له افغانستان وروسته د برتانيا او امريکا بل هدف کومې سيمې دي؟

په افغانستان کې وروستۍ چټکو پېښو او بدلونونو د سياسي چارو نړيوال کارپوهان دې ته متوجه کړي دي چې جهاني نظم ته له یوې نوې زاویې وګوري. د نړيوالو چارو ځينې کارپوهان په دې باور دي چې  ناټو او امریکا او په ټولیز ډول لویدیځ د نړۍ په مختلفو برخو کې خپل نفوذ د له لاسه ورکولو په حال کې دی او په منځني ختيځ او افغانستان کې د دوی له متزلزلو دريځونو داسې ښکاري چې د نړۍ نور هغه هېوادونه او خلک به چې په سياسي لوړو ژورو کې را ايسار وي د ځان اېستلو لپاره به په امريکا او ناټو تکيه ونه کړي او دا قراين لا له مخکې د درېيمې نړۍ په ځينو هېوادونو کې څرګند شوي دي چې څه ډول امریکا او ناټو د دوی له خپلواکو او ډيموکراټو حکومتونو له ملاتړ څخه په يو ناڅآپي ډول لاس واخيست او دښمن ته یې په سپين ميدان پرېښودل او په خپله مخه ترې لاړل.  تازه تازه د ناټو غړو  هیوادونو  کوشش کاوه چې د  سياسي اړودوړ د جوړولو لپاره د بیلاروس د خلکو ملاتړ  خپل کړي خو ونشول، د دوی ملاتړي په سوریه کې مات شول. حتی په اوکراین کې د ناټو او امريکا ملاتړ او نفوذ  ډېر خلک  نه خوښوي.

دا بې باوري او بې اعتمادي  په تدریجي ډول په ټرانسکاکاس، منځني ختیځ او آسیا کې راڅرګندیږي. د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو اوسیدونکي مایوسه شوي، د متحده ايالاتو په مطلقیت او د ناټو سازمان په بې  باوره ملګرتيا يې په ډېرو برخو کې يقين له لاسه ورکړی دی. د استعمار پالیسي چې څو پیړۍ د مخه د انګلو-سیکسون لخوا جوړه شوې وه، کرار کرار په بیرته راګرځیدلو پیل کوي.

د ناټو په چوکاټ کې  دانګلستان پر وړاندې تازه پټ معلومات او ادعاګانې ناڅاپي ندي. په ټوليز ډول ټول انګرېزان او په ځانګړي ډول انګلستان د دسيسو او د نړۍ د توطیې اصلي مرکز ګڼل کیږي، د نړۍ په تاريخ کې د جګړو او د هېوادنو د په ټوټه ټوټه وېشلو  ښار لندن دی چې په جیوپوليټيکي لوبو کې مخکښ او چالاک لوبغاړی پاتې شوی دی .لکه څنګه چې وروستۍ پیښې ښیي، بریتانیا اراده نه لري چې د بیارغونې سورڼی غږول پریږدي. د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې له ماتې وروسته، اوس ناټو او په ځانګړي ډول برتانيا هڅه کوي چې ختیځه اروپا ممکن د هر اړخيزې بيارغونې په پلمه د خپلو نويو سياسي لوبو ډګر وګرځوي.

د وارسا تړون له ختمېدو، د برلین د دیوال له ړنګیدو او د بالکان له جګړو وروسته،  ختيځه اروپا د تضادونو ميدان وه او د شرق او غرب تر منځ د تاوتريخوالي او سړې جګړې مرکز وو . خو که په بې پرې ډول سم سياسي چلند له دې سيمې سره شوای دا سيمه  د ډېرو  ګټورو موخو لپاره کارول کیدای شوای خو هسې ونشول او يا برتانيا نه غوښتل چې داسې وشي.

په دې وروستیو کې، د هکرانو مشهوره ډله انانومس، چې د دولتي سرورونو په ماتولو او د محرم اسنادو  په غلا کولو کې تخصص لري، د برتانیا د استخباراتي ډلو، چارواکو او  نورو سازمانونو د  فعالیتونو په اړه د نویو معلوماتو یوه مخفي دوسيه خپره کړه چې د Trojan Horse په نامه يادېده او د بالکان په ټاپووزمه کې د برتانوي پټو سازمانونو دوه مخې پاليسي او له ملګرو او مخالفو سره د پټو اړيکو اسناد پکې خپاره شوي دي چې څه ډول دوی غوښتل دا سيمه  په تدريج سره د ځان په ګټه را وڅرخوي. 

