سکيماسازي

د Schema کلمه تقريبا د پښتو د اډانې انډول ده. سکيما په اصل کې د ورته شيانو يوه انتزاعي ټولۍ ده. کله چې د ورته شيانو ټول توپيرونه لرې کړې او يوازې ورته والي يې سره راټول کړي، د هغې ټولۍ سکيما ترې جوړېږي. تقريبا د سقراط له تصور(Concept) سره برابره ده؛ خو په دومره توپير چې سقراط په تصور کې بشپړه نړۍ، ازل، ابد او ميټافيزيک ښکېلوي؛ خو ادراکي ژبپوهنه بيا برعکس سکيما د انسان ادراک زېږنده بولي او ادراک د حسي تجربو. په دې توګه انسان حسي تجربې په ذهن کې راټولوي او د پوهاوي لپاره يې ډلبندي کوى.
سکيما د پېچليو واقعيتونو هغه بسيط يا ابتدايي چوکاټ دى، چې نورو ورته واقعيتونو ته يوه بڼه ورکوي او په پېژندلو او تشخيص کې يې راسره مرسته کوي(ښکلى، ۱۴۰۰: ۲۶۳).
د بېلګې په توګه موږ او تاسې هوټلونو ته ډېر تللي يو. هر هوټل خپلې ځانګړنې لري؛ خو د هوټلونو ترمنځ ځينې ګډې ځانګړنې هم شته، لکه د خوړو ورکړه، خادمان او داسې نور. موږ او تاسو د دې ټولو هوټلونو دا ګډ اړخونو سره راټولوو او بيا ترې د دې مفهوم يوه اډانه جوړوو، چې په ادراکي ارواپوهنه کې ورته د هوټل سکيما وايي.
د سکيما تيوري په لومړي وار په ۱۹۳۲ز کال کې انګليس ارواپوه فردريک برټلېټ[1] په ارواپوهنه کې رامنځته کړه. خو د ځينو په اند ژان پياژه(۱۸۹۶-۱۹۸۰) تر ده مخکې لا د ګشتالت ارواپوهنې په مرسته په ۱۹۲۳ کې پر سکيما او ځانګړنو يې غږېدلى و. وروسته برټلېټ او ريچارد انډرسن[2] پرمختګ ورکړ. په ارواپوهنه کې رامنځته شوې سکيما نورو علومو ته هم مخه وکړه. په کمپيوټري پوهنو کې ترې استفاده وشوه، په ښوونه روزنه کې ترې ګټه واخيستل شوه.  په پاى کې ورته د ادراکي ژبپوهنې پام شو(ښکلى، ۱۴۰۰: ۲۶۸).
په ادراکي ژبپوهنه کې لولو، چې انسانان فيزيکي نړۍ د حواسو په مټ تجربه کوي او دا تجربې بيا د ټوليو په بڼه انتزاعي کوي. تر انتزاعي سازۍ وروسته چې دا ډول بل کوم څيز وويني، د دې ټولۍ پر بنسټ يې درک او مفهومسازي کوي، مثلا: له وړوکوالي موږ ونې وينو: د توت ونه، د بکياڼې، نارنج، مڼې او .... د دې ونو ګډ اړخونه رااخلو او د ((ونې)) کلي مفهوم ترې جوړوو. بيا که ورته بل داسې يو نبات ووينو، چې موږ مخکې نه وي ليدلې، د ونې په دې مفهوم کې يې شاملوو. د ونې په دې مفهوم کې يوه غړې ښايي د ونې ټولې ځانګړنې پوره کړي، چې هغه ته مخبېلګه وايي.
فيلمور د چوکاټى ماناپوهنې(Frame Semantic) د ليدتوګې له مخې دې ته چوکاټ سازي وايي. نوموړى په دې اند دى، چې انسانان يو مفهوم يو په يو نه درک کوي، هر مفهوم چې په ليکني يا ګړني متن کې وويني، د هغه مفهوم اړوند چوکاټ يې په ذهن کې فعال شي او په دې توګه ورته هغه مفهوم د درک وړ وګرځي، مثلا د ''کتاب'' مفهوم درواخلئ. کله چې موږ په وينا يا ليکنه کې د ''کتاب'' مفهوم ووينو، په ذهن کې مو د ليکوال، لوستونکي، خپرندوى، کتابپلورنځي، کتابتون چوکاټ فعال شي، چې داسې د کتاب پر مفهوم پوه شو. کوم خلک چې له دې چوکاټه خبر نه وي، د کتاب مفهوم ورته د پوهاوي وړ نه وي.
