د امریکا لوبه: افغانستان غرقول او پاکستان په دام کې ګېرول

په افغانستان کې د سولې لپاره لاهم امیدونه شته، خو د پخلاینې او سیاسي حل لارې لپاره هیلې کمې ښکاري.
 
اندیښنې مخ په ډیریدو دي چې افغانستان د داسې یو ناورین په لور روان دی، چې (خدای ناخواسته) موږ به تیر ټول ناورینونه هیر کړو، او په نتیجه کې پاکستان سره هم داسې اشتباه کېدونکې ده چې د چا ورته بیخي پام هم نه دی.
 
د پاکستان لومړی وزیر او د هغه کابینه په پورته خبرو ښه پوهیږي، دا هیڅ په دوی پورې تړلي هم نده او هیڅ رول هم په کې نه لري خو دوی ملت په بې ځایه سیاسي خبرو مصروف ساتلی دی.
 
د افغانستان په اړه د پاکستان د تېرې احمقانه پاليسۍ پلويان د خوشحالۍ جشنونه کوي چې افغانستان خپلواک کیږي او هلته د پاکستان تر نفوذ لاندې طالبانو حاکميت را روان دی چې د پاکستان ګټې به خوندي کوي، خو د ستراتیژیک ژوروالي او مذهب په نوم د پاکستان په لومه کې غورځونکو له عقل خلاصو ته دا معلومه نده چې، افغانستان به په بد ډول غرق او پاکستان به په لومه (دام) کې ګیر شي.
 
پداسې حال کې چې په قطر کې خبرې روانې دي. جو بایډن په ښکاره ډول سیمه ایز قدرتونه روسیه، چین، ایران، هند او ترکیه د افغانستان د سولې په پروسه کې شامل کړي دي. او د امریکا سرتیرو وتل په بشپړ ډول روان دي او داسې بریښي چې د سیاسي حل په لټه کې وي، مګر حقیقت دا دی چې افغان حکومت او طالبان له یو بل سره د پخلاینې لپاره همفکره او همنظره ندي.
 
په پاکستاني رسنیو کې د دې خبرونو او موضوعاتو لپاره هیڅ ځای نشته مګر وضعیت دا دی چې، له تیر یوه کال راهیسې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ترټولو ناوړه جګړه روانه ده. امریکایان یواځې ننداره چيان دي. امریکا په طالبانو یو ډز هم ونه کړ او طالبانو هم د امریکایانو پر وړاندې ورته عمل ترسره کړ. پداسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو له شمال څخه تر جنوب پورې جګړه ګرمه کړې او په لسګونه افغانان هره ورځ پکې وژل کیږي، د پخلاینې هیڅ امکان نشته او ټولي ډلې وسلې (زیرمه) ذخیره کوي.
 
د اوسني وضعیت له مخې افغانانو دوبۍ، پاکستان او نورو هیوادونو ته د کډوالۍ په پار هڅې پیل کړي دي. طالبان شپه او ورځ په نظامي روزنه بوخت دي او یو لک (۱۰۰۰۰۰) منظم او معاش لرونکي اردو جوړوي. ترټولو خطرناک اړخ دا دی چې امریکا پخپله د سولې په راوستلو کې جدي نه ښکاري، که څه هم د زلمي خلیل زاد هلې ځلې او سفرونه دوام لري.
 
په ښکاره ډول، امریکا د وتلو لپاره اندیښمنه ده او د سیاسي پروسې بریا لپاره لیواله ده، مګر د هغې عملي ګامونو او پالیسیو ته که ژوره کتنه وشي هغه ناوړه واقعیت په ګوته کوي، چې امریکا خپله په قصدي ډول په افغانستان کې د کورنۍ جګړې لپاره لاره هواروي.
 
امریکا د اشرف غني په مشرۍ حکومت یو اړخ ته پریښود او له طالبانو سره یې خبرې پیل کړې، چې د افغان حکومت او اپوزیسون حیثیت یې له اسمان څخه ځمکې ته ښکته (له خاورو سره یې خاورې) کړ. د دوی د غوښتنې خلاف، امریکا په قطر کې له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ چې په هغې کې یې طالبانو ته ډیر امتیاز ورکړی، چې خپله امریکا پکې هېڅ هم ترلاسه نه کړل. امریکا په دغه تړون کې د بهرنيو ځواکونو د وتلو خبره منلې خو له طالبانو یې د اوربند هیڅ ضمانت نه دی غوښتی.
 
