ولې پيسې نه لرو؟ د بې وزلۍ او غربت شريره کړۍ څنګه ماته کړو؟ - دويمه برخه (څلور حلارې) 

د همدې ليکنې په لومړۍ (https://rohi.af/news/91314)  برخه کې د غربت په ډولونو او دوه شته حلارو ، چې د غربت کړۍ پرې ماتېږي، مالومات درکړل شول. دې برخه کې ځينې نورې لارې -  چارې په ګوته کوم، چې په پلي کېدو سره يې شونې ده يو کس له نسلي غربت خلاص شي. 

۱- زده کړې وکړئ: 
د غربت له منځه وړنې لپاره زده کړې اړينې دي. له زده کړو موخه دوه ډوله زده کړې دي- هغه عمومي زده کړې چې په بشپړېدو سره يې تاسې مسلکي کس؛ ژورنالېست، حقوق پوه، اقتصاد پوه، ډاکټر، ښوونکی، استاد، انجنير جوړېدی شي او ځانګړې زده کړې چې مالي برخه کې وي. په سوداګرۍ، تجارت، کار - بار، پانګونې، له فرصتونو ګټه اخېستنې او نورو باندې پوه شئ. د زده کړو دا دواړه ډولونه کولی شي چې ستاسې سترګې پرانېزي او د غوړو عوايدو لاس ته راوړلو شونتياوې درته برابرې کړي. 

۲ - د پیسو په اړه خپل فکر بدل کړئ: 
د خپل ځان په اړه فکر وکړئ، چې ولې غريب ياست؟ څه لامل شوي دي، چې تاسې شتمن نه ياست؟ ستاسې عوايد ولې کم دي او که چېرې مو عوايد هم ښه وي، نو بيا يې څنګه خرڅ کوی، چې نه شی کولی ترې سپما وکړئ؟ د لګښت په برخه کې تاسې ته په ميراث او عادت څه پاتې دي، کوم خوی ستاسې پلارونو او نيکونو درلود چې دوی يې په غبرت کې ساتلي وو او تاسې هم اوس پر هغې لار روان ياست او غربت کې يی. تاسې به ضرور په دې فکر کې ياست چې اوسنی بد اقتصادي وضعیت مو لنډمهاله دی او هيلې مو دا دي، چې تغير به شي. تاسې دا تغير څنګه ژر راوستلی شئ. لنډه دا چې له شته مالي وضعيت سره حساب - کتاب وکړې؛ څه ډول يې بدلولی شئ. 

۳-  د ټولنې له سرچينو ګټه واخلئ: 
که چېرې داسې يو وضعيت کې ياست چې لار درڅخه ورکه او نه پوهېږئ څنګه شتمن شئ، نو د شااوخوا خلکو او سرچينو ګټه واخلئ. حتمن به ستاسې په نېږدې خپلوانو، کليوالو، د سيمې خلکو، ملګرو او ښار کې داسې کس وي چې شتمن وي او تجربې ولري. دوی سره خپل وضعيت شريک کړئ، خپلې وړتياوې مو ورته وښيئ او خپلې ستونزې هم ورته په ګوته کړئ. دوی کولی شي چې تاسې ته ځينې لارې وښيي چې په پلې کولو سره به يې ستاسې اقتصادي وضعيت ښه والي پر لور روان شي. دوه وختونو کې، کله چې هېڅ پرېکړه نه شی کولی او ګنکس ياست او کله چې مو پرېکړه وکړه خو پرې باورې او ډاډمن نه ياست، نو مشوره وکړئ؛ داسې کسانو سره چې شتمن وي او يا ښه مهارت لري، ترڅو ومو هڅوي او ځيني لارې درته په ګوته کړي. تاسې د خپل مالي وضعيت د ښه کېدو لپاره ګام اخلئ، نو د کلي مشر، کاکا، ماما، پلار، ورور او بل کس سره د مشرتوب او ارزښتي اړيکو پر اساس مشوره مه کوئ، بلکې په تجربوي او عملي اړخ په پام کې نېونې سره هغه کس سره مشوره وکړئ، چې د غربت د شريرې کرښې په ماتېدو کې اغېزمنې لارې درته وښيي. 

۴- زړه نه زړه مه کېږئ: 
که چېرې مو يو کم شمېر پيسې هم په لاس کې وي او پوهېږئ چې په پانګونه سره يې ګټه لاس ته راځي خو ډېره کمه ګټه، نو زړه نه زړه مه کېږئ او پانګونه يې کړئ. کورونو کې د پيسو ساتل هېڅ ګټه نه راوړي او زيانونه يې بيا څو داني دي. سمه ده، چې ستاسې پيسې به دومره کمې وي، چې د پانګونې وړ به درته نه ښکاري خو ستاسې  په شااوخوا کې به داسې يو څه ضرور شتون ولري، چې تاسې دا کمې پيسې په کې پانګونه کولی شئ. له کوچني کار او بار يې پيل کړی، حتا که ګټه يې په ټول کال کې هم ډېره کمه وي، خو پيل وکړئ. فرصت ډېره اړينه موضوع ده، نن او سبا کې له لاسه ځي او د فرصت بديل بيا خنډ دی. تاسې هڅه وکړئ چې شته فرصتونو څخه په هماغه فرصتي وخت کې ګټه پورته کړئ. که چېرې يو ځل فرصت له لاسه ووځي، نو بيا پر خنډونو کې اېسارېږئ، چې وتل به ترې مشکل وي.