امم: زموږ په ټولنه کې د متن د سپړنې په اړه عام لوستونکي هومره ژور نه پوهېږي، نه متنپوهنه په علمي ډول لوستل کېږي او نه هم د متن په اړه لوستونکي متجسسانه او یا داسې فکر لري، چې د متن په اړه پوښتنې راولاړې کړي. مثال؛ دا متن د څه وړ ټولنې کانټېکسټ کې تولید شوی دی؟ د متن تولیدوونکی د کومې ټولنې تابع دی او متن له کوم ډول چاپېریال متاثر دی؟ تولید شوی متن د اړوند ټولنې په چاپېریال او دایرةالمعارف کې څه ماناګانې لري؟ په کوم تاریخي پاراډایم کې متن تولید شوی؟
دا او دې ته ورته پوښتنې د تولید شوي متن په اړه هغه څه دي، چې د یو متن په اړه ناڅرګند حقیقوتونه رابرسېره کوي.
انسانمحور معرفت د متنپوهنې په برخه کې د یوې داسې هڅې په لټه کې دی، چې زموږ په ټولنه کې د متن په اړه حاکم تفکر عقلاني شي. که تاسو پدې برخه کې د مقالې لیکلو علاقه لرئ، مهرباني وکړئ، زموږ پر برېښنالیک اړیکه وکړئ.
د کابل پوهنتون د پښتو څانګې رییس ډاکټر اجمل ښکلي د قرآن کریم د متن پر هرمنوتیک نوی بحث پرانیستلی دی، تاسو یې لوستو ته رابولو.
هرمنوتيک
هرمنوتيک د يوناني له Hermeneuein نه راوتى، چې مانا يې د متونو د تفسير، تاويل او تعبير ده او له هرمس سره ګډه ريښه لري.په لرغوني يونان کې هرمس پيغام رساند خداى و، چې د خدايانو مبهم پيغامونه به يې له ابهامه راايستل، روښانه کول، تفسيرول او د انسانانو د درک وړ کول.
اپلاتون د کراتيلوس په وراشه(مکالمه) کې هرمس د ژبې، وينا او تاويل پيدا کوونکى بولي(احمدي. ۱۳۹۱: ۵۰۱).
هرمنوتيک د تاويل او تفسير علم دى، چې د ديني، تاريخي، ادبي او هر ډول متونو د تاويل لپاره بېلابېل روشونه راپرلاسوي، چې په مټ يې لوستونکى د يوه پېچلي متن بېلابيلې لفظي، ښکاره، پټې او پراګماتيکي ماناوې کشف کړي.
پخپله تاويل خپل آر(اصل) يا سرچينې ته د يوه څيز ورستنول دي. د تاويل په مټ هرمنوتيک هڅه کوي، چې د يوه متن هغه مانا رابرسېره کړي، چې د ماتن يا د متن د خالق موخه ده. تفسير بيا د تاويل پر خلاف پر لفظي او ښکاره مانا څرخي او د باطن پر ځاى د متن حقيقي مانا ته ګوري؛ خو که د قرآن کريم د شيعي، سني او تصوفي تفسيرونو تاريخ وګورو، نو د تفسير مانا کله دومره پراخه شوې، چې تاويل يې هم راونغاړلى، لکه د ملا صدرا تفسير چې په اصل کې د قرآن کريم تفسير دى. نوموړى د قرآن د باطني تفهيم خبره کوي او په مفاتيح الغيب کې يې د مشهور حديث له مخې د قرآن کريم د اووه ګونو ماناوو يادونه کړې(احمدي. ۱۳۹۱: ۵۰۵). همدا راز عرفاني تفسير چې قرآن کريم د دوه ډوله ماناوو څښتن بولي، چې يوه يې ظاهري او بله يې ژوره يا پټه(باطني) يا روحاني مانا ده، چې تر ظاهري مانا لاندې ده او د استنباط په مټ ترلاسه کېږي(نويا: ۶۸)
