موږ او روم

لرغونى روم يو پرتمين ښار و، د سياست، علم، روزګار او تمدن ښار. ژرمني اقوامو دا له ژونده ډک ښار لکه زموږ د تنظيمونو غوندې کنډواله کړ، د روم کوڅې شاړې شوې. د روم د لويې امپراتورۍ د دې لوى ښار نفوس د يوې ولسوالۍ هومره شو. خلک ترې کليو ته وکوچېدل، د کليو او ښار ترمنځ تګ راتګ په نشت حساب شو. په کليو کې بزګرۍ اهميت پيدا کړ. له ښاره راغلي شتمنو سياسي خلکو او سوداګرو ځمکې واخيستې او بزګر يې پرې لګيا کړل.
له دې سره فيوډاليزم وده وکړه. د چا چې به ځمکه وه، ټولې پيسې به د هغه جيب ته ورتلې، بزګر پکې خوار و. فيوډاليزم پر فرهنګ هم اغېز وکړ، په ادبياتو کې د فيوډاليزم پټ مخ رابرسېره شو، د ځمکوالو او شواليه وو ستاينې پيل شوې.
که تاريخ ته وګورو، تر کومه وخته چې د کليو او ښارونو ترمنځ متوازن پرمختګ ته توجه نه وه شوې، د دواړو ترمنځ توپيرونه ډېر وو. په تاريخ کې لويې امپراتورۍ په ښاري بنسټ رامنځته شوې او له امپراتوريو سره ښارونه اباد شوي. که د عباسيانو تاريخ وګورو، بغداد يو مجلل ښار و، د تيموريانو په وخت کې هرات، د محمود په وخت کې غزنى، د مغولو وخت کې ديلى. په دې منځ کې کلي له سلاطينو هېر غوندې وو. په سياسي تاريخونو کې د کليو خبرې ډېرې کمې لولو. پر ځاى يې د ښارونو انځورونه او قصيدې ډېرې دي. خوشال چې ديلي کې نظر بند و، د دې ښار پر ښايست يې يوه بولله ليکلې.
په سياسي او مدني ژوند کې د کليو نه ښکېلول لويو امپراتوريو ته لوى او ويجاړوونکي زيانونه اړولي دي. ډېرې امپراتورۍ په بېلابېلو نومونو همدې خلکو تباه کړي. يو چا د طالبانو او پخواني نظام جګړه د کلي او ښار ترمنځ جګره بللې وه، زه فکر کوم، چې ډېره بده خبره يې نه وه کړې؛ خو په دې جګړه کې نور ګڼ لاملونه هم ښکېل وو. پخواني حکومت د بېلابېلو لاملونو له مخې کليو ته هغومره پام و نه کړ، څومره تمرکز يې چې پر ښارونو و. اوسني هم چې ښار ته راغلي، کلي ترې هېر غوندې دي او که همداسې وپايي، دوى به هم د مغولو، تورکانو او پخوانيو مجاهدينو غوندې د ښاري کلچر رنګ واخلي او زړونه به يې ورمات شي.
د ښارونو او کليو ترمنځ توپيرونه ژور دي. څوک چې ښار ته راکډه کېږي، پکار ده، چې خپل قبيلوي هويت او خويونه په کلي کې پرېږدي. بايد ښه ژوند وکړي. د ښه ژوند لپاره سوداګرۍ او بيزنس ته اړتيا ده او د دې لپاره بايد نوي تخنيکونه، مهارتونه او علوم زده کړي. دى چې دا زده کړي او بيا په شا وګوري، ډېر څه يې وروسته پرېښي وي. بيا د کليوالو له ذهنيت نه کرکه غوندې کوي او کليوالو ته هم دى پردى غوندې ښکاري.
په کليو کې چې ژوند د ځمکو په حاصل پورې تړلى وي او د ځمکې ملکيت اوږمهالى وي، خلک د نفقې له پلوه د ډاډ احساس کوي، ځکه يې نو فرهنګ هم ولاړ غوندې احساسوو، چې ولس پکې د پرمختګ چندان احساس هم نه کوي.
