د سياست، اقتصاد، علم او نورو برخو کې سل هغه کسان در پېژنو چې تاريخ يې تر ننه نومونه ژوندي ساتلي دي. دوی اغېزناکې څېرې دي، يا يې بشر ته هوساينه راوړي او يا يې هم بشر په جګړو او ناخوالو کې ساتلی دی. دغه سلو کسانو کې د ودلف هټلر په څېر څېرې چې نوم سره يې جګړې، تيارې، وژنې، ظلم او ديکتاتوري تړلې او هم د برېتانيا ریاضي پوه او ساینس پوه اسحق نيوټن در پېژنو.
۱- اسحق نيوټن:
زوکړه
اسحق نيوټن ۱۶۴۳ز کال کې په يوې غريبې او بزګرې کورنۍ کې انګلستان کې زږېدلی وو. دی د درېيو مياشتو ماشوم وو، چې پلار يې ومړ. د پلار له مړينې وروسته يې مور بل واده وکړ او د نيوټن دويم يا ناسکه پلار ده سره ښې او نرمې اړیکې نه درلودې او د کرکې په سترګه يې ورته کتل. اسحق نيوټن د ښځو برخه کې کمه لېوالتيا درلوده او تر اخير يې واده ونه کړ.
زده کړې
نوموړی د پاچا يا King په نوم ښوونځي کې شامل شو. تکړه زده کوونکی وو. زده کړې يې ښوونځي کې نه وې بشپړې کړې، چې مور يې دی له ښوونځي بند کړ. د ياد ښوونځي د سرښوونکي په هلو ځلو اسحق نيوټن بېرته ښوونځي کې شامل او د ښوونځي دورې زده کړې يې بشپړې کړې. دی وروسته، له نن ۴۷۶ کاله پخوانی د کمبريج پوهنتون د (ترینیتي) نوم کالج کې شامل او زده کړې يې بشپړې کړې.
کیمبرج پوهنتون کې، اسحق نيوټن وتوانید، چې په ریاضیاتو، ساینس او فزیک کې لېوالتيا خپله کړي. په هغه وخت کې زده کړې د ارسطو د سېسټمونو پر بنسټ وې، مګر نيوټن د عصري ریاضي پوهانو لکه رین ډیکارتس سره ډیره علاقه درلوده. نیوټن د ریاضیاتي ستونزو په اړه د پام وړ وړتیا درلوده، او بیا يې تر هغې پرې کار کولو چې ستونزو ته به يې حل پيدا کړو.
د نيوټن ځينې مهمې لاس ته راوړنې
اپټيک– نيوټن د آپټيک فزيک برخه کې ستر پرمختګونه وکړل.
ټیلسکوپ- نيوټن د ټیلسکوپ پراختیا کې هم ډېر کار وکړ او ټیلسکوپ ته يې پرمختيا يې ورکړه.
میخانیک او جاذبه: نيوټن په خپل مشهور کتاب Principia Mathematica کې د حرکت درې قوانین تشریح کړل چې د عصري فزیک لپاره په کې چوکاټ جوړ شو.
د جاذبې ځواک: کيسه داسې ده، چې نيوټن پر سر يوه مڼه ولګېده او بيا مڼه پر ځمکه ولوېده. دې سر اسحق نيوټن د ځمکې د جاذبې قوې نظريه وړاندې کړه. که څه هم ويل کېږي، چې اسحق نيوټن او ملګرو به يې د ځمکې جاذبې قوې برخه کې دا کيسه جوړه کړې وي او مبالغه به په کې شوې وي، خو په رېښتا هم د جاذبې قوې نظريه کې د مڼې کسيې اغېز درلود.
د نيوټن مذهبي ليدلوری
نيوټن پر يو خدای ايمان درلود. هغه به انجيل ولوستلو، خو د انجيل پر هغه تغير شوې بڼو يې ايمان نه درلود، چې عيسويانو په کې لاس وهنې کړې او غلط تفسير يې کړی. نيوټن د خدای ج او حضرت عيسی ترمنځ په ژور توپير باور درلود او د عيسويانو د اوسنيو باورونو خلاف وو.
نیوټن او کیمیا
نیوټن کیمیا سره هم علاقه درلوده. هغه په ډیرو شیانو باندې تجربه وکړه. نوموړي به کيمياوي تجربو کې ډېر سيماب کارول، او د سيمابو کارونه يې پر روغتيا هم اغېز کړی وو.
د اسحق نيوټن په زړه پورې خبرې
- د هغې مور غوښتل چې دی ښوونځی ونه وايي او بزګر ترې جوړ شي.
- اسحق نیوټن باور درلود چې لیدل په خپله باور دی.
- نيوټن د نيوکې حوصله نه درلوده او هغه کارونه او لاس ته راوړنې به يې وکړې، نو د بل چا نظر به يې ډېر په کې نه اورېدلو.
- نيوټن د ژوند تر پایه واده ونه کړ او مجرد پاتې شو.
وروستي