فېسبوکي، وَټس-آپي او کلب-هوزي يوټوپيان (خيالي-فکره) او افغانستان 

د افغانستان څه د پاسه څلور لسيزو ناخوالو په يو شمېر افغانانو ناوړه بد اغېز کړی او فکري سېستم يې ورته کنډواله کړی دی. هغه شمېر افغانان چې يو څه ناخوالې يې افغانستان کې لېدلي او بيا بهر او په ځانګړي ډول اروپايي هېوادونو ته تللي او هلته شته پرمختګونه وګوري نو په خپل ذهن کې يې د ګډوډۍ جګړه پيل شي. ښايي لامل يې دا نه وي چې دوی دومره هېوادپاله اوسي، چې د خپل هېواد ناخوالې او د نورو هېوادنو پرمختګونه يې ځيګروينې کړي، بلکې پر دوی د نورو کلتورونو اغېز دومره ژور وي، چې  يو ډول عصبي ناارامۍ کې واقع شي. 

پنځه مياشتې وړاندې چې افغانستان کې جمهوريت سقوط شو، د هغه جمهوريت دننه په  ګڼ شمېر مفسدو هم له هېواد پښې سپکې او بهر کې مېشت شول. دغه کسانو د هغه نورو خوا ور درنده کړه، چې له وړاندې له افغانستان تللي او بهر کې مېشت شوي او د تخريب سنګرونه يې نېولي وو. 

د تېر حکومت ړنګېدو له يوې خوا افغانان په دې خوشحاله کړل چې جګړه ورسره پای ته ورسېده، اشغال ختم شو، افغان وژنه بس شوه، پراخه فساد چې له امله يې په مېليونه افغانان د غربت کرښې لاندې ژوند ته راغلل، خو ځانګړی کړۍ په کې د عيش - نوش ژوند ته ورسېدل، له منځه لاړ. د تېر حکومت چپه کېدو له بلې خوا ولس اندېښمن کړی هم دی؛ که مسفد ترې لېرې کړو، نو تېر جمهوريت د هېواد لپاره بنسټيز کارونه وکړل او ډېرې نورې بنسټزې پروژې  يې په پلان کې وې. د مېليونه افغان هلکانو او نجونو لپاره په ګڼ شمېر خصوصي او دولتي ښوونځي او پوهنتونونه، منزوي شوی  افغانستان بېرته پر نړيوال کلي ورګډول، د افغانانو د اقتصادي وضيعت ښه کېدل، د خصوصي سکتور بنسټيز کېدل، د پاکستان له مختاجۍ ځان خلاصول او د سيمې هېوادونو سره د راکړې -  ورکړې  نورې  لارې پيدا کول، د بي ارزښته افغان اوبو باارزښته کول او مهار يې، د ادارو برېښنايي کول او ځينې نورې چارې د تېر حکومت هغه لاس ته روړانې دي، چې ولس پرې نېکمرغه شوی وو او له ډېره  بده مرغه چې اوس وخت کې مو له لاسه  ورکړې او هغه چې شتون لري، بې ارزښته شوې دي. 

اوس وخت کې چې د هېواد واک طالبانو په لاس کې اخېستی دی، نو پورته دوه مسايلو په پام  کې نېولو سره ولس هم ورته خوښ او د تېرو لاس ته راوړنو په بايللو اندېښمن هم دی.  له دې مسايلو وراېخوا، د طالبانو نوی حکومت  داسې ځانګړنې لري چې ولس يې هيله مند کړی او د يو تل پاتې سوله ييز افغانستان هيلې په کې ګوري. د طالبانو په راتګ سره تر ټولو لومړۍ جګړه پای ته ورسېده، جنايي پېښې را ټيټې شوې، د تېر حکومت بې شرمه فساد او بې له حده بې شرمه فساد بهير ودرېد، خپلسري او د قدرت جزيرې ټولې شوې او لسګونه نورې ناخوالې چې له تېر جمهوريت يې ساه اخېستله د طالبانو په راتګ سره يې افغانستان کې  د ژوند وروستۍ سلګې شوې او دا دی نن له منځه لاړې. له بلې خوا، پر نجونو د ښوونځيو تړل، د دولتي پوهنتونونو تړل کېدل، بد اقتصادي وضعيت، د سلګونه زره کسانو بي کاري، د طالبانو په ليکو کې د ځينو کسانو له خوا د غچ اخېستنې جوش او ځورونې، د سترو کارونو پر ځای پر وړ چارو، لکه د خلکو، لباس، هټيو کې د لباس نندارۍ له مجسمو سرونه غوڅول، د ځوانانو پر ږيرو او وېښتان پسې راخېستل... د طالبانو هغه ناخوښې چارې دي، چې که چېرې بس او سمې يې نه کړي، نو ولس به دومره واټن ترې واخلي چې له تېر جمهوريت يې هم نه وو اخېستی. بله ستره مسله چې طالبان تر اوسه ورته نه دي رسېدلي ولسي مشروعيت دی. که څه هم طالبان د پراخه ولسي ملاتړ وايي، خو ولس ۴۰ مېليونه دی او له ټاکنو پرته به ناشوني وي چې دوی دا ثابته کړي، چې دا ۴۰ مېليونه يا غوڅ اکثريت ملت دوی سره  دی او مشروعيت يې ورکړی دی. 

