استعاره؛ پخواني او معاصر لیدلوري

لنډیز:
پخوا استعاره د ادبي ژبې مال ګڼل کېده. پوهان په دې اند وو، چې استعاره یوازې په ادبیاتو کې د ښکلا رامنځته کولو لپاره ده او زموږ د ورځنۍ ژبې برخه نشي کېدای؛ خو د استعارې په اړه معاصره نظریه د پخوانیو پر خلاف وايي، استعاره یوازې په ادبي ژبه پورې اړه نه لري، بلکې د هر انسان تفکر او ذهن استعاري ماهیت لري او د انسان د ادراک لویه برخه پر استعاره ولاړه ده. په دې مقاله کې هڅه شوې چې د استعارې په اړه پخواني او اوسني لیدلوري تر بحث لاندې ونیول شي.
کلیدي کلیمې: ادبیات، استعاره، ادارکي ژبپوهنه، مفهمومي استعاره.
 
سریزه:
د بلاغت پوهانو د استعارې لغوي مانا عاريت يعنې د يوې کلمې پر ځاى د بلې کلمې، يا د يو څه پر ځاى د بل څه کارول ښودلي دي (لومړۍ مانا د دويمې مانا – حقيقي مانا د مجازي مانا پر ځاى)، په اصطلاح کې هغه تشبیه ګڼل کېږي، چې د تشبيه له خواوو يوه په کې حذف شوې وي، يعنې له مشبه او مشبه به څخه يو په کې نه وي. یا هم استعاره په لغت کې پور غوښتلو ته وايي او په اصطلاح کې يوه کلمه د بلې کلمې پر ځاى راوړل دي، چې د دواړو ترمنځ تشبيهي اړيکې موجودې وي.( درمل،  ۱۰۲)
 
د پورته تعریف په پام کې نیولو سره له پېړیو پېړیو راهیسې استعاره د بلاغت او ادبي ژبې اړوند څیز بلل کېده؛ خو د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د ادراکي ژبپوهنې په منځته راتلو سره، د ژبې په اړه نویو بحثونو ته لار وشوه. ادارکي ژبپوهنه د مانا پر مطالعه ټینګار کوي او وایي چې ژبه پرته له مانا بل څه نه ده؛ دا راز ژبه هغه څه ګڼي چې د انسان ذهني ځانګړنې منعکسوي او پر دې بحث کوي چې انسان پر ژبه څرنګه پوهېږي؟ په دې لړ کې د انسان هغه وړتياوې او فعاليتونه را اخلي، چې په ادراک او پوهېدو کې يې کاروي. (مهند، ۱۳۹۷: ۹ )
 
دا چې د انسان د ادراک يوه مهمه وسيله استعاره ده، نو د ادراکي ژبپوهنې یوه لویه برخه پر استعاره را څرخي. دا ځکه چې د ادراکي ژبپوهنې په راتګ سره د استعارې دودیز تعریفونه ناسم وبلل شول او استعاره یې د انسان له فکر او عمل سره وتړله. د استعارې په معاصره نظریه کې استعاره د انتزاعي او غیر حسي مفاهیمو د مفهومي کولو او همدارنګه انسان ته د فکر رامنځته کولو وسیله ګڼل کيږي. د ادراکي ژبپوهنې له مخې، ژبه د انسان د بدن او ذهن ترمنځ اړيکه پيدا کوي؛ خو د دې اړیکې مهمې وسیلې استعارې دي. انسان چې کله په فزیکي نړۍ کې تجربې کوي، دغه تجربې په خپل ذهن کې له نورو مفاهیمو سره یو ځای کوي او په مټ یې نوي مفاهیم رامنځته کېږي، وروسته دغه مفاهیم ژبې ته ورکوي او بالاخره د درک وړ ګرځي. (ښکلی، ۱۳۹۸)
 
د استعارې په اړه پخوانۍ نظریې:
ارستو هغه څوک دی چې له نن څخه یې شاوخوا دوه زره کاله وړاندې د استعارې په اړه لومړني نظریات ورکړي دي. نوموړی په خپل مشهور اثر (بوتیقا) کې وایي، چې استعاره یوه رالنډه شوې تشبیه ده، دا یو اړین نه، بلکې د ښکلا رامنځته کولو لپاره یو ښکلاییز امر دی.
 
