مفوض مدينة نيويورك حول تجربة المكان

د ساینس او اَسټرانومي (علم الفلک) پوهان فکر کوي چې لمر، سپوږمۍ او مځکه له نن څخه نژدې څلورنیم ملیارده کاله وړاندې پیدا شویدي. د لمر سترګه له مځکې څخه ۱۵۰ ملیونه کیلو متره لیرې یا لوړه ده او د سپوږمۍ او مځکې ترمنځ واټن ۳۸۶ زره کیلومتره دی. د ۱۹۶۹م کال په جولایي کې د آرم سټرانګ په نوم یو امریکايي ستور مزلي ورباندې قدم کیښود او د خپل هیواد بیرغ یې ورباندې ورپولو. ما څه موده وړاندې، د امریکا د NPR له راډیو څخه د اوهایو د پوهنتون د دوو پروفیسرانو سره مرکه واوریدله؛ دواړه په دې آند وو چې د لمر سترګې له نیم څخه زیات خپل عمر خوړلی او دوه ملیارده کاله وروسته به رڼا او حرارت له لاسه ورکړي او مازې یو خړ ټیکلې به پاتې شي. دا هغه حقیقت دی چې قران کریم ورته ۱۵۰۰ کاله وړاندې په دې ډول اشاره کړیده: ( إِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ - کله چې دا لمر توره تبۍ شي). باید وویل شي چې د الله تعالی په کتاب او معتبرو حدیثونو کې د کائناتو د تدریجي پیدایښت خبره شوې، ولې ټاکلې نیټه نه ده ښودل شوې چې کله رامنځ ته شویدي؟

ساینس پوهان انګیري چې دغه ټول کائنات یا عالم وجود، د یوې لویې چاودنې (Big Bang) په پایله کې را منځ ته شويدی او قرآن کریم هم په څرګندو ټکو کې داسې فرمایي: ( أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقاً فَفَتَقْنَاهُمَا - آیا دغه نه منونکي خلک «کافران» نه ګوري چې مځکه او آسمانونه یو له بل سره نښتي او یوه کتله وه چې بیا موږ هغه جلا او بیل کړل؟) تر ۱۹۱۶م کال پورې د اسټرانومي ماهرینو ګڼله چې په آسمانونو او کهکشانونو (Galaxi) کې نوره پراختیا او انکشاف نه راځي. خو الله تعالی په خپل کتاب کې په صراحت سره داسې فرمايي (وَٱلسَّمَآءَ بَنَيْنَٰهَا بِأَيْيْدٍۢ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ - موږ آسمان پخپلو لاسونو جوړ کړی او هغه ته پراختیا او وسعت ورکوو). په لیرې فضا کې دغه ستر بدلون د مؤمنانو له نظره د خالق د واکمنۍ نښه او د هغه د ارادې مظهر دی. ولې هغه څوک چې په دین باور نه لري، دا هرڅه د طبیعت برخه او یو فیزیکي تعامل ګڼي.

د پنډوس په شان دا ګرده کُرٍّه‌ْ چې ۷۱٪ یې اوبه او ۲۹٪ وچه ده، د ۳۰۰ ملیونو کلونو په ترڅ کې په مزه مزه په پنځو سترو وچو باندې وویشل شوه. په پیل کې هغه پخپل منځ کې نښتې، اوږده او غزیدلې وچه وه چې په لرغونې یونانۍ ژبې کې ورته پانجیا (Pangea) ویل کیږي چې د غټې مځکې یا ټولې مځکې په مانا ده. دا کُرٍّه‌ْ، د لمر په مدار کې ۳۶۵ ورځې مزل کوی چې یو کال ورڅخه جوړیږي او په قران کریم کې هم د اَلْاَرضْ (مځکې) کلمه ۳۶۵ ځلې راغلې ده چې د دې آسماني کتاب علمي اعجاز په ګوته کوی. دا مځکه اوس د ۷/۸ ملیارده انسانانو شریک کور دی؛ د ښځو او نرو د نفوسو شمیر یې تقریبا یو برابر دی. البته یوه وربشه توپير شته چې د نارینه وو شمیر ۵۰/۴ او د ښځو تعداد ۴۹/۶ دې. د آدم زادو ۳۹٪ د سمندرونو په غاړو،‌ ۴۱٪ د سیندونو او روانو اوبو په خوا کې او پاتې شل سلنه یې په دښتو او هغو سیمو کې اوسیږي چې د اوبو له کمښت سره مخ دي.

سره د دې چې مکه مکرمه د سرې بحیرې څخه یواځې ۸۶ کیلومتره لیرې ده، ولې د تاریخ او سیرت ټول منلي کتابونه یوه خوله دي چې محمد صلي الله علیه وسلم پخپل ژوند کې سمندر او حتی روان سیند هم نه دې لیدلې. خو په قرآن کریم کې ۳۲ کرته د بحر یادونه شویده چې د محمد (ص) د نبوت او د الهي کتاب د سپیڅلتیا او علمي اعجاز ګواهي ورکوي. د تیرې پیړۍ تر نیمايی پورې د جغرافیا او بیالوژي پوهانو ګمان کولو چې د لمر وړانګې / شعاع د سمندر تل ته کوزیږي او هلته څه ناڅه رڼا موجوده ده. ولې د قرآن کریم له مخې خبره داسې نه ده، بلکې هلته تورتم دی ( أَوْ كَظُلُمَاتٍ فِي بَحْرٍ لُّجِّيٍّ يَغْشَاهُ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِ سَحَابٌ ۚ ظُلُمَاتٌ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ إِذَا أَخْرَجَ يَدَهُ لَمْ يَكَدْ يَرَاهَاۗ - د هغوئ عملونه د ژور سمندر هغو تیارو ته ورته دي چې څپه پرې خوره شوې وي. د هغې د پاسه بله څپه او بیا د هغې د پاسه وریځې وي. دا یو د بل د پاسه تیارې دي، که په دغو تیارو کې څوک خپل لاس بیرون کړي نو ښایي چې هغه به ونه ګوري).