پر دې سربېره د قرآن کريم د تفسير په لړ کې يوه بله نومونه د تنزيل ده، چې د قرآن کريم متن د مهال په قرينه کې مطالعه کوي، چې د آيتونو شان نزول ورته وايي. د قرآن کريم د زياترو سپړونکو په اند، آيتونه دوه ډوله دي: متشابه او محکم. لومړى ډول يې تر يوې زياتې ماناوي لري او پر دې بنسټ د تاويل وړ دي؛ خو دويم ډول هغه آيتونه دي، چې يوه لفظي مانا لري او د تاويل وړ نه دي. د دويم ډول آيتونو تفسير ته تنزيل وايي او له همدې امله يې تفسير ته مانا ورنېژدي کېږي؛ خو د قرآن پوهانو په اند، تاويل بيا مکاشفې، اشراق او الهام ته اړتيا لري(احمدي. ۱۳۹۱: ۵۰۶)، مثلا "الرحمن على العرش استواى" آيت لفظي مانا دا ده، چې رحمن پر عرش کېناست؛ خو موږ متعقد يو چې خداى جسم نه دى، چې پر عرش کېني، نو د دې آيت تاويل ته اړتيا ده او د تاويل پر بنسټ دا آيت په ټوله کې او "کېناست" د لفظي مانا پر ځاى په استعاري مانا کارېدلى. کله چې يو شاه د واکمنۍ چارې په لاس کې واخلي، په تاريخ کې ورته د " ... شاه پر تخت کېناست" معمول جمله کارېږي، چې مانا يې د واکمنۍ واګې اخيستل دي. "ناسته" هم دلته د کېناستو عادي مانا نه لري، بلکې د واکمنۍ د منصب د سمبالښت مانا لري. همدا ډول د "تبارک الذي بيده الملک" يا "الله نور السموات والارض" غوندې آيتونه هم باطني ماناوي لري، ځکه چې خداى لاس نه لري؛ خو څرنګه چې د انسان ادراک د ده پر حسي تجربو ولاړ دى، نو نصوص د انسان د پوهولو لپاره له حسي استعارو او مروجې ژبې استفاده کوي.
هنرمنوتيک(تاويل پوهنه) د بشر په تاريخ کې لرغونې ريښه لري، چې تر لرغوني يونان پورې رسېږي. د ارستو بوتيقا د هغه وخت د شاعرۍ د راسپړلو کونجي ده. تر دې وروسته د هېرمنوتيک ډيره استفاده په ديني متونو کې شوې. د لرغوني ويدي متونو، ورپسې په يهودي، تر دې وروسته په مسيحي او ورپسې د قرآن کريم په تفسير کې د هېرمنوتيک کارېدلى.
اګوستن د منځنيو پېړيو د سر هغه عالم و، چې غربي مسيحيت ته يې يوه منظمه بڼه ورکړه او له يوناني فلسفې سره يې همغږى کړ. نوموړي له مسيحي متونو نوي تفسيرونه او تاويلونه راوايستل او د کاتوليک او پروټسټانټ مذهب لپاره يې غربي مسيحيت ته يوه منظمه بڼه ورکړه. د نوموړي په اند، که يو متن مثلا ګڼې تاريخي يا فلسفي ماناوې ولري، د متن دلالت د متن له رغندو نښوو څو ګرايه ډېر دى. متن ممکن پر رمزي او مجازي ماناوو دلالت وکړي او له دې لارې د متن د تاويل امکان پيدا کېږي. په بايبل کې راغلې ګڼې ويناوې(مثلا نړۍ په شپږو ورځو کې جوړه شوې) رمزي مانا لري. اګوستن د انجيل د متن تفسير پخپله د بايبل په مټ کاوه. د اسلامي تفاسيرو په تاريخ کې دې ډول مېتود ته (په قرآن د قرآن تفسير) وايي، چې د فردي تاويلونو پر وړاندې د قرآن کريم د دقيق تفسير يوه غوره لار ګڼل شوې. د اګوستن په اند، د متن تاويل يو علم دى، چې اصول ورته ټاکل کېداى شي (احمدي. ۱۳۹۱: ۵۰۲).
تر مسيحيت وروسته د قرآن کريم د تفسير وار رارسي. د مسلمانو عالمانو په اند، د قرآن کريم متن ظاهري او باطني دوه ماناوې لري او دا د حضرت سلمان فارسي په يوه راخيستي حديث ولاړه وينا ده. په يوه بل مشهور حديث کې راځي: ان القران ظهرآ و بطنا و لبطنه بطن ال سبعه ابطن. مولانا په مثنوي کې همدا مطلب راخيستى:
همچو قرآن که به معنى هفت توست،
خاص را و عام را مطعم در اوست
د اسلام په تاريخ کې ګڼ مفسران تېر شوي، چې زياترو د قرآن کريم پر ظاهري او باطني ماناوو باور درلوده.