دا معلومه شوه چې د پخوانۍ یوګوسلاویا جمهوریتونه له اوږدې مودې راهیسې د برتانوي استخباراتي کړيو تر لاس او نظر لاندې دي او ددې جمهوريتونو زياتره حکومتي چارواکي  ددې کړيو په خدمت کې مصروف دي.

د خپرو شویو اسنادو په نظر کې نیولو سره، برتانوي چارواکي د خپلو استخباراتي ملګرو او نږدې کسانو په وسيله  د شمالي مقدونیا، البانیا، کوسوو، سربیا، بوسنیا او هرزیګوینا وضعیت له نږدې څاري.  او لږترلږه د 2018 راهیسې، دا هیوادونه د دوی تر  ژور استخباراتي فوکس لاندې دي.  د برتانیا د استخباراتو د پټو راپورونو په اساس د بالکان پراخ بنسټيز سمون ته اړتیا لري او بايد چې بنسټونه یې له بېخ څخه تغيرکړای شي.

دوی د بالکان دې هېوادونو ته په ځينو برخو کې د تغيير خبره کوي او د ثبات او ډیموکراسۍ، د قانون حاکمیت او د سازمان شوي جرمونو پروړاندې مبارزه په څیر برخو کې دا هېوادونه کمزوري او ملامت بولي او غواړي ترې چې بايد  دا ټول د برتانوي معیارونو سره سم وي. نور لومړیتوبونه د سربیا او کوسوو ترمنځ د اړیکو نورمال کول دي، په شمالي مقدونیه او کوسوو کې د مخ پر ودې ملتپالنې سره مبارزه. د وسله والو ځواکونو هر اړخيزه پراختيا او پرمختيا چې باید د ناټو معیارونو ته واوړل شي.

د لومړیتوبونو په برخه کې چې دا هېوادونه پړه ګڼل کېږي هغه هر ډول اطلاعاتو ته ددې هېوادونو د رسنیو نه لاس رسی او  له رسنيو سره ددې دولتونو ناهمغږي ده.  ددې سيمې ميډيا او رسنۍ لا له وړاندې د برتانيا د څارګرانو او یا د دوی د محلي خواخوږو تر کنټرول لاندې دي. د ځوانو سیاستوالو، دولتي چارواکو او د قانون پلي کونکو افسرانو لپاره لا دمخه د بورسونو پروګرامونه جوړ شوي ديچې په خپلو هېواد کې یې وروزي او بيا وروسته ترې د خپل نفوذ لپاره په دې هېوادونو کې کار واخلي.. ددې پټو اسنادو له مخې له برتانوي څارګرو سره په دې برخه کې محلي مذهبي پادريان او هغه سوداګر چې د برتانيا لخوا یې ملاتړ کېږي شامل دي.   
 

که له یوې خوا  په سطحي نظر ورته وکتل شي، څرګندېږي چې د برتانيا موخه له دې هېوادونو سره هراړخيزه مرسته ده خو په حقیقت کې برتانيا غواړي چې  د بالکان د ساحې د وګړو د ژوند ترټولو مهمې برخې ترخپل برتانوي کنټرول لاندې ونيسي.

د بالکان د هیوادونو وسله وال ځواکونه پلان لري چې د لویدیځو هیوادونو تر قوماندې لاندې په نړیوالو ماموریتونو کې فعاله ونډه واخلي. سرتیري او افسران باید د ناټو د ښوونکو لخوا وروزل شي او د اروپایی معیارونو سره سم سمبال شي. په حقیقت کې د بالکان د هیوادونو پوځي واحدونه د بهرني کنټرول لاندې نیول کیږي. غرب پلوي، ناټو پلوي او برتانيا پلوي جنرالان  به په قومانده کې وي، دوی به دا هم ټاکي چې دا هېوادونه د چا په وړاندې وسلې واخلي او د چا پر وړاندې چوپه خوله پاتې شي.

سربیره پردې دا هم پلان شوې چې په وسله والو ځواکونو باندې تش په نامه مدني او ډیموکراتیک کنټرول پیاوړی کړي. په دې توګه به د سیمې د دولتونو چارواکي له دې فرصته بې برخې شي چې خپلو پوځیانو او افسرانو خپلواک حکمونه وچلوي او يا د خپلو ملي ارزښتنو په رڼا کې قومانده ورکړي. او په دې اسنادو کې  په ځانګړي ډول  شمالي مقدونیا، بوسنیا او هرزیګوینا یاد شوي دي.

