پنجشېر له آره پنتهېر( پېنځه نهره) دی،  نه (پېنځه پيران يا زمريان)،  او استوگن يې (پراچيان) دي، نه (تاجيکان)!!؟

 
کره پايبڼه
                                              
پنجشېر له آره پنتهېر( پېنځه نهره) دی،
نه (پېنځه پيران يا زمريان)،
او استوگن يې (پراچيان) دي، نه (تاجيکان)!!؟
يو ژب- توکميز سپيناوی
 
 
لمړی- ژبه
له پراچۍ تر  پارسۍ
دا څه هېښنده نه وه چې شپېته کاله وړاندې د (افغانستان ژبپوهنې اطلس) پروژې په پيلامه کې تر هغې روسته چې د (افغانستان د ژبو پلار) استاد مورگنستيرن په مشرتابه د اروپايي آر يانپوهانو  پېنځه کسيزې ډ لې تر يو ښونيز سېمينار روسته د ژبواو ادبياتو پوهنځي موږ د روستي کال څو روزلي زد ياندان (محصلان) يې د کارونيز( تطبيقي) کار لپاره نجراو ته بوتلو. د (خارج درې) په زړه ولسوالۍ کې مو واړول. هلته په هواره پرته (افغانيه) کې، ښۍ خواته پښتانه، کيڼې خواته تاجيک، او د کابل خوا ته په پورته ختلی (پچغان)  دره کې پشه يان او بياپراچيان اوسېږي چې بله برخه يې شمال خوا ته په(غوچولان ) دره کې مېشته ده.د دغې درې سر پرڅه ناڅه لوړ غره لگېږي او وراخوا ته د پنجشېر نرۍ اوږدړۍ دره غځېدلې.خو گومان نه کېږي،وراخوا يې پرسنايزشوي تربوران، له همدې ستغيوني(صعب المرور) غره وراوښتي او ياهم له پچغان درې ورلېږ دېدلي اوسي، بلکې د هندوکښ شمال ته له  پارسي ژبي اندراب سره اسان تگ راتگ يې لمړی لامل گڼلای شو. ځکه مخ پر پروان يې بله څېرمه غځېدلې پياړمه (شُتل دره) لا تراوسه پراچي ژبې پاتې ده او په روستي کلي (ده کلان) کې ما او د اطلس فرا نسي همکار شارل کيفر د پراچي ژبې د کښنې لپاره له گلبهاره څو ځله پلي وراو ښتي  او را روسته د پنجشېر له (دالان سنگه) پر ټپټپيو (موټر سايکلو) ورغلي يو.  
 
هسې خو ستر فرانسی آريانپوهاند (بن وينېست) پر ۱۹۲۴ کال د پنجشېر درې بر سرته په دې هيله تللی وو چې  گوندې پرا چي به لا هلته پاتې وي او وبه يې څېړي، خو هغه کلي بانډې هم پارسي ژبې شوې وې؛ ان له کندهاري کډوالو سره هم مخ شوی وو چې پښتو يې نو ره کړکيچو شوې وه استاد مورگنستيرن هم پر هماغه کال د پېښور له لارې  افغا نستان ته راغلی وو، خو هغه د خپل نارويژي پاچا(هوکان)  د سپارښتليک  له مخې د غازي امان الله خان د رسمي مېلمه په توگه، له بنوينېست سره نه وو مخ شوی.
 
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي اوسنی پازوال (اسلمي) چې له هماغه وړ کينې راهيسې يې تراوسه  له راسره پالي، دابد خبر راکړ چې په ده کلان کې هم ورو ورو پارسي د پراچۍ ځاينا ستې کېږي، او له هغه راهيسې چې دکرزي  په لورېينه يې تربوران د ولايت څښتنان شوي، له دوی سره د مورميرې چلند کوي، مالي ونډه په هره توگه، چې لا نور يې هم پسې زبېښي (استثماروي)، ماشومانو ته يې  په خپله مورنۍ ژبه  دلمړنی ښونځی غو ښتنه خو ورباندې لړمۍ خېژوي!
 
د اطلس فرانسي شارل کيفر همکار تر څنگه خپل هېواد د(اسيايي او افريکايي ژبو ټو لنې) دنوماندۍ لپاره ورته هماغه استاد بنوينېست د پراچۍ تر څنگ د تېزس دويمه ژبه اورمړي ورپرگوته کړې وه، خو راروسته يې د  برکي برک او برکي راجان د اورمړي ژبې د ډېرو يونونوپه اوږدو کې هممهاله د (و) گړنۍ پارسي او پښتوڅېړنې هم پرمخ يو ړې، او ورسره ورسره يې د ويونکيو دودونه جالونه،کږنې انگېرنې هم. هغه ټولې ليکنې څېړنې يې  درې کاله وړاندې د ژوند تر روستيو شپو ورځو پورې  چې له څوکلن گوزنه هم سخت کړېده، په فرانسي، انگليسي او خپله پلرنۍ- مورنۍ (الماني) ژبه له چاپه را کښلې او ماته يې هم په الزاس کې د ليدو کتو په ترڅ کې سيده را ډالۍ کولې او يا د اکسفورډ او کابل په پته راستولې!
 
ارواښاد کيفر دې پايلې ته رسېدلی وو چې د افغانستان دواړې سوېل ختيزې(پراچي او اورمړي) ژبې په تېر مهال او بيا په شلمه پېړۍ کې زموږ د هېواد د زدکړيز او  دو تري نظام له چټک پرمختگ سره د پارسي او څه ناڅه د پښتو ترگونډو لاندې گڼې سيمې او غږېدونکي له لاسه ورکړي دي. دا څه نادوده نه ده، له هغه راهيسې چې د لوگر ولايتي مرکز(پول عالم )ته رالېږدېدلی، د (ډاکتر خليل اورمړ) په خبره،  نن سبا د برکي برک اورمړ، له لسگونو ځنې بيا زرگونو ته رسېدلي دي. خو پراچي خور يې له نجراو پرته پر لپسې مخ پر ځوړه  درومي. که نه يو مهال د کوهدامن له درو تر سالنگه ويل کېده. سم له لاسه د استادکيفر دا لاسوند وړاندې کوو چې(استالف) له آره (ستوف اله) وو ،د (ستوف) مانا ( انگور) ده او د (آله) هم (دره)، يانې (انگوردره)، زما په اټکل په (تتمدره-تو تمد ره) کې لمړی ويی هم پراچي برېښي؛ دغلته د ويي سرته د (الف) لېږد رېگرېسيف ياشاتگی غږونج (بدلون) بلل کېږي!
 له بده مرغه د اطلس کاپيانې په کابل پوهنتون کې (وحدت) تنطيم تالا ترغۍ کړې او په سويس کې يې څا نگپوهيز  تخنيکي بهير زما د سويسي استاد تر مړينې راروسته دا شل پېنځويشت کاله پر ټپه ولاړ دی او زما رسمي او ځانکړې هلې ځلې هم ترکوم ځا يه نه دي رسېدلې. که نه هسې خو مې د سالنگ او پنجشېر په څېړلو پارسي کړدودو کې  گڼشمېرپراچي بېلگې راخوندي شوې دي!
 
پراچي او اورمړي، له دې سره سره چې زموږ دهېواد له سوېل- ختيزو آرياني ژبو څخه گڼل کېږي، او له له تاريخي غږپوهيز او پښوييز رغښت له پلوه، له سوېل-لوېديزو (پار رسي،  سمناني، لوري...) او شمال- لوېديزو (سېوندي، تالشي، کوردي، بلوڅي...) آرياني ژبو سره ورتوالی لري، خو بياهم دواړې ژبې،  په تېره اورمړي له وييپانگيز پلوه  له (شمالختيزې) آرياني پښتو څخه  زياته اغېزمنه شوې ده؛ هم په لوگر او هم د وزير ستان په (کاڼيگرام) کې؛ او  پرهغه سربېره يې له غږپوهيز پلوه، غبرگژبي غږونه (ټ- ډ-ړ) هم دواړو ژبو له پښتو راخپل کړي  او دا يې هم له پښتنو سره دېوال پر دېوال د گاونډۍ يو بنسټيز لا سوند بلل کېږي.
 
