لنډیز
افغانستان چي شل کاله د امریکا د نامشروع جګړې کوربه وو او له هر اړخه یې صدمه لېدلې ده د دوحې د هوکړه لیک پربنسټ چي د اسلامي امارت او امریکا تر منځ لاسلیک شو امریکا دېته مجبوره شوه چي له افغانستان څخه په بشپړ ډول ووځي او افغانستان پرېږدي . د امریکااو ناټو له ملاتړ څخه برخمن جمهوریت له منځه لاړ او پرځاي یې اسلامي امارت له شلو کلونو وروسته واک ته ورسېدی ،په افغانستان کي مېشت بهرني سفارتونه له دې هیواد څخه یووړل شول او افغانستان له انزوا سره مخ شو ، د افغانستان لس میلیارده ډالره د امریکا له کنګل شوو او په کوردننه اقتصاد کمزوری شو . د اسلامي د واک ته رسېدلو څلورنیمي میاشتي تېري شوې خو تر دا مهاله پوري هیڅ نږدې او لري ګاونډیانو او نه په نړیواله کچه کوم هیواد په رسمیت پېژندلی ده، دا چي رسمیت پېژندنه یو حقوقي عمل ده او یولړ پایلي له ځان سره لري چي پربنسټ یې هیوادونه کولاي شي د یوبل سره سیاسي او ډیپلوماتیکي اړیکي را منځته کړي ولي دولتونه په رسمیت پېژندنه کي خپل سیاسي تمایلات او ملي ګټي په نظر کي نیسي،اسلامي امارت په تېرو څو میاشتو کي ډېري هڅي وکړې ترڅو خپلي سیاسي اړیکي پیاوړې کړي او له نړۍ سره تعامل وکړي ولي بریالی نشو. ایران، روسیه او چین هغه هیوادونه دي چي په افغانستان کي یې د امریکا د پوځي حضور په وړاندي اندېښنې درلودې او وخت ناوخت یې په وړاندي غبرګونونه ښوودل. اوس چي اسلامي امارت واک ته رسېدلی ده او یادو هیوادونو چي په تېرو شلو کلونو کي ورسره اړیکي درلودې او امریکا هم په افغانستان کي پوځي حضور نلري نو ولي یاد هیوادونه اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني؟ پدې لیکنه کي مو دې پوښتني ته ځواب ویلی ده او د ایران ،روسیې او چین دریځونو او اندېښنو ته مو اشاره کړې ده. چي روسیه د افغانستان په وړاندي جیوپولیټیک لیدلوری لري او له دې جغرافیې څخه د ناامنیو د لېږد اندېښنه لري ،چین جیوایکانومیک لیدلوری لري او د افغانستان د کانونو د استخراج په اړه لېوالتیا لري ولي ترڅنګ ځیني اندېښنې لري ، ایران هم جیوایکانومیک او جیوپولیټیک لیدلوری لري چي له یوې خوا افغانستان د ایران سوداګریز شریک ده او د ایراني تولیداتو لپاره ښه بازار ده او له بل پلوه په افغانستان کي د داعش ډلي فعالیت د ایران اندېښنې را پارولې دي او ایران دا فرصت ګڼي چي د طالبانو په وسیله داعش ډله وځپي ددې ترڅنګ درې واړه هیوادونه انتظار کوي چي اسلامي امارت به د لوېدیځ لورته او که ختیځ ته تمایل وښیي .
سریزه
د۲۰۰۱ م کال د سپتمبر په ۱۱مه چي کله د امریکا متحده ایالاتو په سوداګریزو مرکزونو او دفاع وزارت باندي بریدونه وشول او ۳۰۰۰ امریکایانو پکي خپل ژوند له لاسه ورکړ د امریکا د وخت ولسمشربوش یاده پېښه یو ترهګریز عمل یاد کړ او پړه یې هم په القاعده ډلي ور واچوله او له اسلامي امارت څخه یې د اسامه بن لادن د ورسپارلو غوښتنه وکړه، چي اسلامي امارت د اسامه سپارل د اسلام د مبارک دین له احکامو او افغاني کلتور سره په ټکر کي وګڼل او ډډه یې ترې وکړه. امریکا او ملګرو یې په افغانستان د برید پلان جوړ کړ او د ناټو سازمان په چوکاټ کي یې په افغانستان پوځي برید وکړ او د ملګرو ملتونو منشور د ۵۱مي مادې پربنسټ یې ځانته د مشروع دفاع حق ورکړ دارنګه د ناټو سازمان د منشور د ۵مي مادې له مخي چي داسي صراحت لري(د ناټو سازمان پرهرغړي برید په ټولو برید ده او په ګډه به یې دفاع کوو) یې پرافغانستان برید وکړ افغانستان یې اشغال کړ او اسلامي امارت له منځه ولاړی او پرځاي یې نوی حکومت رامنځته شو چي د امریکا او ناټو ملاتړ یې له ځان سره درلودی. اسلامي امارت شل کاله