پېرى زموږ په ټولنه کې له اوره پيدا يو کرغېړن(بدشکله)، د اوږد عمر څښتن، ډاروونکى او زورور موجود دى، چې په سترګو نه ليدل کېږي، د انسان په بدن کې حلول کوي او زياتره يې انسان ته د زيان اړولو په تکل کې وي. په پېريانو کې ښه خلک هم شته؛ خو کم دي.
دا زموږ په ټولنه کې د پېري د مفهومي حوزې مهم ټوکونه دي، چې پروټايپ هغه يې بدشکلي او د انسان ډارول دي. همدا لامل دى، چې زموږ په ټولنه کې پېرى د ډارولو پروټوټايپ ګرځېدلى دى.
خو کله چې د پېري په تاريخ پسې لرغوني پېر ته سر ورښکاره کړو، له عجيبو کيسو او مانيزو تضادونو سره مخېږو. د پښتو پېرى خپله آرياني ريښه لري. په لرغوني آرياني متونو، په تېره په زردشتي مذهب کې د پېريانو په اړه ډېرې خو له اوسني مفهوم نه څه نا څه مختلفې خبرې لولو.
((پېرى)) په اصل کې د فارسي له ((پري)) سره همريښه دى. پري، چې په پښتو کې د پرۍ په بڼه دى، هغو ښکلو پر(وزر) لرونکو خيالي ښځمنو موجوداتو ته ويل کېږي، چې له سترګو پټې دي او د الوتو وړتيا لري. رحمان بابا فرمايي:
كه له تا يې شرم نه كيدى مهرۍ
مخ به پټ نه و، د حورې د پرۍ
او خوشال:
چې دا هسې ښېوګره ځنې زووې
سړۍ نه وه، ښاپېرۍ وه ستا ادکه
پريو ته په پښتو کې ښاپېرۍ هم وايي، چې د فارسي د شاپرۍ ژباړه ښکاري. په فارسي کې شاپري يعنې لويه پري، د پريو ملکه يا د ډېره ښايسته پري مانا لري. په پښتو کې د ښايست له امله د خپلواک نوم يا د نومونو د مختاړو او روستاړو په توګه هم راځي: پرۍ، لالپري، ښاپېرۍ، پريزاده او....
د روايتونو پر بنسټ پري يوازې په وچه کې نه پيدا کېږي، بلکې په سيندونو کې هم وي، چې جل پري يا دريايي پري ورته وايي. خداى بښلى سيف الرحمن سليم وايي:
د راوي جل پري څه باندي نازېږي
زه پخپله شهزاده د اباسين يم
((راوي)) د پنجاب په پينځو سيندونو کې يو سيند دى، چې له هنده سرچينه اخلي او له لاهور نه تېرېږي.
اسطوره پوهان په دې باور دي، چې پري د ښکلو ښځو يوه لرغونبېلګه(آرکي ټايپ) ده. انسان د خپل ښکلاييز ذوق په مټ د ښايسته ښځو له نازکو غړيو د ښکلا يو ماډل جوړ کړى او اسطورو دا آرکي ټايپ دومره تکرار کړى، چې پر يوه خپلواک موجود يې اړولى او د خلکو باور يې پرې پوخ کړى. مرحوم سليمان لايق چې د سوسياليزم د ريشنلستي فلسفې پلوى و، هم د لنډيو په اړه د خپل کتاب په سريزه کې ادعا کوي، چې پرۍ يې ليدلې.
په فارسي کې د پري يوه مانا همزاد هم ده، چې د يونګ د انيما او انيموس نومونې رايادوي. يونګ وايي: د هر نارينه په لاشعور كې د يوې داسې ښځې انځور شته، چې دده لپاره تر ګردو ښځو منلې ده، هره ښځه هم پخپل لاشعور كې يو اّيډيال لري. يونګ د نارينه د لاشعور ښاپېرۍ انيما Anima او د ښځې د لاشعور شهزاده Animus بولي. يونګ وايي: د يو چا د انيما (يا انيموس) د انځور په جوړولو كې په تېرو سلګونو زرو كلونو كې د هغه د ټولو اسلافو د ژوند تجربې اثر لري(غضنفر، يو دېرشم تورى).
