ادراکي ارواپوهنه

     ارواپوهنه د ذهن مطالعه ده.  په ساده اصطلاحاتو کې، د "ادراک" کلمه فکر کولو ته اشاره کوي. نو, څه شی د ادراکي ارواپوهنه یوه ځانګړې ساحه جوړوي؟  د ښه پوهیدو لپاره ، تاسو ممکن ځینې مثالونو ته اړتیا ولرئ, کوم چې ادراکي ارواپوهان یې مطالعه کوي. د ښه پوهاوي لپاره موږ یوه ښه تعریف او د دې ساحې د ځينو مهمو ګټو تشریح ته ضرورت لرو.
 
 ادراکي ارواپوهنه
      د ادراکي ارواپوهنې تعریف په ساده دی.  ادراکي ارواپوهنه د ارواپوهنې د یوې څانګې په توګه تعریف شوې, چې د ذهني پروسو مطالعې ته وقف شوې ده.  شاید درک کول او تفکر دومره آسانه نه وي, دلته د رواني پروسې څو ډوله ډولونه شتون لري, چې خلک یې د پایلو او پریکړو کولو لپاره په خپلو ځانګړو لارو کاروي.  په دې توګه، ادراکي ارواپوهنه د مضامینو خورا پراخه لړۍ پوښي.
 
 د ادراکي ارواپوهنې بېلګې
       ادراکي ارواپوهان د انسانانو رواني پروسې مطالعه کوي. نو دا رواني پروسې څه دي؟ دوی ډير څه په خپله ساحه کې رانغاړي:
فکر کول, استدلال, قضاوت, ذهني تصور, د نمبرونو یادونه, درک, ذخیره پېژندنه, تخليق رامنځته کول, پرېکړه کول, د ستونزو لپاره حل لار پيدا کول, انتخاب, د میټا درک " د خپل فکر په اړه فکر کول" دا ټول رواني پروسې دي, چې ادراکي ارواپوهنه یې په ځان کې رانغاړي.
 
       د ادراکي ارواپوهنې په هکله یو مهم څيز چې باید په یاد یې ولرو, هغه دا چې دا یوازې د هغه افکارو په اړه نه ده,, چې تاسې یې لری. بلکې د دې افکارو اغېزې چې ستاسې په چلند یې کوي هم شاملې دي. ادراک یا د فکر پروسې هغه څه دي, چې تاسو سره ستاسو د حواسو سره د یو څه د درک کولو او په غبرګون کې د ظاهري چلند تر مینځ پیښیږي او یا د حسي محرک پرته پیښ کیدی شي.
 
        د حسي محرکاتو یوه بیلګه, چې د رواني پروسې له لارې چلند ته لاره هواروي. که تاسو د ژمي په سړو ورځو کې د باندې راووځﺉ, نو تاسې به په خپل مخ د ساړه باد احساس وکړئ.  تاسو بیرته دننه کېږی او یا کوټ او تودې جامې اغوندی.  د یخنۍ دې احساس او د کوټ یا تودو جامو د اغوستو تر منځ یوه فکري پروسه منځته راځي.  شاید تاسو فکر کوئ, چې تاسو به ډیر هوسا اوسئ, که تاسو یو څه سم کړئ. شاید تاسو پوهیږئ, چې تاسو د ستوني درد سره مخ یاست او فکر کوی, چې څادر به تاسو د ناروغ کیدو څخه ساتي.  هر هغه څه, چې دا فکر دی، تاسو ته اجازه درکوي, چې خپل چلند بدل کړي.
 
د ادراکي ارواپوهنې تاریخچه
       خلک د هغو لارو په اړه فکر کوي, چې فکر یې د زرګونو کلونو لپاره په چلند اغیزه کوي.  د پخوانیو یونانیانو په لیکنو کې، د فکر کولو په اړه ډیری بحثونه شتون لري.  د ارواپوهنې د ساحې په توګه، ادراکي ارواپوهنه د مطالعې خورا عصري څانګه ده. په  (۱۸۰۰s ) کې، پاول بروکا د دماغ هغه برخه کشف کړه, چیرې چې ژبه تولیدیږي، او کارل ورنک د دماغ هغه برخه کشف کړه, چیرې چې ژبه درک کیږي.  په ساینسي ډګر کې د فکر د دې معرفي کولو سره، ادراکي ارواپوهنه د ساینسي مطالعې نوې بڼه احساس کړه. له (۱۹۲۰s )  څخه تر ( ۱۹۵۰s) پورې، بهویرېزم د ارواپوهنې اصلي تیوري وه.  په هرصورت، ډیری فکتورونو د فکر مطالعه په زیاتېدو سره مهمه کړې.  لومړی، سرتیري باید د نوي جنګ د ټیکنالوژۍ کارولو لپاره وروزل شي, کوم چې د دوهمې نړېوالې شخړې وروسته راغلل.  وروسته, کمپیوټر ساینس د انساني تفکر او کمپیوټري دندو ترمنځ پرتله شو.
       په آخر کې، کله چې نام چامسکي د چلند په اړه انتقاد وکړ، هغه د ادراکي ارواپوهنې وړاندیز وکړ, چې د ذهن مطالعې ته د رسیدو لپاره غوره لاره ده. ارون بیک، چې اوس د ادراکي ارواپوهنې پلار ګڼل کیږي، د مطالعې په دې څانګه کې په پراخه کچه لیکنې کړې دي.  له هغه ځایه يې وده کړې، د څېړنې ټول څیړنیز مرکزونه دې ادراکي ارواپوهنې مطالعاتو ته ځانګړي شوي.
 