داچې پراچي  پارسي (گندم) پروړاندې  (گنم)، لري، لکه پښتو انډول (غنم)، په څېر لرغونی /-د-/ غورځولی، هم کېدای شي،لامَل يې پښتو اغېز اوسي؛ هسې خو له تار يخي پلوه له لويه سره /د/ په /-ن/ پو رې تش د خوږ غږۍ  يا تکيې  لپاره نښلول کېږي، لکه پښتو درون (دروند) درمن (در مند)، هنرمن (هنرمند)، ان چمن، ارمان ...هم نالوستي پښتانه(چمند-ارماند) ادا کوي او پارسيوان هغه (جن) پر(جند) اړوي. له دې لامله موږ د ساري په توگه  په کره ليکنۍ پښتو کې (درون)د ستاينوم په توگه (درون-درانه، درنه- درنې، درنو) گردا نوو او همها له د (نومکړ) په  توگه په وسمهال کې پر کړريښه (درن-)، ترپايه پرلپېيلی (منظم)؛ او ړون مومي. همداراز يې (درناو- درناوی) کړنومونه هم له همد غې آرې ريښې څخه رغېد لي دي،خو د نورو نومکړونو په څېر يې په تېرمهال کې کړريښه اوړون نه مومي، بلکې له اړوند ستاينوم (درون-) سره  د مرستيالکړ (کړل-شول) په ملتيا  شونتيا مومي: (ما پېټی درون کړ-  زما پېټی درون شو...)-[نومکړ(denominative) هغه کړ دی چې له نومونو (ستاينومونو، شمېرنومونو او لږو ډېر له څيزنومونو) جوړېږي، په پښتو کې تر ژرماني (الماني، انگر ېزي...) ژبو پرته تر بلې هرې لرې نژدې خپلوانې ژبې زيات دود لري، پارسي، لکه، ،طلبيدن، بلعيدن او کوم يونيم بل خپل پردی نوم؛ که څه هم نن سبا په ايران او بيا يې په پېښو په افغا نستان کې گڼ نومونه د ژبپوهنيزو آرونو پرخلاف دوده وييرغاونه (نيولوجېزم) نه، بلکې په خپللاسي(مصنوعي) توگه پر نومکړونو راړوي، لکه آغازيدن، بسيجيدن، همداسې يې  دواړې زماني ريښې سره يوکول، لکه (انگاشتن) پر (انگاردن) اړول...درواخله، په پښتو کې سم له لاسه يوه بېلگه لرو، لکه(نغاړل)  چې ځينو ليکوالو د گړنۍ پښتو پرخلاف د  تېرمهال (نغښتل) پرځای  رادود کړی دی! وییپوهنه ۱۵۴]
 
#             #             #
دويم- ځاينوم
له پنتهېره ترپنجشېره
       پنجشېر دآر يوناني (پنتهېر) پارسي شوې بڼه ده  او مانا يې ( پېنځه نهره)ده
[لکه د امريکادفاع وزارت (پېنتاگون) چې پېنځگوټی او پېنځڅنډی مانا لري]
هسې خو پخپله ډېرو پنجشېريانو خپله ټبريزه  (قومي) مخينه هېره کړې او ځانونه نور ستانيان يا بدخشيان انگېري-[ لکه څنگه چې څو مخي شادگل تاجيکستاني چارواکو ته ځان د اړوندې تاجيکي پاميري غرنۍ سيمې (کلاب) آر استوگن ورپېژندلی وو!]
په هر راز د پنجشېر آرې يوناني بڼې (پنتهېر) د مخينې څرک د احمدشاه بابا په راپا تې مالياتي دوترو کې لگېدلی، او ښايي، د ابدالي واکمنۍ تر روستيو به په همدې بڼه کارول شوی وو. خو، داچې ترهغې روسته کله او څنگه له يوناني ( پنتهېر) څخه (و)گړنۍ او بياليکنۍ او  رسمي-دوتري ژبې ته راوښتی، سم له لاسه  کوم لاسوند نشته!
 
  بياهم په هرډول، دغه ځاينوم د يوناني پور ويی (نامواژه)  په توگه چې تر اوسنيو پار سي ژبيو استوگنو (پنجشېريانو)، يا(پراچيانو) څو پېړۍ پخوا باکتريا (با ختر)ته د مکد وني سکندر په مشرۍ د يونا ني لښکرو، او راروسته له باختري (ساکي) واکمنا نو سره د (گر يکو-باختري) دولت ترپايه، يانې تر ۱۹ مز (ق م) چې يوه ډله ساکان زرنګیاته را غلل او هغه يې په خپل نامه ساکستان(سيستان) له نومولو سره د بلې ټولواکمنۍ  پلاز مېنه و ټا کله...[ پښتو او پښتانه دژبپوهنې په رڼا کې، ۲۸ پړوکی ۶۱۵]
 
 تر(پنتهېر) هم وړاندې بل نوموتی ځاينوم(هندکو) د هندواروپايي ژبنۍ کورنۍ او بيا يوناني له زړو پورويزونو (وامواژه ها)څخه نومېرل کېږي (تشخيصېږي)، ځکه  په هماغو لومړيو کې ، هغه هم  په نومېرلي ډول دهغه شپږمياشتني مهالپېر په سرکې د سکندر له خولې اورېدل شوی چې په مشرۍ يې يوناني لښکرې د هخامنشي دولت تر چټکې پرځونې راروسته  په پلاز مېنه (باکترا) کې د شمال-ختيزو آريانانو (د پښتنو او پامير يانو سکه (ساکي) نيکونو له لښکرو سره په جنگو کې ښکېل پاتې شوې او سکندر ورسره چارناچار يوجوړجا ړي ته رسېدلی وو، په دې پلمه چې آره موخه يې افسانيي ((زرين مرغه))  یانې (هند) دی، نوکه په سوبه (فتح) کې يې ملاوتړي،ساکي ټولواکمني (اېمپرا توري) به همداسې د(هندکو)  شمال او سوېل کې خپلواکه  ورپرېږدي. په ترڅ کې يې د سوغد والي لور (روښانه) هم ځنې وغوښته او ساکو هم ورسره داخېښي ومنله. سکندر د هندوکښ اسما نڅکي غرونه  پاروپاميزاد (د گوربت تر الوته پورته) نومولي ول او هممهاله (هندکو )، (د هند غر) په مانا، هغه هم  په دې سوچ چې تر شا يې هغه نيمه وچه لنډ پرلنډه غځېدلې ده، نودا ځاينوم هم له آره يوناني دی،لومړی ټوک (اوبه) مانا لري او دويم (کُو-کَو) د (غر) په مانا دی چې په کوکاس (قفقاز) هماغه اخځ ۲۹ پړوکی)، هغه هم زموږ د سکه نيکونو په نامه نومېدلی غر، له آره پارسي نه دی،ځکه، زړې (هخامنشي) پارسۍ د سانسکرېټ او اوېستا (غوندې ( گېري)  کارولی او منځنۍ (ساساني) هغې هم (گر-)،  لکه په گردېز (د غره کلا=بالاحصار) کې- ساسا نيانو تر اسلام پېړۍ دوه مخکې زموږد هېواد د سو ېلي سيمو نيو اک پرمهال چې په مرنجان تپه کې يې نور ژبتوکي هم موندل شوي دي.
 
