یوه ورځ له نګارګر سره...

یـــــوه ورځ لــه نګـــــارګـــر سره
(شعرونه اودردونه)
 
۲۸ سپتمبر ۱۹۹۴ کال    -  پیښور
ـــــــــــــــــــــــــــــ
 
           هغه ډیرې سختې شپې ورځې وې، کابل ړنګ شوی و، دکابل په خبره پوه یاران ټول پرپیښوررامات شوي ول، کابل دتوروجګړو ډګرګرزیدلی و،اوهیچا هم اوس نه ویل چې : 
کابل ته ځمه ، کابل ښه ځای دی  ... بیا نه راځمه...
 
        زه هم له دریوکالومقاومته اوپه کابل کې له پاتیدو وروسته دپښتونخوا دغه څپاند زړه ته چې دلته مې دوطن دبربادي مقدمې جوړیدې راورسیدم، دلته مې د دوستانوپه مرسته له بی بي سي سره کارپیل کړ، بی بی سی پردغه مهال د نوي کوراونوي ژوند ډرامه پیلوله، شهید میرویس جلیل له کابله دورانونکې جګړې تاوده تاوده راپورونه خپرول، ده ته به درګرده د صفیی اوارواښاد مصداق صاحب تلیفونونه راتلل چې زه باید ځان پیښورته ورسوم،هره ورخ به هغه خوارکي راته اوهمدابه یې ویل چې:  استاده،ځان له دغه شره وباسه، ددغه جنګ جګړنان لاهم په چهارآسیاب اوچمتله کې ناست دي، د اویا زروکابلیانوپه وینولاهم نه دي ماړه... هره ورځ یې همدا راته ویل چې باید زرترزره له کابله ووځم، اودهغه شهید میرویس له برکته اوفشاره زه هم له ړنګ وبنګ کابله په ژړا ژړا راووتم... دلته راغلم جان بټ د پروژې سردم دارو، هغه مهرباني وکړه زه یی روغتون ته واستوم ځکه دوه دری کاله دکابل جنګونوله موږ زندانیانوڅخه ربابونه جوړکړي وو، ډاکتروکتلم اولازمې لارښونې یې راته وکړې ... نوی کور نوی ژوند ډرامه پرزاړه کوراوزاړه ژوند باندې پیل شوه ، فارسي ژبې اوپښتوژبې ممثلین اولیکوال چې هغوی هم بدې ورځې پسې اخیستی ول دلته راغونډشول ، پاڅون صاحب اومیرمن یې،  ملګری صاحب ، فضلی صاحب، ناظروطن دوست ، شفق صاحب، جمیلی جانه ، دعاګوی صاحب، اسدالله حبیب، باجوړي صاحب، هژبراوشادکام نوابی صاحب، ارواښاد تڼیوال صاحب، باجوړی صاحب، کریم جان، وروسته هادي جان اوکاروان صاحب اویوزیات شمیرنور...دوی ټولوپه خورا جدیت سره خپل کارونه پیل کړل، که له یوې خوا دغو استعدادونو په دغه برخه کې له ډیرې ناچارۍ په کارپیل وکړله بلي خواسل اوزرخولې هم راپسې خلاصۍ وې چې،هله ګلم جمان اوسکریان راغلي هرڅه دوی په خپل لاس ونیول. دجان بټ صاحب به  زورپه ما رسیده چې باید خوابونه یې ولیکم، د ډاکترصاحب حبیب پرسرمې سختې شیبې ولیدې چې ډیرخولې ورپسې خلاصې وې خوما دهغه استعداد اوپه ډرامه پروژه کې دهغه تجربه دهرچا په مقابل کې سپرکوله... شیرازالدین چې په بدحال چې دشپې تیرولوځای یې نه درلود، زما دفترته راغی هغه مې په وچ زورپه جان بټ باندې ومانه چې وروسته یې دخپلوکمالاتواوجمالاتوله برکته جان بټ هم پسې واخیست اوله هغه دفتره یې شخصي فابریکه او... جوړه کړه خوزه له ښه مرغه هند ته ترې راغلم اودا راتګ راته په خیرتمام شو ...نورې خبرې هم وې خوله نیکه مرغه چې له ما وروسته وې ...  
 