د ديني متونو له تفسير او تاويل هاخوا د رنسانس مفکرينو د متن پر يوه مانا باور درلوده، چې هغه مانا پخپله هغه مصداق و، چې يوې کلمې ورته ارجاع کوله. په زياتره پخوانيو، په تېره ديني متونو کې هرمنوتيک د کلمو په کچ کارېده او د کلمو د ښکاره او پټو ماناوو په مټ پرې يو متن تاويلېده.
په نولسمه پېړۍ کې چې په لويديځ کې د کليسا تسلط ختم و او بايبل د کليسا له انحصاره د خلکو منځ ته راغلى و، د ګډوډيو د مخنيوي او خلکو ته د بايبل د سمو ماناوو د رسولو اړتيا وه. دا اړتيا د نولسمې پېړۍ دوو پوهانو شلاير ماخر او ويلهلم دلتاى پوره کړه او د هرمنوتيک لپاره يې اصول وټاکل.
شلاير ماخر د يوه متن تاويل د ژبې له مخې کاوه او په ژبه او خبرو کې يې کلمو ته کتل. د نوموړي په اند، د هرمنوتيک ځاى ځايګى ژبه، په تېره ليکنۍ ژبه(ليکنى متن) دى. هر ليکنى متن له ژبنيو توکيو يا کلمو جوړ وي. هره کلمه په يوه متن کې يوازې يوه مانا لري، چې هغه يې وروستۍ(نهايي) او قطعي مانا ده. د نوموړي په اند، په يوه متن کې د کلمو د يوې پر ځاى په ګڼو ماناوو پسې ګرځېدل يوه بې ثمره هڅه ده، چې ښايي تاويلګر ناسمې مانا ته ورسوي. نوموړى پر څو مانيز متن باور نه درلود، ځکه چې ماتن د کلمو د يوې مانا د څرګندلولو نيت درلوده. دا د معاصر هرمنتويک چې د کلمو پر ګڼو ماناوو باور لري، مخالف لورى دى.
د ماخر په اند، د يوه متن دوه ډوله تاويل وي، چې يو ژبنى يا لفظي او بل رواني يا فني. لومړى ډول تاويل پخپله د متن له رغښت يا په بله وينا له نورو کلمو سره د يوې کلمې له ترکيب نه پيدا کېږي؛ خو دويم ډول يې رواني يا فني دى، چې له متن بهر د ليکوال د نيت غوندې له پراګماتيکي توکيو سره اړيکه لري. دا دويم تاويل راسره د متن د نهايي يا پرېکنده مانا په پېژندلو کې مرسته کوي، چې د ماتن موخه ده. شلاير ماخر د متن په پېژندلو کې د ماتن پېژندل اړين ګڼي؛ خو د رغښتوالې له زاويې، په معاصر هرمنوتيک کې ماتن له متن نه نفي کېږي او پر ځاى يې د متن کلي رغښت ته اهميت ورکول کېږي، چې د يوه رغښت پر مانا او موخه مو پوهوي. تر رغښتوالې وروسته په لوستونکي ولاړ تاويل کې بيا آن لوستونکي ته اهميت ورکول کېږي؛ خو شلاير ماخر د دودې کلاسيکې کره کتنې غوندې د پنځګر پېژندګلوي د هغه د پنځونې د پېژندلو لپاره اړينه بولي؛ خو کله چې موږ د ماتن د نيت خبره کوو، مطلب مو دا نه دى، چې پنځګر چې څه پنځولي، پر هغې دى له مخکې خبر دى، بلکې د ماخر په اند، تاويلګر ماتن ښه پېژني او د ده له روان سره اشنا دى (احمدي. ۱۳۹۱: ۵۰۲).
که د متن پر يوازې يوه مانا ګروهمن واوسو، د متن د مانيز پلورليزم مخه نيول کېږي، چې د پوسټ ماډرنيزم مخالف لورى دى او د يوې او زړې مانا انحصار ته لار خلاصېږي. په معاصر هرمنوتيک کې متن ګڼ لوري لري. د کومو متونو پنځګر چې معلوم نه وي، د شلاير ماخر په اند، دا ډول متون د تاويل وړ نه دي او مانا يې مبهمه ده؛ خو رغښتواله چې د ماتن پر ځاى د متن نظام ته اهميت ورکوي، دا ډول متون هم د درک وړ بولي.