مبارزه وکړه ، کله چي ترامپ د امریکا ولسمشر شو له اسلامي امارت سره یې خبري اتري پیل کړې او له هغه وروسته جوبایډن د هغه لاره تعقیب کړه چي د دوحې د توافقنامې پربنسټ امریکا افغانستان پرېښود او جمهوریت هم سقوط شو پرځاي یي اسلامي امارت بیاځلي واک ته ورسېدی او د امریکا په ګډون ډېرو هیوادونو له افغانستان سره خپلي دیپلوماتیکي اړیکي پرېکړې او د اسلامي امارت له واک ته رسېدو دادی څلورنیمي میاشتي تېري شوې دي چي تر دامهاله هیڅ هیواد په رسمیت نده پېژندلی او د نړیوال مشروعیت له ناورین سره مخ ده ، د اسلامي امارت چارواکي زیاتي هڅي کوي ترڅو له نړۍ سره له سره بیا خپلي اړیکي وغځوي او افغانستان له اوسنۍ انزوا څخه را وباسي ولي د یادي موخي په ترلاسه کولو ندي توانېدلي. رسمیت پېژندنه یو اختیاري عمل ده چي ترډېره بریده دولتونه خپلو ملي ګټو او سیاسي علایقو ته په کتو سره په یاد عمل لاس پوري کوي، اوس دا پوښتنه را ولاړیږي چي د افغانستان ګاونډی هیواد ایران او سیمه یېز سترځواکونه (روسیه او چین) چي په افغانستان کي د امریکا له حضور سره مخالف وو او د اسلامي امارت سره یې اړیکي ښې وې ولي اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني ؟ نوموړې پوښتني ته د ځواب په ترڅ کي غواړو د یادو هیوادونو دریځونه او اندېښنې پدې لیکنه کي را ونغاړو او د روسیې، ایران او چین دریځ د اسلامي امارت د رسمیت پېژندني په اړه واضح کړو.
۱: روسیه
روسیه هغه هیواد ده چي له دوهمي نړیوالي جګړې را پدېخوا په دوه قطبي نړیوال نظام کي د امریکا ستر سیال وه او د سړې جګړې پرمهال یې د امریکا متحده ایالاتو په مشري له لوېدیځ بلاک سره ایډیالوژیکه سیالي پرمخ وړله یاده مبارزه تر هغه وخت پوري روانه وه چي څو شوروي اتحاد په افغانستان یرغل وکړ او د افغان ملت د جهاد په پایله کي وپاشل شو او امریکا د یوازیني نړیوال ځواک په توګه راڅرګند شو او له دې سره سړه جګړه هم پاي ته ورسېدله. او امریکا د نوي نړیوال نظم دکتورین وړاندي کړل چي تر ډېره بریده په امریکایي ګټو او ارزښتونو باندي مشتمل وو. ددې نه وروسته چي کله د سپټمبر ۱۱مي پېښه رامنځته شوه امریکا د یو سترائتلاف په وسیله پر افغانستان پوځي برید وکړ او افغانستان یې اشغال کړ. پوښتنه داده چي روسیې په امنیت شورا کي ولي یاد برید ویټو نکړ ؟ په ځواب کي ویلای شو چي روسیې غوښتل ترڅو امریکا په افغانستان کي ښکېله شي چي له یوې خوا به ترهګري او اسلامپالي ډلي وځپي او ددې ترڅنګ د طالبانو له منځه وړل هم د روسيې موخه وه ځکه چي یو یې له روسیې سره ښې اړیکي نه درلودې او له بلي خوا په افغانستان کي اسلامي حکومت د روسیې په ګټه نه وو ځکه چي د مرکزي آسیا اسلامپالي ډلي به له دې انګېزه واخلي او خپلو مبارزو ته به مخه کړي چي په پایله کي به د روسیې او مرکزي آسیا امنیت له ګواښ سره مخ شي . د نړیوالو اړیکو تیورسن او د تهاجمي ریالیزم د نظریې مخکښ جان میرشایمر پخپل کتاب( دسترو ځواکونو د بهرني سیاست تراژیدي) کي د مسوولیت له احالې څځه خبره کوي چي پرمټ یې دولتونه د یو بل په وړاندي له مخامخ جګړې څخه ځان ژغوري نو روسیې هم غوښتل له امریکاسره همداسي لوبه وکړي لکه څرنګه چي د شوروي اتحاد په وړاندي امریکا د افغان مجاهدینو پرمټ شوروي اتحاد مات کړ او د ویتنام غچ یې واخستی ،روسیې هم داځل د افغانانو پرمټ امریکا ماتول غوښتل ولي له افغانانو سره یې په ښکاره مرستي ونکړې خو امریکا بلاخره د شوروي په برخلیک اخته شوه او افغانستان یې ترک کړ. د تېر شل کلن امریکایي حضور په برخه کي روسیې لومړي سرکي له ناتو او امریکایانو سره همکاري کوله چي په مرکزي آسیا کي یې پوځي اډې هم