له هغې ورځې چې نړۍ کې سړه جګړه پای ته ورسېده؛ دوه قطبي نړۍ په يو قطبي بدله او امريکا په کې د نړۍ زبرځواک يا هجمون شو، له هغه ورځې راهيسې امريکا په نړۍ کې داسې يوازې د خپلو ګټو دوه مخي سياستونه پيل کړل، چې د ټولې نړۍ په تاريخ کې به هېڅ زبرځواک او د نړۍ ستر هېواد نه وي کړي. د نړۍ په تېر تاريخ کې ظلم شوی او که انسان پالنه، خو په څرګنده او ښکاره شوي؛ امريکا بيا ټولې د ظلم، يرغل، تېري، اشغال، انسان وژنې او خپلو ګټو لوبې د انسان پالنې، بشر دوستۍ، انساني حقونو او ازادۍ په نوم کوي.
تر شا يې چې هره لوبه وه، خو امريکا په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر د مياشتې يوولسمې پېښه بهانه کړه او پر افغانستان يې يرغل وکړ؛ په تېرو شلو کالونو کې يې د طالب په نوم او ترهګرۍ سره د مبارزې جګړې تر عنوان لاندې افغانستان کې هغه څه وکړل چې زړه يې غوښتل. د وسلو له ازموينې نېولې، بيا د افغانانو پر کورنو د بمبار، پر سپيانو د افغان ميرمنو او ماشومانو داړل، چپې وهل، په کورنيو سياستونو کې پراخه لاس وهنې او د خپل کلتور او مذهب رايجولو ته په نيغ او نه - نيغ ډول هڅې.
امريکا ته، له شل کلنې جګړې او يرغل وروسته فکر دا ورغی، چې اوس مهال سيمه کې چين او روسيه هم غښتلي هېوادونه دي او هغه ګټې يې چې په افغانستان کې شل کاله وړاندې د جګړې له لارې ښې خوندي کولی شوې اوس ورته ګران ـ بيه تماميږي او پر ځای بايد له نورو لارو خپل شیطاني سياستونه پلي کړي.
طالبانو سره يې په ۲۰۲۰ز کال کې د دوحې تړون لاسليک کړ او دې سره يې د خپلې شرمناکې ماتې يوه پرده وکړه او په سوله ييز ډول يې له افغانستان د وتلو بهير پيل کړ. د امريکا راتګ هم افغانانو ته په وينو ککړ وو او وتل يې هم د افغانانو د مرګ او ژوبلې زېږنده شوه؛ په هوايي ډګر کې پر ولسي افغانانو چاودنې، له الوتکو د افغانانو لوېدل، هغه څه دي چې د امريکا تګ افغانانو ته په ياد پرېښودل.
له وتلو وروسته هم افغانان د امريکا د شيطاني سياست له غمه خلاص نه شول. له جګړې ستړو افغانانو د طالبانو هرکلی وکړ او شکر يې وياست چې له تېر مفسد حکومت او د امريکا له يرغل يې مټې سپکې شوې، خو اوونۍ او مياشتې نه وې تېرې شوې، چې بحرونه اېخوا د امريکا بې رحمه سياستونو بيا ورته په ستوني پښه کېښوده.
امريکا دا درک کړې وه، چې چين، روسيه او د سيمې نور هېوادونه يې په شيطاني سياستونو پوه شوي دي، اوس يې پر وړاندې د درېدو او مزاحمت جوړنې وړتياوې پيدا کړې او پوځي برخه کې يې د هغه کړنو مخه نيسي چې د دوی پرته يوازې د امريکا ګټې په کې خوندي وي. امريکا له دې ويرې چې چين، روسيه او ايران افغانستان کې ژور اغېز پيدا نه کړي، د طالبانو دنوي حکومت ته يې خڼدونه راپورته کړل؛ کورنی او نړيوال مشروعيت، د افغانستان بانک نېږدې لس مېليیارده ډالرو پانګې کنګول، د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې د طاـلبا مشرانو د نومونو همداسې ساتل، د ټول ګډ او ټول شموله حکومت خبرې د امريکايي فشارونه دي چې له لارې يې په افغانستان کې د رژيم داسې بنسټ په لټه کې ده، چې روسيه او چين په کې څنډې او امريکا په کې د هستې برخه اوسي.