دلته څلور مسلې دي؛  تېر حکومت هم مثبت او هم منفي مسايل لرل، همدا ډول اوس وخت کې طالبان مثبت او منفي اړخونه لري. اوس وخت کې رېښتنی افغان هغه دی چې د تېر حکومت ښو ته پرته له عقدوي فکر ښه او منفي ته يې منفي ووايي. همدا ډول، طالبان د يو ستر حقيقت په ډول ومني؛ ښه يې وستايي او هغه چارې يې چې د ولس، هېواد او په خپله د طالبانو په خير نه وي، ورته په ګوته کړي او د سمون او اصلاح پر پار يې مبارزه او نيوکې وکړي. 

په تېر حکومت کې هم داسې کسانو شتون درلود چې که چېرې غني ورته له هېواده جنت جوړ کړی وای، خو دوی چې تعصبي  او د کرکې ډک فکر يې خپل کړی وو، تل يې په تخريب اخته وو. اوس وخت کې، هغه کسان چې بهر کې مېشت دي، هره خبره يې د تخريب، ويجاړې، سپکاوي او خيالي دي. پر ځای  دا دې چې د طالبانو شته نېمګړتياوې په ګوته کړي، داسې مسايل مطرح کوي چې د ستونزو په هواري کې هېڅ ډول مرسته نه شي کولی. 

بهر کې مېشت دغه فېسبوکي، واټس آپي او په دې نوي کلب هاوز آپ کې کلب هووزي فعالين، چې ډېری يې نه د خدای، نه د هېواد  او نه د ولس لپاره بوخت او د مبارزې وايي، د يو سلو اتيا درجې تغير او  بدلون وايي او بشپړ په يو خيالي وضعيت کې اوسي. دوی چې ډېرو ته به يې د تېر په څېر اوس هم ډالري معاش د تخريب په پار ورکول کيږي، داسې افغانستان غواړي لکه هغه  هېواد، کوم کې چې دوی په کې مېشت دي. دوی نه دې افغانستان جغرافياوي موقيعت په پام کې نېسي، نه د نړۍ د سترو هېوادونو سياستونه ورته مالوم دي، نه د جګړې ځپلي افغانستان د غښتليتا او کمزوتيا ټکو ته پام کوي او نه هم د افغانانو ترمنځ پر تعامل باور لري؛ يا يې د پيسو په مقابل کې ماموريت اخېستی دی او يوازې بايد تخريب وکړي او يا يې هم فکر يوټوپيان شوی  او خيالي شوی دی. 

دوی ته مو مشوره ده دا ده، چې له خيالۍ نړۍ او عقديي فکر دې را بهر شي؛ د ستونزو له وړاندې کولو  دې وړاندې پر داسې لارو فکر وکړي چې واقعګرانه او د پلي کېدو وړ وي. پر اوسني حکومت د تورونو پر ځای دې، هغه ستونزې ورته په ګوته او نيوکې دې پرې وکړي، چې مسوولين ورته متوجې او ولس ته يې رېښتنې ګټه ورسيږي. په خيالي فېسبوک، واټس آپ او کلب هوز کې خيالي خبرې او بحثونه درد نه شي دوا کولی.