#             #             #
يوناني (هندکو) په نوې  ادبي پارسۍ کې د (هندکوه)په بڼه را دودشوی او په(و)گړنۍ آر پوهه(اېتمولولوژۍ) کې بيا(هندوکُش) په دې انگېرنه  بلل شوی چې کوم (هندو) دغلته له ژمني يخه مړشوی دی؛ پښتنو (هندوکښ) کړی او دوديز ژبپوه استاد رښتين ځنې(هندوکڅ) جوړکړی، پردې ناخبر يا ناگار چې (کڅ) په سمه کې، هغه هم د خوړ، سيندو سمندر (ساحل)  په مانا ټيکاو لري.د نورو ډېرو بېلگو په لړ کې يې پراچي تړ ښتي(ترکيبي) ځاينوم (استالف) (ستالپه) هم راپښتو کړې وو،  چې موږ  شاگردا نو ته يې په لکچر کې را ورولی وو، او استاد حمزه ته يې د استالف په مېلمستيا کې؛ هغه هم په دې لا سوند چې د کوهدامن په هغه هسکه ښکلې تپه او بيا نيمه رسمي هوسا ينځي کې يوه (لپه) هومره اوبه د غره له برسره رابهېږي؛ نو هغه نوميالي ويناوال ورته بيا په يوه ليکنه يا يونليک کې د پزې پېزوان کړی وو-زموږ د پوهنځي پارسي ژبي پو هاند (امين الدين انصاري)  بيا همدغه ځاينوم لږ پر شرع برابر(استاد الف) کړی وو، هغه هم په دې قرينه چې د (استاد) (و)گړنۍ پارسۍ  انډول(اُستا) دی او د پښتو هغه څرک يې  په (وستاکار) بېلنگ (اشتقاق) کې لگېږي.
 
له (بابا) نيولې تر (مېچنې، مچنوغزې...) يوناني وييونه چې پښتو له هماغه زمانو څخه راپورکړي دي، بيا يې هم زموږ دوديزوال سرچپه انگېري،  چې گوندې له پښتو څخه يو ناني ژبې ته تللي دي!
 
په  هر ډول په ورته عاميانه اتېمولوژيکي انگېرنه، تر هغې روسته چې يوناني (پنتهېر) (پېنځه نهره-روده)، (پنجشېر) ته راوښتی يا راوړل شوی،  نو (پنځه پيران) مانا يې ور تراشلې او د څو اړخيز ټگ و ټگمار(شادگل) په سرکښۍ (بېنځه زمريان) هم  نومول شوي دی!
 
له استاد ممنون  مقصودي بښنه غواړم چې  يوهسې درغلگرو ترهگر د ده  په فيلمي نامه يادوم، ، ، لکه د شوربازاري حضرت له خوا(سترمچاهد) او د ټولو په سرسر کې يې د حامد کرزي او دولسي جرگې د بل درغلي مشربېقانونه( قانوني) په ځانگړې لورېينه ((ملي قهرمان!)) نومول لا څه کړې[ اخلاقي کارنامې او ستاينومونه(لقبونه) يې خو د (قلم عفت) اجازه نه راکوي]؟
 
(۱)  سراولدار درغلي (شېرِ پنجشېر)  يا، لکه چې پاس ورته نغوته وشوه، د  کابليانو له خوا ورډالۍ شوی(بزِشاد گل) راروسته (شادگل) ته را لنډ شوی، له آره  د (کونډې زوی)  نومي فيلم د اتل (استادممنون مقصودي) ستاينوم گرځېدلی وو-داسې چې د  شهيدې خور(صا يمې) په اتلولۍ يې (د ارواښاد لمړي وزير محمد يوسف خان له يو لک جايزې سره) د اړوند فيلم راروسته، د (افغان فيلم) دويم پښتو شاهکاربلل شوی دی.
 
(۲) د يون صاحب پر اخځ په توپير،  شادگل پر(دويم سقاو) نامه هم نه ارزي، ځکه:
دکوهدامن د سپينږيرو  او سپينسرو په لووۍ (گواهۍ) هغه لمړی سقاو، نه تاچيک وو، نه پراچی او نه پښتون، بلکې يو زلموټی هزاره گی وو او له شکردرې سره د اوبو پرسر د کالنيوشخړو په لړ کې کلکانيانو له مزدورې يا مينځې  مور سره  يوځای راولجه کړی او خپل مخور يا ملک  ته يې موروزوی دواړه ورځانگړي کړي ول، موريې ځانته نکاح کړې وه او ناړامه او تورغوږی پرکټی يې د نورو همزولو غوندې د جومات ملا ته کېنولی وو، خو څه ځنې جوړ نه شول، ترڅو يې سرتېرۍ (عسکرۍ) ته پچه وخته او څه مهال پس ترې وتښتېد او يو شوکمار او دا ړه مارشو... هغه مخور ياملک هله د (سقاو)  په ستاينوم نومول شوی وو چې د غازي امان اله خان په سرغندويۍ يې د خپلواکۍ په  غزاکې غا زيانو ته په ژي (مشک) کې اوبه رسولې. نو د يوه هسې پتمن ټبرني رښتيني تا جيک مشر ستاينوم په  توگه هم تر درغلي تاجيکه ډېر لوړ وو؛ هغه هم  يوه تاريخي درغلي ډله وه چې د هغه (تاريخي سياسي غله او داړه مارې ډلې) په نامه  يې څو کاله وړا ندي يو شمېر درنگې (جسدونه) له مرنجان تپې يا  له کوم نومورکي مړيستونه راوکښل او په ټوله سپين ستر گۍ  يې (شهرآرا) ته د ښخولو په موخه، شپه پر شپه لېږدول، خو. دا چې هغه تاريخي کنډواله په کابل کې د بابر بڼ او مېلمستون ترڅنگ د تورک-مغو لي  نيوا کگرو د څو پاتمړو چارباغونو، له اړوندو ودانيو څخه گڼل کېده ، نوجنرال دو ستم يې د هېواد مشر د مرستيال په توگه مخه ور ډپ کړه، خو  درغلي سقاويانو يې په جرگو مرکو له مخنيوي لاس پرسرکړ او هلته يې تورو خاورو ته هغه  گوتشمېر مړي وسپا رل؛  هغه هم د کلکا ني داړه مار له درنگې پرته، ځکه د ډاکتر سيد خليل هاشميان د نټه نه منونکي لاسوند له مخې د کابل ژغورنده جنگياليو (مسيدو) له ځان سره د ياد گارپه توگه وزيرستان ته وړې وه!
 
(۳)  د شادگل کورنۍ له آره د رخې ولسوالۍ له منځۍ (بازارک)له ورڅېرمه کلي (جنگلک) سره تړاو درلودلی، خو داچې پلار يې په کابل کې کومه وړه دوتري دنده در لوده، نو دايې تر خوردضابطۍ رسولی وو، او لکه چې وويل شول،خپلو پنجشېريانو له هغه مهاله (آمرصاحب) باله چې چېرې په کوم پوځي ټولگي (قطعه) کې تاويلدار شوی وو، او ځان يې آمر باله!
 
(۴) پښتون که دپښتنو سوگندخوړلی دښمن؟
 داچې تر جهاد وړاندې کابليانو تر هزاره روسته پنجشېريانو ته په ښه سترگه نه کتل،  نو د شادگل پلار هم پر خپل وخت په پنجشېري نامه شرمېده او ځان يې په (تره کو) کې شمېره، نو زوی يې هم  مولوي جلال الدين حقاني ته ځان په دې پلمه  (تره کی پښتون) ورپېژندلی وو چې جميعت گوند ته يې ور وهڅوي او رباني يې  هم دېته اړ ېستلی وو چې هغه جهادي قوماندان ته يو لاسکښلی ستاينليک واستوي.
 د پښتون دښمنۍ لمړني لووي (شاهدان) يې په کوهدامن کې د شورای نظار د نبي محمدي گوند اړوند ځايي  پښتانه ټلوال دي چې مسعود به  په هره وينا کې ويل:
د احمدشاه ابدالي زمانه تېره شوه چې پښتانه ډېری (اکثريت) ول، اوس تاجيک او هز اره ترې څو برابره زيات شوي دی. تاسې ته به په نژدې راتلونکې کې در زباده شي چې په پکتياکې د يوه کور دروازه ټکټک کړئ،د(څوک يې؟)،پرځای (کيستی؟) واورئ!
 
