چاپېریال ساتنه او ژوند!

پاک چاپېریال په ژوند کې ډیر ارزښت لري که چیرې شاوخوا چاپیریال مو پاک وي، نو د ډول ډول ساري او غیر ساري ناروغیو څخه به په امن کې یو او هم به مو اقتصادي کچه پیاوړې وي، ځکه چې ککړ چاپېریال د ژوندیو موجوداتو لپاره ډول ډول ناروغۍ او ستونزې پیدا کوي او کله کله دغه روغتیایي ستونزې دومره پیاوړې شي چې د انسانانو د مړینې لامل ګرځي.

 د چاپېریال دککړتیا اغیزی ټول بشریت ته یوشان متوجه ده، یعنی دایوه مشترکه ستونزه ده.  له نیکه مرغه اوس د چاپیریال ساتنې په هکله ژوری علمی څیړنی شوی دی اوډیری ښی پایلی ورڅخه ترلاسه شوی دي.

چاپېريال ساتنه زمونږ شا او خوا د هغو ټولو ژوندېو او غیر ژوندېو موجوداتو په اړه بحث کوي چې د انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو په ژوند په مستقیم یا غیر مستقیم ډول اغېزه لري.

چاپېریال ساتنه د ژوند دبقا اود رغتیا د ډاډمنتیا په توګه د ساینس موضوع ګرځیدلی ده او نن ورځ ډیری علمی څیړنی همدی موضوع ته وقف شوی دي.

 دا ستونزه په عادی ډول لاینحله فکر کیږی،خو له نیکه مرغه علمی څیړنو دغی ستونزی ته د حل لاری موندلی دی او د هرچا مسئولیت یی هم روښانه کړی دی. د چاپیریال ساتنه نن ورځ د یوې علمی څانګی په توګه تبارز موندلی، نو ځکه په ګڼ شمیر هیوادونو کی یی  د ښوونځیو او پوهنتونو په رسمی نصاب کې ورته ځای ورکړي دی.

زمونږپه افغانستان کی دچاپیریال ککړونکی فکتورونوسره ګڼ شمیرخلک دچاپیریال ساتنی په هکله ډیرلږپوهه لری اود ښاروالیوموجوده تدابیرکافی نه دی .مخکی تردی چی دغه ستونزه دزغم وړله حالت څخه دنه منلووړحالت ته ورسیږی، بایدیوشمیرتدابیرونیول شی.

کې چیرې انسانان خپل چاپیریال په خپله ونه ساتي، نو د ځمکې درسته او ګتوره آبادي چې د انسانانو دنده ده په ښه توګه نه ترسره کیږی، هوا او اوبو ته هم زیان رسیږی او په ځمکه کې فساد خوریږی او سالم چاپیریال کې شته نعمتونه د انسانانو د ناشکري او ناقدري په وجه ترې اخیستل کیږي.

چاپیریال د انسان د اړتیاوو پوره کولو او ژوند ځای دی او هره ورځ چې تیریږی ارزښت یې لاپسې زیاتیږی. خو له بده مرغه دا مهال انسان په دې خاورینه کره کې له طبیعی منابعو څخه له حده د زیاتې ګټې اخیستو، په خاوره، اوبو او هوا کې د خطرناکه ککړتیاوو رامنځ ته کولو له امله، د له منځه‌ تلو ګواښ سره مخ کړی دی. 

د چاپيریال ساتنه د مسلمانانو له مهمو واجباتو څخه دی چې مسلمانان يې وساتي او دا په شرعي نصوصو ثابته شوي او شرعي تکلیفي حکم دی.
هغه وخت د چاپيریال ساتنه په توګه ترسره کیږي چې شرعی حمکونه په هغه تمام معنی عملي شي،ځکه چې د چاپیریال ساتنه د بنده ګانو په اصلاح پورې تړلې ده ، چې انسان صالح او سالم وي، نو چاپيریال هم سالم ساتي.