قرآن کریم د وچې د فساد سره جوخت، د اقلیمي بدلون د ناوړو او وژونکو پایلو اړوند داسې فرمايي: ﴿ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ - په وچه او سمندر کې د خلکو د خپلو کړنو له لاسه فساد رامنځ ته شویدی) کله چې موږ په مځکې کې د فساد خبره کوو، یا یې اورو نو نیغ په نیغه ځموږ د ذهن لارې د رشوت، چور، غصب، د وینو تویولو، وژلو، د غټانو له خوا د کمزورو د ځورولو، رټلو او د ټولنیز عدالت د نشتوالي کوڅې ته ور برابر شي چې دا ټول صحیح دي. خو ساینس پوهان،‌ د مځکې فساد په برنۍ فضا کې د کاربن ډاې اکسایډ (Carbon dioxide) د ډیریدو کچه بولي، کومه چې د بې بریده سیلابونو، په ځنګلونو کې د اورونو او د تودوخې د درجې د لوړیدو په بڼه رامنځ ته کیږي. دوه میاشتې وړاندې مو په سایبریا، آمازون، ترکیې، الجزائر او د کلیفورنیا په ځنګلونو کې تباه کونکي اورونه ولیدل چې د لسګونو انسانانو د مرګ سبب شول. په عین وخت کې مو په جرمني، سوډان او چین کې د هغو ناڅاپي سیلابونو انځورونه هم ترسترګو شول چې له ۴۰۰ څخه زیاتو وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په ملیاردونو ډالرو تاوان یې هم له ځان سره درلود. 

کوم هیوادونه چې د سمندرونو په غاړو کې اوسیږو او د خپلو فابریکو او تشنابونو اوبه، پلاستیک او له هغه څخه جوړ توکي د بحر له اوبو سره ګډوي، په پایله کې د دغو هیوادونو د سمندر اوبه تر ۲۵ کیلو مترو پورې تیزابي او له اسید سره ککړې شویدي. له همدې امله کبان او نور هغه حیوانات چې ځموږ د خوړو او ویټامینو ډیره ارزښتناکه سرچینه ګڼل کیږي، یا مري او یا هم نورو سیمو ته کوچ کوي. تیره اونۍ د سکاټلنډ د ګلاسګو په ښار کې د اقلیمي بدلون په اړه د سرټولنې په کنفرانس کې د پیرنګیانو صدراعظم وویل «که چیرې موږ د هوا د تودوخې د درجې د لوړیدو مخه ونه نيسو، نو لیرې نه ده چې د امریکا د میامي،‌ د مصر د الاسکندریې او د چین د شنګ های په څیر د نړۍ ستر ښارونه په سمندرونو کې ډوب شي». له بله پلوه ساینس پوهان په دې باور دي که چیرې د همدې پیړۍ تر پایه د تودوخې درجه څلور درجې نوره لوړه شي، نو په را روانو اتیا کلنو کې به د شمالي او جنوبي قطب کنګلیز غرونه او تختې ویلې او د بحرونو د اوبو کچه به یو متر لوړه شي چې د زرګونو غټو او وړو ښارونو نقشې به د مځکې له مخ څخه ورکې شي. 

د امریکا د مشهور پوهنتون (ییل) د څیړنې له مخې، دا وخت په نړۍ کې ۶۰ زره ډول ډول بوټې او ونې شتون لري او د کاربن ډای اکسایډ هغه برخه چې د انسانانو لخوا رامنځ ته کیږي یو په دریمه برخه یې د همدې بوټو په برکت له منځه ځي. د سکرو سوځول، د مضرو ګازونو کارول، د فابریکو ډیروالی، په غیری فني توګې د کانونو کیندل، بې وخته بارانونه او په ګرمو سیمو کې د غیر منتظره واورو وریدل، د اقلیمي بدلون نښې او د ستر بشري ناورین بد زیري دي. دا ټول د دې لامل ګرځي چې خلک د خوراکي حاصلاتو او اوبو په سر خپلمنځي جګړې وکړي، نورو سیمو او هیوادونو ته کډه شي او د جنسي تجاوز او د انسان خرڅونې بازار ګرم شي. په ۲۰۰۳م کال کې په اروپا کې ۳۵ زره تنو د زیاتې ګرمۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ او د همدې اقلیمي بدلون له وجې به یوه ورځ د مالدیف، فیجي او سیشل په څیر هیوادونه او په سلګونو آباد ټاپوګان په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي. 

د ملګرو ملتونو د سازمان او حکومتونو ترڅنګ، موږ ټول د اقلیمي بدلون په دې نړیوال بهیر کې یو شان مسئولیت لرو، ځکه دا کُرٍّه‌ْ ځموږ د ټولو ګډ کور دی او موږ په فردي او ټولنیز ډول د هغې د پاکې ساتنې دنده لرو. کنه نو موږ به د اقلیمی بدلون د ناوړو پایلو په رامنځ ته کیدو ملامت او ددې قرآني آیت مصداق وګرځو چې (بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ - دا د خلکو د خپلو لاسونو او عملونو نتیجه ده). ایماندارو! موږ باید د ځنګلونو د پرې کولو څخه د پرهیز تر اړخه، د بلې دنیا د حورو او غلمانو په خاطر، د بې ګناه انسانانو د ککریو له غوڅولو او د وینو له توئ کولو څخه هم ډډه وکړو. ځکه چې دا ژوند ښکلی دی او دا نړۍ ښکلې ده.