يونګ د انيما او انيموس لرغونبېلګې ته د ټولنيز لاشعور له زاويو نه وکتل او د دانتي الګېرې په الهي کوميډي کې يې پر بترس تطبيق کړل. يونګ د فرويډ د فردي لاشعور پر وړاندې د ټولنيز لاشعور خبره د اسطورو تر مطالعې وروسته راجوړه کړه.
د پرۍ په مفهوم کې يوازې د ښايست توک نه دى شامل، بلکې د ښه والي توک هم دى. ښاپېرۍ که ښايستې دي، نو نېکې هم دي. د ښه والي او ښايست او بدرنګۍ او بدۍ يووالى هم د بشر په تاريخ کې لرغوني ريښه لري. انسانانو ته ښه څيز ښکلى او ښکلى څيز ښه ښکاري. که يو بدرنګ سړى ښه اخلاق ولري، بيا ورته بدرنګ نه ښکاري او دا ښيي، چې د اخلاقو او ښکلا په سيالۍ کې تل اخلاقو ګټه کړې، ځکه چې ټولنيزه ګټه ورسره تړلې. همدا لامل دى، چې پري په پخوانۍ شاعرۍ کې د نېکۍ له امله د پرښتې او د ښايست له امله د حورې د انډول په توګه هم راغلې.
په پښتو ولسي کيسو کې، مثلا د زبزبانۍ ښاپېرۍ په نکل کې، پرۍ د يوه مرستندوى او رومانتيک موجود په ډول راغلې، چې په مقابل کې يې دېوان دي، چې د انسانانو دوښمانان دي. ښاپېرۍ په قاف غره کې اوسي، چې زموږ په پخوانو اسطورو کې له هوارې ځمکې راتاو غر دى؛ خو قاف ته تر ورتلو مخکې شهزادګان بايد له دېوانو سره سختې جګړې وکړي. زموږ په فوکلور کې پر ځوانانو د پريو د مينتوب کيسې هم مشهورې دي؛ خو د ښاپيريو په اړه مثبت اخلاقي تصور يوازې تر آرياني اوېجه پورې محدود نه دى، بلکې په زياترو آريايي اقوامو کې په دې اړه ولسي کيسې شته دي، چې د ښاپيريو د کيسو(Fairy Tails) په نامه خپل ژانر لري.
پري آرياني ريښه لري؛ خو د پرښتې او حورې له مفهوم سره يې تداخل د تاريخ بحث دى. د مفاهيمو ترمنځ ګډون يوه طبيعي ژبنۍ پېښه ده؛ خو بنسټ يې په ټولنيز بدلون کې وينو. راځئ د دې ټولو مسايلو په روښانولو پسې د تاريخ د کتاب پاڼه واړوو، هلته به پر دې هم پوه شو، چې له دې سره چې پېرى او پري يوه سرچينه لري؛ خو بيا يې هم په مفاهيمو کې تضاد ولې دى؟
مارګنسترين د پښتو په ايټمولوژۍ کې د (( پېري)) مانا شيطان کوي او سرچينه يې د اوېستا pairikā بولي، چې په فارسي کې pari ده.
په پښتو کې داسې نورې کلمې هم شته، چې د (ka) برخه يې حذف شوې، لکه: Mušika (مږه)، Puška (پچه)، Huška(وچ)، Nimadaka (مالګه) او uška (اوښه).
په اوېستا کې لولو، چې اهورا مزاد سپندمينو او انګرمينو پيد اکړل. لومړۍ ته يې ځمکنى(ګيتي) وجود ورکړ او دويم په همغه مينويي يا روحي حالت کې پاتې شو؛ نو د اهريمن لښکر مادي وجود نه لري؛ خو د اروا غوندې د خلکو په ذهنونو کې حلول کوي او هغوى له نېکو کارونو او اهورامزاد اړوي.