پخواني پوهان په دې اند و، چې استعارې یوازې د ادبي ژبې او هنري سینګار خاصه ده. دوی استعاره د بلاغت یو ستر رکن باله او له شاعرۍ سره یې داسې تړاو ورکاوه، لکه روح له بدن سره. استعاره هغه څه ګڼل کېده چې شاعر به یې په مرسته خپل احساسات او خیالات په ډېره ښه توګه بیانولای شول او په کوم ځای کې به چې شاعر ته خپل منتر اغېزمن ونه برېښېده؛ نو د همدې استعارو په زور به یې د خلکو د زړونو د تسخیر هڅه کوله.
تنده د ديدن مې په لېمو لېمو کې ونغاړه
راشه! دا د ژوند ماښام په دوو ډېوو کې ونغاړه
د پیر محمد کاروان په پورتني بیت کې «دوه ډېوې» د سترګو لپاره استعاره ده. یعنې لومړۍ مانا د دویمې مانا پر ځای راغلې ده. شعر ته یې ښکلا وربښلې ده، د لوستونکي او اورېدونکي پر ذهن ښه لګېږي.
 
د استعارې لپاره په دودیز تعریف کې څلور ځانګړنې ذکر شوې دي، چې د استعارې د معاصرې نظرې پر اساس ناسمې بلل کېږي. لومړی، په دغه تعریف کې د استعارې ماهیت کلمه بلل شوې؛ خو معاصره نظریه استعاره کلمه نه، بکلې یو رغښتي مفهوم ګڼي. دویم، د استعارې اساس شباهت بلل شوی؛ خو معاصره نظریه وایي چې د استعارې اساس د تشبیهي اړیکو موجودیت نه دی، بلکې د انسان د تجربو پر اساس د شباهتونو د درک له مخې د متقاطع قلمروونو اړیکې یې اساس جوړوي. درېیم، ټول موارد حقیقي ګڼي؛ خو استعاره د ژبې په یوه غیرحقيقي برخه پورې تړي؛ د معاصرې نظريې له مخې، استعاره يوازې په ادبي ژبه پورې محدوده نه ده، بلکې د ورځنۍ ژبې برخه ده او آن د انسان د ادراک لويه برخه پر استعاره ولاړه ده. څلورم، استعاره عقلاني او ارادي تفکر دی؛ خو معاصره نظریه یې غیراختیاري او غیر ارادي بولي.( هاشمي، ۱۳۸۹ : ۱۲۱ )
 
د استعارې معاصره نظریه:
د استعارې په اړه معاصره نظریه د شلمې پېړۍ په اتمه لسیزه کې د ادراکي ژبپوهنې (Cognitive Linguistics) له منځته راتلو سره وړاندې شوه. له دې وروسته استعاره د ژبپوهنې اړوند موضوع وګڼل شوه، زیاتې څېړنې پرې وشوې او اوس مهال د ژبپوهنې له مهمو او اساسي موضوعاتو ګڼل کېږي.
 
جورج لیکاف او جانسن (George Lakoff & Johnson) هغه دوه امریکایي ژبپوهان دي، چې د ادارکي ژبپوهنې  په خپل مهم اثر (هغه استعارې چې ژوند ورسره کوو  Metaphors we live by ) کې یې د استعارې دودیز تعریف ناسم و باله او ویې ویل چې استعارې له آره د انسان له ادراک سره تړاو لري او په ناپامۍ کې د انسان په ورځني ژوند کې ډېرې کارېږي. ( فهیمه خراسانی و غلام حسین غلام حسین‌زاده، ۱۳۹۷ : ۷۳)
 