د  جميعت گوند سرغنه (ملارباني) له دې سره سره چې ډېرو پرې د (اخواني-ستمي)  تور لگاوه، خو په کړن کې تر ډېره  پرخپله اخواني اسلامي کړنلاره ټينگ و ترينگ ولاړ وو؛ د پښتو او پښتنو پر وړاندې يې نه پخپله کله بد ويل  او نه يې گو ندي غړيو ته دبد ويلو اجازه ورکوله،خو د شادگل د ټولو بېللاريو په لړکې يې پر ستميواله او بيا پښتو او پښتون دښمنۍ چارناچاره سترگې پټولې.که نه پخپله يې په ناستو گوندي او بيا رسمي غونډو کې د دواړو ژبو ترمنځ انډول ساته،او لا نژدې چړيانو ته يې د پښتوزد کړې سپار ښت هم کاوه، غوره بېلگه يې خپل زوی صلاح ا لدين وو چې د بهرچارو وزير په توگه يې ترهغه هم په روانه پښتو خبرې او تلويزونی مرکې کولې.
 
د جهادي مرستيال (قسيم فهيم) يې که پښتو  زده هم نه وه، خو نه يې له پښتو سره  تعصب  څرگنداوه او نه يې  له پښتنو سره. له همدې لامله د جمعيت په ليکو کې ډېرو پښتنو ټيکاو لاره. خو داچې په پېښور او بيا  دڅوکلنې کابل شاهۍ په اړوندو اداروکې چا پښتو ويلای نه شوه او ان په لوېديزو سفارتو او سياسي نمايندگيو کې يې خو پښتو لاڅه چې پر (افغان)  هم کلک بنديز لگېدل وو، هرو مرو يې د (بز شادگل) له ورونو او نورو ستمي پليونو اړه درلودله. د لډر مشر ورور غوندې د  نيم لوستي (وحيد مسعود) له گواښنې سره سم په لندن کې تردوه درېکلنې اولدارۍ لاندې افغان سفارت ته ور تلونکي پښتانه بايد پارسي غږېدلی وای او په غو ښتنو کې يې هم  د افغان پرځای (افغانستانی) ليکلی وای، نو که دکوم پکتياوال  به پارسي نه وه زده، د کابليانو په خبره به يې په تورو نخودو پسې لېږه؛ لابه چې ورته چا خپله غوښتنه انترنېتي وربر ېښليکوله، (افغان) نوم به اتوماتيکال پر (افغانستانی) اوښت!
 
د شادگل بل نټه نه منونکی پښتون ضد جنايت  داچې له خېنجانه تر پولې مټکه به يې داړه مارو د سپرلي گاډو په  تلاشيو کې هر پښتون سهي کړ،که گوندي ياکارمند به هم نه وو، راکوزاوه به يې او د (عنابې) وژنځاي ته به يې رساوه  دهغو ټولوژلې (قتل عام) يوه نټه نه منونکې بېلگه يې:  هغه تنکي پښتانه ځوانان چې د پېښور له پنډغالو يې د خپلو پلرونو د شهادتو گټلي(اسلامي جمهوريت) د نندارې په ولوله کابل ته را تلل، د تنگي په خوله کې شادگليانو نيول او له پښتو غږېدو سره  يې د پاکستاني جاسوسانو په  تور،لنډ پر لنډ (پوليگون) ته سپارل  داسې چې راپاتې کونډوميندو يا نورو کورنيو  غړو لا هېرکړي نه دي!
 
کټ مټ، لکه د (وحدت) هزاره وو به چې له ژوبڼه (باغ وحشه) ورپورته هر پلی سپور پرلاس ورغی، (کورت) کنډوسکی به يې ورښکاره کړ او (قروت)  به يې و نه شو ويلای، دوه غوراوي به يې ترغوږ ورتېرول( هزاري) يا (مزاري)، يانې يابه زرگونی لوټ ورکوي او يابه يې خپل خونړي سراولدار ته ورولي: ښځمنې به يې،  سياچال ته غورځوي او د نرينه وو په سر کې به مېخونه ټک وهي، ياهم د مړو نڅا (رقص مرده)  لپاره سر پر ولا ړه له تنې ورپرېکوي؟
 
هغه له کمپونو راغلي زلموټي، لکه د خپلو پلرو غوندې دومره ساده پټان ول چې نه پو هېدل، هغه تش په نامه (اسلا مي جمهوريت)  د يوه سوگند خوړلي پښتون دښمن او بيا درغلي مسلمان درغلي تاجيک او درغلي مجاهد تر توغنديو لاندې رامنځته شوی، هغه هم د تور مخي شوربازاري په اولدا رۍ چې د پېښور  په گورنرهوس کې يې ورته ځان داو طلب کړ،ځکه پلمه يې همد اوه چې دکابل شوربازار غوندې د پېښور نيمه قصه خوا ني ورته له انگرېزي گوډاگيو نيکونو راپاتې ده،  په دې ډول يې د دوو مياشتو لپاره د لومړي اسلا مي تش په نامه جمهور رييس په توگه تر کابله رابدرگه کړ.
 
 (شادگل) يې هم ان له ماهيپره تر څرخي پله په توغنديو هرکلی وکړ او د ارگ په خوله کې يې هماغه جگړن(شانور) ورسره دننه پرېښوه او نوره ډله ټپله يې ځنې وشړله، چې گو ندې د ساتنې لپاره يې هلته  پوره خلک شته دی. هغه ناشکره لاسکېنولي هم په ټو له سپن سترگۍ خپله رسمي وينا داسې په ښاڅ او  وياړ راپيل کړې وه: زه ټولو مجاهد ينو ته دا په زغرده اعلاموم چې:  [زما د (شوربازار حضرت) تره  په  بولندويۍ زموږ د خاندان (جهاد)  نيمه پېړۍ پخوا د بېدينه پاچا امان الله) د راپرځولو  راهيسې پيل شوی دی!]
 
او کله چې خپل  لمړي هېواد ته په رسمي سفر ولاړ،له راستنېدا سره يې شادگل داځلې د هرکلي لپاره الوتکه د توغندي موخه کړه!
 