په زړه اوېستا کې اهورامزاد د انګرمينو او سپندمينو دواړو پيدا کوونکى دى؛ خو وروسته وروسته په نوې اوېستا(يسنا) کې سپندمينو د اهورامزاد سره يو ګڼل شوى او پر وړاندې يې اهريمن ولاړ دى. په دې ډول اهورامزاد يا په اوسنۍ اصطلاح خداى د نيکيو سرچينه او اهريمين د بديو سرچينه ده. دواړه خپل ځواک او مرستيالان لري. اهورامزاد شپږ مرستيالان لري، چې د اوبو، ځمکې، فلزاتو، اور او نورو د خونديتوب مسؤوليت لري.
په اوېستا کې اهريمن منفي ځواک يا په اوسنۍ اصطلاح شيطان دى، چې تل بد کارونه کوي او د اهورامزدا د نېکو کارونو مخه نيسي. دى د دېوانو يو لښکر لري، چې د اهورا مزدا له قوتونو سره جنګېږي، د خلکو ترمنځ شخړې، ناوړه فکرونه او نور بد اعمال پيدا کوي؛ خو اهرېمن يې مخه نيسي. دا دېوان شپږ مشران لري او دا راته وايي، چې "شپږ" په زرتشتي دين کې لکه د اور او رڼا غوندې تقدس لاره.
په زردشتي دين کې اهريمن د دېوانو مشر دى، چې د اهورامزاد په نه ستاينه(ثنا) او اوبو او اور ته په نه پاملرنه خوښېږي(هادخت نسک، ۳. ۲۹). تل په دې هڅه کې وي، چې د اوبو د بهېدلو او وښو د زرغونېدو مخه ونيسي(يشت، ۱۳. ۷۷). پرۍ په دې چاره کې د اهورامزاد مرستندوى وي(يشت، ۵. ۳۹) دوى هڅه کوي، چې د جادوګرو او دېوانو په مرسته د اوبو ستورى تيشتر له ورښته راوګرځوي(يشت، ۸. ۳۹).
د اوېستا له مخې په زردشتي دين کې لولو، چې له دېوانو سره ځينې ښځمن موجودات چې دروج يا دروغ بلل کېږي، چې په بدو کارونو کې ورسره مرسته کوي. همدا راز په دې خبيثه قوتونو کې پېريان يا د اوېستا په ژبه، پريکه هم شامل دي، چې پر خلکو جادو کوي او د ښکلو ښځو په بڼه څرګنديږي، چې خلک وژني يا يې له اهريمنه لرې کوي. (شينوارى، ۱۳۶۹، ۸۳(
پر دې بنسټ د دروغ کلمه، چې اوس يې موږ د رښتياوو پر خلاف کاروو، له دروج سره بې اړيکه نه ده.
د زردشتيانو په اړه لولو، چې پريکه به د ښکلو ښځو په جامه کې زردشتيانو ته راتلې او دوى به يې د اهورا مزدا له سمې لار بېلارې کول. کوم زردشتى به چې مړ شو، په خوا کې به يې ورته سپى تاړه، چې په بدن کې يې پريکه حلول و نه کړي. موږ اوس هم په دې باور يو، چې پېريان له سپو ويرېږي. همدا ډول زردشتيانو باور درلود، چې پريکه لوڅ انسان ته زيان نشي اړولاى. دا ښيي، چې که څه هم اوس زموږ دين بدل شوى، خو بيا هم په ناشعوري توګه ډېرې لرغونې اسطورې پالو. د پېري په اړه زموږ په ټولنيز لاشعور کې اوس هم هغه د زردشتيانو وېره خپره ښکاري؛ خو په دې اړه اختلاف هم شته، چې پښتنو زردشتي دين منلى و که نه، البته پر پښتو ژبه د اوېستا اغېز جوت دى او آن يوه نظريه دا هم ده، چې اوېستا د پښتو مور ده. د اوېستا اغېز يوازې ژبنى اغېز نه دى، بلکې ټولنيز اغېز هم دى.
