وسله وال پوځ باید ملي ماهیت ولري، نه تنظیمي

په پرمختللودولتونو کې قضایئه قواُ، مقننه قواُ او وسله وال پوځ بشپړ ملي ماهیت لري، لکه د اشغال د وخت افغاني پوځ په څیر تش په نامه ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنیت نه وي، یعنې قضایئه قوأ، مقننه قوأ او وسله وال پوځ کوم ګوند، تنظیم او سازمان پورې تړلی نه وي. بیلا بیل ګوندونه او سازمانونه خپل حکومتونه جوړولی شي، اما وسله وال پوځ د اجرایُیه قوا د یو جز په توګه، همیش غیر ګوندي- ټول ملت پورې مربوط پاتې کیږي یعنې د حکومتونو د بدلون سره وسله پوځ په خپل ماهیت کې په خپل ځای پاتې کیږي، یواځې د واکمنو د ارزښتونو مدافع نه، بلکې د ټول مملکت د ساتنې مسوُلیت په غاړه لري. دا یواځې د افغانستان بدقسمتي ده، چې د سیاسي واک بدلون سره، وسله وال پوځ، قضایه او مقننه قواُ هم له بیخه چپه کیږي. دا د بلواکۍ څخه په میراث راپاتې نقیصه  او د بهرنیو د مداخلې نتیجه ده.

واک ته د طالبانو د راتګ سره، همدغه بنسټیزه تیروتنه بیا تکرار شوه. مقننه قواُ، قضائیه قوأ او وسله وال پوځ د ماهیتاً سمون په ځای، له بیخه له منځه لاړل. زه خو دا هم یوه مرموزه بهرنۍ توطیه ګڼم. څارل او څیړل یې په کار دي. 

پرته له شکه، د تیر ګوډاګۍ حکومت وسله وال پوځ هم یو اجیر پوځ وُ، یوه زیاته برخه یې خیالي وه، اصلاً یې وجود نه درلود، پاتې برخه یې د سیاسیونو د اختلافاتو په بنسټ په خپل منځ کې دومره دښمنانه ویشل شوې وه، چې جنګي قابلیت یې همدغې خپلمنځي دښمني د صرف سره ضرب کاوه. په عمل کې هم همداسې شوه. 

اما ددې ټولو سربیره، دا پوځ د افغانانو څخه جوړ شوي وُ او افغانان نژدې ټول، د خپلو ټولو ګمراهیو سره سره، د بهرني پوځي موجودیت سره دښمن دي. هماغسې چې طالبان د بهرنیانو په مقابل کې جنګیدل، د افغانستان نژدې ټول خلک په خپله خاوره کې د بهرنیو پوځیانو د موجودیت سره مخالف وُ او هماغه اجیره اردو هم پدې برخه کې بې برخه نه وُ او د خپلو خلکو په ضد نه وُ ولاړ. ډیر کله، ډیرو افغاني پوځیانو په بهرنیو پوځیانو بریدونه کړي او ډیر تلفات یې وراړولي دي. د«S ریاست» امریکایي موُلف  سټو کول په خپله ډیر پخوا اعتراف کړی وُ: « ناټو داسې ښکاریده، چې هم مهاله له طالبانو او د کرزي له پوځ سره په جګړه کې وو.» د امیر خان متقي د باور په خلاف، داسې نه ده: د کوم چا، چې جامې بېلمانځه وي، نور په درد نه خوري، د بیلماڼخه جامو په ځای باید پاکې جامې ورواغوستل شي، نه دا چې له منځه یوړل شي. دا د پاکستاني پوځیانو یو ارمان وُ، چې  افغانستان بې پوځه کړي: یوځل د جمعیتي«مجاهدینو» په وخت کې پدې ارمان ورسیدل، اوس یو ځل بیا غواړې دا ارمان یې پوره شي. په همغه اجیره اردو کې بېشمیره مسلکي پوځیان شته، چې کیدی شي طالبانو سره د جګړې له کبله د هغوۍ خوښ نه وي، اما دې ملک ته په کاردي. د یو کم شمیر پلورل شوو مشرانو پرته، نژدې نور ټول یې هیواد پال پوځیان دی.

د وسله وال پوځ ګوندي کول ستره تیروتنه ده، د کمیت په لحاظ حتمي نه ده، چې ستر پوځ وي، اما د کیفيت له پلوه هیواد یو مسلکي، ریښتینی ملي، پیاوړي پوځ ته، تر بل هر وخت زیاته اړتیا لري. ګوندي، تنظیمي حکومتونه راځي او ځي، نظام او وسله وال پوځ یې باید ټینګ په ځای پاتې وي. همدغه حالت ته سیاسي ثبات او برعکس ته یې سیاسي بې ثباتي ویل کیږي.