د بېښور گورنرهوس له برنامې سره سم چې د شوربازاري تش په نامه دوه-درې ميا شتني واکپېر پايته ورسېد او د شادگل ترسيده کوماندانۍ لاندې رباني  د واک پر گدۍ کېناست. د مزاري په سرغندۍ هماغه پښتني-افغاني ضد (وحدت) گوند  او د دوستم  په سردمدارۍ وزبکي جنبش ډلې سره د ملا رباني په سرکښۍ د جميعت گوند  له ادرسه ټلواله جوړه کړه، نور نه، هزاره ته کوم کابلي(گم شو!) وويلای شول، نه پنجشېري ته (بزشادگل) او نه بيا دوستم ته(گيلم جم!)
#             #             #
 
هسې خو تر نيم بندې دېموکراتيکې لسيزې پورې شاهي رژيم د فرانسې لويي شاهانو په پېښو، په يوه روايت ان تر انقلاب راروسته هم، چې څوک به له کليوالو سيمو يا ښار گوټو، پلاز مېنې (پاريس) ته د خوارۍ مزدورۍ  يا تش چکرلپاره را تلل، نه يوازې د نورو اروپايي دولتونو پرخلاف بيرته ژوندي نه شړل، بلکې د مرگ سزايې ورټاکلې وه. دغه کار زموږ نادر ظاهرشاهي مهالپېر د لمړي سروزير هاشم خان هم دهغو شاهانو يا جمهوريانو پېښې راخېستې وې: پښتانه يې يوازې د ارگ د امنيت او پوځي خدمت لپا ره راوستل او يوازې پرسنايز شوي محمد زيان او (شبه محمدزيان) او نور ماغزه پرېو للي کابل مېشتي ميرزايان يې  ورسره د لاسکتوو (مادونانو) په توگه گومارل؛ هزاره يې ايراني گوډاگيان انگېرل، او هسې په ژمني موسم کې سردارانو او نورو شتمنو ښاريانو ورته د اوسېدالپاره گاراژونه په واک کې ورکول، له ښځينه وو يې کورمزدوري کوله او نرينه وو يې د پنډيتوب له لارې خپل کورخرڅ برابراوه. په دغه لړکې بيا د پنجشېريانو چانس يوڅه ښه وو، ځکه هم سنيان ول او هم سپين پاتې غرنيان، د سرپنا په توگه يې يوه نيمه پياده خانه ورځانگړې کوله ښځينه وو ته يې د کورکار تر څنگه د کو شنيا نو پا لنه هم ورترغاړې کوله، او نارينه وو يې په ښار کې  يو نيم کارو کسب لکه کلينري، مو ټرواني... زده کول.
پنجشېريان له هغه مهاله کابل ته ورو ورو ښه ترا رامات شول چې ظاهرشاه ترې (رحيم غلام بچه) ارگ ته راوست. د هغه له برکته يې پر پنجشېر لمړۍ پېرزوينه د ولسوالۍ په منځۍ (بازارک)کې دخپل کشر زوي (پښتونيار) په نامه. د لمړني ښونځي ورغول وه، هغه هم چې د هاشم خان (عبدرحماني) ورته واکپېر روسته چې يو څه لېبرال شاه محمود ورور يې لمړی وزير شو، د بازارک  ښوونځي فارغانو يې کابل ليليه ښونځيو ته هم لار وموندله، هزاره وو هم، خو  د پنجشېريانو او نورو په توپير يې دومره وړتيا نه درلوده که څه هم تردوه کلو ورته په هرټولگي کې چانس ورکول کېده. زه چې د دېمو کراسۍ لسيزې په لمړيو کې د پنجشېر د پارسي گړدود څېړنې ته ولاړم، هغه ښونځی لېسه شوی او له بازارکه بيا  تر برسر (دشت ريوت) پورې  يو نيم کليوال يالمړنی ښونځی هم رغېدلی وو، زيات  گنجايش يې په دې نه درلود چې د سيند دواړې نرۍ ترۍ غا ړې يې تر اوسه دو مره گڼمېشتې نه دي چې ولايت دې شي!
 
(۵)  مجاهد که معامله گر ، داخبره کورنيو او په تېره بهرنيو رسنييو او گڼو کتابونو  په ترڅ کې زباده کړې او له ماسره يې له افغاني سرچينو د دوکتور نجيب اله پر وخت د ارگ قوماندان جنرال اعظم سيد (تخاري) څوکتابه او له بهرنيو نښيرونو څخه د هريسن کتاب راسره په کتا بتون کې خوندي دی چې د کرزي واکپېر لوی څارنوال جبار ثابت راپښتو کړی، ؛ داچې(جرئت) نومي جهادي چارواکي له چاريکارو سره په ترا فيکي بيروبار کې ښه په مزه  ډبولی او سپکه وړۍ کړی وو، ښايي، انگېزه به يې  همد غه ژباړلي کتاب وو!
 
(۶) که (جميعتيان) ستمي اخوانيان هم ول، شادگل بيا ماوېست، ستمي، سېپراتېست او ورسره ورسره يو سختزړی قاتل او ترهگر وو، او داهم هرچاته څرگنده وه چې دغه څو مخيز در غلگر د هغه اسلامي گوند د مشر (ملارباني) تر ږېرې لاندې ځان بټ کړی وو. او بيا ييې مرستيال (قسيم فهيم) ته د تېرطالبي پېر د کوندز چوڼۍ ځواکونه اړوندو  طالب بولندويانو لاستړلي وسپارل، او ده هم دوستم ته، چې هغه بيا ټول په کا نتينرونو کې وا چول او دروازې يې پسې داسې جندره کړې چې په ليلي دښته کې يې ساوې ختلې وې، هغه هم له دې متل سره سم:  (قهر افغان- رحم وزبک)، نو ځکه کرزيخېلو، اغزا زي(مارشالي) د دوستم پرځای (فهيم) ته ورډالۍ کړه!
 
د (وچ خوړ) مارشال درغلي (شېر پنجشېر) هم يو خپلسری معامله گر بللی وو، نه مجا هد، چې له جمعيتيانو سره په يوه سنگر کې د داودخان ياکمونېستانو پر وړاندې وجنگېږي، نه يوازې يې په ارزانه بيه د لاجوردو او زمردو له لارې فرانسې، اېټاليا برتانيا، امريکا ... سره، بلکې ان له جنگېدونکو شورويانو سره پټې ښکاره خپلسري معا مله گرۍ پرمخ وړلې. داسې چې له سالنگونو تر پول مټکه ترې يو پښتون ژوندی نه پاتېده او روسان يې له وسلو او لوژېستيکي وزلو وسيلو سره ازاد پرېښول. او بيايې د لکونو کابل ښاريانو  شوروي غلې دانې او بېلابېل خوراکتوکو او ژوندتوکو لاريوته  له کره باغه تر ميربچه کړټه لويه لارله ډېرو گورو ونو او باغونو څخه دشادگل داړه مارانو ، هغه هم د يوه پښتون شاگلي (انورډنگر) په سرغندۍپه غلو دانو بار لارۍ له چلوونکو (ډرا يورانو) سره يوځای د  توغنديوخوراک کولې چې يوه بېلکه يې د ۱۳۶۷ کال ژمي  په کابل کې مرگونې ولږه تنگسه وه- که څه هم دوکتور نجيب له سپينروبو  او مخورو کوهدامنيانو سره تر غبرگو سوله ييزو غونډو رو سته کابل- بگرام سړک رغاونې ته له [که غل نه تښتي، مل دې وتښتي] شعار سره اړووت او مټې د وږو  تږو کابليانو اوبه تر ستو نيو تېرې شوې!
داچې د (فهيم قسيم) دا څرگندونې ولې تر مرگه څوکاله روسته د گوند يا کورنۍ له خوا اوس-اوس رسنيو ته وسپارل شوې،  لامل يې د هغه معامله گر د ترور تورلگاوی وو، ځکه د اړوندې  ډلې او په تېره د (مسعود خليلي) د سترگوليدلي گواهۍ او اشوا گرۍ پر بنسټ  فهيم ته گوته نيول کېده، چې له هند سفارته پرچوټۍ را غلی او  پخپله پکې هم سخت ټپي شوی وو؛ او تر ټولو لوی زباد بيا پخپله د مرگاني زخمي ژوبل شاد گل (فهيم-فهيم...!) چيغې سورې وې چې په جيپ کې يې اچولی وو او د درملنې لپا ره يې د تاجيکيستان پر لوري لېږداوه، خو رباني داسې تعبيروله چې گو ندې وايي،(( فهيم دې زما ځايناستی شي))!!؟
 
هماغه متل شو: [موږ دې غله، خوتادې خدای راجوړکاندې!]
د شادگل ماوېستيواله، ستميواله، جهاديواله...د يوې يوازنۍ ستراتېژۍ يانې ((پښتون-افغان او افغانستان)) پر((تاجيک، تاجيکيستان او خراسان) اړونې لپاره تش تاکتيکونه بلل کېدل.  
 
