اخذ

زموږ تحلیل په سطحي مسایلو ولاړ وي او  لیدلوری مو هم د همدې اغیز ښکار شوی وي. ژوند ته د روان بهیر په توگه کتل او گټه ترې اخیستل د انساني لیدلوري اخذ ته په ضمني او کلي توگه لار جوړ وي. که انسان د هرې موضوع سره په سړه سینه چلند وکړي او د ذهني تحلیل په عینکو کې ورته وگوري؛ ترڅو له فرصتونو څخه گټه واخستل شي. 

اخذ د انساني درک په لوړاوي کې مهم رول لوبوي او د شته ستونزو سره د یو مسقیم اغیز په توگه ښه تگلاره ورته ټاکلی شي. څومره چې موږ د یوې موضوع، فکر، تعامل او احساس په اړه د حقایقو له زاویو وگورو هغمره به د ټولنې د ویښتابه لپاره د ټولنیز تعادل لاره ورته غوره شوې وي او له هرې پدیدې به د خپل درک په اندازه چلند وکړای شو. ځینې وخت انسان داسې احساس کوي، چې د ټولنې وگړي ټول ولې یو شان نه دي او له هرې موضوع سره ولې د یو تناقض په دایره کې پاتېږي؟ دا سمه ده، چې انسانان د فزیکي جوړښت له مخې سره ورته دي؛ خو د فکر او عمل له مخې توپیر لري. 

د همدې توپیر له وجې ټولنې متحرکې او د ژوند بهیر هم په چټکۍ سره روان دی. که  ټول انسانان یو ډول فکر ولري، له شته فرصتونو سره یو ډول چلند وکړي او د خپل لید تر اندازې له ټولو  اړخونو گټه واخلي، بیا به هم د بدلون نښې کمې وي. دا ځکه چې انسان څومره هم د یوې موضوع په اړه فکر وکړي د خپل اخذ تر اندازې به وتوانیږي، تحلیل به یې هم د ده د علمیت او اخذ له مخې وي؛ خو کله چې د انسان مطالعې لاره غوره کړي په ذهني چاپېریال کې به د بېلابېلو افرادو د لیک او فکر اغیز په کې څرگند شي. له دې سره به هم جزیي ښه والی راشي؛ خو ښه خبره دا ده، چې په ټولنه کې د افرادو ظرفیت او د درک قوه یې مطالعه شي؛ ترڅو هر فرد ته د هغه پوهې او درک تر اندازې پورې کار او دنده ورته وسپارل شي؛ نو هله به د  ټولو انسانانو څخه د یو شانته غوښتنو کار پای ته ورسیږي. هر انسان به د خپل اخذ تر اندازې د یوې موضوع په دایره کې غږیږي. 

اصلاً انسان په ذهن کې د یو شي د پروسس لپاره درې مرحلې لري، چې لومړی انسان یو شی درک کوي، بیا مفهوم ترې اخلي اخره مرحله کې ترې مانا اخلي، د دې مراحلو په ترسره کولو سره د انسان ذهن په کلي ډول له یو شي سره د هرې مرحلې تر اندازې چلند کوي.