احساس
       درک او احساس ترمنځ توپیر په ښکاره ډول د هغه څه په اړه بنسټیز دی, چې ذهن یې کوي. احساسات ستونزې وړاندې کوي او د اړتیاوو استازیتوب کوي.  دوی د کار دې ترسره کولو لپاره په ذهن کې غوښتنې څرګندوي. احساسات موږ ته خبر راکوي, چې یو څه ناڅاپي واقع کیږي. کله چې زه دا خبره کوم, چې احساسات د کار دې ترسره کولو لپاره په ذهن کې د غوښتنو استازیتوب کوي. زما مطلب دا دی, چې دوی د فکر یا درک کولو دې غوښتنې استازیتوب کوي او د ذهن کار فکر کول دي. فکرونه یا ادراک د احساساتو سره د معاملو لارې دي. په لومړني او معیاري حالت کې، احساسات لومړني راځي.  فکرونه يا درک د احساساتو سره د معاملې لارې دي, د احساساتو څخه د وتلو لارې: هغه لارې چې د احساساتو تر شا اړتیاوې پوره کوي.
 
درک
        احساسات لومړی په دواړو هم په طبقه بندۍ او هم د واقع کېدو په ترتیب کې راځي. یو کوچنی نوی زیږیدلی ماشوم هېڅ د خبرو کولو لپاره فکر یا درک نه لری, چې دا د احساساتو یو کوچنی بنډل دی.  فکر کول د زده کړې څخه ترلاسه کیږي او دا له تجربې څخه تر لاسه کېدای شي.
 
 د فکر یا درک کولو پروسه یا برخه بیا په هغه موادو کار کوي, چې موږ ترلاسه کړي دي. له هغو حل لارو نه چې موږ تجربه کړي دي. دا چې څنګه زموږ اړتیاوې په نړۍ کې پوره کیدی شي.  دا حل لارې، البته په پیل کې د کارګیور لخوا چمتو شوي. له همدې امله مور او پلار مهم دی. په دې اساس، فکر په تدریجي ډول وده کوي او موږ ته دا درس راکوي, چې څنګه خپل احساسات اداره کړو - څنګه هغه ستونزې حل کړو, چې احساسات یې استازیتوب کوي.
 
 فکر یا ادراک داخلي تجربې دي
        موږ باید په یاد ولرو, چې فکرونه زموږ د احساساتو دې نړۍ د تجربو داخلي نسخه ده.  ټول فکرونه، لکه څنګه چې د احساساتو سره څرګند توپیر لري. نو د ادراک بڼه لري, چې د حسي تصوراتو څخه اخیستل کیږي. دا په کلمو کې د فکر کولو لپاره هم پلي کیږي. دا زموږ د احساساتو دې نړۍ د تجربې داخلي کول دي.  هغه څه, چې فرویډ یې د "حقیقت اصول" بولي.
 
 د فکر یا درک استعمال په دې معنی، چې په واقعیت ولاړ دی.  دا یو حقیقي او واقعي ځای دی, په کوم کې چې موږ کولی شو کار وکړو. زموږ د ذهنونو دې خوندیتوب لپاره باید څه وکړو, چې د واقعیت سره اړیکه پيدا کړو. مخکې موږ معمولاً حل لارې پيدا کوو.  په لنډه توګه: فکرونه یا درک د احساس او عمل تر مینځ مداخله کوي.
 
 فکر او عمل کول
        په نړۍ کې د فکر او عمل تر منځ هم یوه مهمه اړیکه شتون لري. د دې تکرار یوه پایله دا ده, چې موږ کولی شو په نړۍ کې زموږ په کارونو کې د ځانګړو شرایطو او د ځینې ځایونو مخنیوی وکړو. د بیلګې په توګه: د بې خوبی لوړ حدونه,  دوی زموږ احساس یو څه ناخوښه او ځوروونکی کوي. لکه په دې حالت کې ویره: "زه نه شم کولای.  هلته لاړ شم, ځکه زه پوهیږم, چې که زه هلته لاړ شم، زه به د ویرې احساس وکړم.
 
       دا هغه څه دي, چې فکر یې تر سره کوي. دا لارښوونه کوي, چې تاسو څه کوئ او یا یې نه کوئ, د احساساتو سره په اړیکه کې, کوم چې د واقعي او حقیقي کړنو څخه رامنځته
کیږي.  دا یو له هغو لارو څخه دی, چې یو څوک ممکن وده وکړي.
لنډيز
      ادراکي ارواپوهنه د ارواپوهنې یوه مهمه برخه ده, چې د انسان ټولې رواني پروسې تر مطالعې لاندې نیسي. دا پروسې په اصل کې ټول هغه فکرونه دي, چې انسان یې د یو څه په اړه کوي. په چلند باندې د دغو فکرونو اغېزې هم په ادراکي ارواپوهنه پورې اړه لري, د بلګې په ډول خپګان دی. کله چې مو یو څه د لاسه ورکړي وي, نو دا فکر کول, چې څنګه کولای شو بېرته یې لاس ته راوړو. دا فکر زموږ په چلند باندې زیاته اغېزه لري, چې دا هر څه په ادراکي ارواپوهنه پورې اړه لري. فکر یا درک له احساس سره یو څرګند توپير لري. فکر یا درک او احساس دواړه د سيکې دوه اړخونه دي, چې د یو او بل لپاره ضروري دي.
 
ماخذونه

1- Anderson, John. Psychology and Its Implications. Worth publisher.
2- J. Sternberg, Robert, Sternberg, Karin & Mio, Scott. Cognitive Psychology, Sixth Edition.