دا اټکل کول ستونزمن نه دی چې دا مدني او ډیموکراټيک کنټرول به څه وي؟. لندن د سيمې عامه افکارو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کوي. "په لویدیځ بالکان کې د رسنیو ملاتړ" په نوم یوه لویه پروژه پیل شوې. د هغې لګښت 9.5 ميليونه پونډه اټکل شوی. اصلي هدف دادی چې بریتانیا باید د بالکان په ورځپاڼو، ټولنیزو شبکو، عامه پاڼو او د تلویزیون په سکرینونو کې ددې سيمو خلک مثبت وګوري او د خلکو خواخوږي له لندن سره پيدا شي.

پخوا هم په دې سيمو کې د ځانګړو عملیاتو یوه شبکه ځای پر ځای شوې وه چې ددې سيمې خلک او ځوان نسل  په هر اړخيز ډول مطالعه کړي او په نوي نسل باندې له پانګونې سره يې غوښتل چې نوی نسل په سیمه کې د انګرېزانو د ګټو د پرمختګ اصلي ځواک وي.
بېلابېل کورسونه او ورکشاپونه یې ددې سيمې د خلکو لپاره جوړول چې ترڅو د بالکان د ټاپو وزمې اوسیدونکي د بالکان او لويې بریتانیا ترمنځ د تاریخي ملګرتیا له مفکورې سره اشنا شي. 

د برتانیا ګټو ته د وفادارۍ د رامنځته کولو لپاره، د بي بي سي سیمه ایز دفترونه  پرانستل شول . په ځانګړې توګه د البانیا او کوسوو په ژبو کې پروګرامونه او بېلابېلو رسنيز فعاليتونه ددې ښکارندويي کوي.

دا سناريو لا له وړاندې کټ مټ د ختيځې اروپا په يو بل هېواد اوکراين کې هم له کلونو کلونو پيل شوې وه چې لا هم روانه ده ، ناټو او لويديځ له دې لارې موخو ته د رسېدلو هڅه کوي خو کومه څرګنده نتيجه یې نه ده ورکړې.

دا پټ راپورونه  ليکي چې د برتانیې  استخباراتي فعالیتونه د امریکایانو سره په نږدې همغږي  ترسره کېږي، دوی د يو بل د اهدافو لپاره خامه ډيټا چمتو کوي برتانيا د بالکان څو هېوادونه تر خپلې ولکې لاندې اخيستې او څو نور یې امريکا ته سپارلي چې دواړه یې په ښه ډول تر خپل استخباراتي پوښښ لاندې راوړي او يو له بله سره مهم او ضروري معلومات تبادله کړي. د بیلګې په توګه، بوسنیا، هرزیګوینا او کوسوو د متحده ایالاتو تر استخباراتي کنټرول لاندې دي.

نو په پای کې دا پوښتنه پيدا کېږي چې برتانيا او امریکا ولې غواړي چې د بالکان په ټآپووزمه کې خپل نفوذ پراخ کړي او دلته هرڅه تر خپل پټ کنترول لاندې راوړي؟

لومړی ځواب دادی چې برتانيا او امریکا غواړي چې په اسيا کې له پرلپسې خرابکاريو او ورانيو او دلته له خپل پرستيژ بايللو اوس اروپا ته مخه کړي او خپلو نړيوالو قدرتونو او متقابلو هېوادونو ته په دې هېوادونو کې سرخوږی پیدا کړي او په يو ډول په اسيا کې (سوريې، عراق، ليبيا، افغانستان او ټول منځنۍ ختيځ) کې بايللی باور او اعتماد را ژوندی کړي او دويم ځواب دا کېدلی شي چې برتانيا او امريکا لکه د تاريخ په اوږدو کې چې د تفرقه واچوه او حکومت کوه پاليسې یې مخته وړې ده اوس غواړي په دې ډول د خپلو سياسي موخو او سياسي رقيبو هېوادونو د کمزوري کولو لپاره په دې سيمو ولکه ټينګه کړي او نفوذ پکې پراخ کړي او که بيا يې ددې هېوادونو حکومتونه د دوی د شومو موخو پر وړاندې درېږي په مقابل کې به د خپل نفوذ او په دې هېوادونو کې لا له وړاندې خپاره کړي ملاتړ څخه کار اخلي او د خپلو هدفونو پر وړاندې به خنډونه پرې لرې کوي.