د غازي امان الله خان واکمني او افغانستان ته د هندي مسلمانانو کډوالي 

۱۹۲۲ز کال کې د ترکيې عثمانيه امپراتوري له منځه لاړه. دې وخت کې هندوستان کې د هندي مسلمانانو په منځ کې د اسلامي امپرتورۍ د جوړونې، د بريتانوي استعمار څخه د خلاصون سوله ييزه مبارزه پيل او ګړندۍ شوه. هلته د مسلمانانو مشر شوکت علي خان اعلان وکړ، چې د هندوستان مسلمانان  بايد د انګلېس له والکې ازاد او خپلواکه شي. مهاتما ګاندي هم د شوکت علي خان او نورو مسلمان - مبارزينو ملاتړ کولو او دې موخې ته د رسېدو په پار يې د دوی لاس نېوی وکړ. 

دې وخت کې د افغانستان امير، غازي امان الله خان وو. امان الله خان د هندوستان د مسلمانانو څخه په ملاتړ وويل، چې له يو شمېر اسلامي  هېوادونو مشرانو سره غږېدلی دی، د اسلامي خلافت د بيا جوړېدو په اړه يې خبرې کړې؛ په هېڅ صورت بايد د مسلمانانو سپيڅلي ځايونه د مسلمانانو له لاس بهر نه  شي او يوه اسلامي امپراتوري اړينه ده چې رامنځ ته شي. 

امان الله خان اعلان وکړ چې دی په خپله تيار دی، چې د اسلامي مبارزې په لارې کې خپل ژوند قرباني کړي.  غازي امان الله خان هندوستان کې هغه مسلمانانو ته چې د انګلېس پر وړاندې مبارزه کوي، ډاډ ورکړ، چې دوی کولی شي افغانستان ته هجرت وکړي او افغانستان کې پناه واخلي. هغه وخت هندوستان  کې په ګڼ شمېر مسلمانانو غوښتل چې نورو اسلامي هېوادونو ته هجرت وکړي او د انګلېس له سلطې خلاص شي؛ د غازي امير امان الله خان په مشرۍ افغانستان لومړی اسلامي هېواد وو، چې هندي مسلمانانو ته يې بلنه ورکړه او ډاډ يې ورکړ، چې دوی کولی شي، ازادانه افغانستان ته راشي. 

۱۹۲۰ کال کې له هندوستان څخه د مسلمانانو لومړۍ ډله افغانستان ته راغله. دې سره له  هندوستان څخه د مسلمانانو کډوالو لړۍ پيل شوه؛ د افغانستان د وخت امير غازي امان الله خان يې نه يوازې هرکلی  وکړ، بلکې وړ چمتوالی يې نېولی او دوی يې ونازول او سهولتونه يې ورته برابر کړي وو. 

غازي امير امان الله د بريتانوي هند له سلطې څخه هجرت کوونکو هندي مسلمانانو ته دا حق ورکړ چې دوی کولی شي ټول هغه حقوق ولري، چې افغانستان کې يې افغانان لري. د افغانستان د وخت حکومت هندي مسلمانانو ته د افغانستان هويت هم ورکړ او دوی ته يې د افغانانو په شان امتيازونه ورکړل. 

امان الله خان هر هغه هندي مسلمان ته چې افغانستان ته يې هجرت کړی وو، د استوګن ځای او کر-کيلې په پار ځمکې ووېشلې؛ هر مجرد هندي مسلمان ته شپږ جريبه او هر متاهل کس ته يې اته جريبه ځمکه ورکړه. همدا ډول غازي امير امان الله خان افغانستان ته را  کډه شوي د هندي ملسمانانو کم عمره ماشومانو د خوراک غم وخوړ. دوی ته يې غنم او نور خوراکي توکي ووېشل؛ هر ستر عمر کس ته پنځه منه او کم عمره کسانو ته درې - درې منه اوړه ورکړل. 

امان الله خان هندي مسسلمانانو ته د شپږ او اته جريبه ځمکو د ورکړې ترڅنګ دوی ته تخمونه او پيسې هم  ورکړې، ترڅو کر - کيله پرې وکړي. امان الله خان امر وکړ، چې د هندوستان له مسلمانانو څخه به تر پنځو کالونو پورې هېڅ ډول ماليه نه اخېستل کېږي. امان الله خان هندي مسلمانانو ته د افغانستان تابيعت پاڼې ورکړې وې، خو دوی ته يې په دومره لوړه سترګه کتل، چې له عسکري اجباري چوپړ يې معاف کړي وو. 

غازې امان الله خان همدا ډول حکومت ته امر کړی وو، چې  هغه کډوالو ته د کار زمېنه برابره کړي، چې مهارت لرونکي او زده کړې لرونکي وي. امان الله خان هندي مسلمان چې په لومړيو کې افغانستان ته راتلل ارګ جبل سراج  ماڼۍ کې ځای پر ځاي کول او پالنه به يې کېدله؛ له دوه مياشتو تېرېدو وروسته به يې استوګن ځايونه ورته برابر او هلته به يې لېږل.