لیکاف او جانسن په دغه کتاب کې ویلي، چې استعارې یوازې په بلاغي علومو او ادبي ژبه یا هم یوازې په ژبه پورې محدودې نه دي، بلکې زموږ ورځنی ژوند په تېره زموږ فکر او عمل یې هم رانغاړي. زموږ ورځنی مفهومي نظام  ـ چې د هغو پر اساس فکر او عمل کوو ـ  اساساً استعاري ماهیت لري، د انسان د ذهن تصویري نظام اساساً د استعارو پر بنسټ تعریفیږي. د دودیز تعریف له مخې زموږ ورځنۍ یا د خبرو اترو ژبه حقیقي او له استعارو پاکه ژبه ده؛ خو معاصره نظریه وایي چې زموږ عادي ورځنۍ ژبه نه یوازې دا چې له استعارې خالي نه ده، بلکې د هغې یوه لویه برخه استعاري ده. دغه خبره په لاندې جملو کې لا روښانه کيږي:
بېلګې:

  • زه او توریالی اوږده ملګرتیا لرو.
  • جګړه مو له سولې لرې کوي.
  • روژه لاړه تېره شوه.
 
پورته جملې موږ ته عادي ښکاري؛ خو په دغو جملو کې هر څه عادي نه دي. په لومړۍ جمله کې ملګرتیا داسې یاده شوې لکه یو عیني څیز چې وي او اوږده او لنډ شکلونه لري. یا دویمه جمله کې جګړه یو عینی او ژوندی موجود ګڼل شو، چې موږ له سولې شاته کش کوي او سوله یو ساکن څیز او یا هم په درېیمه جمله کې روژه یو متحرک څیز ګڼل شوی، چې لاړه تېره شوه. دا ټولې بېلګې موږ ته ښیي چې زموږ د خبرو اترو ورځنۍ ژبه له استعارو خالي نه ده، بلکې پرېمانه استعارې لري.
 
 د استعارې په اړه معاصره نظریه دا هم وایي چې استعاره یوازې به هغو کلمو کې نه ده چې موږ یې کاروو، بلکې په مفهمونو کې نغاړل شوې ده.  په ټوله کې د لیکاف او جانسن د دغه کتاب له لارې خلکو ته د استعارې په اړه یو نوی تعریف وړاندې شو او پر استعاره یې له نوي لیدلوري د څېړنو زمینه برابره کړه.
 
مفهومي استعاره:
لیکاف او جانسن وایي، چې هر انتزاعي مفهوم د انسان د ادراک په وسیله د عیني مفاهیمو له لارې مفهوم پیدا کوي او رغېږي. همدا د عینې مفاهیمو په مټ د انتزاعي مفهوم رغول او مفهوم ورکولو وسیله مفهومي استعارې ګڼل کيږي. یعنې په مفهومي استعارو کې یوه مفهومي حوزه د بلې حوزې په مټ درک کېدلای شي. له همدې امله ویلای شو چې د ژوند، نړۍ او انسان په اړه ډېر انتزاعي مفاهیم د استعارو په چوکاټ کې بیانېږي. (وحید خادمزاده و محمد سعیدي مهر، ۱۳۹۳: ۱۰)
 
معاصره نظریه په اصل کې استعارې ته په مفهومي نظام کې د دوو قلمرونو ترمنځ د تړاو رامنځته کوونکي په سترګه ګوري. پر دې اساس د کلاسيکې نظريې پرخلاف دا کلمې يا غونډونه نه دي، چې استعارې جوړوي او بنسټ يې د مبدا او موخې د قلمروونو ترمنځ پر شته مفهومي اړیکه ولاړ دی. له دې اړخه د کلمو او غونډونو دنده دا ده، چې د دوو مفهومي قلمرونو ترمنځ د شته ځانګړنو او اړیکو له مخې تړاو ته زموږ ذهن را ويښ کړي . ( هاشمي، ۱۳۸۹ : ۱۲۲.۱۲۳ )
 
د بېلګې په توګه د ښځې او مېړه ترمنځ د ګډ ژوند په اړه په ورځنیو خبرو کې به مو ډېر کله اورېدلي چې وایي:
  • زما او ستا اړیکه له خنډ سره مخ ده.
  • زه او ته نور یو ځای مخته نشو تللی.
  • زما او ستا اړیکه تر ځایه نه رسېږي.
 
