عثمان خواجه او مارک سټونېز زخمیان او پرځای یې نوي لوبغاړي اعلان شول

    تېره شپه د اسټرالیا او سویلي افریقا ترمنځ د ۲۰۱۹ ورلډ وروستنۍ لوبه ترسره شوه.د لوبې پچه د سویلي افریقا لوبډل مشر وګټله او په خپله د توپ وهونې پرېکړه وکړه.چې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې اسټرالیا لوبډلې ته ۳۲۶ منډو ستر هدف ورکړ،چې په مقابل کې یې اسټرالیاوۍ لوبډله ونه توانیده چې ټاکلی هدف پوره کړي او لوبه یې د ۱۰ منډو په توپیر وبایلله. د لوبې په جریان کې عثمان خواجه او مارک سټونېز زخمیان او نن یې پرځای میتي واډ ویکټ ساتونکی بېټسمېن او الرونډر لوبغاړی مېچل مارش اعلان او په راتلونکو لوبو کې به ولوبیږي .