ناهیلي او د حل لارې چارې یې!

انسان په ټولنه کې ازاد پیدا شوی او پر همدې اساس هر انسان د دې په لټه کې دی، چې خپل ژوند خپلواک، خوښ او په خوند تېر کړي.

هر انسان په ژوند کې ډېرې هیلې لري، چې د ترلاسه کولو لپاره یې هڅې کوي، خو پر ځینو انسانانو بیا منفي افکار، چاپیریال او شرایط منفي اغېز کوي او له ژوند، هیلو، لنډ مهاله او اوږد مهاله اهدافو څخه یې ناهیلي کړي، چې په دې سره د ښه ژوند او مثبت فکر ساحه په خپل ځان را چاپېره کړې او ځان د ناهیلۍ په بې رحمه لمبو سوځي.

ناهیلي انسان له پرمختګ او د نوښتونو له کاروان څخه وروسته پاتې کوي؛ مثبت افکار ترې اخلي، په خپلو وړتیاوو انسان بې باوره کوي، له ژوند څخه یې زړه توروي او په ټوله کې د انسان په مغزو کې ځانته ځای جوړوي او مثبت افکار داسې خوري لکه اور چې لرګي سوځي.

له ناهیلۍ څخه د ژغورلو ډېرې لارې دي، چې انسان باید پرې مزل وکړي او ناهیلي او ورته نورې تیارې شاته پرېږدي؛ دې هدف ته هغه وخت موږ رسېدلای شو، چې له منفي افکارو، پوچ مغزه اشخاصو، ناسم چاپیریال او ورته نورو عواملو د ناهیلۍ څخه ځان وژغورو، ځان لپاره د ښو ملګرو او مناسب چاپیریال په لټه کې باید اوسو او دغه راز مطالعې ته مخه کړو، ځکه ښه ملګري او د کتابونو لوستل هغه څه دي نه تنها چې، موږ خپلو هیلو ته رسوي بلکې له منفي افکارو او ناهیلۍ څخه مو هم ژغوري، کتابونه د افکار په جوړښت او انسان ته د ښو افکارو په انتقال کې د پام وړ رول لري.

هغه کسان، چې ښه ملګري لري، اهداف لري، مطالعه کوي، سپورټ کوي او په ټوله کې د ښه او انساني ژوند په لټه کې وي هغوی هېڅکله هم نه ناهیلي کېږي بلکې ورځ تر بلې یې پر خپلو وړتیاوو او استعدادونو باور لا پسې زیاتېږي او په پایله کې ځان له ناهیلۍ څخه هم ژغوري او همدارنګه خپل اهداف په ښه او منظم شکل سره پر وخت ترلاسه کوي.
محمد رسول  کامران