دغه عبارتونه اصلاً د یوه عیني مفهوم په مټ د انتزاعی مفهوم بامفهومه کول راته ښیي، چې د دوو حوزو ترمنځ د شته اړیکو یا ځانګړنو له مخې موږ دې ته د (واده سفر دی) استعارې پر اساس رغښت ورکولای شو. مثلا ً وایو «واده سفر دی» دا یوه استعاره ده. واده سفر دی؛ يو تشبيهي غونډ دی، چې واده يو مفهوم او سفر بل مفهوم دی۔ په پاسنيو جملو کې د واده د مفهومي کولو لپاره د سفر د مفهوم له ځينو توکو (اجزاوو) نه استفاده شوې ده. دلته د واده او سفر ترمنځ اړیکه یوازې د ژبې تر سطحې نه ده، بلکې دغه اړیکه د مفهومي ادراک تر کچې ده. یعنې موږ یوازې په استعاري توګه خبرې نه کوو، بلکې په استعاري توګه فکر هم کوو. دلته د واده غوندې انتزاعی مفهوم د سفر د مفهومي دایرې د توکو پر مټ وړاندې کيږي. واده او سفر دوه جلا مفهومي حوزې دي؛ خو د دې حوزو د اجزاوو ترمنځ اړیکې دا دي:
ښځه او مېړه = مسافر
 عاطفي اړیکه = لیږدوونکې وسیله
 د ښځې او مېړه ګډې موخې = د سفر ګډې موخې
 د ژوند ستونزې = د سفر خنډونه
 د ګډ ژوند انتخابونه = د لارې په اړه پرېکړه
د ګډ ژوند پرمختګونه = وهل شوې لاره
(مهند، ۱۳۹۷: ۶۲)
 
د معاصرې نظریې پر اساس استعارې هغه توکي دي په مټ یې د ملموسې تجربې پر اساس انتزاعي تجربې بامفهومه کیږي. یعنې مفهومي استعارې زموږ له ورځنیو تجربو سره تړاو لري. لیکاف او جانسن وايي چې انسان د انتزاعي مفاهیمو د بیان لپاره له عیني تجربو کار اخلي او د هغو په مټ یو مفهوم رغوي. له همدې کبله دوی د هرې استعارې لپاره دوه قلمروه ټاکي: یو یې مبدا او بل یې موخه. په پورته مثال کې سفر د (مبدا) قلمرو او واده د (موخې) قلمرو بلل کيږي.
 
یا هم موږ وایو چې «بریالي زموږ تود هرکلی وکړ» دلته د استعارې د مبدا قلمرو د انسان لامسه حس (ګرمي) او د موخې قلمرو د خلوص یا درناوي انتزاعي تجربه ده. یا هم وایي «د توریالي وینه په جوش راغلې وه» دلته د استعارې د مبدا قلمرو «وینه چې مایع ده» او مقصد یې «د احساساتو پارېدل» دي.
 
د مفهومي استعارې ځانګړنې:
مفهومي استعارې ځینې بنسټیزې ځانګړنې هم لري، چې د دې لیکنې محتوا ته په کتو یې بیانول راته اړین برېښي:
لومړی:  مفهومي استعارې د یو اړخیزتوب(Unidirectionality)  خاصیت لري؛  په دې مانا چې مفهومي استعاره د مبدا له قلمروه د موخې قلمرو پر لوري د موجوده اړیکې حاصل ګڼل کېدای شي، نه برعکس. یعنې موږ کولای شو د مبدا د مفهومي دایرې په مرسته د موخې مفهومي دایره ترلاسه کړو؛ خو دا چاره برعکس نشي کېدای. د بېلګې په توګه، موږ کولای شو واده د سفر پر مټ د عیني مفهوم دایرې ته دننه کړو؛ خو برعکس سفر د واده پر مټ د مفهومي استعارې په توګه نه‌شو بیانولای.
 