که زردشتي دين په اوېستا کې د راغلي اهورامزاد او اهريمن له وروستي دوه والي لومړي وحدانيت ته وروګرځو، له اسلام سره يې عجيبه مشابهتونه وينو. په دواړو کې د اهريمن او خداى مخالفت. شيطان دا پرېکړه کړې، چې مسلمان د خداى له لارې وګرځوي، په زردشتي دين کې اهريمن شرط ايښى، چې زردشتيان به د اهورا مزدا له لارې ګرځوي. د ضدينو ترمنځ جګړه د بشري تاريخ بنسټ دى. دا په ديني اخلاقي نظام کې هم وينو. په هر دين کې د ښو او بدو اړخونو ترمنځ جګړه وينو. ديني اخلاقي نظام پر ښو او بدو د باور لپاره روايتونه لري. دا روايتونه دي، چې د يوه دين پلويان د ښه والي او بدوالي په مانا او ارزښت پوهوي. په زردشتي دين کې هم د نېکۍ او بدۍ د تعريف لپاره يو عالم او کله متناقضې کيسې لولو. د پريکه پر مانا په همدې روايتونو کې پوهېږو. زردشتي دين او ساميان چې په ګاونډ کي سره پراته وو، له يو بله يې پر فرهنګي اغېز سترګې نشو پټولاى.
چې اسلام راغى، ورو ورو د پري په مفهوم کې بدلون او پراخوالى راغى. په عربي کې د پېري لپاره د جن کلمه وه، چې ښايي د اوېستا او پښتو له جن (نجلۍ) له کلمه سره ريښه ولري، ځکه چې عربي د اوېستايي فرهنګ د ګاونډۍ په توګه له اوېستا هم ځينې کلمې اخيستې، لکه پخپله د دين کلمه. البته د عربي د جن په اړه نورو څېړنو ته اړتيا ده، چې دا جوته کړي، چې ريښه يې له کومه ځايه ده.
د عربي په راتګ په فارسي کې د پري ځاى جن ونيو، خو په پخوانو فارسي متونو کې تر ډېره وخته د جن لپاره د پري کلمه کارېدله. د بلعمي په تاريخ طبري کې لولو: "پس هفت تن از پريان بر پيغمبر(ص) بګذشتند و بايستادند و آواز قرآن خواندن او بشنيدند.
په پښتني فرهنګ کې د پري مفهوم دوه برخې شو، يو پېرى شو، چې د شيطان غوندې د اور له ذاته دى او ډاروونکې څېره لري او د پريکه غوندې په مينوي مقام کې پاتې دى، چې په هره بڼه ځان اړولاى شي. د پېري په بڼه دا مانا د پريکه له منفي مفهوم نه رابېله شوه.
د منفي مانا په تلو، پري ته يوازې د ښايست مانا ورپاتې شوه، چې د وخت په تېرېدو سره لکه څرنګه چې په بشري تاريخ کې د ښکلا او د نېکۍ د پيوستون دود دى، پري له ښکلا سره نېکه هم شوه. په دې چاره کې ډېره برخه د ادب وه. دا ولسي او ليکنى ادب و، چې دا کلمه يې ښکلو ښځو ته په استعاره کولو او يا له دېوانو سره د تضاد له امله مثبته کړه. دا د نېکۍ مانا يې د پخوانۍ پريکه مخالفه مانا وه. دا د ژبو په تاريخ کې شونې ده، چې کلمې خپل مصداقونه بدل کړي يا آن په مخالف مصداق يا مدلول دلالت وکړي.
په دې ډول له عربي سره د جن په راتګ آرياني ژبو د پري له مفهوم سره د ورته والي له امله، د پري مفهومي حوزه پراخه کړه؛ خو د ښايست برخه يې لا همغسې پاتې شوه.
خو په عربي کې د آريايي ژبو د دېو انډول نه و؛ نو له همدې امله د دېو مفهوم له ديني متونو وووت او په ادبي متونو کې راژوندى شو. دېو چې په زردشتي دين کې له پريکه سره په يوه اهريمني حوزه کې و، په خپله منفي مانا کې پاتې شو. دېو يو لوى، ځواکمن او خيالي موجود ګڼل کېده چې په بڼه کې انسان ته ورته دى؛ خو د انسان دوښمن دى او کله يوه سترګه لري، چې يو سترګى دېو ورته وايي.