فيلمور د مفاهيمو تر شا جوړښت ته چوکاټ وايي؛ خو لنګکر يې ''مفهومي حوزه بولي''. هره حوزه خپلې ځانګړنې لري، چې کله څوک خبرې کوي، زموږ په ذهن کې يې اړونده حوزه فعالېږي او داسې موږ د ويناوال خبرې درک کوو.
''هوټل'' او ''ونه'' دوه محتوايي وييز(Lexical) مفاهيم يا کلمې دي، چې په ادراکي ژبپوهنه کې يې له ورته والي سره له سکيما توپيرېږ او په مفهومسازۍ او مفهومي حوزه کې مطالعه کېږي. په دې توګه وييز مفهوم له سکيما سره ځينې توپيرونه لري. پر دې توپيرونو به لږ وروسته وغږېږو، لومړى به پر سکيما يو څه خبرې وکړو:
که د ژبې نظام ته ځير شو، دا نظام يوازې تر زېرمه شويو ژبنيو عبارتونو يا کلمو محدود نه دى، که يوه نوې کلمه دې نظام ته راننوځي، ويونکي يې اتومات د جمع کولو، جنسيتي توپير، حالت او ... لپاره قاعدې راباسي؛ خو په دې څرنګه پوهېږو، چې کومه قاعده د کومې کلمې لپاره وکاروو؟ د دې پوښتنې ځواب په سکيماسازۍ کې دى.
سکيماسازي د انتزاعي سازۍ يو ځانګړى ډول دى، مثلا تاسې يو ښوونځى لرئ، غواړئ، چې ټولو زده کوونکو ته يې يو ډول لباس وګنډئ، چې يوازې په اندازه او رنګ کې يې توپير وي. کله چې خياط دا جوړوي، لومړى د ټولو زده کوونکو د جامو ګډ اړخونه راباسي او يوه واحده طرحه يا ماډل ورته جوړوي. دا طرحه بيا د ټولو زده کوونکو پر جامو تطبيقوي . همدا ماډل يا طرحه په ادراکي ګرامر کې سکيما نومېږي(خورشيد، ۱۳۹۸: ۴۰-۴۱).
انسان په ګرامري قواعدو کې د خپل ادراک له همدې ځانګړنې استفاده کوي. ژبنيو مواردو ته ګوري، ترمنځ يې ورته والي مومي، له هغه ورته واليو بيا يوه انتزاعي اډانه يا اصل جوړوي او بيا يې په دې ډول بېلګو تطبيقوي؛ نو سکيما په اصل کې يو داسې ذهني بهير دى، چې له مخې يې د بېلابېلو تجربو ورته والي راباسو، چې يوه لوى(يا پاسني) انتزاعي پوړ ته ورسو، چې بيا يې پر ورته تجربو تطبيق کړاى شو.
سکيما د سکيماسازۍ زېږنده ده. څرنګه چې انسان مفهومي ټولۍ ډلبندي کوي، داسې په خپل ادراک کې د سکيماسازۍ يو بهير هم لري. يعنې د انسان ذهن په ژبني رغښت کې د نظم لپاره سکيماوې جوړوي، مثلا په پښتو کې د جمعې د سکيماسازۍ په مټ د مختلفو بېلګو ترمنځ همرنګۍ راټولېږي او په دې ډول ترې د جمع کولو قاعده جوړېږي، چې د دې ادراکي بهير پايله دا لاندې سکيما ده:
]]نوم[ - ]ونه[[ / ] تر يوه نوم ډېر[[[3]
دا پاس يو انتزاعي فورمول دى، چې په پښتو کې د ډېرګړي د جوړښت څرنګوالى ښيي. اوس که يوه کلمه پښتو ته راشي، پښتانه دا سکيما تر هغه هم پراخوي او د هغه د جمع کولو لپاره يې کاروي. دې ته لنګکر پراخول(elaboration) يا بېلګه سازي(Instantiation)وايي، مثلا د ((وايس)) انګليسي کلمه په پښتو کې په ((وايسونه)) جمع کېږي يا ((روسيه)) په اوښتي بڼه کې ((روسيې)) راځي . په ادراکي ګرامر کې سکيماوې هم پيلامي واحدونه(Symbolic Units) ګڼل کېږي، چې د عادي کلمو غوندې غږيز او مانيز لوري لري.