دویم: د مفهومي استعارې یوه ځانګړنه دا هم ده چې د مبدا او موخې د قلمروو ځینې ځانګړنې پټوي او ځینې لا برجسته کوي. یعنې کله چې موږ د موخې قلمرو د مبدا د قلمرو په مټ بامفهومه کوو، نو یوازې د موخې د قلمرو ځینې عیني او خاصې ځانګړنې برجسته کوو او په ورته وخت کې نورې ځانګړنې پټوو. د بېلګې په توګه «بحث جګړه ده» استعاره په پام کې نیسو. دلته بحث چې یو انتزاعي مفهوم دی د جګړې د عیني مفهوم په مټ بامفهومه شوی دی. موږ وایو:
  • هغه په دې بحث کې بریالی شو.
  • ما له دغې موضوع دفاع ونه شوه کړای.
 
له پورته جملو څخه ښکاري چې په دغه استعاره کې یوازې د جګړې او په بحث کې د شخړې نږدې اړخونه را برجسته شوي دي؛ خو دا چې بحث یو منظم چوکاټ لري، د یوه حقیقت په توګه سترګې ورباندې پټې شوي دي. مانا دا چې موږ کولای شو بحث د سفر په مټ با مفهومه کړو. لکه «بحث سفر دی» او ووایو چې ګام په ګام مې بحث مخته یو وړ. دلته نو بیا د یو مخته تلونکي له ځانګړنو سره مخ کيږي او د شخړې یا جګړه ځانګړنې پټېږي. (پاسنی اثر: ۶۴.۶۶)
 
درېیم: استعارې تجربي اړخ لري. په دې مانا چې استعاره په تصادفي یا اتفاقي توګه نه رامنځ ته کېږي، بلکې له کولتوري او فیزیکي چاپېریال سره زموږ د متقابلو عملونو په پایله کې رامنځته کېږي او عملونه په اصل کې زموږ تجربې دي، چې هېڅ یوه استعاره پرته له دې چې په یوه توګه اړیکه ورسره نه لري له هغې جدا نه‌شو ګڼلی.
 
 د بېلګې په توګه موږ وایو « ډېر، پورته دی» دا یوه استعاره ده چې په خپل چاپېریال کې مو د تجربې له مخې ترلاسه کړې، کله چې په یوه ګېلاس کې اوبه اچوو، د اوبو له زیاتوالي سره د اوبو سطحه پورته راځي. یعنې د اوبو له ډېروالي سره په ګېلاس کې د اوبه سطحه لوړوالی مومي. پر همدې اساس موږ ویلی شو چې تر ډېره مفهومي استعارې یوازې د یوه کس له لوري نه جوړېږي، بلکې دا جمعي او ګډ ماهیت لري. ( هاشمي، ۱۳۸۹ : ۱۳۰ )
 
پایله:
پخواني پوهان په دې اند وو، چې استعارې یوازې د ادبي ژبې او هنري سینګار خاصه ده؛ خو معاصرو ژبپوهانو د استعارې په اړه د نوې نظریې په وړاندې کولو سره، هغه د ادبي ژبې او بلاغت له جال څخه را بهر کړه. نوې نظريې د انساني ژوند له مختلو پوهو سره د استعارې تړاو بیان کړ او د انسان د فکر او عمل په برخه کې یې د استعارو رول ښکاره کړ.
 
د معاصرې نظریې پر اساس استعاره نه یوازې دا چې موږ سره د انتزاعي او غیر حسي امورو د درک او بامفهومه کولو په برخه کې مرسته کوي، بلکې د هغوی په اړه انسان ته د فکر کولو توان هم ورکوي.
 
