لوګر کې پر سلمانیو، موټرچلونکو او ځوانانو کتابونه ووېشل شول 

روهي، په لوګر کې د کتاب لوست فرهنګي ادارې غړو تېره ورځ دې ولایت کې د کتاب او مطالعې د فرهنګ د پیاوړتیا په موخه په ښار کې پلی مزل وکړ او دغه راز یې په یاد ولایت کې پر سلمانیو، ډرېورانو او ځوانانو کتابونه ووېشل.

 په لوګر کې د کتاب لوست ټولنې استازی محمد رسول کامران وایي: موخه مو دا ده چې په لوګر او نورو ولایتونو کې د کتاب لوستنې فرهنګ پیاوړی کړو او له همدې لارې خلک یووالي او یو بل منلو ته هڅوو، همدارنګه د دې ټولنې نورو غړو هم په خپلو خبرو کې ځوانان مطالعې ته وهڅول د افغانستان او افغان انسان د ژغورنې یواځینۍ لار یې کتاب او مطالعه یاد کړل او دوی ژمنه وکړه چې لا به هم په دې برخه کې خپل فعالیتونه جاري او ژوندي ساتي.

ښاغلی کامران زیاتوي، چې کتاب لوست فرهنګي ټولنه له تېرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، ماشومان زده کړو ته هڅونې او په بېلابېلو ټولنیزو برخو کې هېوادوالو او په ځانګړي ډول ماشومانو ته عامه پوهاوی ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د مطالعې او کتاب لوست سره د ځوانانو مینه بې خونده شوې او د دې فرهنګ د بیا پیاوړتیا لپاره په لوګر او یو شمېر نورو ولایتونو کې ځوانان دا ډول فعالیتونه کوي، تر څو د مطالعې فرهنګ پیاوړی شي.