ورکړې وې ولي کله چي روسیه پدې وپوهېده چي امریکا په افغانستان کي اوږدمهاله موخي لري نو یې د امریکا له حضور سره مخالفت څرګند کړ او پرامریکا یې فشارونه زیات کړل ترڅو له افغانستان څخه ووځي ځکه چي روسیې په افغانستان کي د امریکا شتون په مرکزي آسیا کي چي د روسیې د تاریخي نفوذ سیمه ده د خپل نفوذ د کمېدو په وړاندي تهدید ګڼی او د امریکایانو د وتلو لپاره یې له طالبانو سره اړیکي جوړي کړې او د ایران او چین په مرسته یې هغوئ ته مشروعیت هم ورکاوه او نړیوالوغونډو او مهمو ملاقاتونو ته یې غوښتل چي د افغانستان او سیمي په اړه به پرې بحثونه کېدل ددې ترڅنګ کله چي د طالبانو د قطر سیاسي دفتر رامنځ ته شو د امریکا د ماتي څرکونه ولګېدل ځکه چي طالبانو ددې دفتر له لاري خپلي اړیکي پراخي کړې او په نړیواله او سیمه یېزه کچه یې د هیوادونو پاملرنه راجلب کړه او د یوه هیواد له انحصاره یې ځان خلاص کړ.روسیې د اسلامي امارت ملاتړ ددې لپاره کاوو چي امریکا ته ماته ورکړي ځکه په نړیوال نظام کي که دولتونه ايډیالوژیک تړاوونه هم ونلري ولي چي کله یې ګټي سره نږدې شي او یاهم ګډ تهدید ورته متوجه شي بیا یې پدې صورت کي همکاري حتمي ده نو په همدې اساس امریکا د روسیې او اسلامي امارت لپاره تهدید وو نو همکاري هم په دې وجه وشوه که څه هم طالبانو د خپلي واکمني پرمهال د چیچنیا خودمختاري په یو اړخیز ډول په رسمیت پېژندلې وه.
اوس دې پوښتني ته غواړو ځواب ووایو چي روسیه ولي اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني اویاهم ځنډ پکي کوي؟
لومړی:روسیه د افغانستان په وړاندي جیوپولیټیک لیدلوری لري او غواړي پوه شي چي اسلامي امارت په افغانستان کي امنیت را وستلای شي کنه؟ پدې معنا چي روسیه د افغانستان له جغرافیې څخه مرکزي آسیا او خپلو پولو ته د ناامنیو د لېږد څخه وېره لري چي که د داعش خراسان څانګه د روسیې پولو ته څېرمه خپلو بریدونو ته دوام ورکړي د روسیې او مرکزي آسیا امنیت به خراب کړي ،داچي یادي ډلي په افغانستان کي فعالیتونه پیل کړي دي او اسلامي امارت هم ادعا کړې ده چي په بېلابېلو عملیاتو کي یې د داعش ډلي ځیني جنګیالي ژوندي نیولي او وژلي دي . روسیه او ځیني نور هیوادونه پدې اند دي چي داعش ډله د امریکا او ملګرو له لوري جوړه شوې ډله ده چي غواړي د هغوئ د موخو لپاره ترې ګټه پورته کړي او د روسیې ،ایران،چین ..... هیوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کړي ، دافغانستان تېر پرځول شوي حکومت په هڅو باندي روسیې شکونه درلودل چي ګواکي د داعش ډلي په وړاندي جدي مبارزه نه کوي.
دوهم: روسیه وېره لري چي په افغاغانستان د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره به په مرکزي آسیا کي ځیني اسلامپالي ډلي د مبارزې هڅه وکړې او د روسیې او مرکزي آسیا امنیت به له ګواښ سره مخ کړي او پدې هم باور نلري چي اسلامي امارت به له یادو ډلو سره همکاري وکړي او کنه؟ بل داچي ترهګري ډلي هم غواړي خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي او دا به دسیمي د امنیت لپاره په ضرر وي نو روسیه پر دې اساس له احتیاط او ځنډ څخه کار اخلي روسیه په سیمه کي د پام وړ نفوذ لري او د مرکزي آسیا هیوادونه یې د تاریخي نفوذ سیمه ده نه غواړي چي امنیت یې له ګواښ سره مخ شي او د یادي سیمي د ډله یېزه امنیت د سازمان مشري هم په غاړه لري چي د چټک غبرګون ځواک د رامنځته کېدو لپاره یې هڅي ګړندۍ ساتلې دي ،ولي امریکا او لوېدیځ هیوادونه پدې فکر دي چي روسیه غواړي د شوروي اتحاد وخت ته بېرته ځان ستون کړي او په یادو هیوادونو کي لویديځ نفوذ پیدا نکړي او روسیه خپل نفوذ ټینګ کړي.
