د افغانستان بې پوښتنې اوبه او د ګاونډ هېوادونو غوړه ګټه اخېستنه؛ ايران سره ټکر - دويمه برخه 

د هلمند سيند د هېواد هلمند ولايت څخه د ۱۴۰۰ کيلو متر په اوږدوالي، د ايران بلوڅستان او سېستان ولايتونو ته دننه کېږي؛ د افغانستان او ايران ترمنځ ګډه پوله هم جوړوي. ايران هلمند سيند د نړيوال سرحدي سيند په نوم پېژني او افغانستان دې برخه کې هوکړه نه لري. د هلمند سيند د اوبو پر سر د افغانستان او ايران ټکر ۱۵۰ کال پخوانی دی؛ هر وخت چې ايران کې وچکالي راشي نو سېستان ولايت يې کړکېچ کې واقع شو او دې سره دوی هم پر افغانستان فشار راوړي، چې د هلمند سيند اوبه ورخوشې کړي. نېږدې يوې نيمې پېړۍ کې د افغانستان بېلا بېلو حکومتونو ايران سره د اوبو سياست د ستونزو د حل په پار هوکړې او تړونه کړې دي، چې تر ننه ايران د وخت له شويو او هوکړو او تړونونو په سرغړونې د هلمند سيند اوبه بې پوښتنې مصرفوي. 

د افغانستان او ايران ترمنځ د اوبو پر سر لومړی جنجال د امير شير علي خان په واکمنۍ کې پېښ شو. د کورنيو  کړکېچونو  او بهرنيو لاس وهنو پر بنسټ د امير شير علي خان سره ګډوډ شو او دې سره د نوموړي د حکومت يو شمېر لوړپوړو کسانو د نوموړي له حکمه سرغړونې پيل او ګاونډ هېوادونو سره يې اړيکې نېږدې کړې. د هغه وخت افغانستان د سيستان ولايت والي علي خان سربندي د امير شير علي خان سره د اختلاف پر بنسټ سيستان ولايت ستره برخه له افغانستان جدا او ايران پورې يې وتړله، چې تر نن پورې هم پرې د ايران حاکميت دی. 

۱۸۶۱ز کال کې د ايران حکومت له انګلستان وغوښتل، چې افغانستان سره د اوبو پر سر شخړه يې حل کړي. انګلستان په لومړيو کې د ايران غوښتنې ته مثبت ځواب ورنه کړ. ورپسې ۱۸۶۵ ز کال کې د ايران حکومت د افغانستان سيستان ولايت پر خوا لښکر رهي کړ او دې سره يې د افغانستان ځينې برخه خاوره ونېوله. د افغانستان د وخت امير شير علي خان انګلستان ته د ايران د تيري شکايت وکړ او انګلستان د ستونزې لپاره يو پلاوی افغانستان ته راولېږلو. 

د انګلستان  د پلاوي مشر جنرال سرفردريک ګولد سمېت د افغانستان او ايران ترمنځ د اوبو د ستونزې په اړه لاندې پرېکړه وکړه چې تاريخ کې د ګولد سمېت د حکميت په نوم ياديږي: دواړه خواوې- افغانستان او ايران به د هلمند سيند پر غاړونو تاسيسات نه جوړوي. دغه د جنرال د افغانستان او ايران په اړه وويل چې دواړه هېوادونه به د هلمند سيند له اوبو د اړتيا پر بنسټ ګټه پورته کوي، خو افغانستان کرنيزې کمې وې او پر همدې بنسټ له اوبو استفاده يې هم کمه وه. د کرنيزو ځمکو د کمښت پر بنسټ د افغانستان د وخت لومړي وزير سيد نور محمد شاه ته د جنرال سمېت دغه پرېکړه د منلو نه وه او يو ځل بيا د افغانستان او ايران ترمنځ د اوبو پر سر ستونزه ناحل پاتې شوه. تر ۱۸۹۶ز کال پورې پر هلمند سیند د افغانستان او ايران ترمنځ شخړه همداسې پاتې شوه. ايران په پورته کال بيا له انګلستان څخه د منځګړيتوب غوښتنه وکړه او افغانستان سره د اوبو پر سر خپله ستونزه يې مخې ته کړه. دا ځل انګلستان د مکمهان په نوم يو انګلېس سيمې ته ولېږلو. نوموړي د افغانستان او ايران ترمنځ وضعيت مطالعه کړ، ۱۹۰۰۵ل کال کې د امير حبيب الله خان په واکمنۍ کې يې خپله پرېکړه داسې بيان کړه: ايران د هلمند سيند د ټولو له درېيو برخو څخه د يوې برخې د ګټې اخېستنې حق لري. د هغه  وخت د اوبو د کچې په پام کې نېونې سره، مکمهان د هلمند سيند اوبو څخه په هرې ثانيې کې ۸۲،۵ متر مکعب اوبه ايران هوکړه کړې. دا ځل بيا افغانستان موافق وو، خو ایران هوکړه ونه کړه او د افغانستان او ايران ترمنځ د اوبو ستونزه پر ځای پاتې شوه. 

ــــــــــــــــــــ
اعزامي، سيد عمر، (۱۳۹۹)،  هايدروپوليتيک افغانستان، د علومو اکاډمۍ د عامه اړيکو او ارتباطو رياست، پپ ۱۱۱- ۱۱۳.