د شلاير ماخر او د شاګرد اګوست بک په اند يې، په ديني متونو کې د ماتن پر نيت پوهېدل اسانه نه دي. همدا علت دى، چې ديني متون مبهم دي؛ خو مفسران اړ دي، چې تاويل يې راوباسي. د تاويل لپاره يې د کلمو د مانيز تاريخ سپړنه مهمه ده. دلته هيرمنوتيک له تاريخي ژبپوهنې استفاده کوي. تاريخي ژبپوهنه د کلمو د مانا پر بدلون بحث کوي. څرنګه چې په ژبه کې د مانا له پلوه هم بدلون راځي، نو هغه متون چې پخوا رامنځته شوي، د ماتن او تاويلګر ترمنځ يې فاصله زياته ده، ځکه چې تاويلګر د يوې کلمې پر اوسنۍ مانا پوهېږي او ښايي دا کلمه په متن کې بله مانا ولري، ځکه نو تاويلګر اړ دى، چې د کلمو پر مانيز بدلون پوه شي.
ويلهلم دلتاى د شلاير د شاګرد بک شاګرد و؛ خو شلاير ماخر ته يې ډېر درناوى درلود. نوموړي هم د ماخر غوندې د ماتن نيت ته اهميت ورکړ. د نوموړي په اند طبيعي علوم له بشري علومو په دې بيلېږي، چې لومړى ډول پر هغو ښکارندو غږېږي، چې د انسان د لاس جوړ کړي نه دي او د انسان له وجود نه بهر دي، ځکه يې په استقرايي مېتود پېژندل هم اسان دي؛ خو بشري علوم مثلا تاريخ د انسان د لاس جوړ دى. پر دې بنسټ په طبيعي علومو کې له استقرا او بشري علومو کې له تاويل نه کار اخيستل کېږي، چې د تاويل لپاره يې د رامنځته کوونکي پر اراده پوهېدل اړين دي. د دلتاى په اند، د پنځګر پر ذهن د پوهېدو لپاره بايد د هغه د زمانې اسناد، پېښې او تاريخونه ولولو. دلتاى به ويل، چې موږ متن او ماضي له سره رغوو او همدا د تاويل زړى او بنسټ دى، چې تاويلګر خپل مهال هېر کړي او د ماتن زمانه په ياد ولري، چې له ناسم تاويل نه وژغورل شي(احمدي. ۱۳۹۱: ۵۳۱ او ۵۳۷).
پر دې بنسټ متن يو کل دى او کل تر خپلو اجزاوو لوى وي. که پر يوه کلمه ځان پوهوو، بايد په هغه جمله کې پرې دننه له نورو توکيو سره يوځاى وغږېږو، ځکه چې د کلمې په بدلون جمله بدلېږي او د جملې په بدلون د کلمې مانا؛ خو د جملې مانا په متن کې له نورو جملو پرته نيمګړې ده؛ نو اړ يو چې د دې جملې مانا له نورو جملو سره په اړيکه کې درک کړو. دا کلمه مثلا "فلک" ده. د دې کلمې په مانا په جمله کي پوهېږو او جمله له نورو جملو يا په دې متن کې دننه ګورو؛ خو دا متن له نورو دا ډول متونو پرته د درک وړ نه دى، بايد نور متون وګورو؛ خو متون له خپلې زمانې او کلچر سره مناسبت لري او د تاويل لپاره يې د هغې زمانې پر علمي روح(ايپسټيم) پوهېدل پکار وي. د "فلک" پر مانا هله دقيق پوهېداى شو، چې له پخوانيو متونو د پخواني انسان په اړه پوه شو، چې د فلک په اړه يې څه فکر کاوه. د يوې کلمې په مانا پسي څومره لرې لاړو او د خپلې سپړنې دايره مو څومره پراخه کړه، بېخي لکه يوه ډنډ کې چې کاڼى وغورځوې او يو ووړ ټکى پر پراخو دايرو بدل شي. د يوه متن تاويل ته هرمنوتيکه کړۍ وايي.
د يوه متن د تاويل لپاره د پنځګر پر ژوند ليک، ټولنه او مهال پوهېدل هغه توکي وو، چې په شلمه پيړۍ کې فورماليزم او نوې کره کتنې د فورم په درياب کې غرق کړل او پر متن د پوهېدو او هنري ماهيت لپاره يې د متن داخلي جوړښت بسنده وباله.