په همدغو هلوځلوسره اخته وو،یوه ورځ چې لا سم دفترته نه وم راننوتی، یوغږمې ترغوږشو، چې راته اشنا و، ځکه چې له بي بي سي به مې اوریده، له دروازه وان څخه مې پوښته وکړه چې :داد نګارګرصاحب غږله کومې کوټې راخی؟  هغه راته وویل چې د اجمل اوعبدالحی اونذیرې له کوټې ... په لاندې پوړکې کیڼ لوري کوټۍ ته ورننوتم، نګارګرصاحب ناست و، دالومړی ځل وچې زه اودی له یوه بل سره مخامخ شوي وو، تلیفوني خبرې موسره کړې وې، له سلامه وروسته مې سمه دمه افغاني غیږورکړه، اجمل سنګریار په دغه لحظه کې زمانوم واخیست، په غیږکې یې کلک ونیوم، ترډیروپورې یې نه پریښودم ، دهغه دغه مینه ناک چلند ماته رښتیاهم دخپل پلاراونورومشرانومهربانۍ اوخواخوږۍ را یادې کړې، له هغه ځایه مې خپل دفترته راپورته کړ، کیناستو، په هغوشپوکې دی دخپلوخپلوانولیدو اودهغود بیولوله پاره راغلی و، ډیرې خبرې موسره وکړې، دټولوهغولیکوالولکه علامه رشاد، بختانی صاحب ،حافظ صاحب، باختري صاحب، ننګیال اونورو ټولوچې په دغوشپوورځوکې په کابل کې ول، دژوند اوحال پوښتنې یې راڅخه وکړې دشعرونوکتابچه یې راوایسته بلا شعرونه له ځان سره راوړي وو، یوشمیریې ما کاپی هم کړل چې ددغې لیکنې په پای کې به یې  په ګډه سره ولولو.
 
 په هغه ورځ ترناوخته سره کیناستو، مازدیګرخواته ارواښاد حکیم تڼیوال صاحب اوارواښاد اسماعیل نیازهم را پیداشول ، دوطن غمونه مو دخبروسرنامه وو،په هغوشپوکې ما دلنډوکیسو دویمه مجموعه (ګنګل ژمي کنګل لاسونه) خپره کړې وه، نګارصاحب هغه لوستي وه، چې یوشمیرکیسې په بي بي سي کې دکابل په سختوشپو ورځوکې خپرې شوې وې. په خبرو خبروکې یې ترغوږ راتیره کړه : « تاخودکابلۍ خندا په لیکلوسره لوی شهامت وکړ، دوطن دمظلومیت غږ دې پورته کړ، خوپام دې اوسه چې ما دلته څه موده تیره کړې ، حرفه یي ښاماران دې لاهم په شاوخواکې سره نیښونه خوځیږي، هغوی د داسې کیسوتحمل خدای خبرکه ولري...» تڼیوال صاحب ورغبرګه کړه:« نه هغوی اوس له هغه شرنګه لویدلي دي... (په خندا) وشه خبرې به کوو، کیسې به لیکو...اوس هغه دتا دمهاجرت دشپو ورځو تیاره مخ په ختمیدو ده...  » دنیازصاحب خبره وه: « یره نګارګرصاحب موږ هم سخت لیونیان نه وو، دغویارانو په کابل څه بده ورځ راوسته ، دوی ته موڅومره تبلیغات وکړل ...معلومه شوه چې نه پرارزیدل...»  دنګارګرصاحب زړه طاقت ونه کړ، بیا یې کتابچه را ویسته موږ ټولو ته یې کړه چې غوږ ونیسئ: اودغه شعرونه یي چې هم یې خپله ژړل اوهم یې موږ وژړولو راته ولوستل:
 