په ښارونو کې چې د دندې د لاسه وتو وېره وي، خلک د ډېرو اړيکو پاللو او رنګارنګو خلکو سره د ملګرتيا لېوال وي، څو مهارتونه زده کوي، ځکه چې په ښارونو کې ګڼ کارونه وي.
د پرمختګ احساس او د ژوند د ښه کولو هوس ښار له مدني پلوه فعال ساتي. همدا لامل دى، چې ښارونه د تمدنونو په ايجاد او پاللو کې تر کليو پراخه ونډه لري. رومانستانو چې د ښارونو صنعتي پرمختګ، بوختيا او ځواک وليد، ښار ورته د انسان د فطرت قاتل ښکاره شو او بېرته يې طبيعت ته ګرځېدل د انسان په ګټه وبلل. د طبيعت ښه ننداره په کليو کې مساعده وه، چې د فابريکو لوګي پکې نه وو او د ډېرو پيسو د ګټلو لپاره پکې د انسان فطرت او طبيعت نه مسخه کېده.
د رنسانس د نوي فرهنګ په راتګ د ايټاليا ښارونه يو ځل بيا مهم شول. د فلورانس غوندې ښارونو کې هنري او علمي مرکزونه فعال شول او د يوه داسې نوي فرهنګ بنسټ کېښودل شو، چې ورو ورو ټولې اروپا ته خپور شو او د اروپايي انسان د پرمختګ زېرى شو. خلک ورو ورو له کليو ښارونو ته راکډه شول، ښارونه اباد شول، کليوالي فيوډالي فرهنګ کمزورى شو، ځمکوال(فيوډال) د ښاري سوداګرو او کاروباريانو پر وړاندې داسې شول لکه د لمر مخ ته ډيوې. په ښارونو کې مطبعې جوړې شوې او علم انکشاف وکړ. د علم انکشاف د خلکو د شعور سطح لوړه کړه او خپلو تېرو تېروتنو ته يې  ځير کړل.
که تاريخ وګورو، ښارونو د انسان په پرمختګ کې کليدي نقش لوبولى دى، ځکه چې ښارونه د تحول تږي وي؛ خو کلي چې له اقتصادي پلوه د نيکونو پر ځمکو او کسبونو پايي، له تحول نه وېره لري او د خپلو اسلافو د کلتور تکرار ته ژمن وي. په ښارونو کې ټولنيز حس پياوړى وي؛ خو په کليو کې فردي. د کليو مخه له ټوليز پلوه ماضي او د ښارونو ګاندې ته وي.
اوس چې د کلي او ښار په دې دوو جالو کې خپلو ناستو خلکو ته ګورم،عجيبه د نهيلۍ او هيلمنۍ احساس کوم.
نهيلي دا ده، چې که کلى پر ښار غالب شي، هسې نه د روم او د هغو سلګونو ښارونو په برخليک اخته شو، چې تاريخ يې راته کيسې کوي. که داسې وشي، بويه چې بيا سپرلى راځي، سپړي ګلونه.
هيلمني مې دا ده، چې د بشر د تېر تاريخ غوندې به د سوبمن کلي پر زړه د ښار د ښايست رنګ بريمن شي. که داسې وشي، په ډاډ ويلاى شو، چې د منځنيو پيړيو له اوږده عذابه به په خير راووځو. د دويم امکان په دوو دلايلو ډېر دى. يو دا چې زموږ ښارونه او کلي سره نېژدې دي. له يو بل نه ژر اغېزمنېږي. ښار ښه فرهنګ ژر کلي اغېزمنولاى شي او دويم دليل مې پر خپل باشعوره او په ملي فکر سمبال ځوان کهول باندې باور دى. دا کهول به په خپلو مصلحو انتقادونو، مشورو او هڅو دا وطن له خاورو راپاڅوي او د نړۍ پر هسک به يې ځلوي.