درېیم: د لویدیځ او ناټو سازمان په وړاندي نوی ختيځ بلاک د رامنځته کېدو په حالت کي ده چي د شانګهای د همکاریو سازمان په اډانه کي فعالیت کوي او روسیه،ایران،چین یې مهم غړي دي او ددې ترڅنګ پاکستان هم له امریکا څخه لري شوی ده او د چین لورته یې تمایل پیدا کړی ده چي دا هم د یاد بلاک راتلونکی غړی ګڼل کیږي. اوس مهال روسیه پدې غور کوي او د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه کي ځنډ کوي ترڅو معلومه شي چي اسلامي امارت کوم بلاک ته تمایل ښيي او په رسمیت پېژندنه کي دوه ګوني چلند کوي . د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابیلوف په خپلوخبرو کي وویل چي د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه په عمل کي پيل شوې ده ولي د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف بیا وویل چي اوس د اسلامي امارت د رسمیت پېژندني وخت نده او اوس باید له افغانستان سره بشردوستانه مرستي وشي.
د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره سم په ایران کي د افغانستان په تړاو د سیمي هیوادونو د استازو غونډه کي د روسیې ولسمشر پوتین د سیمي هیوادونو استازو ته وویل چي امریکا او ناټو ته پخپلو هیوادونو کي ځاي مه ورکوئ ځکه په سیمه کي د ناامني لامل همدوی دي ، نو ویلاي شو چي روسیه په سیمه یېزو او نړیوالو مسایلو کي د روسي ریالیزم له زاویې څخه عمل کوي او خپلو ملي ګټو ته په کتو سره ګام پورته کوي ، په دې وروستیو کي یې د افغانستان پولو ته څېرمه د تاجکستان په خاوره کي پوځي اډې هم زیاتي کړې دي تر څو له افغانستان څخه د احتمالي ناامنیو د لېږد په صورت کي تیار وي او مخه یې ونیسي.
۲: چین
کله چي په ۱۹۴۹م کال په چین کي کمونیست ګوند واک ته ورسېدی د ۱۹۵۰مي لسیزي ترپاي ته رسېدو پوري یې له شوروي اتحاد سره د همپیماني(هم تړوني) اصل په خپل بهرني سیاست کي ځاي درلود او مائو له واک ته رسېدو وروسته لومړی رسمي سفر خپل ایډیالوژیک ملګري هیواد شوروي اتحاد ته وکړ او شعار یې هم (انقلاب او جګړه ) وو، نوموړی پدې باور وو چي د نړۍ خلک باید د امپریالیزم په وړاندي متحد شي او له منځه یې یوسي . په ۱۹۷۸م کال کي د مائو پرځای دنګ شیائوپینګ واک ته ورسېدی او پخپل بهرني سیاست کي یې د پام وړ بدلون راوستی او دپخواني شعار پرځای یې نوی شعار غوره کړ چي (اقتصادي پراختیا او سوله) وه او د مائو خلاف یې لومړی سفر امریکا ته وکړ چي د نړۍ ستر اقتصادي ځواک وو او غوښتل یې له یاد هیواد سره اړیکي له سره ورغوي . دنګ پدې باور وو چي یوازي اقتصادي پیاوړتیا کولاي شي په نړیوال نظام کي د چین ځاي مشخص کړي او ویل به یې چي (د ثروت تولید سپېڅلی ده).او د کمونیستي ارزښتونو پرځای یې ملي ګټو ته پخپل بهرني سیاست کي ځای ورکړ د دنګ سیاستونو د چین په اقتصادي پرمختګ کي مهم رول ولوبوی نوموړی پوهېدی چي د اقتصادي پرمختګ لپاره باید عقلانیت د ایډیالوژي ځای ونیسي او اقتصادي پراختیا،علم او تکنالوژي یې د خپلي سیالي د محور په توګه وټاکل.له سړې جګړې وروسته پرفیسور سامویل هانتینګتون امریکا او غرب ته د یو اخطار په توګه د تمدونونو د ټکر نظریه وړاندي کړه، او پدې اند وو چي لدېنه وروسته به په نړیواله کچه د ټکر اصلي لامل تمدنونه وي او د کنفیوسوسي او اسلامي ارزښتونه یې د امریکایي او غربي هغو په وړاندي جدي خطر وګڼل چي امریکا او غرب به په راتلونکي کي ورسره لاس او ګرېوان وي او ددې ترڅنګ یې وویل چي د اقتصادي چین مخه هم باید ونیول شي .چين په نړیواله کچه له امریکا وروسته دوهم ستر اقتصادي ځواک ده او پدې هڅه کي ده چي په نړیواله کچه اوسني حاکم وضعیت ته تغیر ورکړي او په اقتصادي او پوځي برخه کي د امریکا هژموني وننګوي. چین له امریکا سره په سیاسي ،اقتصادي او فرهنګي برخو کي په سیالي بوخت ده او د تایوان په مسله کي د موجوده وضعیت تغیر،بشري حقونو او نورو برخو کي له امریکا سره ژور اختلافات لري . چین د خپلي هژموني د رامنځته کولو لپاره غواړي په نړیواله کچه خپل ارزښتونه وړاندي کړي چي یاد ارزښتونه له(هڅو،شخصي انظباط،متقابل احترام،فردي اخلاق، همکاري او ټولنیز نظم دي او په نړیواله کچه د امریکا یواړخیزپالني(یک جانبه ګرایی) ته دپاي ټکي کېږدي او په نړیوالو مسایلو کي مطرح رول ولوبوي.
