ځيني وخت د افغانستان دننه شنونکي په دې اندېښنې ښيي چې د حکومت په بدلون سره يا هم په تېر حکومت کې له افغانستانه کدرونو کډه وکړه؛ ډېر پوهه او زده کړې لرونکي کسان له افغانستانه نورو او په ځانګړي، اروپايي هېوادونو ته کډه شول. دوی خپه دي چې افغانستان به قحط الرجال سره مخ شي او نور به داسې افغان نه وي چې په دولتي يا خصوصي سکتور کې هېواد لپاره کار وکړي. له افغانستانه چې تښتي دوی سره د هېواد داسې درد نشته چې هغوی يې مجبور کړي وي، بلکې د خپلې عيش - نوش ژوند لپاره او غربي ازادۍ څخه د خوند اخېستو لپاره هېواد پرېږدي. بهر ته تلونکي ډېری کسان د سر ويره نه لري او نه هم د افغانستان کومه ذره مينه ور سره ده؛ لومړی هڅه يې دا وي چې له ځان د افغان کلمه او د افغانستان تابيعت لري کړي، ځانونه امريکايي، جرمني، انګليسي او نور کړي، خو دلته ورته وير او ژړا کيږي، چې افغانستان د ژمنو بچيانو بې پلاره هېواد شو.
که په تېر حکومت کې وو او که اوس دي، په ګڼ شمېر کسان د ځان او کورنۍ په بي عزتۍ داسې دوسيې او کېسونه ځان ته جوړوي چې له افغانستان ووځي او بهر کې ورته پناه ورکړل شي. هلته په رسېدو سره لومړی د خپل ځان غم اخېستې وي، تابيعت اخلي او د معيشت ژوند جوړوي؛ چې لاړې يې يو څه تېرې شي، بيا نو هغه چارې پيل کړي، چې ده ته پناه ورکړې هېواد اصلي وګړي يې هم نه کوي.
هغوی چې په تېر شلو کالونو کې له افغانستانه تللي او يا هم په تېرو درېيو مياشتو کې يې هېواد پرېښود، له بهره يې لومړۍ دښمني افغانستان او د هېواد ملي ارزښتونو سره ده. په تېر نظام کې، دوی د حکومت تخريب وکړ؛ داسې مسايل يې مخته کول چې له تعصب ډک وو او ملي ازښتونه په کې سپکېدل؛ د افغانستان نوم سره حساسيت، افغان کلمې نه منل، ملي سرود په پر ځای د خراسان او پنجشېر سندرې غږول، د ملي بيرغ پر ځان د شنو او سرو ټوټو پورته کول.
هېواد کې د نوي حکومت په راتګ سره اروپايي هېوادونو کې په نس ډکو کسانو فېسبوکي لاريونونه پيل کړي؛ دوی هغه کسان دي چې افغانستان کې په دې نوم ورپسې وير کيږي چې ولې لاړ دا دي هېواد کدرونه وو. انګلستان، فرانسه، امريکا، ډنمارک، آيټاليا، جرمني، هالنډ، اتريش، اسټراليا او نورو هېوادونو کې خراسانيان هېڅ داسې لاريون او اعتراض نه کوي چې د ولس رېښتنی درد په کې دوا شي؛ دوی له غني سره اوس هم دښمني پالي او لامل يې دا دی چې اشرف غني ولې پښتون وو؛ کرزی يې هم نه خوښيږي او کرکه يې ورڅخه دا ده چې پښتون دی؛ طالبان يې هم په دې بد ايسي چې اکثريت يې پښتانه دي.
دغه پردي پالي چې له بده مرغه ځينو ناستو کې ور سره احساساتي او بې خبره پښتانه هم برخه اخلي؛ هره هڅه او کړنه يې د واحد افغانستان پر ضد او د ملي ووالي پر وړاندې ده. دوی د افغانستان ملي بيرغ د پښتنو بيرغ يادوي او ترڅنګ يې د تاجکانو تور، سپين او شين بيرغ ښکته ـ پورته کوي. له دوی څخه په الهام، اوس کې هزاره لږکيو هم ځان ته درې ټوټې پيدا کړې او خپل بيرغ يې نومولی. د هزاره لږکيو، تېز اسماني رنګه، سپين او ژيړ بيرغ چې هېڅ موخه او مخېنه يې مالومامه نه ده، د افغانستان پر ځای د هزارهـستان په نوم پورته کوي. دوی سره ازبکان هم هڅول شوي دي، هغوی هم اوس سور، اوبه رنګه او شنه ټوټه د ازبکانو بيرغ جوړ کړی.
دوی که لاريون په دې پار کوي چې افغانستان کې د ښځو حقونو، زده کړو، جګړې او يا د دوی په اصطلاح د نورو ناخوالو غږ پورته کړي، خو بيرغونه او شعارونه يې بيا د افغانستان د تجزيې نښې دي، چې له ښه مرغه، دې ناوړه او شومې موخې ته نه په تېر کې ورسېدل او نه به هم په راتلونکي کې ورته ورسيږي.
په افغانستان کې ډېری هزاره ګان، ازبک او تاجکان، د شپې او غرمې ډوډۍ ارمانجن دي؛ په شنو - سرو ټوټو کې دوی ته ډوډۍ او راحت نشته؛ که اروپا کې مېشت غرب پاله تعصب ته هم لمن وهي نو داسې تعصب دې وکړي چې کم تر کمه خپلو خلکو ته يې ګټه ورسيږي؛ هغه پيسې چې دوی يې د خراسان او هزاره ستان په نومونو په شنو - سرو رنجو ورکوي، غوره ده چې دلته افغانستان کې هغه خپل - ژبو او خپل - قومو ته ولېږي چې د شخوند ډوډۍ په ارمان دي.
دوی په دې کړنو نه افغانستان تجزيه کولی شي او نه هم خپلو هيلو ته رسېدلی شي؛ خو د تعصب لمن به دومره پراخه شي چې اور به يې په خپله دوی ته ورسيږي. شل کاله يې د مزاري او مسعود مجسمو ته عبادت کولو او په دې سره يې د مسعود او مزاري له جسدونو د خلکو په زړونو کې کرکه پيدا کړه. که دوی د مسعود او مزاري مړي په ارام پرېښوودلی وای، نو نن به نه د احمد شاه مسعود قبر ويجاړېدو او نه هم د عبدالعلي مزاري مجسمې رانسکورېدلې.
افغانستان بې څښتنه نه دی، چې څوګ به يې د تجزيې وايي او څوګ به په کې څلور قومي بيرغونه پورته کوي؛ افغانستان کې اوسېدل به لومړی د افغانيت په چوکاټ کې وي، که نه بيا به د خپل عزت په بربنډلو هېواد پرېږدې او اروپا کې په شنو او سرو ټوټو سره به خيال پلو کې پروت او شړل شوی وې.
وروستي