 پر دې سربېره استعاره یوازې تر ادبي ژبې او بلاغته یا په ټوله کې تر ژبې محدود نه ده، بلکې زموږ د فکر و عمل یوه مهمه ځانګړنه ده، موږ خپلې چارې د استعارو په مټ ترسره کوو. پر همدې اساس نورې انساني حوزې هم  د ژبې ترڅنګ استعاري جوړښت هم لري. وروستیو څېړنو ښودلې چې ټولنیز علوم، اخلاقیات، سیاست، تبلیغات او د علم ګڼ شمېر نورې حوزې چې په انسان پورې اړونديږي، د استعاري جوړښت لرونکي دي. د استعارو لاندې مثالونه موږ ته ښيي چې د دغو حوزو اړوند استعارې څنګه په ژبه کې منعکسې کيږي:
اقتصاد یې فلج شوی؛
د سیمې اقتصادي زړه؛
د قدرت په رأس کې اوسېدل؛
 
ماخذونه:
  • اصفهانى، محمد خاقانى و مرضيه قربان خانى.۱۳۹۴.استعاره از منظر بلاغت عربى و زبان شناسى شناختى. مجله علمى- پژوهشى انجمن ايرانى زبان و ادبيات عربى، شماره ۳۵، تابستان: اصفهان
  • درمل، احسان الله.۱۳۹۷.شعرستان(دويم چاپ). سروش کتاب پلورنځى: کابل
  • ښکلی، اجمل. استعاره؛ د انسان د ادراک وسیله. وږمه مجله(دویمه دوره، دویمه ګڼه ۱۳۹۸). کابل پوهنتون، پښتو څانګه: کابل.
  • فهیمه خراسانی و غلام حسین غلام حسین‌زاده. ۱۳۸۸. استعاره مفهموی: نقطه تلاقي تفکر و بلاغت در قصاید ناصر خسرو. فنون ادبی. سال دهم، شماره ۱ بهار ۱۳۹۷
  • ګلفام ارسلان، يوسفي راد فاطمه. ۱۳۸۱. زبان شناسي شناختي و استعاره. تازه هاى علوم شناختى، سال ۴، شماره ۳، ۱۳۸۱هـ ش.
  • مهند، محمد راسخ.۱۳۹۷. در آمدی بر زبان‌شناسی شناختی. تهران : سازمان مطالعه و تدوین کتب انسانی دانشګاهها (سمت).
  • هاشمي، زهره.۱۳۸۶.نظريه استعاره مفهومي از ديدگاه ليكاف.ادب پژوهى.شماره اول، بهار ۱۳۸۶: دانشګاه فردوسى
  • وحید خادمزاده و محمد سعیدي مهر.۱۳۹۳. استعاره های مفهومی علیت در دیدګاه لیکاف. پژوهشنامه علوم انساني. شماره ۱/۷۱.
  • Boroditsky, L. “Metaphoric structuring: Understanding time through spatial metaphors”. Cognition, 75, 1-28. 2000
  • Lakoff, G. Lecture: Cascade Theory: Embodied Cognition and Language from a atural Perspective. Youtube. 22 Oct 2013: https://www.youtube.com/watch?v=XWYaoAoijdQgfeature=share
  • Lakoff, G.& Johnson, M. (1980), Metaphors We Live By, Chicago: University of hicago Press.
  • Lackoff, G. & Johnson, M. Philosophy in the Flesh, New York: Basic Books, 1999
  • Lackoff, G.The Contemporary Theory of Metaphor, in Metaphor and Thought, edited by Andrew Ortony, Cambridge: Cambridge University Press.1993
  • Minsky, M. 1980. A framework for representing knowledge. In D. Metzing (Ed.), rame conceptions and text understanding (pp. 1-25). New York: Gruyter.
  • Ortony, A.(1979). Metaphor & thought. Cambridge: Cambridge University Press.