په افغانستان کي د امریکا پوځي حضور چین د خپلو ملي ګټو او سیمه یېز امنیت په وړاندي تهدید ګڼی او پدې وېره کي وو چي امریکا په سیمه کي د چین نفوذ کمول غواړي او یاد کار د امریکا له مهمو موخو څخه وو، دا چي اوس مهال امریکایان له افغانستان څخه وتلي دي او اسلامي امارت بیاځلي واک ته رسېدلی ده چي تر اوسه پوري هیڅ هیواد په رسمیت نده پېژندلی د واکمني یې څلورنیمي میاشتي وتلې دي او د نړیوال مشروعیت له ناورین سره مخ ده او هڅو یې هم کومه مثبته پایله نده ورکړې پوښتنه داده چي چین هیواد چي د امریکا سیال او مخالف هیواد ده ولي اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني او یاهم پکي ځنډ کوي؟
دنوموړې پوښتني په ځواب کي ویلاي شو چي چین د افغانستان په وړاندي جیوایکانومیک لید لوری لري کله چي په افغانستان کي جمهوریت حاکم وو چين د افغانستان د میس عینک مهم کان قرارداد له افغان حکومت سره کړی وو ولي د ځینو ستونزو له امله تر دا مهاله نده توانېدلی چي استخراج یې کړي ، هغه مهال د امریکا حکومت په ښکاره غبرګون ونه ښوود ولي د نیویارک ټایم ورځپاڼې د خپل حکومت غوسه په یوه لیکنه کي وښووده چي په افغانستان کي امریکایي سرتیري قرباني ورکوي او د میس عینک په څېرسترو پروژو قرارداد بیا له چین سره کوي چي تر اوسه یې له کابل سره دوه سوه میلیونه ډالره مرسته کړې ده. دافغانستان کانونه چین ته د اهمیت وړ دي او چین غواړي چي یاد کانونه استخراج کړي خو په ځانګړو شرایطو تر څو وکولاي شي معلومه ګټه ترې ترلاسه کړي او د امنیت چاري یې هم په ښه توګه برابري شي او ددې ترڅنګ چینایي شرکتونه ګټه ترلاسه کړي ځکه د چین اوسنی اقتصادي سیستم کمونیستي نده او خصوصي سکتور پکي د پام وړ اهمیت لري او چین اوسمهال له کمونیستي ارزښتونو څځه د اقتصادي پراختیا او ملي ګټو په لور مخ اړولی ده پر همدې بنسټ پخپلو نړیوالو تعاملاتو کي ریالیستیک لیدلوری لري او ډېر ټينګار یې هم په خپلو ملي ګټو وي . ددې ترڅنګ د افغانستان په تړاو ځیني اندېښنې هم لري چي یوه یې هم د داعش ډلي له لوري احتمالي ګواښ ده چي د چین امنیت ته خطر پېښ نکړي که چېرته د افغانستان امنیت خراب شي نو ددې سره به د چین پانګونه بې پایلې وي او هیڅ ګټه به ترې ترلاسه نه کړي او ان کېداي شي چي د چین امنیت هم ورسره ګډوډ شي او په چین کي مېشت ایغور مسلمانان چي د چین حکومت له لوري له هراړخیزو بندیزونو او ظلمونوسره مخ دي دوی به هم په کوردننه د دولت خلاف مبارزه پیل کړي . بله مسله دا کېداي شي چي د اسلامي امارت په بیاځلي واک ته رسېدو به ایغور مسلمانان هم انګېزه واخلي ترڅو د چین له انحصاري واک نه ځان تر یوې اندازې خلاص کړي . دا چي په اسلامي امارت امریکا بندیزونه لګولي دي او نه غواړي د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادي کړي او ډېری هیوادونو د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو ته شاه کړې ده یو له هغو هیوادونو چین ده چي چین په نړیوال نظام کي له امریکاسره په سیالي بوخت ده او دا سیالي په داسي صورت کوي چي له امریکا سره په ښکاره په ټکر کي واقع نشي او چین هم د امریکا له لوري په باربار د بشر دحقونو په نقض باندي تورن شوی ده او امریکا له اسلامي امارت نه هم یوه غوښتنه دا لري چي دبشر حقوق دي تر پښو نه لاندي کوي نو چین هم نه غواړي پدې یې له امریکا سره ټکر راشي یا د امریکا او اروپایي ټولني تر نیوکو لاندي راشي چي کواکي چین هغه نظامونه چي د زور له لاري واک ته رسېدلي دي په رسمیت پېژني نو داسلامي امارت په رسمیت پېژندنه کي له ځنډ څخه کار اخلي . امریکا،اروپایي اتحادیه،روسیه او ځیني نور هیوادونه له طالبانو غواړي چي ټولشموله حکومت جوړ کړي چي ټول لوري پکي ګډون ولري . په ټولیزه توګه په رسمیت پېژندنه کي دولتونه خپل سیاسي تمایلات او ملي ګټي په نظر کي نیسي. البته که د نړۍ په کچه سیاسي نظامونو ته وګورو ټولشموله نظامونه ډېر کم ترسترګو کیږي ولي په امریکا کي چي هرحزب واک ترلاسه کړي خپل حکومت جوړوي اوبل حزب پکي هیڅ رول نلري.
