ډیری میندې او پلرونه د خپل اولادونو د قد، قامت او همدا ډول د هغوی د روغتیا، پوهې او زده کړې په اړه انديښنه لري، مګر کله کله داسې هم پیښیږې چې بیا ماشوم د خپل والدینو لپاره د سر درد نه ګرزې، نو په همدې اساس هند کې یو داسې توانمن ماشوم هم شتون لري چې د عمر له کچې کوچنی خو د قد له پلوه ښه دنګ دی.
د هند د میروت سیمې اوسیدونکې ترټولو دنګه او لوړ قامته ښځې (شویتا لیناکا) چې د قد اندازه یې ۷.۲ فوټه ده، داسې بریښې چې زوی یې د مور نوم ته په قد کې ماتې ورکوي.
دا د نړۍ ترټولو دنګ او قامت لرونکی ماشوم، چې عمر یې اته کاله او نوم یې کرن دی د قد اندازه یې ۶.۶ فوټه ده.
د کرن مور بارو لري کله چې یې زوی لویېږې، نو د خپلې مور په پرتله به د هغه قد هم لوړیږي او د خپل د مور ریکارډ ته به ماتې ورکوي.
کرن تر دا مهاله په بشپړ ډول روغ دی او د لوړ قد او سالم بدن په درلودلو، هغه له باسکیټبال لوبې څخه خوند اخلي.
د کرن او د هغې د مور جامې او پیزار په اسانۍ سره په بازار کې نه پیدا کیږي، نو له همدې کبله دوی اړ دې چې باید خپلې جامې په ځانګړي ډول په درزي/ خیاط باندې وګنډي.
وروستي