د افغانستان معاصر تاريخ به مو لوستی وي، هغه حاکمان اوس هم د ولس په زړونو کې ځای لري، چې د لوی افغانستان چيغه يې پورته کړې او د ډيورنډ فرضي کرښې پر سر معاملې يې رد کړې او فشارونو ته نه دي تسليم شوي. د افغانستان د لومړي ولسمشر سردار محمد داوود خان ستاينې په دې کيږي، چې پاکستان يې د يو هېواد په توګه په رسميت پېژندلو خو پښتونستان او بلوڅستان ته يې د جلا سياسي واحدونو په سترګه کتل او په پار يې مبارزه کوله. سردار داوود خان تر اخيره د لوی افغانستان هيله درلوده او د هغه وخت افغان پوځ ته يې يوازې د اوسني د افغانستان د دفاع او ساتنې روحيه نه بلکې د لوی افغانستان څخه د دفاع او ساتنې روحيه ورکړې وه.
معاصر تاريخ کې بل ولسمشر ډاکټر نجيب الله وو، چې ولس يې پر ډيورنډ کرښه د قرباني شوي ولسمشر په توګه پېژني. ډاکټر نجيب الله هم د ډيورنډ فرضي کرښې هغه غاړې پښتنو سره ښې اړيکې رلودې او هغه يې نازول. نوموړي نه د خپل حکومت پر مهال او نه هم د زندان په تمبو کې، دا ونه منل، چې ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د يوې رسمي کرښې په ډول په رسميت وپېژني. د خلکو ترمنځ عام بارو هم دا دی چې ډاکټر نجيب الله ځان پر ډيورنډ کرښه قرباني کړ.
۱۹۹۶ز کال کې د طاـلبانو اسلامي امارت لومړۍ واکمني وه. يو داسې روايت موجود دی، چې يوه ورځ د پاکستان يو پلاوی امیرالمؤمنین ملا محمد عمر ته راغی او ورته يې وويل، چې د پاکستان د وخت ولسمشر جنرال پرويز مشرف غوښتنه دا ده، چې ډيورنډ کرښه دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي کرښې په ډول ومنل شي، خو د ملا محمد عمر ځواب ورته دا وو، چې د افغان کور ته راغلی يې، ډوډۍ دې وخوره او نور د پښې له ځايه سپکې کړه او بل ځل داسې پيغام سره رانه شي. ويل کيږي چې د طالبانو تېر حکومت کې پاکستان څو ځلې دا هڅې وکړې چې ډيورنډ کرښه رسمي کړي، خو تر اخيره پوې پرې وانه توانېدل.
په ۲۰۰۱ کال کې چې جمهوريت راغی، بيا هم د پاکستان غوښتنې پخوانۍ او تريخې وې؛ هڅې يې دا وې، چې ډيورنډ کرښه پر افغان حکومت رسمي کړي او دې سره دا فرضي کرښه په رسمي بدله کړي، خو داسې ونه شول. په جمهوريت کې پاکستان پر ډيورنډ کرښې اغزن تار کشول پيل کړل، کټارې يې ولګولې، مخ ته راغلل، پر کونړ يې توغندي وتوغول؛ حکومت يې پر وړاندې چوپ وو، غوڅ دريځ لکه اوس يې چې طالبان نيسي، د هغه وخت حکومتونو خپل نه کړ، خو لږ تر لږه د حامد کرزي او محمد اشرف غني حکومتونو هم پاکستان سره د دغه کرښې سند لاسليک نه کړ. په تېر جمهوريت کې د پاکستان نيواکګرو او پارونکو کړنو ته، که حکومت چوپتيا غوره کړې وه، خو ولس هېڅکله هم چوپ نه وو؛ خوست او ننګرهار کې يې د پاکستان اغزن تار ورټول او د راتګ مخه يې ونېوله.
