ارام جهان، ارام انسان... څه خوب و خيال، څه ګرانه هيله، اسره، څه پاک سپېڅلی ارمان! * * * څومره ناپايه غځېدلې لاره، څومره نغښتلي واټنونه ترشا، څومره لا مخ ته نانغښتلي پاتې؛ پکې نګوښلې څه بېشمېره مرجاني قافلې، پکې لوټلې څومره لا ډېرې ورېښمينې جوپې! * * * خو بياهم خوښې چې يې ژوند سااخلي لا او د لا نوي وېلاړ مترې په ملتيا بدرګه، درومي پرمخ د لا وياړلو ارتو بيرتو ګلورشوو پر لور! اکسفورډ،1-9-08
وروستي