داهم د درغلي (شېر پنجشېر) خپله يا بل چا ورښولې زرنگي وه چې څنگه يې د داود خان دجمهوري انقلاب پر وړاندې پاڅون له ناکامۍ سره د هغه مهال يوازني ستر اسلا مي (جميعت)گوند تر رباني، حکمتيار او نورو مخکې ځان پاکستان ته ورساوه او له بُهټو) سره يې ليده کاته وشول، او هغه هم ورته له واره د چتر ال او کونړ ترمنځ د دنگ (کوتل سليم)  يوې ډډې ته دڅلورزرو جنگيگالو لپاره يو روزنيز پنډغالی) له ازميښت کارو پوځي څانگپوهانو او بودجې سره په واک کې ورکړ. جميعت هم  هغه روزلی پوځ د پاکستان يوه  ستره مرسته وبلله او شاد گل يې خپل ستر بولندوی (قوماندان). و نو ماوه. بيا لاچې د ماوېست په توگه يې له چينه، د وسلو په ترڅ کې په سلگونو داسې رو زلي کچر ډوله خره راوستل چې په ستغيونو غرونو، پيچومو کږلېچو کنډوکپرو لارو گو درو يې د وسلو،لاجوردو او زمردو دلېږد او پلور لپاره ترې کاراخېست.
 
 ماويستي يې هم پر همداسې ناروا ځانگړو گټو اوځانغټاوي او بېلتونپالنې راڅرخوله...
د ډېرې خواشينۍ ځای دی چې خپل کليوال رښتينی ماوېست ډاکتريونس اکبري يې  د خپل استازي يا سفير په توگه چينيانو ته ورپېژېدلی وو او  په پای-پای کې د دولت له خوا له  يوکاري سفره په راستېداکې ونيول شو او د تلويزيون له لارې يې د محاکمې بهير سيده خپور او په اعدام محکوم شو!
 
 هغه د هېواد د لمړني افغان په توگه د هستوي فيزيک سور دېپلوم دېرش- څلوېښت  کاله پخوا له شور وي راوړی وو. هرڅه چې وو، خو ستمي او بېلتونپال نه وو، کټ مټ لکه نور تيوريک ماوېستان،  له ډا کتر عبد لرحمان او غبرگو تاريخپوهانو ،غلام محمد غبار او پوهاند علی محمد زهما)، ان تر (داود پنجشېري) پورې چې د مشر خلقي ورور دستگير پنجشيري غو ندې تر کارملي کودتا پورې دولتي کارمند او زموږ د پوهنتون د پلټنې (تفتيش) يو پاک کاری پازوال وو؛ که څه هم  شادگل دکابل په واکمنۍ کې تا جيکيستنان ته د سفير په توگه استولی وو.
 
يونس اکبري بيا له ماسره په  ابن سينا اود ارالمعلمين کې تردولسمه ټولگيوال او بيا تر پوهنتوني استادۍ پورې زما نژدې دوست پاتې شوی وو.
 دا هم جوته وه چې حکمتيار، خالص او ناخالص د هماغه بېدينه ماوېست او معامله گر له لامله له يوه يوازني اسلامي گوند اوبيا له جميعته ووتل او ځانته ځانته گوندونه يې رامنځته کړل- سياف  چې د خپل مامازوی (امين) په  غوښتنه او د(کارمل) په بدرگه د شوروي لښکرو له راتگ سره  له څرخي زندانه ترموږ سياسي بنديانو مخکې راووت او نېغ پاکستان ته وتښتېد، له ټولو گوندونو يې دومره  غړي ځانته رابدراکړل چې د (ټولو نيمه نيمه ، د ابۍ شوه يوه نيمه!) کانه يې وکړه- هغه هم پر عبدالرب سياف د (عبدالر سول) له بد لون سره د عر بستان په يو چکر دومره سره او سپين  ترلاسه کړل چې تر مد رسو او بيا  دعوت پوهنتونه يې پرې  ډېرې لارې چارې سمبال کړې!
 
#             #             #
له شادگل سره د کارمل ناسپېڅلې ټلواله
او نجيب ضد کودتا چې  تر اوسه يې وينې بهېږي!
له هغې راهيسې چې په شوروي کې گورباچوف گوندي- دولتي مشرتابه ته ورسېد، د برژنېف د ستالينيستي لارې  پرځای  يې يوه لېبرالېستي لاره پرمخ واخېسته،  د خپل گوند او هېواد پر کچ يې د ريفورمونو ترڅنگ درېيمې نړۍ ته د کمونېستي ايديولو ژۍ صادارونې ته هم نور پايټکی کېښوه. په ههغه لړ کې زموږ دهېواد گوندي- دولتي مشر تابه ته هم خبر ورکړ چې تر منځ يې  د ۱۹۸۷ امنيتي تړون نور پايته رسي او خپل ځوا کونه بيرته ستنول غواړي!
 
 همدا چې کارمل ورسره، نه د سره پوځ اېستنه ومنله او نه د تړلی پراخ بنسټه حکومت سپارښتنه، نو لمړی وزير کشتمند يې مسکو ته ور وغوښت او ده هم په زړه کې گوړې ماتولې چې گوندې دی د کارمل ځايناستی کاندې، بلکې دوکتور نجيب يې ورپرگوته کړ چې پلينوم راوغواړي او د گوندي  مشر په توگه يې وړانديز کړي او کارمل هم يوا زې دولتي چارې پر مخ يوسي!
 
 نجيب هم په هماغه پلينوم کې چې د سرو لښکرو رخصتول او پراخ بنسټه حکومت رامنځته کول يې خپل غبرگ شرطونه وړاندې کړل، د ډېري (اکثريت) هوکړه ترلاسه کړه.
 
 او چې د گوند (د خلک دموکراتيک) نوم يې پر (وطن گوند) واړاوه، نو کارمل يې خپلو پلويانو ته د نجيب يو بل  ايديولوژيک خيانت پر گوته کړ،اکر داچې د کودتا شعار [ به پيش علیه آخرین نمایندۀ حکامِ جبار سه صدسالۀ پشتون!] يې ايديولوژيک خيانت نه گاڼه، پښتانه پرجميان په هر ډول، خو پښتانه خلکيان  يې په مسکو کې د خپل کم سوا ده نه، بلکې گړسره بېسواده  سفير او هممهاله د (کارمل زونيو)شادگولي (گلابزوی) له لارې ورسره خپله ناسپېڅلې ټلواله اعلان کړه، هغه هم  له نجيب اله څخه دخپل غچ چې له کورچارو وزارته  يې په وچ زور سفارت ته استولی وو او هم د تڼي د کودتا نا کامونې کسات لپاره!
 
 بيا چې نجيب لنډ پرلنډه دننگرهار نا اېلام شوی جنگ وگاټه، د داود خان پخوانی مر ستيال ډاکتر حسن شرق يې د کشتمند ځايناستی کړ، او  هله يې بيا تورکتوکمی هرا تی خالقيار ، د هغه انار دره يي يوسفزي ځايناستی کړ چې د ۱۳۶۷ په ژمي کې يې له شور وي څخه د غلو او نورو خوراکتوکو پر راتلونکي کاروان د شادگل  له سبو تاژه  هغه (دو کتور نجيب) پر خپل وخت خبرکړی نه وو!
 