 
پناهنده
به یاد خاطرهء تلخ لت وکوب یک خرده فروش افغان به وسیله پُلس کشورمیزبان
خدایا ای جوان مردان،
اگر روزی به سوگ من
زنوک خامه اشکی چند افگندید،
ویا در دفتری ازحال من چیزی رقم کردید
« پناهنده » مخوانیدم
من ازین لفظ بیزارم
به دوش خود « پناهنده » ندارد بارمعنایی.
***
« پناهنده » عجیب نشخند تلخ
چسان که خرپناه آورده ام این جا
منم آن گوسفند رسته ازچنگال گرگ هیهات
که  زاهد کاربرحلقم همی ساید
زتا به جسته وبرمجمرافتاده
رساترچیست تعبیری دگربر « پناهنده » ؟
**َ*
تما شا کن بردیم داغ سلی ومپرس ازمن
که معنای پناه آوردن من چیست
نگشتم جرعه نوش ساغرتحقیر درشهرم
دلم شد لیک مالامال زهر ارتیاب اینجا
ازین خورشید طاقت سوز وگرمای بیابانها
سراغ روزگارم را بگیر ودم مزن آری
که دیگر رشتهء مرواری امید من بگسست
توگویی دردل این خیمه ها محکوم جاویدم،
***
شبانگاهان جواب کودک بیمارچون گویم ؟
لبان خشک اوهم ازپدر جویندهء نان است
صدای کینه توز پاسبان ناقوس مرگم است
به یک سلی دو صد رو را نماید داغ این دژخیم
چسان آخر برای کودک خودبین بفهمانم؟‌
که اندر کاسهء اومیزبانش خاک محنت ریخت
بساط کارمن را واژگون کرد وبه جوی افگند
تنورمعده اش را پرکنم ازحرف ؟‌
خدا تاکی آخرای جوان مردان
زنده برپیکری من نیش خود مار« پناهنده »
***
منم آری من آن مرغ قفس پرورد
که بربالای سرشاهنین استبداد می بینم
ودرپایان نشان تیرصیادم
کجا آخرتوانم رفت ؟
میان هردو سنگ آسیاب افتاده ام ششدر
اگر روزی گذرتان فتد درشهر آزادی
که آنجا مردمانش فارغند ازسلی تحقیر
حدیث کینه ورزی پیش مردم ناخوشایند است
به چشم اجنبی انسان سوی انسان نمی بیند
نه کس صاحب باشد ودرآنجا نی « پناهنده »
خدا  را ای جوان مردان
مراهم سوی شهری این چنین روزی فرا خوانید
که هرچند دراین جا اسیر شهرگرگانم
ولیکن آخرانسانم ولیکن آخرانسانم  .
۶/۸/ ۸۸ مطابق  ۱۵ اسد ۱۳۶۷
 
 
سردوی  برای نوروز
گرامی خواهری دارم که هی ازمن،‌
سرود نغزمی خواهد
سرود نغز وشیرین بهر نوروزی که در راهست
واین نوروز هرسو باگل وباسبزه همرا هست
 
ولی این خواهر فرزانهءمن خوب می داند،
که آنجا اندران شهر خموشانی که من دارم
درآنجا آبها آیینه ماه درخشان نیست
شب نوروز سرتا پای آن دیگرچراغان نیست
درآنجا سفرهء نوروز را خالی ز نان یابي
کجا ازهفت سین وسبزه وسنبل نشان
دگراندرگلستانش گل وسبزه نمی روید
دگرابرنوازشگر گلابش را نمی شوید
درآنجا روز وشب هرسوتگرگ مرگ می بارد
درآنجا دست خون آلوده ، تخم درد می کارد
بگو من ازکدامین لطف نوروزی غزل خوانم
درآنجا مرمر دست نکو رویان، دگرعمریست
که بادف درشتهء پیوند بگسسته
نیابی دُختران رامست پاکوبی شب نوروز
وهرسالی که می آید،
توگویی خامهء نوروز ،
کتاب ناتمام سرنوشتش را همی گیرد
وباب تازه ای ازکُشت وخون رامی کند آغاز
دیگر بوی اقاقی سرخوش ومستش نمی سازد
که هرسو بوی خون وبوی باروت است،‌
مرا بگذار تا مانند جُغد خسته ازپرواز
براین شام سیاه مردم خود شعرغم خوانم
ولی خود درشب نوروز
کنارهء سفر رنگین نوروزی
به یاد ما ورنج ما یکی دست دعا بردار
وآن سوزی با قطره اشکی بهم آمیز
مگر اشک توخواهر دردل دیوانگان من
تنوردشمنی وکینه را خاموش گرداند
ویک دریا صفا ودوستی را ارمغال آرد
که اندرخانه های ما دیگر باره عمو نوروز
نوای عشق وشادی را کند آغاز>
سرود ازمن مه خواه خواهر،
تواشکی باصفای مادرانه ارمغانم کن
که دیگرچشمهء اشک زنان درشهرمن هیهات
شده عمری که خشکیده شده عمری که خشکیده
واین آتش که باغ وراغ من درآن همی سوزد
زآبی غیراشک مادرانم هرگز نمی  میرد
تواشکی باصفای مادرانه ارمغانم کن
همین یک چیز ودیگرهیچ
من نا آشنا باعید وبا نو روز
شب عید ترا خواهر مبارکباد می گویم .
۲/۳/۹۳
 
