ولې د شعر لپاره د ځنګل تشبيه؟

 
تېر ځل چې ما د ممتاز اورکزي د يوه غزل پر دوو بيتو يو تشريحي کره کتنه کړې وه، سرليک مې يې "د شعر ځنګل" ټاکلى و، چې ښاغلي شاه نواز افغان يې ما ته په شخصي پيغام کې پر سرليک يوه خوندوره نيوکه وکړه. نوموړي وويل، چې "ځنګل" موږ ته وحشت رايادوي، چې له شعر سره يې تشبيه مناسبه نه برېښي.
ښاغلي شاه نواز افغان چې په سرليک کې کوم کراهت احساس کړى و، زما ورته پام نه و، ځکه زما اشاره د "ځنګل" ګڼوالي ته وه. په شعر کې د ماناوو ګڼوالى په ځنګل کې د ونو بوټو ګڼوالى رايادوي.
د شلمې پېړۍ په سر کې سوسور مانا د کلمو په تقابل کې ليده، مثلا ځنګل ځکه پېژنو، چې باغ، بېديا، سيند او... نه دى. د ژاک درېدا په اند، په دې ډول مانا تل ځنډېږي. ځنګل هغه دى، چې باغ نه دى؛ نو باغ څه دى؟ باغ هغه دى، چې سيند نه دى او سيند هغه دى، چې بېديا نه ده. اوس تاسو وګورئ، چې د ځنګل په مانا پسې بېديا ته ورسېدو.
د چامسکي په جوړښتي(Formal) ليدتوګه کې چې مانا قاموسي ګڼل کېږي، يوه کلمه په يوه مدلول دلالت کوي او په يوه بله کلمه مانا کېداى شي، مثلا "ځنګل" د "ګڼو ونو مجموعه".
د مانا په اړه بله نظريه د ادراکي ژبپوهنې ده. ليکاف د مفهومسازۍ په لړ کې د روش د ټوليو نظريې دې ته متوجه کړ، چې مانا قاموسي نه، بلکې دايره المعارفي ده.
د قاموس او دايره المعارف توپير دا دى، چې په قاموس کې يوه کلمه په بله يا نورو هممانا او متضادو کلمو مانا کېږي. د قاموس يو ډول تشريحي هم دى، چې يوه کلمه پکې په يوه جمله مانا کېږي؛ خو د قاموس پر خلاف په دايره المعارف کې يوه کلمه يا اصطلاح په څو مخيز متن کې تشريح کېږي؛ نو:
"ځنګل: هغه ځاى دى، چې ګڼې ونې او بوټي پکې ولاړ وي. دا ونې دومره ګڼي وي، چې تياره سيورى يې جوړى کړى وي؛ خو ځينې رنګي ځنګلونه هم وي، چې د لويو ځنګلونو په پرتله پکې تياره کمه وي.په ځنګل کي رنګارنګ حيوانات پيدا کېږي. په دې کې ښايسته ښايسته مرغان هم وي او د پړانګانو غوندې وحشي ژوي هم، چې که انسان په ګوتو ورشي، بې مرګه يې نه پرېږدي. په ځنګل کې ځينې حيوانات واښه او ونې بوټي خوري؛ خو ځينې پکې پر کمزور ژويو بريدونه ښخوي او خوري يې. په ځنګل کي چې د انساني ټولنو غوندې قانون نه وي، نو هغه ښار ته هم ځنګل ويل کېږي، چې قانون پکې حاکم نه وي او په شاعرۍ کې د ګڼوالي له امله د زلفو لپاره هم کارېږي."