 يوه بله بېلګه به راوړو. په پښتو کې رغاند، ځلاند، څپاند، هڅاند، لوراند او دې ورته کلمې چارګر(agent) نومونه دي، چې د فعل په تنې پسې د ((اند)) روستاړي په نښولولو جوړ شوي. په دې کلمو کې ګډ مانيز ټکى دا دى، چې ټول د فعل په ترسروونکي دلالت کوي. دا ورته والي سره راټول شوي او په پښتو کې د دې ډول نومونو لپاره ترې لاندې سکيما جوړه شوې:
]فعل - اند[ - ]د فعل ترسروونکى[[
تر دې وروسته که پښتو کې د يوه نوي فعل چارګر ته اړتيا وي، د دې سکيما لمن تر هغه هم پراخېږي او يوه نوې بېلګه رامنحته کوي.
اوس به د وييز مفهوم او سکيما پر توپير خبرې له يوې پوښتنې نه پيل کړو. پخپله د ((رغاند)) چارګر نوم او ((]فعل - اند[ - ]د فعل ترسروونکى[[)) ترمنځ څه توپير دى؟ د دوى دواړو ترمنځ توپير په مشخصوالي يا ټاکلتيا(Specificity) کې دى. ((رغاند)) يو مشخص مفهوم دى، چې رغوونکي ته وايي؛ خو د ((]فعل - اند[ - ]د فعل ترسروونکى[[)) يوه انتزاعي اډانه يا فرمول دى.
پر دې بنسټ کلمه مشخصه او عيني ده؛ خو سکيما کلي او انتزاعي ده. لاندې راغلې د چارګر نوم سکيما يوه کلي ذهني اډانه ده. که پر هر خوځند فعل باندې تطبيق شي، يو مشخص مفهوم ترې ترلاسه کېږي. راځئ چې تحميل يې کړو:
]فعل - ونکى[ - ]د فعل ترسروونکى[[ ]ليکونکى[ - ]څوک چې ليکل کوي [[
((]فعل - ونکى[ - ]د فعل ترسروونکى[[)) يوه سکيما ده، چې پر ((]ليکونکى[ - ]څوک چې ليکل کوي [[)) مو تحميل کړې. په سکيما کې د ((فعل ترسروونکى)) يو کلمي انتزاعي سکيمايي مفهوم؛ خو ((ليکونکى)) يو مشخص وييز مفهوم دى.
دا ښيي، چې د ژبې په يوه سر کې وييز رغښتونه او په بل سر کې ګرامري رغښتونه وي. د دې واړو ترمنځ توپير په مشخصوالي او انتزاع کې دى. وييز واحدونه يا د لنکګر په وينا، وييز عبارتونه مشخص؛ خو سکيمايي هغه انتزاعي او کلي دي. يوه بله بېلګه به ووايو. موږ او تاسو ((ګلاب)) پېژنو. ګلاب يو ګل دى، ګل يو بوټى دى، بوټى په نباتاتو کې راځي، نباتات په ساکښو او ساکښ د څيز په ټولۍ کې راځي:
څيز ← ساکښ ← نبات ← بوټى ← ګل ← ګلاب
موږ ژبني توکي د جزئي او کلي ټوليو ترمنځ د اړيکې له مخې درک کوو. دا جزئيت او کليت نسبي وي؛ خو څومره چې د کليت پر لور سفر کوو، هغومره له عينيته انتزاعي لوري ته  ورنېژدې کېږو. ((څيز)) يو انتزاعي مفهوم دى، چې د مفهومسازۍ په يوه سر کې راغلى او بېخي سکيمايي دى؛ خو ((ګلاب)) يو مشخص عيني مفهوم دى، چې د همدې تار په بل سر کې راغلى او بېخي ټاکلى(مشخص) يا وييز دى، ګل نسبت بوټي ګلاب  ته انتزاعي تر او نسبت بوټي ته عيني دى.
مشخصوالى او انتزاعيت يوه ادراکي مساله ده، چې د پروفايلولو او چاپيرسازۍ يا د څيز و چاپېر په ګشتالت کې يې هم وينو. کله چې خوا و شا ګورو، ځينې شيان چاپيريال کوو او ځينې څيز کوو. پر مېز پروت کتاب وينو.  مېز چاپيريال کوو او کتاب د چاپيريال جز يا څيز کوو. 
پر دې بنسټ ويلاى شو، چي د انسان ادراکي اصول د ژبې په هر (غږيز، وييز، مانيز او ويناييز) پوړ کې وينو. دا راته وايي، چې د انسان د ادراک له ښکېلتيا پرته د رغښتي ژبپوهنې له خوا د ژبې مطالعه نيمګړې ده؛ نو که غواړو، چې د ژبې پر ګرامر پوه شو، بايد له ادراکي جوړښتونو او بهيرونو سره اشنا شو. دا هغه توپير دى، چې د دود رغښتي ګرامر او ادراکي ګرامر ترمنځ ليدل کېږي. رغښتي توصيفي ګرامر او ژبنى نظام ګرامر له له انتروپالوجيکي ښکېلتيا يا د انسان د ذهني سيستم له ښکېلتيا پرته ژبې ته په نظام قايله ده او دا نظام له خپلو داخلي ځانګړنو سره سم په خپلواکه توګه مطالعه کوي؛ خو ادراکي ژبپوهنه په ټوله کې د ژبې دا ټول جوړښتي مطالعه نيمګړې بولي.