تر زردشتي دين مخکې په آريايي فرهنګ کې دېو مثبته مانا لرله. د زردشتيانو په اړه وايي، چې خپلو مخالفو ساکانو ته يې دېوان ويل، لکه اژدهاک چې د باميانو د شاه ضحاک لپاره کارېدلى ګڼل کېږي. د دېو کلمه اوس هم په هندي فرهنګ کې مثبته مانا لري؛ خو کله چې زردشت په بلخ کې د نوي دين بنسټ کېښود پخوانۍ ديني ګروهه يې چې دېو پکې مثبته مانا لرله، رد کړه. په دې ډول اوېستا او وروسته فارسي ادبياتو د فارس و باختر په حوزه کې د دېو په منفي کولو کې برخه واخيسته.
په فارسي کې د دېوانه او ديوار کلمې له دېو نه جوړې دي. دېوانه هغه څوک چې دېو يې په اروا يا ذهن کې حلول کړى وي او دا همغه د زړو زردشتيانو د باور ژبنۍ پاتې شونې دي. ديوار هغه حصار چې کور ته د دېوانو د داخلېدو مخه نيسي. په پښتو کې د "لېوه" ريښه له دېو سره يوه ده، مازې په دومره توپير، چې په پښتو کې دېو عيني وجود پيدا کړى؛ خو لېونى لا هم د دېوانه د انډول دى.
زموږ په کيسو کې دېو د پري مخالف دى. دېو ځواکمن دى؛ خو پري جادو کولاى شي. پري هوښياره او دېو ساده يا بېعقل دى. که له فيمينستي زاويې يې وګورو، د دېو او پري په مفاهيمو کې د سړي او ښځې د مفاهيمو ناشعوري ازانګه اورو. په کيسو کې ښاپېرۍ د دېوانو په بند کې وي، يعنې ښاپېرۍ محکومې او دېوان حاکم دي. بيا يوه شهزاده ورځي او له زندانه يې ازادوي؛ خو تر ښاپېريو رسېدل تقريبا ناشوني دي، ډېرې لرې په قاف غره کې اوسي، له ډېرو ګڼو ځنګلونو او سيندونو به تېرېږي، دېو به وژنې، بيا به تر ښاپېرۍ وررسې. دا ګنې له جنسيتي پلوه د بندو ټولنو بندېزونه او محروميتونه نه بيانوي؟
په پايله کې ويلاى شو، چې د پري او دېو کلمې له لرغوني آرياني فرهنګه راپاتې دي، چې په زردشتي دين کې پري او دېو د اهريمن لښکر دى، چې نېکان خلک بېلارې کوي. د پښتو پېرى او پري يوه ريښه لري، خو د اسلام په راتګ سره يې مدلولونه بدل شوي. پېري د جن مانا اخيستې او پرۍ د ښکلو ښځمنو خيالي موجوداتو مانا ورخپله کړې.
که د سوسور دا خبره چې يوه ژبه په هر مهال کې د پوهاوي دنده ښه سمه ترسروي او په تاريخ پسې يې سر ګرځولو ته اړتيا نشته، يوه اړخ ته کېږدو؛ نو ويلاى شو، چې د تاريخي ماناپوهنې له زاويې نه د کلمو په مانا پسي ګرځېدل له دلچسپۍ او ګټې خالي نه دي، لا چې په خپلو ټولنيز بدلون، مناسبتونو او باورونو مو پوهوي.
ماخذونه:
د رحمان بابا ديوان. ۱۳۲۶. مصحح، مدون او مقابله کونکی عبدالرؤف بینوا. کابل: پښتو ټولنه.
شينوارى، دوست. ۱۳۶۹. افغانستان په اوستا کې. کابل: د نشراتو رياست
مفاخر، آرش اکبرى. ۱۳۸۸. مينو شناسى اهريمن در اوستا و متون پهلوى. جستار هاى ادبي، مجله علمى- پژوهشى. شمارۀ ۱۶۷. زمستان.
غضنفر، اسدالله. يو دېرشم تورى: WWW.TAAND.COM
Georg, Morginstierne. 1927. An Etymological Vocabulary of Pashto
وروستي