فصل قفس
نیست من را بعدازین ذوق فغان اندرقفس
می دهم با نا امید نقد جان اندرقفس
بال وپر ازبس زدم نیروی پروازم نماند
ناتوانی خود مراشد پاسبان اندرقفس
آسماني بی کرانم بود وماهی عشوه گر
من چه دارم تاکنم سرداستان اندرقفس
نوبهارش زخمه برتاردلم هرگزنزد
نیست گویی فصل دیگرجزخزان اندرقفس
ازدل  زاهد مجو بیهوده عشق ودوستی
گررسد دستش بگیرد کهکشان اندرقفس
آدمیت سینه چاک افتاده ازنامردمی
وزقفس سازان بُود یکسرجهان اندرقفس
اخترامید را ارآسمان دل ربود
دربهایش داد من را آشیان اندرقفس
است غربت بهرما زندان وکشور قتلگه
عالمی را کرده این  دیوانگان اندرقفس
نیست درگلزار آزادی مقامی شیخ را
می گشاید ازریاکاری دُکان اندرقفس
کاروانت خواب ومنزل دور ودشمن درکمین
می کُشد آخر ترا خواب گران اندرقفس
باغ زآزادی شود شاداب وگل ها رنگ رنگ
وای برحال چمن پروردگان اندرقفس
ملتی سرمایه اندوز ازتلاش وشوروشوق
می کشاند آسمان را بی گمان اندرقفس
دست صیاد ستمگستر به خون افگنده ست
عندلیب بینوا را آرمان  اندرقفس
بیش ازین مپسند یارب بلبل آزاده را
این چنین پامال بیداد خسان اندرقفس
شب ۶ جون  ۹۳
 
 
 
به زنم بخاطر آغاز سال سی ام
ازدواج مان
شب ۲۹ جولای ۹۳
------------------------------------------
شٔکر برجان من افگنده  پنجه
نموده روزگارانم شکنجه
چنان از زندگی بیزارم امروز
قدم فردا کند  گرمرگ  رنجه
***
خم ابرو نبیند برجبینم
که زهر زندگی شد انگبینم
هوای اوج دارد  روح لیکن
کشاند آرزو سوی  زمینم
***
همی خواهم که پیش از مرگ باری
چو از لانه بدرمانده هزاری
زنم درگلشن ویران خود سر
که هجران  دردلم بشکسته خاری
***
هوای بلخ وکابل دارم امشب
که درتالاب خون گُل دارم امشب
نمی آید ازین گلشن نوایش
غم بیچاره  بلبل دارم امشب
***
چه افتاده براین دیوانه مردم ؟
نوای جغد جنگ آن سان بلند است
که مرغ عشق واماند ازترنم
***
چرا آخر ریاکاری و نیرنگ
پی تسخیر شهرم کرده آهنگ
صفا ویکدلي ومهر والفت
عجب پامال نفرت گشته وجنگ
***
 دل من آرزو دارد  که مردم
دمی فارغ ز درد ومرگ گردند
نمی  خواهم دگر کز نکبت جنگ
چنین بیچاره و بی برگ گردند
***
طنین خنده های کودکانه
شود درکشور من جاویدانه
للوی مادران درگوش فرزند
بخواند باهنرمندی  ترانه
***
که این جا کشور آزادگانست
درآن آسوده حالی  جاویدانست
نه تبعیض است ونی نفرت نه باروت
گل باغ جهان  افغانستان است
***
وطن چون شاد بود ومردم آرام
نمی ترسم زمرگ نا به هنگام
دل آسوده می خوابم که این قوم
شراب دوستکامی  کرده درجام
***
 به زیر آسمان صاف کشور
عروس خویش چون مادر ببینم
شکرگردد به کامم تلخی مرگ
 درختم را چو برگ وبر ببینم
***‌
صدای جان مادر گفتن او
 طنین افگن شود گوشم نوازد
گل بوسه بکارم برجبینش
 دگرغم خسته ام هرگز نسازد
***
جوان  دیوانه فرزند عزیزم
به کام دل بیابد همسر خوب
شب و روزش  شود صبح بهاران
زبرق چهرهء دلدار و محبوب
 ***
مرا با زندگی  کار دیگر نیست
نشینم مرگ  را خود دیده  بر راه
سری بردامن دلبر گذارم
 که بوده مونس  من گاه وبیگاه
***
بنام ارمغان  جاویدانی
کنم بر روی خود  احساس  اشکی
فرو افتاده  ازچشمان همسر
نه اشکی  بلکه مروارید رشکی
 