امريکا ته به دا ساده ښکاري، چې د افغانستان د نوي حکومت د نړيوال مشروعيت مخه يې نېولې ده او پيسې يې کنګل کړې دي، خو دغه دوه چارو د ۴۰ مېلېونه افغانانو ژوند په دې نړۍ ورته جهنم کړی دی. امريکا دې ته منتظره ده، چې طالبان اړ کړي او داسې معاملې پرې وکړي چې خپلې ګټې يې تر اوږد وخت پورې افغانستان کې خوندي شي.
د امريکا بنديزونه سبب شوي دي، چې د افغانستان بانکي سېسټم فلج شي، د بانکي سېسټم په خرابېدو سره د افغانۍ ارزښت را ټېټ شوی دی، د افغانۍ لوېدنه سبب شوې ده چې بازار کې د توکو بيې لوړې شي، د بيو په لوړېدو سره خلک دا توان نه لري چې لومړني توکي راونېسي او دا ټول په لويه کې سبب شول، چې تر ۹۰ سلنه افغانان خوراکي توکو ته لاس رسی ونه لري او ګڼ يې نور د مرګ تر پولې رسولي دي.
د امريکا بنديزونه سبب شوي دي، چې طاـلبان د يو ښه حکومت جوړولو پر ځای پر نورو چارو چې رسميت پېژندنه او د کنګل شويو پيسو خلاصول دي، بوخت شي. دغه چارې په افغانستان کې بېکاري اوج ته رسولې ده؛ له يوې خوا هېوادونو سره د افغانستان سوداګري درېدلې، له بلې خوا خلک بيکاره، په کار کې شته خلک عوايد او معاشونه نه لري او چې پيسې ور سره دي د پيسو ارزښت ټيټ شوی او نه شي کولی خپلې لومړنۍ اړتياوې پرې پوره وکړي.
د امريکا سپينه ماڼۍ وايي چې کنګل شوي پيسې بېلا بېل اړخونه لري، دعوې پرې شتون لري؛ د رسميت پېژندلو موضوع ترڅنګ په ۲۰۰۱ کال سپتمبر مياشت پېښه کې چې کوم امريکايان وژل شوي، د هغوی کورنۍ يې هم دعوه لري. د سپټمبر ۱۱مه پېښه کې د امريکا په خوله چې شااوخوا درې زره کسان ووژل شول، هغه وخت کې امريکا د سپټمبر يوولسمې ستر غچ له افغانانو واخېست، د دوی درې زره کسان وژل شوي وو، خو افغانستان کې په تېرو شلو کالونو کې يې د حکومتي، طالب او ولسي وګړو په شمول تر دوه لکه ډېر افغانان ووژل؛ دا دې امريکا بشر دوستي او همدا يې انساني او بشري حقوق دي، د هر امريکايي پر سر بايد نېږدې ۶۷ افغانان ووژل شي. له يادې پېښې شل کاله وروسته هم، امريکا ته د انسان وينه توپيري ده، امريکايی وګړی ورته له افغان انسان ډېر لوړ دی. دلته دې خلک له لوږې خپل اولادونه خرڅوي، دلته دې خلک د وجود غړي خرڅوي، دلته دې خلک له لوږې مري، خو امريکا به د افغانستان د خلکو پيسې شل کاله پخوا د خپلو وژل شويو کورنيو غړو ته ورکوي.
د امريکا سياست د شیطانۍ دی، معاملو ته منتظره ده، معاملې هم د فشارونو له لارې کوي، افغانستان کې د چين او روسيې د دننه کېدو مخه نيسي، ځان ته داسې سياسي چوکاټ په لټه کې ده، چې افغانستان کې يې ګټې خوندي اوسي. امريکا نه د افغان ښځو په فکر کې ده او نه هم د نجونو د زده کړو، نه بشري حقوق ورته مهم دی او نه هم ټول شموله حکومت؛ د امريکا لومړۍ او وروستۍ هڅه افغانستان کې د خپلو ګټو ساتل دي او هغه ګټې چې نامشروع او د ټولو نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې دي.
هغوی چې تر نن هم په دې باور دي چې امريکا بشر پالنه کوي او د بشري حقونو ملاتړې ده، دا پوښتنه دې له ځان وکړي، چې پر افغانانو راغلی اوسنی او شل کاله پخوا وضعيت د همدې امريکا له لاسه وو؛ آيا افغانان بشر نه دی او که د امريکا د بشر پالنې ادعا شیطاني سياست دی؟
وروستي