له خپلواکۍ وروسته؛ غازي امان الله خان څه ډول نړيوالو سره اړيکې پراخه او خپل حکومت يې په رسميت پرې وپېژندلو؟ 

۱۹۱۹ز کال کې د هېواد خپلواکۍ ګټلو او اعلان وروسته، ستر غازي امير امان الله خان يو نازک وضعيت سره مخ شو. امان الله خان پر دې پوه شوی وو، چې د يوې رېښتنې خپلواکۍ لپاره اړينه ده چې دغه خپلواکي پر نړيوالو په رسميت وپېژني او نړيوالو سره يې اړيکې د يو خپلواکه افغانستان په توګه پيل شي. افغانستان کې د نړۍ د هېوادونو د استازوليو بيا پرانېسته يو څه ستونزمنه مسله وه، ځکه ډېری هېوادونو داسې انګېرله، چې د انګلستان له وتلو وروسته به افغانستان ډېر منزوي وضعيت کې اوسي. 

غازي امان الله خان هم وضعيت ته متوجې وو؛ د خپلواکۍ او خپل حکومت د رسميت پېژندنې په پار هغه هېوادونو ته لومړيتوب ورکړ، چې بريتانيا پر ضد وو او افغانستان سره يې همدردي او ښې اړيکې درلودې. د امان الله خان په هڅو شوروي يووالي، ايران او ترکيه درې لومړي  هېوادونه وو چې په پوره لېوالتيا سره  يې د افغانستان خپلواکي او د غازي امير امان الله خان په مشرۍ حکومت پر رسميت وپېژندلو. 

د غازي امان الله خان ټولې هڅې چې له خپلواکۍ ورروسته يې کولې دا وې، چې لوېدېځې نړۍ او په  هلته سترو قدرتونو سره د ډېپلوماسۍ له لارې اړيکې ښې او پراخه کړي. غازي امير امان الله خان د خپلواکۍ  اخېستو څو مياشتې وروسته، د دولت وزير محمد ولي خان په مشرۍ يو پلاوی وټاکلو چې ځينو هېوادونو ته سفرونه وکړي. ۱۹۱۹ کال کې  دغه پلاوی تاشکند  او له تاشکند وروسته مسکو ته ورسېد. دغه پلاوی ورپسې پاريس ته لاړ او هلته يې د سولې نړيوال کنفرانس کې برخه واخېسته. 

د غاري امير امان الله خان په لارښوونې د محمد ولي خان سفر دوه کاله ونېول. له مسکو اروپايي هېوادونو او امريکا ته لاړ او دوی يې وهڅول چې افغانستان کې سياسي استازولۍ خلاصې کړي. دې سره افغانستان له انزوا او يوازې پاتې کېدو وژغورل شو. 

د شوروي او افغانستان ترمنځ ځينې تړونونه وشول، شوروي افغانستان کې خپل سفارت پرانېست او ځيني ولايتونو کې قونسلګرۍ خلاصې کړې. شوروي هوکړه وکړه، چې دوی به د افغانستان له مالونو او صادراتو هېڅ ډول ماليه او پيسې نه اخلي. 

۱۹۲۱ز کال کې د افغانستان او ترکيې ترمنځ د ملګرتيا هوکړه وشوه؛ افغانستان  د ترکيې امپراتوري ته  د يوې اسلامي امپراتورۍ په توګه په درنه سترګه کتل او ترکيې افغانستان سره د دوستۍ د ښکارېدو په پار ښوونکي او پوځي منصب لرونکي افغانستان ته راولېږل. 

په همدې کال کې افغانستان او ايران هم سره نېږدې  او ځينې هوکړې يې  وکړې. يو تړون داسې وو، چې زندانيان به سره تبادله کېږي، امنيتي پوستې به څرګندې او په هوکړه وي او نور ستونزې به د خبرو له لارې سره حل او فصل کېږي. 

د افغانستان او المان ترمنځ اړيکو کې  انګلستان خنډ وو،. بريتانيا او المان يو تړون درلود، چې د هغه تړون پر بنسټ المان نه شول کولی چې افغانانو ته ويزې ورکړې. د غازي امير امان الله خان په هڅو المان دې ته اړ شو چې افغانانو ته به ويزې ورکوي، سوداګريزې اړيکې به سره  پراخه کړې او بريتانيا ته په ډاډ ورکړي چې افغانستان سره د المان اړيکې د انګلستان پر ضد او وړاندې نه دي. 

د افغانستان حکومت د اروپا او امريکا  په چارو کې محمد ولي  خان ځانګړی استازی  ټاکلی وو او المان د سفر پر مهال يې دوه مکتوبونه ورکړي وو. يو مکتوب د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محمود طرزي  له خوا د المان بهرنيو چارو وزير او بل مکتوب د افغانستان د پاچا غازي امير امان الله خوا د المان ولسمشر فريد رېچ ابرت ته. دواړو مکتوبونو کې په څرګنده د افغانستان د خپلواکۍ  او د غازي امير امان الله  د حکومت  ويل شوي وو. 

افغان پلاوي  د المان له حکومت لاندې غوښتنې  هم درلودې: 
۱- المان ته د افغان زده کوونکو لېږل چې ملسکي زده کړې ورکړل شي؛ 
۲- د المان ښوونکو له خوا افغانستان کې  د يو الماني ښوونځي جوړول؛ 
۳- افغانستان کې  د الماني انجنيرانو، ښوونکو او نورو مسلکي کسانو په دنده ټاکنه؛ 
۴- د کاغذ جوړونې او صنعت  نورو برخو کې له المانه د ماشينونو اخېستل؛ 
۵- د افغانستان د کانونو رااېستنې برخه کې د المان پانګونه او  نورو پراخيتايي پروژو پيل.