لوی افغانستان او لوی دښمنان، خو کوچنی وسله وال پوځ 

د يو هېواد وسله وال پوځ په دې پار دی، چې د هېواد له ځمکنی بشپړتيا، ملي حاکميت، بهرني يرغل او کورنيو بغاوتونو او ګډوډيو پر وړاندې دفاع او ساتنه وکړي. ډېری داسې هېوادونه نړۍ کې شته چې اوس موجوده وخت کې بشپړ امنيت لري او ګاونډيو سره يې اړيکې هم ښې او د دوستۍ دي، خو بيا هم د خپلو وسله والو پوځونو يا اردو پر غښتلتيا، پياوړي کېدو، پر نوې ټېکنالوژۍ سمبالېدو او قوي کېدو کار کوي. 

نظامي ځواک د يو هېواد د ملا تېر دی؛ د هېواد د ساتنې او خپلواکۍ ضامن وي او د ولس تکيه پرې کيږي. که چېرې هېواد په پوځي برخه کې غښتلی وي نو د سيمې هېوادونه او ګاونډيان پر د تېرې فکر نه کوي او همدا ډول د دېپلماسۍ او نورو اړيکو برخه کې د هغه هېواد موقف لوړ او غږ يې دروند وي. 

افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره د تېر په پرتله امنيت ډېر ښه شوی او د جګړې ډګر سوړ شوی دی؛ دا وضعيت هيله بښونکی دی خو دا په دې مانا نه ده چې نور به هېڅ افغانستان کې جګړه نه وي، نور به هېڅوګ د حکومت پر وړاندې بغاوت نه کوي؛ د سيمې او نړۍ هېوادونه به نور د افغانستان پر وړاندې دسېسې نه جوړوي او لاس وهنې به نه کوي. که چېرې اسلامي امارت يو غښتلی وسله وال پوځ چې هم پر لوړ مرال سمبال وي، هم زده کړې  ولري، هم عملي تمرينونه او هم پرمختللې وسلې  او تجهيزات نو په دې سره هم د اسلامي امارت عمر ډېريږي او هم د افغانستان لپاره د ساتنې او دفاع مهم بنسټ شمېرل کيږي.

پاکستان ته د سفر پر مهال د افغانستان د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي ويلي، چې اوس وخت کې  ستر او پراخه پوځ ته اړتيا نشته او دوی به د تېر حکومت په څېر غټه اردو جوړه نه کړي. د متقي دغه څرګندونو ته پر ټولڼيزو رسنيو ګڼ غبرګونونه وښوودل شول. ښايي د متقي به موخه دا وي چې اوس وخت کې افغانستان کې امنيت دی او د جګړې ډګر سوړ دی، نو اړتيا نشته چې د هېواد ډېره بودجه پر پوځ او وسله والو چارو ولګول شي، خو څه ډول مو چې وړاندې ذکر وکړ، وسله پوال وځ يا اردو د يو هېواد د راتلونکو ګواښونو پر وړاندې د مقاومت سنګر دی او دا شونتيا هېڅوګ نه شي ورکولی چې په راتلونکي کې به افغانستان له کومو ناخوالو سره مخ کيږي. 

تاسې به لوستلي وي، چې د افغانستان د پخواني او لومړني ولسمشر سردار محمد داود خان په جمهوريت کې پاکستان د بل هر وخت په پرتله ډېر له افغانستان څنګ کولو او د مخامخ کېدو وړتيا يې نه درلوده؛ يو عمده لامل يې دا وو چې هغه مهال افغانستان يوه منظمه او غښتلې اردو درلوده. پاکستان او افغانستان چې دوه ګاونډي هېوادونه دي او ستر دښمني يې د ډيورنډ کرښې پر سر ده، هر وخت د اړيکو د خرابېدو او جګړې ډګر ته د دننه کېدو شونتيا شته دي. که چېرې افغانستان غښتلی پوځ ونه لري نو پاکستان ته بيا شونې ده چې د عراق او کويټ په څېر د ورځې دننه پاکستان پر ټول افغانستان ولکه ټېنګه کړي او د افغانستان ملي حاکميت له منځه يوسي. 

ايران، تاجکستان او چين د افغانستان نور ګاونډ هېوادونه دي، چې د يو غښتلي افغانستان په نشتون کې به په پوره اسانۍ سره افغانستان کې د خپلو ملي ګټو مداخله لرونکي سياستونه پلي کړي. 

د ا.ا.ا په کار ده چې د يو غښتلي افغانستان لپاره خپل پوځيان لا پسې ډېر او غښتلې کړې، په منځ کې يې د تېر نظام سرتيري چې پاک او هېوادپاله وي شامل کړي او همدا ډول نور ځوانان په خپلو ليکو کې جذب کړي. د افغانستان موقيعت او وضعيت په کتو اړتيا ده چې د څو کالونو دننه افغانستان لږ تر لږه پنځه سوه زره منظم وسله وال پوځ ولري او په دې برخه کې دې ټولې شونې لارې پلې شي. 

دومره خوشبين اوسېدل چې افغانستان کې اوس امن دی او نور به يوې سترې اردو ته اړتيا نه وي؛ راتلونکې کې هم د افغانستان ملي حاکميت او خپلواکي ګواښي او هم د افغانستان د اسلامي امارت د حاکميت عمر راکمولی شي.