د ځوان  لیکوال احمدي په ویر کې؛    ...  ښایسته هلکه سلام مې وایـــــــه !؟

په هغه شپه نارامه وم، ځکه پرون مزمل راته لیکلي ول چې:
ـ دخدای په پاراوهیله شپې ورځې سبا کوو، جګړه ورځ په ورځ خپله توره لمن دغزني دښار پرلورله هرې خوا را غزوي ...
 
زما زړه تراوسه پورې له غزني نه شکیږي، نه راټولیږي، ترډیروپورې مې غزنی، رشیدان ، اندړ قره باغ ، ګیرو، ګیلان د ذهن پرشیشه باندې ولاړل راغلل، هغه دماشومتوب خوږې ورځې، هغه د سردې بنداومرسلې پرشاوخوا باندې د زاڼوکتارونه، دمهمان د سندرغاړواړواوسلطان خوږې سندرې :
 سیل دی سیل دکوتروسیل دی – په هوا ولاړې
ښایسته هلکه سلام مې وایه ....
اویاهم د قره باغ دښکلو شانداره سندره :
د قره باغ دنجونو څه عجب جمال دی
ګل په قره باغ دی جانانه ...
 
په همدغه سوچ کې وم چې دمزمل دفیس بک په پاڼه یوجوړه عکس را وبریښیده چې ورسره لیکلی یی ول :
ـ احمدی ناروغه دی ... دعا ...
 
ما ته په ذهن کې را تیره شوه چې ده خوله کومې  خارجي رادیوسره کارکاوه، خو وروسته را یاده شوه چې زما ذهن دده پرځای د کوم بل چا نوم را انځورکړی واودده په اړه یې تیرایستلي وم... 
 
دنصیرپه ناروغي خواشینی شوم، یویونیم کال دمخه یې په یوه لنډه ایمل کې راته لیکلي ول :
ـ استاده سلام ...  ،کیسې دې لولم... پرجالبه کرشه روان یې ... پوهیږم چې سپي ددې پرځای چې درچه خوشاله شي خپه کیژي...
 
زرمې په ځواب کې ورته ولیکل :
تاسې دې هم خدای راته وساتي، دپیراو فقیر لاره  اوچاره  یی ستا ... دسپوهغه یې زما ... توکل پرخدای ...
راته یې ولیکل :
ـ ها ها ها ها ...  خدای موراته ژوندی لره ...
نصیرپه قره باغ کې زیږیدلی و، په هغه قره باع کې چې دغزني ښکلا یادیږي، هغه ښکلې سیمه چې هلته دهرچا په خوله اوزړه باندې شپه اوورځ ددغې سندرې انګازه لکه لمرخپلې وړانګي غوړوي :
 
دقره باغ دنجونوڅه عجب جمال دی ...
ګل په قره باغ دی جانانه ...
 
هماغه قره باغ چې څوکاله دمخه، کله چې ما او سفیرابدالي په ډیلي کې پسرلي تابوت ته د درناوي سرټیت کړ، هغه را نه وپوښتل :
- پسرلی صاحب دکوم ځای و ؟
- دغزني ، دقره باغ .... زما وطندار...  دقره باع نوم دې اوریدلی ،
- دقره باغ نوم نوچا نه دی اوریدلی ...  د قره باغ دنجونو...
 
هو، نن سهارمې لاسم دموبابل هندارې ته نه وو کتلي چې دناولونودځوان لیکوال نصیرنوم مي ژوندی مخې ته راوپړکید داسې چې ګواکي هغه نوردمرګې دکیسې پرکرښه پریوې بلې سوژې اوکیسې پسې چې تللي یې کله هم نه دي راستانه شوی له موږه تللی دی،ودردیدم، ولړزیدم اوبیا غزنی را یادشو، پرتم را یادشو، قره باغ مې سترګواوذهن ته په یوه شان اویوه ډول دغم خیمې وغوړولې، اوجرآت مې ونه کړچې دقره باغ سندره مې په دغه شیبه کې ذهن اوضمیرزمزمه کړي ، یوازې لکه چې بیا یوڅوک پوښتنه راڅخه کوي:
 
ـ داځوان څوک و ؟
ـ دپښتوناولونوخوان لیکوال:
ـ داځوانمرګ ځوان دکوم ځای و ؟
 ـ دغزني ، دقره باغ ... زما وطندار ...  دقره باغ باغ نوم دې کله اوریدلي ؟
خو فکرته مې راغله چې ګواکي هغه په ځواب کې په الهامي شرنګ سره راته وایي :
-  نه ، نه مې دی اوریدلي ... نه غواړم وایې ورم ... ځکه چې له هغه ځایه اوس دنجونودجمال پرځای دځوانانودمرګونواوجنازوجمالونه دتورو خاورو پرلورځي اوځي ... 
 
اونصیرهم په ډیره ځوانۍ کې له همدغه کاروان سره یوشو...
دمیزڅنګ ته مې ډډه ولګوله ، بیا یې هغوڅوکرښوزما پرذهن باندې سیورې راواچاوه ، راویې غوړاوه او...
ـ استاده سلام ...  ،کیسې دې لولم... پرجالبه کرشه روان یې ... پوهیږم چې سپي ددې پرځای چې درچه خوشاله شي خپه کیژي...
 
زرمې په ځواب کې ورته ولیکل :
تاسې دې هم خدای راته وساتي، دپیراو فقیر لاره  اوچاره  یی ستا ... دسپوهغه یې زما ... توکل پرخدای ...
راته یې ولیکل :
ـ ها ها ها ها ...  خدای موراته ژوندی لره ...
 
دکړکۍ پرده مې پورته کړه، تیاره وه ، سخت تیاره وه ، د رڼایۍ هسې څرک هم نه و، نه ښکاریده ...هرڅه مړه وو ، هیلې مړې وې، ستورې مړه ول اونصیرهم نورپه همدغه تورتورتم کې له موږه تللي و...
 
بیرته مې پرده کش کړه...  سرمې دمیزپرسرکیښود، بیاغزني را یادشو... دغزني کیسې اویادونه مې یویوترذهن تیراوبیرشول... څوچې د اړو اوسلطودسندرې وروستاړي مې ذهن ته اوږه ورکړه ، له درد اودوک ، له بیوسۍ اوپردیسۍ سره مې ستړې اروا په نصیرپسې چغه کړه :
 
ـ     سیل دی سیل دکوتروسیل دی – په هوا ولاړې
ښایسته هلکه سلام مې وایه ....