په شلمه پيړۍ کې په هرمنوتيک کې مهم بدلونونه راغلل. په دې لړ کې د هوسرل ښکارندپوهنې د هايدګر له زاويې پر هيرمنوتيک اغېز وشينده. د هوسرل په اند، فهم د انسان د پاملرني(التفات) او د ښکارندې د ظهور ترکيب دى. يوې ښکارندې ته که انسان توجه و نه کړي، د هغې په اړه پوهه نشي ترلاسولاى. بل لور ته پخپله د پديدې ذاتي او وجودي صفتونه دي، چې په پام وراړولو کې انسان ته ځان ښيي. هوسرل فهم له تش عينيت او ذهنيت نه راوايسته او د ښکارندو په اړه علم کې يې دواړه اړخه په پام کې ونيول. د متن مانا او فهم هم د لوستونکي او پخپله د متن په اړيکه کې کتل پکار دي.
په شلمه پېړۍ کې د فرويډ، درېدا او... غوندې پوهانو که څه هم خپلو کارونو ته د هرمنوتيک نوم نه دى ورکړى؛ خو بيا هم هرمنوتيکي ارزښت لري. د فرويډ د خوبونو تعبير او د درېدا د راسپړلو(ډکنسټرکشن) چاره يې بېلګې دي(Lawlor, 2019).
فردريش نيچه، هايدګر، ګيورګ ګادامر، پل ريکور او داسې نورو بيا د متن د تفسير لپاره د روشونو د جوړولو پر ځاى پر پخپله پر تفسير او د متن د پوهېدو پر ماهيت بحث وکړ، ځکه چې تر دې مخکې خلکو فکر کاوه، چې د فهم په مانا پوهېږي او فهم ثابته مانا لري؛ خو په شلمه پېړۍ کې پخپله د فهمه مانا لانجمنه شوه، ځکه نو د فهم د اصولو پر ځاى د فهم د ماهيت بحث اهميت پيدا کړ.
دا بحث د فلسفې، په تېره د ښکارندپوهنې(فنومنالوجۍ) په دايره کې و او بحث دا و، چې د متن د مانا درک څه شى دى؟ د متن مانا د ماتن په نيت کې ده که په لوستونکي کې؟ پر دې بنسټ په هرمنوتيک کې دا انقلاب راغى، چې د متن مانا د پنځګر له ذهن نه د مخاطب برداشت ته راغله. مفسر په يوه زمانه، په يوه کولتور او يوه ټولنه کې اوسېږي او يوه ډول روزنه ورکړل شوې. مفسر له دې څلور دېوالۍ نشي وتلاى. د تفسير پر مهال د مفسر ذهن ناشعوري د دوى په لاس کې وي او له دې دايرې بهر فکر نشي کولاى.
نو پر متن پوهه د ماتن پر ځاى د مفسر له تاريخي شاليد سره تړلې، چې د کنترول وړ نه ده او په يوه قالب کې يې نشو اچولى. د هر متن په اړه د هر لوستونکي تاويل مختلف وي. همدا فردي رنګارنګۍ د متونو تفسير سختوي. د هرمنوتيک په اړه دا ليدلورى دا ستونزه لري، چې د متن هر ډول فردي تفسير او برداشت توجيه کوي. په دې کې هغه تاويلونه هم راځي، چې د متن له داخلي رغښت سره برابر نه وي او دا د متن له خپلواکۍ انکار دى.
خو د متن او په ټوله کې د فرهنګ په اړه د هر ډول فردي برداشت د توجيه ګټه پوسټ ماډرنيزم ته ورسېده، چې له متن نه يې د هر فرد مانا د هغه حق وباله او مانيز پلورليزم يې ورخپل کړ.