اوس وخت کې چې افغانستان نوی نظام راغلی او ور سره اقتصادي ستونزې راپورته شوې دي او افغانستان د يو بشري ناورين سره مخ دی، پاکستان ورڅخه له خوږ ګوتې نېونې لوبه کوي. له يوې خوا د افغانستان په اړه نړيوالې ناستې کوربتوب کوي او افغانستان سره د بشري مرستو وايي، خو له بلې خوا د افغانستان نوی جوړ شوی حکومت ارام ته نه پرېږدي، کله په ننګرهار او کله پر کونړ، توغندي توغوي او يا هم پر ډيورنډ کرښې پارونکې کړنې کوي. اوس وخت چې د اسلامي امارت لا پنځه مياشتې نه دي تېرې شوې او لسګونه ستونزې يې تر مخې دي، پاکستان پر ځای دا دې چې لاس ورکړي او د يو رېښتني مسلمان ګاونډي په توګه ور سره همکاري وکړي، هم افغان ولس او هم حکومت له خوږ ګوتې نيسي او پر ډيورنډ کرښې پارونکې کړنې تر سره کوي؛ په خوله د بشري مرستو چيغې او په عمل کې پر ډيورنډ کرښه تعرض، هغه څه دي چې افغانستان سره د پاکستان ملګرتيا، رېښتنوالي او دوستي په ګوته کوي.
د ډيورنډ کرښې موضوع ولس پورې تړاو لري؛ لر او بر او افغان ولس پورې؛ که چېرې د افغانستان حکومتونو هم دا کرښه د رسمي کرښې په ډول منلې وای، خو ولس به بيا هم نه منله او نه يې نن مني. دا افغانانو فقر، بد اقتصادي وضعيت، جګړې او نورې ستونزې نه شي سبب کېدلی چې پاکستان يې د فشار په ډول وکاروي او دا کرښه رسمي کړې. دا ډېره ساده خبره ده او يوازې احساسات راپورته کوي، چې پاکستان پر اغزن تار او کټارو يو ستر ملت سره جدا کوي.
پر ډيورنډ کرښې د پاکستان د وروستيو تحرکاتو پر وړاندې د اسلامي امارت دريځ ولس ته ډېر د منلو وړ دی او همدا ډول چارې به سبب شي، چې ولس د اسلامي امارت او اسلامي امارت د ولس شي. ننګرهار کې د اسلامي امارت ځواکونو د پاکستان اغزن تار ورټول کړ، نيمروز کې د امارت ځواکونو اجازه ورنه کړي، چې پاکستاني ملېشه کټارې ولګوي او تېره ورځ يې د پکتيکا ګومل ولسوالۍ کې هغه پاکستاني پوځيان ژوندي ونېول، چې پر خپل سر له ډيورنډ کرښې دې خوا راوښتي وو. له اسلامي امارت د افغان ولس هيلې هم دا دي؛ ولس ته ډيورنډ سره کرښه ده او په هېڅ بيې دې ته نه دي تيار چې معامله پرې وشي او له امله يې يو افغان ولس ترمنځ د بېلتون کرښه لا ژوره شي.
دا يو حقيقت دی، چې پاکستان به د افغانستان له اوسني وضعيته په ناوړه ګټې پر افغان حکومت فشارونو راوړي، ترڅو په دې اړ کړي، چې له سياسي او ډېپلوماټيکو لارو ډيورنډ کرښې ته يو ډول رسميت ورکړل شي. طالبان اوس سترې ازموينې کې دي، د پاکستان د فشارونو پر وړاندې د دوی کلک درېدل سبب کيږي، چې ولس له اسلامي امارت سره کلک ودريږي، خو خدای مه کړه که چېرې د افغانستان اسلامي امارت د تېرو حکومتونو په ډول د پاکستان نيواکګرو کړنو ته کمزوری دريځ وښيي او پرې چوپ شي، نو د ولس او امارت ترمنځ واټن به دومره شي، څومره چې ولس له تېر جمهوريت واټن اخېستی وو.
طالبان يوې ملي ازموينې کې قرار لري، د پاکستان پر وړاندې هر نر او نيغ ځواب يې د ولس زړونه خپلولی شي او دا ولس به د سر په بيه قربانۍ ته ورته چمتو وي. افغان ملت ټول هغه رټلي دي، چې پر خاوره يې ورته معاملې کړي او د لوی افغانستان هيله يې مړاوې کړې ده.
وروستي