څنګه کولای شو، چې ستونزې په فرصت بدلې کړو

ستونزې، ناخوالې، جګړ‌‌ې او مختلف بحرانونه دا په ټوله کې هر هېواد تجربه کړي ولې هغوی هغه غمي او لعلونه موندلي دي، چې د ستونزو او بحرانونو تر شا پټ دي او دغه اکثریت هېوادونه همدې پورتنیو ستونزو هوښیار کړي او په خپلو هېوادونو کې یې د شته بېلابېلو ستونزو پر وړاندې په ګډه او یووالي سره ګډ کار او هڅې کړې دي.

همدې ته په کتو زموږ ګران هېواد افغانستان هم په تېرو څلوېښتو کلونو کې جګړو، اقتصادي ستونزو، خپلمنځي اختلافاتو، یو بل نه منلو، وزګارۍ، محرومیتونو مختلف مشکلات رامنځته کړي، چې موږ یې له عاطفي، ذهني او اروایي لحاظه خورا ډېر زیات ځپلي یو.

د همدې ستونزو او ناخوالو برسېره بیا هم موږ ته لازم دی، چې دا بحرانونه پر فرصتونو بدل کړو او په ګډه د ویښتیا او بدلون کاروان سره ګډ مزل پیل کړو، چې پر اساس د عصر له غوښتنو او پرمختګونو سره ځان، ټولنه او په ټوله کې ګران هېواد جوړ کړو او حب الوطن روحیه لا پسې پیاوړې کړو.

دغه راز باید له تیار خورۍ او له نورو څخه د مرستو غوښتلو فرهنګ ته په ګران هېواد کې د پای ټکی کېږدو او هېواد ځان بسیاینې ته ورسوو.

همدې اصل ته په کتو زموږ ګران هېواد افغانستان بډایه طبعي زېرمې لري، صنعتي ظرفیتونه په موږ کې شته، چې د بامیانو صنعت، د مزار صنعت او زموږ د نورو مختلفو ولایتونو صنعتکاري په نړیوال بازار کې خاص او ځانګړی نوم لري.

 پرېمانه بشري قوه لرو، پر زده کړو سمبال بشري ځواک لرو، خو لا هم دوی له د کار له نشتون او ورته نورو ستونزو څخه سر ټکوي.

همدارنګه په ښه او ځانګړي جغرافیوي موقعیت کې ژوند کوو، چې پرېمانه خوږې اوبه، طبعي زېرمې او ښه هوا کې ژوند کوو خو ولې بیا هم نورو بهرنیو مرستو ته سترګې نیسو.

پکار دا ده، چې له بحران څخه د فرصت ترلاسه کولو لپاره باید کار وشي، ولسي سیاسي شعور لوړ شي، چې تر څو وکړای شو له شته ناخوالو څخه د تل لپاره ځان، ټولنه او هېواد بهر کړو.

د هېواد د جغرافیوي موقعیت، او د طبعي زېرمو پر تړاو باید استادان زده کوونکو او زده کړیالانو ته لکچرونه ورکړي او همدارنګه په دې برخو کې باید مسلکي او تخصي کادرونه وروزل شي او افغاني ټولنې ته خدمت په موخه وړاندې شي.

دغه راز د تعلیم کچه باید دلته لا لوړه شي او په دې برخو کې ولسونو ته خورا د پام وړ عامه پوهاوی وشي او په دې برخه کې بمسټیز کاروړونه تر سره شي، ځکه هغه ټولنه پرمختللې او بریالۍ ده، چې د ولسونو ورځنۍ چاره یې کتاب لوستل وي او له دې لارې باید ولسي او سیاسي شعور په ټولنه کې لوړ شي او پر بنسټ یې موږ د پرمختګ، مینې، عاطفې او انسان محوره تفکر پر لور بېړني کامونه پورته کړو.