د هوکړې له مخې، امریکا د اشرف غني له حکومت څخه په زوره پنځه زره (۵۰۰۰) طالب بندیان خوشې کړل، خو په ځواب کې یې طالبانو ته وویل چې له افغان حکومت سره دې خبرې پیل کړي. خو دا خبره پکې بيخي واضحه شوې نه ده، چې که چیرې دې خبرو کومه پایله ورنکړله نو څه به وشي؟ په دې کار سره له یوې خوا د افغانستان حکومت بې اهمیته شو او بل لور ته د طالبانو مورال له ځمکې اسمان ته پورته شو.
 
طالبانو ته خپل ځان د یو بریالي ځواک په توګه مطرح شوی ځکه چې د امریکا او د ناټو په څیر زبر ځواک متحدینو ته یې ماتې ورکړي. نو ځکه دوی افغان حکومت د امریکایانو ګوډاګی ګڼې او هیڅ په قصه کې يې نه دی، او پاکستان ته هم د کوم ځانګړې اهمیت ورکولو لپاره چمتو نه دي.
 
د قطر له پریکړې وروسته، نړۍ طالبانو ته د راتلونکو واکمنانو په سترګه ګوري. د نړۍ هر هیواد له دوی سره د ښو اړیکو لپاره ګامونه واخیستل. که څه هم طالبان له خبرو اترو انکاري نه دي، مګر له افغان حکومت سره په بین الافغاني مذاکراتو کې هم جدي نه دي، دوی پوهیږي چې ډیر ژر یا وروسته به د کابل واګې په لاس کې واخلي.
 
دوی پوهیږي کله چې، د جګړې له لارې خپل اسلامي امارت بيرته فعالولی شي، نو بیا د مذاکراتو او اساسي قانون په اړه ولې فکرونه وکړی؟ له بلې خوا، اشرف غني او د هغه پلویان چې په حکومت کې دخیل دي په دې باور دي چې له طالبانو سره د خبرو اترو د بریا لومړی ګام به لنډ مهاله حکومت وي، مطلب یې دا شو دوی نور رخصت دي.
 
عبدالله عبدالله، رشید دوستم، استاذ محقق چې د غیر پښتنو افغانانو استازولي کوي د خپل زور په اندازه برخه به ترلاسه کړي، حتی که د حامد کرزي په څیر پښتانه هم وي یو څه ونډه به ترلاسه کړي، خو اشرف غني او د هغه پلویان به هیڅ ځای ترلاسه نه کړي.
 
که څه هم افغان حکومت د مذاکراتو د بریا لپاره ډیر په تلوار کې بریښي، خو په عمل کې د یادې پروسې د پرمختګ څرک نشته. د اشرف غني حکومت ته د طالبانو غوښتنې عملي کول دومره ناممکن دي لکه طالبانو ته د اشرف غني د حکومت غوښتنې منل چې ناممکن دي.
 
بل لور ته طالبان له پاکستان څخه ډیر ناراضه په نظر بریښي. په تیر یو کال کې د امریکا په فشار پاکستان په طالبانو دومره فشار راوړ او یا یې هم راوړي چې د دواړو ترمنځ یې فاصله ورځ تر بلې په ډېرېدو کړې ده. طالبان په دې ناراض دي چې ولې پاکستان دا دریځ غوره کړی او ولې د تېر په څېر اسلامي امارت منلو ته تیار نه دی.
 
امریکا په پرلپسې ډول خپله طالبانو ته امتیازات ورکوي، مګر پاکستان په دوامداره توګه پر طالبانو فشار راوړولو ته مجبوروي چې دا ومنئ او هغه ومنئ ترڅو د دوی ومني، که څه هم پوهیږي چې طالبان د هیچا غوښتنو منلو ته چمتو نه دي. امريکا ټولې کړنې چې له هر لوري وتلئ هغه د طالبانو د پیاوړتيا سبب کېږي.
 
امریکا له افغانستانه څخه تښتي خو له پاکستان څخه د افغانستان د څارنې په پار د اډو غوښتنه کوي. دا اوس څه دي؟ یعني څه؟ زه فکر کوم چې د خپلو ځواکونو په وتلو سره، امریکا غواړي په افغانستان کې اور لمبه کړي چې دا اور به په ځانګړي ډول پاکستان او په ټوله کې چین او ایران وسوځوي.
 
بدبختانه چې، د طالبانو او افغان حکومت د ناوړه چلند له امله، امریکا په دغه ناوړه لوبه کې بریالۍ بریښي. د امریکا د دې توطیې د شنډولو یوازینۍ لار په افغانستان کې د طالبانو او افغانانو لپاره دا ده چې، جګړه پای ته ورسوي او یو بل په غیږ کې ونیسي. یا د چین، ایران، روسیې او پاکستان په منځګړیتوب په ګډه سره په سلا او مشوره د خپل پرمختګ لپاره کار وکړي.