خو خبره پر دې ځاى پاتې نشوه. اميليو بتي او اريک هرش د هايدګرد "هستي او زمان" او د ګادامر "حقيقت او روش" نقد کړل او د ماخر او دلتاى د تفسير ميتودولوژي يې د تفسير له ماهيت سره ګډه کړه. يعنې اريک هرش په دې باور دى، چې د متن په پوهېدو کې لاندې دوه مختلفې اخيستنې وي:
لومړى برداشت مانا ده، چې د متن له کلمو اخيستل کېږي او دويم برداشت د اثر د تفسير پر مهال د دې ماناوو شواهد دي. لفظي مانا تل ثابته وي؛ خو شواهد په هر وخت کې توپير کوي، مثلا "قلم" يو وخت کړکې ته ويل کېده، بل وخت د رنګ قلم او اوس خودکار ته وايي. دا يې شواهد دي؛ خو په دې ټولو کې د قلم لفظي مانا ثابته ده او هغه د "ليکلو وسيله" ده. د هرش په اند، د ماتن نهايي نظريي ته چې ماخر او دلتاى مطرح کړې وه، رسېدل شوني نه دي؛ خو دا شونې ده، چې د متن د تفسير لپاره داسې اصول وټاکو، چې له متن نه مو د ناسمې مانا له اخيستو راوګرځوي او په دې ډول مو د متن داسې يوه پوهې او مانا ته ورسوي، چې تر نورو دقيق او د ماتن موخنې مانا ته نېژدې وي(Stanford Encyclopedia of Philosophy)).
له شواهد نه تر ډېره د نوموړي مراد مصداق دى، چې په هر وخت کې د ژوند وسايل بدلېږي. ژبه له خپلې زړې پانګې د نويو شيانو لپاره استفاده کوي او داسې د ژبې په وييزېرمه کې هم مانيز بدلون راځي؛ خو هغه مخبېلګه يي مانا يې په هر وخت کې ثابته وي.
که د هرمنوتيک تاريخ ته وګورو، دوه ډوله پوهان وينو، يو هغه چې متن ته د عينيت له زاويې ګوري او د فهم لپاره يې د اصولو ټاکل شوني بولي او بل تاريخپال دي، چې پر متن د پوهېدو لپاره د اصولو له جوړولو سره مخالف دي، ځکه چې د هرې زمانې مخاطب له متن نه بېله مانا اخلي او هر مخاطب د خپل وخت او خپل کولتور روزلى وي، چې دا د متن لپاره د آرونو جوړول ناممکنوي.
هرمنوتيک په ډېرو علمي حوزو کې کارېږي. هر ځاى چې د متن د تاويل خبره وي، هغه که ديني متون وي، که ادبي، فلسفي، که تاريخي او که د يوې کلاسيکې نقاشۍ يا ودانۍ سپړنه وي يا د يوي سياسي اعلاميې شننه او که ژبپوهنه وي، هرمنوتيک پکې له خپلو اصولو سره لاس په کار وي، ځکه چې د ژبې کار هم د ويناوال د ارادې، ذهني مانا او احساساتو څرګندول دي.
د کلمو او جملو پر مانا موږ په ماناپوهنه کې غږېږو، چې له هرمنوتيک نه پکې استفاده کوو، مثلا: له خبري وجهې نه د پوښتنې يا له پوښتنې نه د تعجب لپاره استفاده کوو، چې د دا ډول جملو تاويل هرمنوتيکي اصولو ته اړتيا لري. همدا راز د آهنګ، فشار، بېلتون پيوستون او غاړې له بدلولو سره د جملو مانا بدلېږي، چې مختلفې ماناوې ترې پيدا کېږي.
همدا راز د يوه ادبي متن(شعر يا نثر) پر مانا په پوهېدو کې هرمنوتيک مرستندوى وي، مثلا د کاظم خان شيدا پر يوه شعر بحث کوو، د هرمنوتيک اصول راسره ګټوره مرسته کوي.
هرمنوتيک ډېرو علمي ليکنو او کار ته اړتيا لري او دا زموږ د ځوانانو د باشعوره کولو او د متن له تفسير سره د اشنا کولو لپاره اړين علم دى؛ خو په پښتو کې پرې کار په نشت حساب دى.
ماخذونه:
۱- احمدى، بابک. ۱۳۹۱. ساختار و تاويل متن، چاپ چهاردهم. تهران: نشر مرکز
۲- پ، نويا. "تفسير قرآنى و پيدايش زبان عرفانى" ترجمه ا. سعادت. معارف. تهران. شماره ى ۳، دوره ى ۶، ۱۳۶۸ و شماره ى ۱، دوره ى ۷، ۱۳۹۹.
3- Stanford Encyclopedia of Philosophy. Dec 9, 2020: https://plato.stanford.edu/entries/hermeneutics/#ArtInte
4- Lawlor, Leonard, “Jacques Derrida,” The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Fall 2019 Edition), Edward N. Zalta (ed.), URL = .