چراغ عمرمن خاموش گردد
بگیرد ازپروبالم  فلک  دام
شود حیران مرا هرکس چوبیند
تبسم برلبی درخواب آرام .
                             برمنگهم 
 
هو، نګارګرصاحب په هغه ورځ ترتیرمازدیګرپورې را سره و، خوداسې ښکاریده چې دایی په پیښورکې وروستۍ ورځ وه، سبا لندن ته روان و، نن یې له موږسره دلته وروستۍ ناسته وه ځکه یې په افسوس سره وویل: «آی کاش چې زه پوهیدای ستادفتردجرګواومرکوټولنځای دی، زه به هره ورځ دلته راتلم ... خیردی هغه زموږد خلکومنلي خبره ده چې  یار زنده صحبت باقي...  »  له هغې ورځې وروسته مې بیا له نګارسره اړیکه د لیک اوتلیفون پراوږو پیټی شوه، څوځلې یې راته وویل چې هندوستان ته درځم، سرهند ته به مې بیایی اودامیرخسرو پرمزاربه مې میلمه کوې، خودده دا هیله پوره نه شوه، اونن یی په ویرساندې وایواوداده نن موهغه دپوهې اوعلم یوه اوچته مهترلامیکه روحاني اود انساني مینې مصطربه هنګامه په پردې وطن کې له لاسه ورکړه. ارواح یي ښاده !
 
داهم د ارواښاد نګارګریوپښتولیک اویوشعري ژباړه  :
     محترم رشید صاحب ۱
سلام، ګوره چه دځان تیرولوپه چم ښه پوهیږې، ماکله درته ویلی و،چه زه دشکرې له لاسه مرم اوکه زه ومرم، هم دمولانا مُریدیم اومرګ نه ویره نه لرم، ځکه چې دمولانا په نظرمرګ دانسان اصلي زیږیدنه ده. مادرڅخه پوښتنه کړې وه چه ناروغ صاحب ته ژر ژر ځطونه لیږې، دادښځې له ډاره ده که دناروغ څخه پوښتنه په ځان فرض ګڼې، که ستا خطونه دښځې له ډاره نه وي، نوزه خوهم ناروغ یم بیا ماته ولې خطونه نه لیږې ، په هرصورت ستا دلیک نه مننه  دکابل دوضعی  په باب ستاټول داستانونه زما خوښ شول اوټول مې په شوق اوژړا ولوستل، که نورشیان دې هم لیکلي وي، ماته حتمآ ولیږه. خپله مجله دې راته راولیږه چه وګورم زه څه ورسره کولای شم، خوددې له پاره چه همدا اوس ستا غږ د ښځو په خبره تش لاس لاړنه شي، دغه لنډ شعردرته لیږم چه په دې وروستیووختوکې ما دانګریز
شاعر( C.Day Lewis 1904- 1972 ) له اشعاروڅخه په دری شعراړولی دی  نوواخله :
شاعران جنګ کجا استند ؟
نمی بینی توآنان را، که ازنابخردی یا حرص،
همه قانون وبازار ودیانت را،
اسیرخویش می کردند وما را نیزمی گفتند:‌
که اندر راه آزادی زجان خیزیم.
***
ولیکن منطق ایام ما، هیهات !
ندارد سوژه برجاویدانی شعروما اینګ،
همه رویا پرستان مقیم وادیی انصاف،
دریغاپاسداربد زترس بدترش گشتیم.
سي . دی لیویس
مترجم به شعر دری
نگارگر
گورې چه دا زموږ دټولنې له منطق سره هم سمون لري موږهم تل دبترله ویره ده چه د بد ملاتړکوو.
نورنوصحت دې غواړم  دخدای پامان
 
ستا نگارگر
کاروان صاحب، پاڅون صاحب، ملګري صاحب، دعاګوی صاحب، باجوړی صاحب، صمدی صاحب اونوروته زما سلامونه ورسوه.