نور د ۲۰ مې پیړۍ کرکټ باید همدلته پای ته ورسیږي

افغانستان په سپین بال کرکټ کې (شل اوریز+پنځوس اوریز)په مسلکیتوب باید کار وکړي.

زموږ په هېواد کې بې شمېره کرکټران دي،اما متاسف یم چې دلته د لایقت زور د صفر سره ضرب او واسطه+میراث زنده باد.

دوی په شل اوریز نړیوال جام کې بیخي د توقع خلاف لوبې وکړې،ذهني فشار او په هېواد کې د نظام بدلون در سره منم اما د سلېکشن کمیټې + نبي پرېکړې بیخي د منلو نه وې.

شهزاد او ځاځي د کوڅو کرکټ کولو.د شهزاد د کرکټ وخت اوس تېر شوی دی،استعفا به یې د افغان لوبډلې په مینوالو احسان وي.ځاځی د فېټنس ترڅنګ د لوبې په تخنیکي او مسلکي شاټ وهنې کار وکړي.زموږ په لوبول شوې لوبډله کې د ګوتو په شمار کرکټران د کرکټ په اصول برابر وو؛نور ټول د کرکټ په یوه اصل هم نه وو پوره.دوی نه فزیکي کرکټ ته جوړ وو ،نه ذهني.دوی فېټنس د کمزورتیا سره لاس او ګریوان دي.د لوبې د تخنیکي اړخ مخ بیولو خو د افغان لوبغاړو سره شته نه.کله چې ویکټ لاړه،یو بل پسې روان وي او که ودریږي،بیا د یوې او دوو په منډو په جوړولو کې پاتې راځي.دوی لکه نورو نړیوالو لوبغاړو غوندې د بېټ څخه د ډېرو خاصو شاټو تخنیک نلري،چې دا بیا د ضعف نقطه یادولو شو.صرف یو شاټ لري او بس.

ګربز چې نوی لایقت و، شهزاد یې حق نوشجان کړ.
په مېډل ارډر کې یوازې موږ یو خاص بېټسمېن لرلو،نجیب و او ښې لوبې یې هم وکړې.باقي زموږ سره خاص بېټسمېن نه و.حشمت و،خو حشمت د شل اوریز کرکټ له پاره لا ندی جوړ.

زموږ د لوبډلې بیلانس له اوله تر اخېره برابر نه شو،په ټیم کې مو پنځه پیلیز لوبغاړي لرل،چې دا د یوه ټیم د کمزوري سلېکشن او کیپتانۍ د حق نه اداء کولو یادول شو.کرکټ اکثره وخت د مټو په زور نکیږي،بعضې وخت تخنیک،ذهن هم غواړي.

کریم جنت یوه ښه کرکټر دی،د غټ کرکټ ښه اینده لري؛خو په لوبډله کې یې د لوبیدو ځای مشخص نشو چې بېټسمېن دی که بالر(؟)

په پنځلس کسیز سکواډ کې د فرید مالک ځای جوړیدل د فضل الحق عوندې یو ښه تېز بالر مخه ډب کړې وه.

حمید نه لوبیدل زموږ څخه سره سخت سیال پاکستان له ماتې بج کړو.
کرکټ یوازې د چانس لوبه نده،استعداد ورسره شرط دی.

د افغانستان کرکټ لوبډله په اوسني عصر کې یوازې د درېیو لوبغاړو پر مټ لوبې ګټي؛نبي، رشید او مجیب دي.که دوی ښه لوبه ونکړه،د لوبډلې دې خدای مل شي.

د کرکټ بورډ نه نېولې تر سلېکشن کمیټې،کوچ سټاف،بیا تر لوبغاړو طبقه په طقبه بدلون غواړي چې راتلونکې کې باید وشي.

د افغانستان کرکټ بورډ اداره د کمزورې مدیریت ځاله ده،دغه اداره اوس سیاسي میدان ته روانه ده چې د افغانانو یوازینۍ خوښي به له خاورو سره خاورې کړي.