د افغانستان ناڅرګند راتلونکی او د زبرځواکونو مسووليت

افغانستان او افغانان چې في الحال له يوه نامعلوم برخليک او ناڅرګند راتلونکي سره  په ډېر بد حال کې مخامخ دي سربېره پر دې چې لومړی او مهم مسووليت یې د افغانستان پخوانيو او اوسنيو سیاسيونو او اګاه قشر ته ورګرځي او په تېرو شلو کلونو کې  دوی د بې اتفاقي، واحد نظر او منظمو پاليسو او پلانونو نه شتون یې يو  عمده لامل دی، پر دې سربېره یې يو اندازه غټ مسووليت د نړۍ زبرځواکونو لکه امريکا ، ناټو او د دوی متحدينو ته هم متوجه دی  چې د دوی د بېړنيو ، مبهمو، ناکامو او له وخت مخکې  پرېکړو له امله افغانان په يوه ناڅرګند او مبهم حالت کې له يو عالم اميدونو سره په سپين ميدان پرېښودل شول او د لسګونو ميليونو ځوانانو د ښه راتلونکي او ولسواک افغانستان هيلې له خاورو سره خاورې شوې.

که څه هم د افغانستان څخه داسې يو ناڅاپه د امريکا وتل د امريکا او د امريکا د متحدينو (جرمني، فرانسې، او برتانيا) تر منځ د اختلاف ټکی وو خو بيا هم په افغانستان کې له شل کلن ناکام ماموريت وروسته یې بيرته افغانستان د صفر نقطې ته يووړ او د هغه چا لمنې ته یې وروغورځاوه چې تېر شل کاله ورسره جنګېدل.

په تېرو شلو کلونو کې د امريکا او متحدينو  ناکام پاليسۍ وې چې د په ځان بسيا افغانستان او خودکفا افغانستان د راڅرګندېدلو څرک نه لګېده او د دوی  (د امریکا او متحدينو يې) يو تر بله د ستراتيزيکو ګټو  پټ تضاد و چې د افغانانو د ښه راتلونکي کښتۍ تر مرامه نه رسېدله.

 امريکا او متحدين یې د خپلې ماتې د توجيې کولو لپاره او ددې لپاره چې په خپلو هېوادونو کې د بېلابېلو اقشارو له مخالفت سره مخ نشي د ټول تېر شل کلن ماموريت د ماتې او افغانستان د سقوط مسووليت  په افغان ځواکونو او افغان دولت ور وغورځوي خو که حقيقت ته نظر وکړو تر هغه ډېر غټ مسووليت د دوی پرغاړه وو ځکه چې د افغان ځواکونو او پولیسو په کمزوري کولو کې امريکا او متحدينو يې عمده رول درلود. له سقوط څخه ۱۸ میاشتې مخکې یې پر افغان ځواکونو  لوژيستيکي سامانونه، وسلې او د جنګي الوتکو ، هيلي کاپترو او جنګي وسايلو ترميم درولی و، مالي مرستې او ان د ځواکونو معاش نه ورکول کېده، او سربېره پر دې یې داخلي تالي څټو محلي قوماندانو ته د حکومت د نړولو د اخطارونو خبرې په غوږ کې ور ازانګه کولې نو په داسې حالت کې چې له يوه حکومت سره  هر ډول مرسته او کومک درېدلی وي ،په کور دننه محلي جنګ سالاران تيار په مورچه کې ناست وي  طبيعي ده چې که د نړۍ هرڅومره قوي او ځواکمن قدرت هم وي ماتېدلی شي هغه که ان د امریکا پوځ هم وي چې بې نظامي مرستې او په کور دننه  دروحيې له ورکولو څخه ماسوا په خالي ميدان پرېښودل شي په ډېر کمزوري عکس العمل هم ماتېدلی شي.

نن ټول په دې واقعيت باندې پوهېږي چې امريکا او ناټو له کلونو کلونو لګښتونو ، غلطو پاليسو او پلانونو له امله په افغانستان کې مات شوي دي او هغو اهدافو ته چې له مخکې یې ترسيم کړي ونه رسېدل، د افغانستان اوسنی خراب وضعيت د امريکا د سياست ښکارندويي کوي امريکا او متحدين یې نشي کولای د افغانانو پر وړاندې له مسووليت څخه اوږه خالي کړي. دوی ونشوای کړای چې طالبان د هغه هوکړه ليک له مخې چې ورسره کړی یې و  لاسونه یې له تروريستي ډلو رالنډ کړي او ويې نشو کړای چې د افغانستان ګاونډی پاکستان د تروريستي ډلو سره د نه ملګرتيا او نه تمويل له کار څخه را وګرځوي.

امريکا افغانستان ته د تروريزم سره د مبارزې لپاره( د دوی په وينا ) راغلې وه خو په تېرو شلو کلونو کې نه يوازې دا چې دتروريزم کيسه ختمه نشوه، د پاکستان په قبايلي سيمو او د پاکستاني پوځ تر سترګو لاندې بېلابېلو ترهګريزو نويو سازمانونو لکه داعش وده وکړه او په افغانستان کې تر بل هر وخت د نشه يي توکو کرکيله زياته شوه.

په تېرو شلو کلونو کې د زرګونو میليونه ډالرو په را بهېدلو سره  د زېربنا په برخه کې لکه څنګه چې بايد شوای وای کار ونشو او ټولې پيسې د څو بېلابېلو فاسدو نړيوالو کړيو او محلي زورواکو او چارواکو لخوا مصرفيدلې، په عمومي ډول یې کومه محسوسه او جوته ګټه ونه کړه چې له امله یې افغانستان او افغان دولت په پښو ودرېږي.  تر پايه  افغان دولت په باندنيو پیسو ولاړ او نړيوالو ته محتاج پاتې شو او دزرګونو افغانانو وينې او قرباني چې د دولت د په پښو درېدلو او قوي جمهوريت لپاره یې ورکړې هسې اوبو يووړې او نتيجه دا شوه چې د اشرف غني دولت یې په ټوليز ډول د طالبانو پښو ته په څو ورځو کې ور وغورځاوه او امريکا او ناټو له هغه څو شېبې مخکې خپل ځان په غيرمسوولانه توګه له افغانستان څخه ويوست.

په هرحال اوس چې څه وشول خو وشول اوس بيا هم امريکا او ناټو او د دوی متحدين بايد د افغانستان او افغانانو دغه حالت درک کړي او د انساني مسووليت له مخې ورسره مرسته او همکاري وکړي او په بيارغونه کې یې هڅې وکړي. د افغانستان نوی سياسي جوړښت تراوسه نه دی رامنځته شوی، مذهبي او قومي نښتی جدي دي، د سيمه‌ييزو نښتو خطر زيات دی، خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د دغه هېواد د پرمختګ راتلونکی نامعلوم دی. امریکا دې پر خپلو کړو ژمنو ودرېږي او د افغانستان د بيارغونې مسووليت دې واخلي، د افغانستان د بيارغونې له مسووليته تېښته تېروتنه ده.

روسیه او چین دې هم په ګډه له افغانستان سره مرسته وکړي، ځکه چې د افغانستان ثبات د روسیې او چین په ګټه دی. او دواړه هېوادونه یو سوله ييز او په خپلو پښو ولاړ  افغانستان ته اړتیا لري چې د ترهګرۍ او افراطیت سرچینه نه وي.

خو امریکا او متحدينو يې چې دا ګډوډي جوړه کړې او  رامنځته کړې ده  اوس باید د پېښو له مسوولیته ځان خلاص نه کړي او خپل مسووليت ادا کړي.