د کنګل شوې  پيسو  او افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ په اړه د امريکا ته د افغانستان بهرنيو چارو وزارت ليک 

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت وياند  په يو ليک کې د امريکا متحدو ايالتو حکومت د افغانستان د کنګل شوي پيسو يادونه کړې. دغه ليک د وزارت وياند عبدالقهار بلخي له خوا د ويډيويي پيغام په بنې هم خپور شوي دي. 

دغه ليک کې په افغانستان کې د اقتصادي بحران، د ماشومانو ناسم خواړو او د مېندو د مړينې په اړه ويلي شوي او همدا ډول د روغتيايي سکتور په برخه کې د ستونزو ذکر شوی دی. 

دغه ليک کې ويل شوي دي چې په تېر يو کال کې افغانستان کرونا ويروس، جګړې او وچکالۍ څخه ځپل شوی دی او د امريکا متحدو ايالتو له خوا غير مشروع بنديزونه سبب شوي دي چې افغانان په سختيو کې واچوي. 

د ليک په يوې برخې کې د امريکا له خوا د پيسو کنګل کېدل او اقتصادي بنديزونه د نړيوالو اصولو او په ۲۰۲۰ز کال کې د دوحې هوکړې سره په ټکر کې بلل شوي دي. 

د ليک په پای کې د امريکا له حکومت غوښتنه شوې چې د افغانستان کنګل شوي پيسې خلاصې کړي او د افغانستان حکومت دروازې په راتلونکې کې د دوه اړخيزو او دېپلماټيکو اړيکو  په  پار خلاصې دي.