څنګه کولای شو چې خپلو نيکو اهدافو ته ورسیږو؟

د ښه، سوکاله او خواږۀ ژوند د تجربه کولو لپاره سر له سبا څخه کلکه اراده وکړئ او هڅه پيل کړئ.

بریالي انسانان تل خپل راتلونکي لپاره منظم پلان لري او ورته کار کوي. بریالیتوب یوازې د هغه چا دی، چې د لاسته راوړلو لپاره یې  په ورین تندي ثابت او ټینګ قدمونه اخلي او هېڅ وخت خپل مورال له لاسه ور نه کړی.

هغه لارښوني چې موږ کولاي شو چې خپلو نیکو اهدافو ته ورسیږو: 

١: په خپل جسم کنترول ولرئ!
ورزش، خواړه، د وزن کنترول، د بدن ظواهرو ته دقت، د سګرېټو او نسوارو پرېښودلو باندې کوشش وکړئ.

٢: په احساساتو کنترول ولرئ
غوسه، جنجال، چټي ډنګيدا، ګورم، نااميدي، بې بنسټه خوښۍ،غيبتونو او منفي فکرونو  څخه ځان لرې کول پيل کړئ.

٣: په مالي مسايلو کنټرول
د ګټې او خرچې ترمنځ تعادل وساتئ، هسې خوسې چټي پيسې مه بربادوئ، د ژوند په مالي امورو کې اقتصاد په پام کې ونيسئ.

٤: دا په یاد ولرئ
آرامتیا او خوښی باید په خپله په خپل وجود کې پیدا کړئ. 
بل چا ته په تمه مه اوسئ.

٥: تیر وخت بیرته نه راګرځي او نه یې بیا ځلې لیکلی شې، خو یو سپین پاک کاغذ راواخله او راتلوونکې دې په خپله خوښه ولیکه.

٦: ستاینه او نېوکه دواړه ومنئ.
ځکه چې ګل د ودې لپاره، لمر او باران دواړو تۀ اړتیا لري.

٧: سهار وختي د‌خپلو مشکلاتو او ستونزو په اړه فکر مه کوئ، څېړنې ښيي هغه کسان چې سهار په راپاڅېدلو يې يوه پنډه غمونه او اندېښنې تيارې سرته ايښي وي، د ورځې په اوږدو کې د ذهني فشار لاندې وي او په ټوله ورځ کې چندان د‌کار نه وي. 

٨: وخـــت مه ضایع کوي
هری ثانیه ته چمتو اوسه ځکه هره ثانیه غله ده او ستا د ژوند یو برخه تښتوی.
هر شخص دنیا ته ازاد راغلی، او د ازادۍ غوښتونکی دی، هر څوک د خپل ژوند لپاره ځانګړي پلانونه او طرحې لري، تاسې خپله یو مهم شخص یاې، هېڅکله د نورو په غوښتنه ژوند مه کوﺉ، ځکه په مرګ مو یوازې همدا تاسې مړ کېږﺉ، نه بل څوک، نو باید ژوند هم یوازې همدا ستاسې وي او تاسې پورې اړه ولري، نه بل چا پورې، خپل ژوند پخپله سم کړﺉ او په خپله خوښه ېې وکړﺉ.

هره هڅه او مبارزه د سپېڅلي نیت له مخې کوه، باوري یم د ژوند په هر ډګر کې به سرلوړی اوسي.

څوک چې غواړي ژوندی پاتې شي، نو باید مبارزه وکړي او څوک چې غواړي له مبارزې لاس واخلي، هغه هم په داسې یوه نړۍ کې، چې شتون یې له مبارزې سره تړلی دی، د ژوندي پاتې کېدلو حق نه لري.