۳: ایران
له هغه نه را پدېخوا چي په ایران کي اسلامي انقلاب منځ ته راغلی ده له هماغه پیله یې له امریکا سره اړیکي خرابي دي او ددې دواړو هیوادونو اړیکي هغه مهال لا خرابي شوې چي په تهران کي ایراني محصلینو د امریکا سفارت کلابند کړ او امریکایي ډيپلوماتان یې یرغمل کړل، یادي اړیکي کله کله د مخالفت پرځاي د دښمني اندازې ته رسیږي . ایران او امریکا په منځني ختیځ،سیمه او افغانستان کي د یوبل سره سیالي کوي او د یوبل د ګټو پر وړاندي خنډ ګرځېدلي دي ،په ۲۰۱۴م کال کي د امریکا او پنځه لویو قدرتونو او ایران ترمنځ اتومي هوکړه لیک لاسلیک شو چي له مخي یې له ایران څخه اقتصادي بندیزونه لري کړل شوو او ایران دخپل اتومي پرګرام فعالیتونه محدود کړل ،کله چي ترامپ واک ته ورسېدی په یواړخیز ډول له یاد تړون څخه امریکا ووتله او په ایران باندي یې نور بندیزونه وضع کړل چي له امله یې ایران په کوردننه له ستونزو سره لاس او ګرېوان شو. په افغانستان کي د امریکا د پوځي حضور پرمهال ایران د امریکا خلاف سیاستونه پرمخ وړل ځکه چي ایران په افغانستان کي د امریکا حضور د خپلو ملي ګټو په وړاندي ګواښ ګڼی، د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک پرمهال ایران د پام وړ هڅي وکړې ترڅو د یاد تړون د لاسلیک مخه ونیسي او پدې برخه کي یې په ښکاره توګه مخالفت ښکاره کړ. په عراق کي د قاسم سلېماني د وژل کېدو په پایله کي د ایران او امریکا اړیکي ډېري ترینګلې شوې او ایران دهغه په غبرګون کي په عراق کي د امریکایې سرتېرو په اډو باندي توغندي وتوغول، په افغانستان کي د امریکا دشل کلن حضور په وروستیو کي ایران په ښکاره وویل چي له افغان طالبانو سره اړیکي لري چي دا اړیکي د افغان سولي پروسې د بریا په خاطر ورسره ټینګي کړې دي ولي په حقیقت کي یې د هغوئ لاسنیوی هم پدې خاطر کاوه تر څو په امریکا فشار راوړي ،اوس دا پوښتنه را ولاړیږي چي په افغانستان کي اسلامي امارت چي د امریکا سرسخت مخالف ده واک ته رسېدلی ده ایران ولي یاد حکومت په رسمیت نه پېژني او یاهم ځنډ پکي کوي ؟ له هغه وخته چي اسلامي امارت شل کاله وړاندي په افغانستان واکمن وو ایران یاد حکومت په رسمیت ونه پېژندی او تور یې پرې پوري کړ چي اسلامي امارت د امریکا او سعودي عربستان له لوري رامنځته شوې ډله ده او د ایران سره به ښې اړیکي ونلري او د اسلامي امارت په وړاندي یې منفي نظر څرګند کړ او دمجاهدینو اسلامي حکومت چي استاد رباني یې په رأس کي و ملاتړ وکړ او له هغوئ سره یې مرستي هم کولې ، کله چي په بلخ کي د ایران کونسلګري ته د اسلامي امارت کسان دننه شوو او ایراني ډيپلوماتان او خبریالان یې د جاسوسي په تور اعدام کړل د ایران او اسلامي امارت ترمنځ اړیکي ډېري خرابي شوې او خبره مخامخ جګړې ته ورسېدله ولي جګړه ونه نښته. کله چي په ۲۰۰۱م کال کي امریکا په افغانستان برید وکړ او افغانستان یې اشغال کړ ایران په لومړي سرکي فرصت وګڼی او داسي یې انګېرله چي طالبان چي د ایران مخالف دي او ښې اړیکي نه ورسره لري د امریکا او ناټو په وسیله به له منځه یووړل شي او د امریکا د اشغال په وړاندي یې غبرګون ونه ښوودی ، ولي کله چي ایران درک کړه چي امریکا په افغانستان او سیمه کي اوږدمهاله موخي لري د امریکا له دایمي اډو سره یې مخالف څرګند کړ او د امریکا حضور یې د خپلو ملي ګټو په وړاندي ګواښ وګڼی او ترډېره بریده یې د دايمي اډو په وړاندي مخالفت په بېلابېلو بڼو وښوودی. د اصلي پوښتني په ځواب کي ویلاي شو چي د ایران او طالبانو ترمنځ چي په تېرو شلو کلونو کي اړیکو