ډاکټر ناکامورا؛ د وژنې دويمه کليزه يې

زوګړه او کورنی ژوند يې: ناکامورا د جاپان د کیوشو ټاپو په شمالي څنډه کې د فوکوکا پریفیکچر ښار فوکوکا کې زیږیدلی و. هغه خپل لومړنی ماشومتوب په واکاماتسو (د نن ورځې کیتاکیوشو کې) کې تیر کړ، چیرې  يې چې د هغه مور او پلار دواړه زیږیدلي او لوی شوي وو. د ناکامورا پلار د سوداګرۍ له ړنګیدو وروسته، د ناکامورا کورنۍ د فوکوکا ولایت څخه د کوګا ښار ته لاړه هلته نوموړي  له شپږ کلنۍ څخه تر پوهنتونه ژوند وکړ. تتسو   په ۱۹۷۳زکال کې کې د کیوشو پوهنتون د طب ښوونځي څخه فارغ شو. ډاکټر ناکامورا له ناوکو ناکامورا نومي جاپانۍ ميرمنې سره واده کړی وو. 

 د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د ناکامورا لومړۍ کاري تجربه په ۱۹۷۸ کال کې وه، کله چې هغه د پاکستان په لویدیځ کې د ترج میر  څوکي ته د ختلو لپاره د یوه کمپاین په ترڅ کې د فوکوکا د غره ختونکو د ټولنې د غره ختونکو ډلې لپاره د ډاکټر په توګه دنده ترسره کوله.  د پاکستان د ګرځندوی وزارت په غوښتنه، ناکامورا د يوې لرې پرتې غرنيزې  سيمې  سره نږدې اوسېدونکو ته، چې د پاکستان د پېښور ښار په شاوخوا کې موقعیت درلود، طبي خدمتونه وړاندې کړل. ناکامورا د نري رنځ او جذام د ډېرو ناروغانو درملنه کوله، چې هغه یې په سیمه کې يې  خوارځواکي او بې وزلي بلل کېده.  

د ۱۹۹۱ کال په پیل کې، ناکامورا د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د طبي خدماتو وړاندې کولو لپاره درې کلینیکونه پرانستل.  له هغه وروسته، هغه د خپل کار ساحه د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې پراخه کړه، او د افغانستان په ختیځ کې یې د کانالونو په جوړولو تمرکز وکړ.

د ۲۰۰۰ز کال کې، وچکالۍ افغانستان او پاکستان لېګدلې سيمې وځپلې. د ناکامورا په وينا چې د وچکالۍ له امله خوارځواکي او د اوبو د نشتوالي منځ ته راځي چې بيا  د ناروغیو د ډیریدو ستر لاملونه همدا خوراځواکي او وچکالي ده. ناکامورا د دې وضعیت په اړه وویل: "د اوبو لګولو یو کانال به د ۱۰۰ ډاکټرانو څخه ډیر ښه کار وکړي."  له ۲۰۰۳ راهیسې، ناکامورا د ننګرهار ولایت په خیوه ولسوالۍ (کوز کونړ) کې د مرورید کانال په جوړولو پیل وکړ. دغه کانال د کونړ له سیند څخه اوبه ترلاسه کوي او ۲۵.۵ کیلومتره اوږدوالی لري. 

ناکامورا ننګرهار ولايت کې اته کانالونه جوړ او بیا ورغول، چې ۱۶۰۰۰ هکتاره ځمکې يې خړوبولې. نوموړي   د کونړ پر سیند  یوولس بندونه  جوړ کړل. هغه ويلي: "وسلې او ټانګونه ستونزې نه حل کوي، د کرنې رغونه د افغانستان د بیا رغونې بنسټ دی."

کله چې ناکامورا د کونړ سیند څخه د اوبو ویالو او نهرونو تیرول پیل کړل، له هماغه ورځې یې ځان د زمري خولې ته واچوو، نوموړي د ګمبري او خیوې ولسوالۍ زرګونه جریبه ځمکه خړوبه کړه، یادې دښتې د کر کیلې لپاره اماده شولې، دغه ډاکونه په حاصلخیزه ځمکو بدل او د خلکو داستفادې وړ وګرځېدل، نو دلته د اوبو سپمول (مهارول) پاکستان هېواد ته ستر زیان وو، چې په همدغه پلمه یې نوموړی له منځه یوړو، نو ویلي شوو د افغانستان اوبه هم د امنیت لپاره یو ګواښ دی.

د افغانستان او افغانانو په اړه د ناکامورا څو ويناوې:
- د افغانستان د اوبو بیه د اروپا او عربي هېوادونو د تیلو او سرو زرو له بیو سره برابره ده؛ 
- د افغانستان د اوبو سم مدیریت، وزګارتیا او ډېرې ناروغۍ پای ته رسولای شي، او پاکستان یو سمسور او ودان افغانستان نه غواړي؛ 
- افغان کارګروته: اته ساعته د پيسو لپاره خو يو ساعت د افغانستان لپاره کار کوئ؛ 
-د افغان په شان مېلمه پال او قدرمن خلک نړۍ کې نشته. 

ناکامورا د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۴ مه د افغانستان په جلال اباد ښار کې په یوه هدفي وژنه کې ووژل شو. برید کوونکو د هغه د ساتونکو او موټر چلوونکي په ګډون پنځه تنه نور هم ووژل. هغه مهال پولیسو وویل چې ناکامورا، په داسې حال کې چې د مسافرینو په مخکینۍ څوکۍ کې ناست و، له پورته څخه نږدې په پنځو ګوليو ویشتل شوی و. هغه وخت حکومت ويلي وو، چې د ناکامورا د وژنې په تړاو يې دوه کسان نېولي وو، خو بيا يې پته ونه لګېده. اوس مهال تازه د اسلامي امارت مرستيال وياند احمد الله وثيق رسنيو ته ويلي دي، چې د ډاکټر ناکامورا د وژنې قضيه به وڅېړي او وژنکي به يې ونېسي.