لنګکر(۲۰۰۸/۲۰۱۳: ۱۶-۱۷) د کلمو په کچ مفهومسازي د څلورو ادراکي بهيرونو زېږنده بولي. يوه اتداعي، مثلا کاغذي کيښتۍ د ماشومتوب يوه پېښه راتداعي کړي. تداعي په ژبه کې هم کارېږي، د هرې کلمې غږيز لورى د هغه مانيز لورى رايادوي. که د ((کتاب)) نوم د چا له خولې واورو، د کتاب ذهني انځور يا مانا مو په ذهن کې جوړ شي. دوه، خپلسرتوب. تداعي يو خپلسرى بهير دى. زموږ ذهن په خپلسر تداعي کوي. د کاغذي کيښتۍ او د ماشومتو د يوې پېښې ترمنځ د تداعۍ اړيکه په خپلسر جوړه شوې. همدا ډول ذهن مو د کتاب په اورېدو د کتاب مانا په خپلسر راتداعي کوي. درې، سکيماسازي، چې د انسان ذهن د شيانو ترمنځ ورته والي مومي او هغه په يوه انتزاعي اډانه اړوي. څلور، ډلبندي، چې د مفهومي ټوليو لپاره کارېږي، لکه د ((ونې)) په مفهومي ټولۍ کې ټول هغه غړي راځي، چې تنه، ريښه، څانګي، پاڼې او مېوه ولري.
پر انتزاعي سکيما سربېره په ادراکي ګرامر کې ليکاف او جانسن د انځوريزې سکيما خبره هم راپورته کړه، لکه لار سکيما، حجم سکيما، جز کل سکيما. له دې سکيماوو نه هم موږ په مفهومسازۍ کې استفاده کوو. په لاره هره ورځ ځو راځو. د لار يوه انځوريزه اډانه زموږ په ذهن کې د حواسو په مټ جوړه شوې. په دې اډانه کې لار پيل، منځ او پاى لري. موږ لار او سفر په دې ډول مفهومسازي کوو. دا انځوريزې سکيماوې نورو انتزاعي مفاهيمو ته هم پراخوو او د هغوى په مفهومسازۍ کې ترې استفاده کوو، مثلا د ((مبارزې)) انتزاعي مفهوم د همدې سکيما په مټ درک او مفهومسازي کوو يا د تودوخې د مفهوم لپاره له ولاړې(عمودي) سکيما نه استفاده کوو.
په ادراکي ژبپوهنه کې مارک جانسن په خپل کتاب (Body in the mind)، جارج ليکاف په (Women, Fire and Dangerous)، روډولف ارنهايم په (Visual Thinking) او ټيم روهر په (Image Schemata in the brain) کې پر  انځوريزې سکيما خبرې وکړې. انځوريزې سکيما په ذهن کې د بدن له تعامل، ژبنۍ تجربې او تاريخي قرينې څخه رامنځته کېږي او د تکرارېدو له امله موږ ته نوې تجربې د تفهيم وړ کوي. همدا ډول په استعارو کې د سرچينه حوزې په توګه خپله دنده ترسروي او انتزاعي مفاهيم راته د پوهاوي وړ کوي. (Sil Clossary of Linguistic Terms)
د سکيما او مفهوم په اړه په تفصيل سره خبرې په (د وينا ژبپوهنه) کې لوستاى شئ.
ماخذونه:
بهرامي خورشيد، سحر. ۱۳۹۸. دستور شناختى (مبانى نظرى و کاربست آن در زبان فارسي). تهران: سمت.
ښکلى، اجمل. ۱۴۰۰. د وينا ژبپوهنه. کابل: دانش خپرندويه ټولنه
Key terms-theory-enunciative.(2019, Nov 23). Retrieved from:  https://feglossary.sil.org/page/definitions-key-terms-theory-enunciative-operations?language=en
Langacker, Ronlad W. (2008).Cognitive Grammar: A Basic introduction. Oxford: Oxford University Press.
 Langacker, Ronlad W. (2013).Essentials of Cognitive Grammar. Oxford: Oxford University Press.
 
 
 
  [1] Sir Frederic Bartlett
[2] Richard Anderson
[3] [[N-wuna]/[MORE THAN ONE]]