له دويمې نړيوالې جګړې وړاندې شمالي او سويلي کورياګانې د يوې کوريا ټاپوزمې په نوم اوتر يوې ادارې لاندې وې. دويمه نړيواله جګړه کې د جاپان له ماتې وروسته امريکا او شوروي يووالي د کوريا ټاپوزې د لنډمهاله وېش پر طرحې هوکړه وکړه. امريکا، چين او انګلستان پر دې سره موافق شول، چې د جاپان له ماتې وروسته ټول هغه هېوادونه چې د جاپان تر والکې لاندې وو، بايد ترې ازاد شي. جاپان چې له ۱۹۱۰ کال راهيسې يې پر کوريا ټاپوزمې واک چلولو، نور يې کوريا له لاس وتلې وه.
امريکا او شوروي يووالي لومړيو کې پر دې هوکړه وکړه چې د کوريا ټاپوزمه به خپلواکه وي، خو ورووسته امريکا د شوروي يووالي او خپل ځان ترمنځ د کوريا د وېش طرحه وړاندې کړه، چې د شوروي يووالي له خوا هم ومنل شوه. د کوريا ټاپوزمې د وېش موضوع ملګرو ملتونو ته وسپارل شوه او هلته دوه کاله پرې تېر شول، خو بريالۍ پايله يې ورنه کړه. ۱۹۴۸ز کال کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې او د امريکا په پوځي شتون کې، د کوريا ټاپوزمې په سويلي برخه کې ټاکنې تر سره شوې. د امريکا ملاتړی سېنګمن ري د دغه ټاکنو بريالی اعلان شو. دې سره، د شوروي يووالي تر والکې لاندې د کوريا ټاپوزمې شمالي برخه کې کېم ائل سونګ ځان د شمالي برخې مشر اعلان کړ. دغه دوه مسالې سبب شوې چې ۱۹۴۸ز کال د اګست پر ۱۵مه د کوريا ټاپوزمې سويلي برخه کې د سويلي کوريا جمهوريت؛ ۱۹۴۸ز کال د سپټمبر پر ۹مه د کوريا ټاپوزمي شمالي برخه کې د کوريا د خلکو د ديموکراتيک جمهوريت اعلان شو.
په يوې کوريا ټاپوزمه کې دوه حکومتونه جوړل شول، دواړو د ټولې کوريا ټاپوزمي د حاکميت ادعا کوله؛ شوروي يووالي له شمالي کوریا او د امريکا متحدو ايالتو له سويلي کوريا ملاتړ کولو. تر ۱۹۵۰ کال پورې د دغه دوه حکومتونو ترمنځ وضعيت کړکېچن وو، ۱۹۵۰ کال د کېم ائل سونګ حکومت پر سېنګمن ري حکومت يرغل وکړ او هڅه يې کوله چې کوريا بېرته سره يو کړي او د خلکو د ديموکراتيک حکومت تر والکې لاندې يې راولي. ۱۹۵۰ کال کې د شمالي او سويلي حکومتونو ترمنځ جګړه پيل شوه چې تر ۱۹۵۳ کال پورې دوام پيدا کړ. ۱۹۵۳ زکال کې دغه جګړې د يو تړون پر اساس چې (کوریا غیر نظامي سیمه) په کې نومول شوې وه، پاي ته ورسېد او دې سره د کوريا ټاپوزمه هم پر دوه برخو، سويلي کوريا او شمالي کوريا سره تقسيم شوه.
کوريا ټاپوزمه د کمونيزم او کپېټالېزم د دوه ايډيالوژۍ له امله د شوروي يووالي او امريکا لاسونو ته ولوېده. دغه دوه ايډيالوژۍ د کوريا خلک په لويه کې په دوه برخو سره ووېشل، چې پايله يې تر نن يوه کوريا دوه هېوادونه شوي دي. د سړې جګړې پر مهال د امريکا او شوروي يووالي ښکر په ښکر کېدنې يو ملت دوه هېوادونه او دوه ملتونه کړل او د يو او بل پر وړاندې يي سره دښمن کړل. د کوريا ټاپوزمې د وېش اصلي لامل کمونېزم او کپيټالېزم ايډيالوژۍ وې، خو نېږدې د اوو لسيزو په تېرېو سره د دغه دوه هېوادونو ترمنځ کړکېچ لا پسې پراخ شوی دی.
د ۷۰ کالونو په تېرېدو سره امريکا او اوسنۍ روسيې د کوريايي ولسونو ترمنځ کرکه نوره هم ژوره کړې ده او تر هغې يو ملت سره نه شي رسېدلی ترڅو چې د دغه دوه هېوادونو لاس وهنې په کې بند شوې نه وي. د کوريا ټاپوزمه يې يوه بېلګه وه؛ د نړۍ سترو هېوادونو د خپلو ملي ګټو او سیاستونو په پار نړۍ کې ډېری ملتونه په برخو سره وېشلي دي او لا تر نن هم دا سناريو جريان لري.
وروستي