ولې پيسې نه لرو؟ د بې وزلۍ او غربت شريره کړۍ څنګه ماته کړو؟ - لومړۍ برخه 

هغه کسان چې شتمني نه لري او په غربت کې اوسي،  د خپلې بې وزلۍ او غربت ستر لامل په خپله دوی دي. دوی په ځنځيري بڼه د بې وزلۍ او غربت شريره کرښه له ځان چاپيره کړې ده او د غربت په قفس کې يې ځانونه اچولي دي. هغه کسان چې د غربت په شريره کرښه کې بند دي، له نسلونو ورته پاتې ده او که  چېرې دوی ترې بهر نه شي، نو نسلونو ته به يې په ميراث پرېږدي. 

په لويه کې غريبي او بې وزلي په دوه ډوله ده؛ ناڅاپي غربت او نسلي غربت. ناڅاپي غربت ته په انګلېسي کې Situational poverty وايي؛ په کار  - بار او تجارت کې ناڅاپه زيان او د عوايدو له لاسه ورکول دي، چې  د ښه مديريت او وضعيت په ښه کېدو شونې ده، چې دا ډول غربت له منځه لاړ شي. نسلي غربت ته  generational poverty وايي؛ دا بيا له نسلونو پاتې وي او نسلونو ته په ميراث پاتې کيږي. 

ناڅاپي غربت د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې حکمي او واقعي اشخاص زيانمنوي. لاملونه  يې هم ډېر دي؛ ناسم مديريت، بهرني عوامل، په لويه کې اقتصادي او سياسي نظام، توند رقابت او نور. له بلې خوا، نسلي غربت يو تدريجي بهير دی؛ له پيړيو په ميراث پاتې کيږي او که تغير ورنه کړل شي، همداسې پيړۍ - پيړۍ نورو نسلونو ته غځيږي. ناڅاپي غربت سره شتمن کسان مخامخ کېږي، هغوی چې له وړاندې شتمن وي.  نسلي غربت بيا د بې وزله کسانو ميراثي برخه ده او دوی ته له نيکونو او پلارونو په ميراث پاتې وي. 

نسلي غربت لاملونه او  د خلاصون لارې لري؛ که چېرې پلې شي، نو ژر شونې ده، چې يو کس يا کورنۍ او يا هم قوم او ملت د غربت له شريرې کړۍ او بد قفس ځان وباسي او شتمن شي. لاندې د نسلي غربت ځنځيري کړۍ ده. 

 د يو کس توليد او خدمات په ټيټې کچې/ليول کې وي، دا سبب شي چې د کس عوايد کم او ټيټ شي؛ د کمو عوايدو له امله سپما يا پس انداز نه کيږي، د سمپا د نشتون له امله د اخېستنې وړتيا ټيټه شي او په ځينو وختونو کې د تقاضا قدرت له منځه لاړ شي، د سپما نشتوالی د پانګونې ځواک له منځه يوسي، کله چې پانګه نه وي نو توليد او خدمات نه وړاندې کېږي، بېرته لومړۍ حلقې ته رسيږو،  چې د يو کس توليد او خدمات په ټيټې کچې/ليول کې وي. دا لړۍ په  همدې ډول روانه وي او نسلونه - نسلونه دوام کوي. 

د غربت دغه شريره کړۍ يو کس يا کورنۍ ته لاندې ثمره ورکوي: 
۱- د خوراک کموالی؛ پاکو اوبو ته نه لاس رسی او له زده کړو لېرې پاتې کېدل؛ 
۲- کس يا د کورنۍ غړي په ناروغيو ککړ شي، د ناروغيو درملنه نه وي او دې سره  فرد يا د کورنۍ غړي  په کمزوري روغتيايي وضعيت کې وي او کار کولو وړتيا او انرژي وبايلي؛ 
۳- دوی نه د ارزښت وړ توليد او نه خدمات وړاندې کولی شي؛ 
۴- عوايد ډېر ټيټ او ځيني وخت صفر ته ورسيږي؛ 
۵- پر ځان باور له لاسه ورکړي، ټولنيز ارزښت يې راکم شي او د ټولنيزو نزاکتونو د مراعات کول مهارت په کې ورک شي؛ 
۶- د زېږون شمېرې په کې لوړې شي، هر غريب کس او کورنۍ  تر لسو ماشومان راوړي، چې پر غربت يې نور تيل هم شېندل کېږي. 

څنګه د غربت شريره کړۍ ماته او ځان د غريبۍله قفس وباسو؟ 
د غربت دغه شريره کړۍ پر دې نه ماتيږي، چې خيريه ادارې او خلک، دې کړۍ کې له بندو کسانو سره د خوراکي  توکو، پوښاک او درملو مرستې وکړي؛ لومړنۍ اړتياوې يې پوره کړي او ځيني حالوتونه کې يې لاس نېوی وشي. دغه کړۍ به په خپله هغه کس يا کورنۍ ماتوي، چې په کې ګېر دي. 

ترټولو لومړۍ ګام چې د شريرې کړۍ د ماتولو لپاره اخېستل کېږي، پانګونه ده. اوس پوښتنه دلته دا ده، چې په دې کړۍ کې بند کسان خو د پانګونې وړتيا نه لري، ځکه د کمو عوايد له امله دوی سپما نه ده کړې او يا يې نه شي کولی، نو بيا څنګه دوی پانګونه وکړي؟ دلته د نورو حل لارو ترڅنګ يو ساده حل لار شتون لري، چې په کلتوري او رواجي خنډونو کې اېساره ده. 

د غربت په کړۍ کې بند کسان د شتمنو په پرتله کلتوري مسايل ډېر جدي نيسي. د بېلګې په ډول افغانستان، هند او پاکستان کې  هغه کورنۍ چې په نسلي غربت کې دي، د سرو او سپينو زرو پانګه لري. دغه سپين او سره زره په رواجي او کلتوري ډول ميرمنو ته وادونو کې ورکول کېږي. مطلب دا چې د ولور يوه ستره برخه ناوې ته د سرو او  سپينو زرو اخېستل وي. کورنۍ په  غربت کې وي، خو ښځو په کورونو کې سپين او سره زر ځان سره ساتلي وي، دا تر هغه وخت ور سره وي، چې بيا يې په ميراث يا لورګانو ته پرېږدي او يا هم د زوی ناوې ته. سره او سپين زر په خپله liquidity پانګه ده؛ liquidity پانګه په دې مانا چې ژر نغدو پيسو  ته تبدليږي. 

بله بېلګه يې د يوې ټوټې پلارنۍ ځمکې شتون دی. هغه کسان چې د غربت په کرښه کې وي د پلارنۍ ځمکې، داسې ځمکه چې کرنيزه هم نه وي او کنډواله پرته وي؛ خرڅول  يې ورته د پخوانيو نسلونو د هډوکو خرڅول ښکاري. کورونو کې د سرو او سپينو زرو ساتل، د کلتوري رواج په ډول او کنډوالو ځمکو نه  خرڅول د غربت شريره کړۍ لا پسې غځوي، ځکه  دا کړۍ کې ګېر کسان له وړاندې ټيټ عوايد لري، چې نه شي کولی ترې سمپا  او بيا پر سپما پانګونه وکړي. 

که چېرې يوه کورنۍ پاس دوه شيان؛ سره - سپين زر او ځمکه هم ونه لري نو  بيا نورې لارې هم شته چې دوی کولی شي، چې له  نسلي غريبۍ پرې خلاص شي، خو د پورته دوو په پرتله به وخت نېونکې وي.
نور په  دويمه برخه کې ...