دري ژبه کې ورته سکندر کبير هم وايي او انګلېسي نوم Alexander the Great دی. دا کس درې نيم سوه کالونه وړاندې له ميلاد د يونان په مقدونيه کې زږېدلی وو. دی په شل کلنۍ کې د خپل پلار په پاچاهۍ کېناست او د يونان امپراتوري يې تر ختيځې اسيا پورې وغځوله.
د تاريخ د پاڼو د مالوماتو پر بنسټ، سکندر مقدوني له ميلاد درې سوه کاله وړاندې، پر افغانستان هم يرغل وکړ او دا خاوره يې يرغل کړه. نوموړي د ايران د هغه وخت پر حکومت چې د پارسي او پرسا په نوم يادېدل، يرغل وکړ او دې لړ کې يې افغانستان هم لاندې کړ. سکندر مقدوني افغانستان کې له سختو مقاومتي جګړو سره مخ شو، خو د اوسني افغانستان د ننګرهار او کندهار ولايتونو له لارې يې تر هندوستان ځان ورسولو. ويل کېږي، چې د کندهار اوسنی نوم هم د Iskandahar له کلمې اخېستل شوی دی.
سکندر مقدوني د اسيا سترواکي تر يوه بريده تر لاسه کړه او هڅه يې دا وه، چې د نړۍ په کچه امپراتوري جوړه کړې. د وخت پارسي امپراتوري چې د هخامنشیانو په نوم يادېدله د کسندر له خوا لاندې شوې وه، لوېدېځې برخې يې افغانستان ته رسېدلې وې. سکندر له دې ويره درلوده چې يو وخت به افغانستان د دوی لپاره ګواښ شي او همدا ډول د خپل شته حاکميت سره قانع نه وو او د افغانستان، اوسني تاجکستان، ازبکستان او نورو سيمو د لاندې کولو تکل يې وکړ.
د اوسني افغانستان غرونه او دښتې د سکندر لپاره ويره ونکې وې. کله چې سکندر کبير د افغانستان پر لور پوځونه خوشي کړل، نو د نورو ملتونو پر خلاف له سخت ملي مقاومتونو سره مخ شو. افغانستان کې د سکندر جګړو خاطرې تاريخ ليکلي دي او سکندر مقدوني هم يې ذکر کړی دی. سکند تر ټولو لومړی د افغانستان په اوسني هرات ولايت بريد وکړ. هرات کې د خلکو پاڅونو ستړی کړی او جګړه يې ورته سخته کړه. نوموړي هرات کې په ګڼ شمېر يوناني سرتيري وساتل او د جګړې پر ځای يې خلکو سره د سولې خبرې پيل کړې. سکندر له هرات وروسته بلخ ولايت ته چې هغه مهال باختريه نومېده حرکت وکړ.
له هراته بلخ ته د سکندر کبير د تګ ورځ نه تېره شوې، چې افغانانو هرات کې د سکندر پر پوځيانو ځمکه اور کړه. سکندر ډېر غوسه او د ټول هرات د ويجاړۍ امر يې ورکړ، خو کله به چې هرات کې سکندر يو افغان وژلو نو درې نور به يې پر وړاندې راپورته کېدل او جګړه به يې لا پر وړاندې سخته او پيچلې کېدله.
د سکندر په اړه ويل کېږي، چې دی تر اخير په دې بريالی نه شو چې افغانستان په ارام ډول تر خپلې امپراتورۍ لاندې وساتي، خو هغه وخت چې ده د هغه وخت افغانستان له يو قومي مشر لور سره واده وکړ، نو پر وړاندې يې بغاوتونه يو څه ارام شول.
وروستي