کارمليان يې د دسيسو او توطيو له کبله د يو څه وخت لپاره بنديان کړل او تر توبې کښلو روسته  يې بيرته ازاد او پرکارونو وگومارل. پنجشيري پتنه گر دا کابو  وموندله چې له نجيب سره د يوازني پاتې لوړپوړی پنجشېری فريد مزدک او سوگند خوړلي ستمي کاوياني له لارې له کارمليانو سره  ناسپېڅلې ټلواله  اعلان کړي او  پر يوه (نجيب انسان او رښتيني افغان) کودتا وکړي.فريد مزدک مزدورک  دځوانانو سازمان د اولدارۍ پر مهال لا وار له مخه د شادگل له تورلېسته ځان کښلی وو چې د تنکيو زلميا نو ډکې ډکې لا رۍ به يې د (عنا بې)  وژ نځای ته ورلېږلې. توده پر توده يې ترهگر کارمند  ورور (اميرمحمد) يې د امنيت وزارت دپېنځم رياست مشر عبدالباقي ترور کړ او کله يې چې له اتوماتيکې تمانچې سره د وزير (يعقوبي) پسې دوتر ته ورننوت، هغه دومره کابو پيداکړه چې د خپلې ورته وسلې روستۍ گولۍ خپل سرته ونيسي[ د مزدورک کومه هرځايي خور زموږ د لمړيو مېکرويانو بلاک مخې ته په ټوله بېشرمۍ داجنايتکارانه شعار تکراراوه: [ورور مې خپله (ايماني) دنده  ترسره کړه!]
 
کارمل خپل ناگڼلی ملاخېل مامازوی وکيل چې له ويتنام سفارته يې هم اوږې ورسپکې کړې وې، او نجيب د بهرچارو وزير ټاکلی وو، له ننگر هارجنگه راتښتېدلی جنرال نبي (عظيمو) سره د شادگل هرکلي ته، د تڼي غوندې ترچاريکارو د شادگل هرکلي ته ولاړ او هغه  يې هم په [به خراسان زمین خوش آمديد!]  ورغبرگه کړه! ، ټيک  پر هاغه ماښام چې د بېنن سوان دسولې برنامه د شاشجاع- شادگل له کودتا سره انگړه دنگړه شوه، د ملگرو الوتکه په نجيب پسې راوسته، بريالي بيا وخته دوستميانو ته دا بولۍ ورکړې وه (بان که جزای خود ببينه!) د هند  پرځای د نړيوال سازمان په  دو تر کې پنا ورکړه.
 
داچې شادگل کله او څنگه له هماغې کمسوادۍ سره (شعله يې)  يا ماوېست شوی وو او بيايې په تش نامه جهاد کې يو پېنځکسيزه ماوېستي- ستمي ډله رغولې وه، په هر ډول،  خو  دا جنايي مهارت يې تر لمړي سقاوه هم څو برابره  زيات وو چې د کابل له نيواک سره سم  يې د خپلې شومې موخې بېلتونپالنې (تجزيه گرايۍ) لپاره د (جمعيت گوند) او (دشورای نظار) له غبرگو سنگرو نو څخه  پر کار واچوه؛ او دويم داچې د دوستم  په سر غندۍ د (جنبش) چپاو لگره ډله او د (عبدالعلي مزاري) په سردمدارۍ د (وحدت) لا وحشي او ملي ضد هغه، په ښکاره له جمعيت سره په ټلواله کې راښکېل کړه.
 
د کابل ښار ورانونې او بيا په ځانگړې توگه له افشاره د وکيل خان تر مناره (۶۴-۷۰ زرو) بېگناهو استوگنو ټولوژلې  بخولې (فاجعې) او له ځمکې سره د کورونو هوارونې آر و مخکښ لامَل همدغه  ماوېست-ستمی- اخوانی وو.  په دې چې غوښتل يې، هر بشري جنايت او لوټ و تالان د ده تر بولندويۍ لاندې ترسره کاندې او هغوی يې په دې پلمه چې د ټلوالې واکمن گوند مشر رباني دی، او دی دهغه لاسلاندې دفاع وزير دی، له ټلوالې ووتل!
 
 ورته په څو (کمين) کې د ناست توندلاري اسلامي گوند سرغندوی حکمتيار هم  له وخته په گټنه د هغې ناسپېڅلې ټلوالې له دواړو ناراضي ډلو سره نوې ټلواله ورغوله، وزبکان په هر ډول، خو هزاره وو نور د پښتنو له (مړو نڅا=رقص مرده) او نورو جنايتو نو لاس وا خېست ، له دې پخواني شعار سره: (( اوغو که  اوغويه- تاجيک گوی کيه! ))
#             #             #
 
د دوکتور نجيب په شهادت کې دحميدگل ملاتړ
دا هم د څومخيز ټگ وټگمار له فتنو څخه وه چې پاکستان يې له (جمعيت) گونده بېز اره کړ او د نبي محمدي-طالبانو په  ټلواله يې کابلواکي په يوه شپه کې تالاترغۍ کړه؛ خو شپه پرشپه پنجشېرته له رسېداسره ورته حميدگل له نصيربابر او څوکسيز گارډ سره په چورلکه کې راورسېد  او له رباني خېلو يې وغوښتل، دوکتور نجيب الله ورته له کا بله هملته پنجشېر ته ورولي، که څه هم رباني او فهيم ورغبرگه کړه چې نه غواړي، نور پښتانه لا څه چې دوه درې ميليونه احمدزي ځانته دښمنان کړي، خو شادگل ورسره ومنله چې په کابل کې يې د ملو ملتو له دوتره ارگ ته ورولېږدوي چې شپږکاله وړا ندې ورته د  ملوملتو سازمان استازي (بېنن سوان) هلته  پنا ورکړې وه!
 
او دوه درې ساته روسته يې د امريکايي خبريال د گوزارش او گواهۍ پر بنسټ  دو کتور نجيب الله د ملوملتو له دوتره ،لاستړلی له ورور سره يوځای ارگ ته راوست.  حميدگل  له واره ورته د ډېورنډکرښې لاسليک امر وکړ او هغه ورغبرگه کړه:( ولې دې په جهادي سردمدارانو نه لاسليکوله اوکه داکاردې کړی وي، نوزما لاسليک ته څه اړتيا ده؟)، په دې کې د خبريال په خبره يو ناڅاپه  نجيب ټوپ کړ او له يو باډيگارډه يې تما نچه واخېسته او تش هماغه يې وويشتلای شو او يو بل باډيگارډ دی مخامخ پر سينه وويشت، تمانچه يې له لاسه ولوېدله او ځای پرځای راپرېوت.
پر سبا يې په هماغه آريانا څلارۍ کې مړی پر ډاگه ځړول شوی وو چې لس کاله وړا ندې يې زرگونو گونديانو ته د سرو لښکرو اېستنه او مستقلانه دفاع اعلان کړې وه!
خو حميدگل ځنې د ننگرهار جنگ د بېشرمانه ما تې په گډون د  درستو گرومونو (عقدو) غچ واخېست!
 
دامخويينه يې تراوسه د ژوندي پاتو  زرگونو او ان لکونو کابليانو له ياده نه ده وتلې:
[که ځينې هېوادوال او بيا کابل ښاريان، مجاهدين زما ځايناستي کول غواړي، همدا شېبه به له واک وځواکه لاس واخلم، خو زه سل په سل کې باور لرم چې هغوی به د يو يوازني (اسلامي) دو لت  په پار سره هېڅکله يوموټی او يولاس نه شي، بلکې، تر ټولو له مخه به يې په همدې کابل ښارکې له خپلمنځي جنگ جگړو سره د ډېرو پلويانو او ناپلويانو د وينو لښتي وبهېږي، او ښار به پرکنډوالو او هديرو بدل شي...؛ نو د هسې يو ستر بشري ناورين د مخنيوي په پار ما وکيل نيک محمد خان او د بهرچارو امنيتي پازوال ډاکتر ضمير پخواني پاچا ته واستول او بياد هزاربوزو(حسن خېلوکوچيانو) مشر او مخور(حاجي سهار گل) حکمتيار ته له دې شرط سره ولېږه چې نورجهادي گوندونه هم پرځان راټول کړای شي، خپل واک ځواک وروسپارم.خو هم پاچا او هم حکمتيار همدا يوه خبره کوله: هرکله چې  تا واک ځواک  پرېښود او له کابله ووتلې، هله به راشو ... او ماورته ډاگيزه کړه : که ما داکار وکړ، بيا به خاورې هم تر لاسه نه شئ کړای!
 