شتون درلود دا اړیکي مقطعي وې او ایران هڅه کوله ترڅو له دي لاري په امریکا باندي فشار راوړي ترڅو سیمه او افغانستان پرېږدي او له دې اړیکو څخه یې يو ډول ابزاري ګټه پورته کوله ، اوس چي اسلامي امارت بیا واک ته رسېدلی ده ایران په دوه لاري کي قرار لري له یوې خوا چي په تېر شل کلن جمهوریت کي کومي ایران پلوه څېرې په واک کي شریکي وې اوس اسلامي امارت یادو څېرو ته په واک کي برخه نه ورکوي او اسلامي امارت په یادو څېرو باندي تور پوري کوي چي د تېر شل کلن اشغال ملګري وو او مشروعیت یې ورکړی وو نو دا چي یادي څېرې په واک کي نشته ایران هم د نورو هیوادونو په څېر په باربار له طالبانو غوښتي دي ترڅو ټولشموله حکومت جوړ کړي چي موخه یې داده چي ایران پلوه څېرې هم په واک کي شریکي کړي نو که دا څېرې نه وي ایران په افغانستان کي خپلي ګټی نشي ترلاسه کولاي. بله مسله داده چي د روسیې او چين په څېر ایران هم د شرقي بلاک یو مهم غړی ګڼل کیږي چي د امریکا او ناټو په وړاندي غواړي په نړیواله کچه یو انډول وساتي ایران هم د روسیې او چین په څېر دېته په انتظار ده چي اسلامي امارت دکوم بلاک په لور تمایل ښیي که چېرته اسلامي امارت د لوېديځ بلاک په لور تمایل وښیي د یادو درې هیوادونو هلي ځلي په مثبته پایله ونلري نو پرهمدې بنسټ ایران هم د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه کي له ځنډ څخه کار اخلي . له اسلامي امارت سره په ښو اړیکو او همکاري کي ایران کولاي شي یوه مهمه موخه ترلاسه کړي چي هغه موخه د داعش ډلي ځپل او له منځّه وړل دي ، دداعش خراسان څانګه په افغانستان کي فعالیت لري او وخت ناوخت په اهل تشیع باندي بریدونه کوي نو ایران د داعش ډلي ټارګیټ ده چي غواړي بریدونه ورباندي وکړي او اسلامي امارت په افغانستان کي دداعش ډلي په وړاندي جدي مبارزه کوي ترڅو د افغانستان امنیت خراب نه کړي او په لسګونو دداعش غړي یې وژلي او ژوندي نیولي دي نو د ایران لپاره ښه فرصت داده چي د اسلامي امارت په وسیله داعش ډله له پښو وغورځوي نو پدې برخه کي ایران ناچاره ده چي اسلامي امارت ته د داعش ډلي په وړاندي د همکارۍ لاس ورکړي خو ایران دې ځاي ته متوجه ده دا چي په رسمیت پېژندنه کي ځنډ کوي خپلي ملي ګټي په نظر کي لري ،یوه مسله داده چي ایران له امریکا او اروپایي هیوادونو سره د اتومي پروګرام په اړه بیا خبري اتري پیل کړې دي نو ترهغه چي یادو خبرو برخلیک نه وي معلوم شوی د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه په تر وخت وړاندي کار وي د ایران لپاره به یې تر ګټي تاوان زیات وي او امریکا او لوېدیځ به نور هم ایران تر فشار لاندي ونیسي چي ګواکي هغه حکومت چي په غیرقانوني(د زور له لاري ) منځته راغلی ده په رسمیت پېژني ،نو ایران هم انتظار کوي ترڅو په نړیواله کچه د اسلامي امارت په وړاندي د هیوادونو دریځونه وارزوي او له هغه وروسته د رسمیت پېژندني اقدام کوي که څه هم افغانستان د ایران سوداګریز شریک ده او د ایراني تولیداتو لپاره مناسب بازار هم ده ، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د آسیا د څانګي مسؤل په خپلو څرګندونو کي وویل چي موږ باید اسلامي امارت په افغانستان کي د یو واقعیت په توګه ومنو او ښې اړیکي ورسره ولرو ترڅو داعش ډله چي د ایران څرګند دښمن ده د اسلامي امارت په همکاري وځپو ولي که دا کار د اتومي پروګرام پرسر د خبرو اترو د پایلي وړاندي وشي ایران به تاوان وکړي نو ایران له سختو اقتصادي بندیزونو سره مخ ده هڅه کوي چي یادو بندیزونو څخه ځان را وباسي.
