عمران خان ته: مه يې ته رالېږه او نه يې له نورو هېوادونو غواړو 

د پخواني شوروي د يرغل پر مهال د روسيي مشاورينو په مشورو او تېرو شلو کالونو کې د امريکايي او ناټو د رزونکو او سلاکارانو له خوا افغانستان ښه ورځ ونه لېده. اوس هم قحط الرجال نه دی؛ تر کومه ځایه چې د افغانستان روغتيايي، بانکي، ښوونيز، علمي، مخابراتي او  نورې ادارې او سېسټمونه دي، په همدې وړتيا ورته انساني ځواک هم شتون لري. که  عمران خان پاکستانيان رالېږي او يا د نړۍ د نورو هېوادونو غواړي، چې افغانستان ته مسلکي کسان ولېږي،  ولس يې نه غواړي. د ولس غبرګون به د عمران خان د وروستيو څرګندونو وروسته په خپله عمران خان ته رسېدلی وي؛ که تر عمران خان نه وي رسېدلی نو ورته وبه رسيږي، خو د عمران خان حکومت ته بيا ورسېد. 

 لوی افغانستان په هرې برخې کې له پاکستان لوړ او لوی وو؛ خو  څلورو لسيزو کې د پاکستان همدې بشردوستۍ، ورورۍ او ښه ګاونډېتوب داسې وضعيت ته ورسولو. 
ښاغيله عمران خانه! موږ هسې هم خوار ملت يو؛ ستا په ۴۳ کلنه دوستۍ کې دې داسې وځپلو شو، چې د لوی او کوچنۍ ناروغۍ لپاره پاکستان ته در ځو؛ توليدي شرکتونه دې د دوه هېوادونو، افغانستان او پاکستان لپاره توليدات کوي، افغانستان دې خپل بازار  او لابرتوار جوړ کړی دی. 

د مخابراتو برخه کې نه سپوږمۍ ته پورته کيږو او اوس وخت کې نه مريخ ته د تګ پلان لرو؛ کوم مخابراتي سېسټم ته چې اړتيا لرو، ورته انساني ځواک هم لرو؛ ښه رسېدلي دي او ښې زده کړې لري. روغتيا برخه هم دا ډول. موږ هغه پوړۍ کې نه يو چې د اېډز او سرطان لپاره درمل جوړ کړو، خو دومره سېستم لرو چې د افغانانو درملنه وکړي، نور خو مې وړاندې وويل، چې  د ۴۰ کلنۍ دوستۍ ثمره دې دا ده، چې مختاج کړي دې يو او هغه هم د خپل ځان. 

بانکي سېسټم کې هم د نړیوال بانک او د پیسو نړيوال صندق چارې نه کوو، بانکي سېسټم مو شل کاله وړاندې هم ستا له همکارۍ پرته روان وو او نن به هم پر مخ ځي. له مجبورۍ مو ناوړه ګټه مه اخله. که ستا او که د کوم بل هېواد مختصصين وي، زموږ درد نه شي دوا کولی او نه زموږ په کار پوهېږي، پاکستانيانو او فلپينيانو ته له افغانستان دويم قطر، سعودي عربستان او عربي متحده امارت مه جوړه، چې د لکونو معاشونو او امتيازونو زمېنه ورته برابره کړي. 

انقلاب راباندې تېر شوی، وخت ته اړتيا ده چې سره راټول شو او منظم شو؛ د انساني ځواک کمښت نه دی، يو څه مديريت ته اړتيا ده. افغانستان ۴۰ مېلېونه وګړي لري، هغوی چې د تېر حکومت چپه کېدو سره له هېواده تللي په دې مانا نه ده چې نور افغانستان کې د کار سړی نه دی پاتې، دومره کس نه دی پاتې چې بانکي، روغتيايي، مخابراتو يا بل سېسټم وړاندې يوسي؛ ښه پرېمانه يې لرو، لا غوښتل شوي نه دي او لا ورته زمېنه نه ده برابره شوې. 

انسان دوستي او اسلاميت دې راته مالومه دی، چې لاس تړلي دې امريکا ته په لاس کې ورکړو، همدا ته وې چې اډې دې ورکړې. ته هر هغه ډول ته ناڅيږي، چې ستا په کې ګټه وي، خو موږ ارزښتونه لرو، هر ډول ته څڼې نه اچو. د نړيوالو اړيکو اصل دی، چې د نړۍ هېڅ دولت ته هم له خپلو ملي ګټو بل څه ډېر مهم نه دي؛ ته هم که پاکستانيان رالېږې او که له نورو هېوادونو غوښتنه کوې، خپلې ګټې مو په کې خوندي دي. سياست د صفر + جمع لوبه ده؛ ستا ګټه زما ضرر دی، ته يې ګټې او ما په زيان کې اچوي. 

عمران خانه! د نړۍ زبرځواک هېواد نه يې چې د خپل هېواد وراېخوا د افغانستان په اړه هم پرېکړې کوي او يا نړۍ ته مشورې ورکوې. خپله د مشروعيت له بحران سره مخ يې، خپله د نړۍ د مفسدو هېوادونو په نوملړ کې يې، خپل وګړي دې وږي دي، خپله له هند سره لاس او ګريوان يې؛ زما درته مشوره دا ده چې افغانانو او افغانستان سره دومره همکاري وکړه، چې په  چارو کې مو لاسوهنه مه کوه او دسېسې راته مه جوړه، نور بيا ته وګوره چې د نړۍ د هر لوی او ستر هېواد له مرستې پرته به افغانان څنګه افغانستان افغانستان کړي، خو چې تاسې او نړۍ مو په ارام پرېږدئ.