اودادی له هغه راهيسې  يې ژوندي پاتو کابليانو عکسونه له (وطن يا کفن) شعار سره په کورونوکې ساتلي او د خپلو او سرکاري گاډو پر هندارو يې لگولي دي، لکه واخلې د ملي بس چلوونکو له خوا...تردې چې پنجشېران د ځانگاډو پرهندارو د شادگل عکس تر څنگ د  دوکتور نچيب دا هم نښلوي، چې گوندې  په دې ډول خپل  درغلي (ملي قهرمان)  هم د ښاريانو په سترگو کې ورننباسي!
 
له شادگل سره د کارمل ناسپېڅلې ټلواله
او نجيب ضد کودتا چې  تر اوسه يې وينې بهېږي!
هو، ميليونونه چوپه خوله افغانان دا انساني رښته (حق) لري، هغه ژو ندي پاتي سرکښ
لاملان (عاملان)، د گردو جنگي جنايتونو د پازمنو (مسولانو) په توگه، د(هاگ) نړيوالې محکمې ته پرگوته کړي چې دځاني (شخصي) غچ اخېستنو په پاريې دهېواد اوهېوادوا لو رښتينی ژغورندوی((نجيب انسان))  په دومره وحشيانه  توگه د مرگ کومي ته وسپاره؛  ورسره ور سره يې گرد ولس او ملي تاريخي اکروکرد نشت اباد پرگړنگ ودراوه،داسې چې له هغه راهيسې دا دېرش کاله  څومره کورونه پرکنډوالو او هديرو بدل شول او لا بدلېږي.
 
هغو تورمخي کودتاچيان چې بېلابېلو هېوادو، هند، پاکستان،نورو گاونډيو، تورکيې او نورو عربو- عجمو اوبيا لويد يځ (انگليستان، فرانسې،سويس، المان،هالېنډ، بلژيک او نورو ارو پا يي،امريکايي او استراليالي) هېوادو ته له هېواده تښتېدلي او په ټيټو ستر گو يې پناوروړي ده، دادي: فريدمزدک،نجم الدين کاوياني،پخواني دفاع وزيران (نبي عظيمي او شهنواز تڼی)،پخوانی بهرنی وزير عبد لوکيل، او درغلي سترجنرال (دوستم)  او نور پرچمي او خلکي هغه!
[د اړوند امريکايي خبر يال  بشپړگوزارش له ما او د هغه ستر انسان له نورو ډېرو خوا خوږو هېوادوالو سره خو ندي دی؛ دغه راز د بينن سوان تازه سترگوليدلي اورېدلي در واخله].
#             #             #
 
خانداني ميراث
داچې د هغه ملي خاين (معامله گري) هم د خانداني پاتمړې (ميراث) په توگه، کمکي شادگل بچوړي (احمد مسعود) ته رسېدلې وه، نو د طالبانو د نوې واکمنۍ پرخلاف يې له عنابي پوځي بولنتون( قرارگاه) څخه د (مقاومت) خپله ميراثي ناولې (منحوسه) جنډه پورته کړه!
 
ډبل عبدالله په هر ډول دميراثي ډلې طالب ضد معاملې او چنو وهلو سره کو مه لېوالتيا ونه ښوله او له گاونډيانو او بهرنيانو سره يوازنی ناتړلي ناپېيلی  رښتينې افغان پنجشېري (امراله صالح) د تېر جمهور رييس مرستيال په توگه د رسمي-قانوني مسوليت له مخې  درې رنگه رپی (بيرغ) رپاند وساته، بې له دې چې له طالب چارواکو سره دې د کوم امتياز چنې ووهي، د خرپ پرځای يې د ترپ لاره غوره و گڼله!
 
خو شادگلي بچوړي  هم  د (مقاومت) په نامه د يو جنگي ټولگي په ننداره طا لب چارواکو ته د خبرو اترو وړانديز وکړ او هغوی هم په پوره زغم  ورسره په کا بل او پنجشېر کې پرلپسې ناستې وکړې،خو د امتيازاتو چنې وهنو پر وړاندې يې  طالبانو هم نور زغم له لاسه ورکړ او دېته اړوتل چې له پخواني حکومته ولجه کړې سپکې او تر ټانکونو پورې درنې وسلې ځنې ضبطې کړې او په يوه شپه کې ټول تارومار کړي. او خپله اسلامي جنډه يې د (خراساني) هغې ورځا يناستې کاندې!
 
بلخوا د خدای نابښلي پلار د روستني(هلوک)، يانې (لطيف پدرام) په مشرۍ  پېنځکسيزه ستمي سېپراتېستي  ډله هم له پاکستاني چارواکو نهيله شوه او له هماغه ځايه يې فرانسې ته پنا يوړه او هغه هېواد يې هم د شادگل له مرگه پا تې پروتوکول پر بنسټ ورته په پاريس کې د (سياسي نمايندگۍ) د پرانیستې اجا زه ورکړه او تر هر څه مخکې يې له (داعشيانو) سره خپله همبستگي او همغږي اعلان کړه: [زموږ او ستاسې موخې سره پوره اړخ لگوي،يوه داچې تاسې د طالبانو پر وړا ندې جنگېږئ او موږ هم، او دويمه داچې  تاسې دا هېواد (خراسان بولئ او موږ يې هم! ]
 
له دې ناخبره چې عربو، ان  د اسلام له هماغو لومړيو راهيسې  افغانستان د هېواد په توگه (خراسان) نومولی وو، نه د(ولايت) په توگه. کوم خراسان چې داعشيان يا دوي، هغه د پنجشېرانو او نورو ستميانو(خراسان) نه دی...[د پوره پېژندگلو لپاره: زما د ژبتوکميز تاريخ ۲پړوکی۵۹۲]
پندرا کاغزونه
هو،  هماغه ناسپڅلې ټلواله او بيا جنايتکارانه کودتا وه چې ۶-۷زرکلن تاريخي برميال افغانستان يې له ناپايه سياسي اجتماعي، اقتصادي او علمي– فرهنگي او ټو ليزو بشر ي ناخوالو او بخولو سره مخ کړ!
 
هرگوره، پر نړيوال کچ تازه خپاره شوي (پندراکاغزونه) هم د هېرولو نه دي چې تر ټولو وړاندې پنجشيري جمعيتيي اخوانيانيان او ماوېستان راښکېللای شي چې له افغان ولسه  يې سيده بلوسلي لوټلي او يايې په نامه له عربو او عجمو په سپينو چکونو مليار دونه بهرته اېستلي او هملته پرکاراچولي، په ځانگړې ډول د شادگل بچوړي ته له پلاره ورپاتې شتمني د نورو ملي غلاوو په لړ کې دلاژوردو او زمردو هغه د بل هر اخواني او ستمي له هغو وراوړي- له (درغلي وزبک سترجنرال دوستمه) خو د خپلو بلوسلو لوټلو ډالرو، لېرو... شمېره ورکه ده او څوک يې چې وپوښتي،څو بيليونه يا تريليونه لري، خپله غېږ دوه درې ځله وازه کاندې!
 
يادښت
 هيله ده، گوندې دغه اړينه سکالو (ملي مسأله) يو بل ريالېست او هومانېست هېوادوال ، لکه واخلې [رمضان بشردوست] تر غور وڅېړنې لاندې و نيسي او  هله يې له  پاسني نوي نړيوال سازمان سره شريکه کاندې!!؟