۴: د سیمه یيزو مسایلو په اړه د اسلامي امارت دریځ
د اسلامي امارت مسؤلینو په باربار څرګنده کړې ده چي په سیمه ییزه او نړیواله کچه غواړي له هیوادونو سره ښې اړیکي ولري او د یو خپلواک دولت په توګه په نړیواله کچه تعامل وکړي، له نړیوالي ټولني نه یې وغوښتل چي له افغانستان سره اړیکي قایمي کړي او ډاډ یې ورکړ چي د افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد په وړاندي د ګواښ په توګه نه کارول کیږي. اسلامي امارت به له تروریزم سره مبارزه کوي او په کور دننه به اصلاحات راولي ، اسلامي امارت بشري حقونو او د ښځو حقونو ته ژمن ده او د اسلام په چوکاټ کي ښځو ته هم خپل حقوق ورکوي او په راتلونکي کال کي به ټول ښوونځي او پوهنتونونه د ښځو په وړاندي پرانیزي اما د نړیوالو هغه غوښتني چي له اسلام او افغاني فرهنګ سره په ټکر کي وي نه مني او اسلامي امارت ادعا کوي چي امریکا د مذاکراتو په جریان کي باربار ترې غوښتي دي چي د تېر حکومت ځیني په فساد ککړي څېرې په حکومت کي شریکي کړئ خو اسلامي امارت دا غوښتنه رد کړې ده او د رئیس الوزرأ لومړي مرستیال ملاعبدالغني برادر په یوه تلویزیوني مرکه کي د ځینو نومونه هم افشا کړل محقق او باتور دوستم یې د یاد لیست غړي وبلل دا هغه څېرې دي چي تېرو شلوکلونو کي یې تل د واک پرسرمعاملې کړې دي او د افغانستان ملي وحدت ته یې صدمه رسولې ده نو د یادو څېرو په اړه اسلامي امارت ډېر په احتیاط ګام پورته کوي ، نو د امریکا تعریف له ټولشموله حکومت څخه داده ترڅو خپل افغان متحدین او لاسپوڅي په نوي حکومت کي ځاي پرځاي کړي
پایله او وړاندیزونه
دا چي نړۍ په یوکلي باندي اوښتې ده او دولتونه ناچاره دي ترڅو د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په خاطر د یوبل سره اړیکي جوړي کړي که د نړیوال سیستم په یوه برخه کي ناورین رامنځته شي په نورو هغو هم اغېزې پرېباسي او د نړیوالتوب پدې عصرر کي سوداګري پراختیا کړېده او د هیوادونو اقتصادونه له یو بل سره اوبدلي دي نو افغانستان هم ددې نړیوال کلي یو غړی ده او له نړیوالو مسایلو څخه متأثره کیږي او دارنګه د افغانستان له ستونزو څخه سیمه او نړۍ متأثره کیږي نو ښه به دا وي چي اسلامي امارت له نړۍ سره تعامل وکړي او نړیوالي مرستي ترلاسه کړي ترڅو په هیواد کي روان اقتصادي ناورین ته د پاي ټکی کېږدي او په نړیوال نظام کي د خپلو ملي ګټو له زاویې څخه عمل وکړي او افغانستان له اوسنۍ نړیوالي انزوا څخه را وباسي ،په سیمه ییزه توګه د افغانستان له ستراتیژیک موقعیت څخه د سیمه ییزو اقتصادي او امنیتي همکاریو په رامنځته کولو کي ګټه پورته کړي او د محور په توګه یې مطرح کړي . دیادو موخو د تلاسه کولو لپاره به لاندي وړاندیزونه د اسلامي امارت لپاره وړاندي کړو.
لومړی: اسلامي امارت دي د خپل بهرني سیاست ثوابت او متغیرات مشخص کړي چي ثوابت ثابت پاتي کیږي او په متغیراتو باندي کولاي شي چي له نړیوالي ټولني او امریکا سره مذاکره وکړي چي په دې سره نه د اسلام اصول ترپښو لاندي کیږي او نه به د افغانستان ملي ګټي صدمه ویني او په پایله کي به اسلامي په رسمیت هم وپېژندل شي.
دويم: په سیمه ییزه توګه د افغانستان بهرنی سیاست باید د سیمه ییزو اقتصادي او امنیتي همکاریو په محور وڅرخوي او د افغانستان جیوپولیټیک د سیمه ییزو اقتصادي او امنیتي همکاریو د یو محور په توګه څرګند کړي او د افغانستان جیوپولیټیک ددې وړتیا لري.
درېیم: له ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړیکي جوړول ترڅو د سیمه ییزو همکاریو خوب او نظر په یو واقعیت باندي بدل شي او خپلو جنګیالیو ته په جدي توګه هدایت کول ترڅو په سرحدي سیمو کي د ګاوڼدیو هیوادونو سره له وسلوالي شخړي نه د امکان تربریده ځان وساتي ځکه چي افغانستان له ډېرحساس پړاو څخه تېرېدونکی ده او کېداي شي نوموړي تحرکات د اسلامي امارت لپاره یوه توطئه وي ترڅو په نړیواله کچه د اسلامي امارت څېره جنګ طلبه وښیي.
څلورم: په کور دننه اصلاحات را وستل او کار اهل کار ته د مسلک له مخي سپارل ترڅو ښه حکومتولي ته لاره هواره شي.
پنځم: دداعش ډلي په وړاندي مبارزه کول ترڅو افغانستان په سیمه ییزه او نړیواله کچه د یوګواښ په توګه مطرح نشي .
پاي
وروستي