د مانا په اړه په قاموسي نظريه کې د يوې کلمې مانا په ژبني چاپېريال کې له نورو کلمو سره په اړيکه کې د درک وړ ګڼل کېږي؛ خو په ادراکي ژبپوهنه کې پر ژبني چاپېريال سربېره مانا د انسان د فيزيکي تجربو او له خپل چاپېريال سره د تعامل زېږنده بلل کېږي. په قاموسي نظريه کې د يوې کلمې په مانا کې يوازې د ژبنۍ پوهې لاس وي. په دايره المعارفي نظريه کې بيا د مانا په غوراوي کې د فرهنګي، ټولنيزې پوهې، فيزيکي تجربو او له شاوخوا طبعيت سره زموږ د تعامل لاس وي(سروناز پرېشانزاده، اصول و روش هاى تصويرسازى شناختى، ۱۳۹۸: ۳۷)، مثلا: د "کور" مانا راته زموږ تجربه، مشاهده، ژبنۍ کارونه او زموږ فرهنګي پوهه مشخصوي. يوه کس ته به کور د دوو خونو او يوه دهلېز لرونکي اپارتمان په مانا وي، خو بل به د غولي، برنډې او ګڼو خونو په ډول تجربه کړى وي، يو ته به کور جنت ښکاري، بل ته زندان.
پر دې بنسټ د سوسور د نظريې پر خلاف پر ژبه د څو مانيزتوب حکم چلېږي. څو مانيزتوب وييز هم وي او ادراکي هم. يعنې ته يو څيز په کوم ډول درک کوې. سوسور د دال او مدلول ترمنځ اړيکه يو په يو ګڼله؛خو په ادراکي ليدتوګه کې يو دال پر ګڼو مدلولونو دلالت کوي. يعنې د مجردې مانا پر ځاى مفهوم ته اهميت ورکوي، مثلا: ځنګل يو مفهوم دى يا د رياضي په اصطلاح يو سيټ دى، چې ګڼې ځانګړنې لري:
 
دا د "ځنګل" د مفهوم ځانګړنې دي، چې د "ونو ګڼوالى" يې مخبېلګه يي ځانګړنه ده. يعنې د دې مفهوم هر غړى چې دا مرکزي خاصيت ولري، هغه يو رښتينى ځنګل دى.
د مفهوم د ټولۍ په اړه د ارستو له وخته دا نظريه راروانه وه، چې يو غړى په يوه مفهومي ټولۍ کې يا شامل وي يا نه وي. مثلا: د "مارغه" په مفهومي ټولۍ کې کوتره، باز، چچڼه، کارغه، ټپوس او نور هغه غړي راځي، چې وزرې ولري، هګۍ واچوي، والوځي او مښوکه ولري. پر دې بنسټ کوتره د دې مفهوم برخه ده او موږک چې دا ځانګړنې نه لري، په دې مفهوم کې نه راځي؛ خو د مانا په اړه د ادراکي ليدتوګې له مخې کې د ټاپولوژۍ د فازي سيټونو غوندې مانا نرمښت وړ(انعطافه پذيره) ده. پله بله وينا يو مفهوم له صفر نه تر ۲ پورې درجې لري، چې بېلابېل غړي په دې مدراجو کې راځي؛ نو د "مارغه" مفهوم چې څومره پر باز او کوتره اطلاقېږي، پر چرګه او ښاپېرک هم اطلاقېږي، خو کوتره چې د "مارغه" د مفهوم ټولې ځانګړنې لري، مخبېلګه(Prototype) ده او چرګه چې الوتى نشي او ښاپېرک چې بڼکې نه لري، د "مارغه" د مفهوم په حاشيه کې راځي.
د دې مطلب دا دى، چې د "مارغه" غوندې نور مفاهيم هم مطلق نه، بلکې نسبي او انعطاف پذير دي، مثلا: د "ونې" په مفهوم کې چې څرنګه توت او چينار شامل دى، داسې د کېلې د ونې مانا هم رسوي.
جملې چې د کلمو د کل په توګه يوه رغښتي مانا رسوي، هم ورته بڼه لري. مثلا:"ما ته لامبو راځي" يوه مفهومي ټولۍ ده، چې بهر ترې "ما ته لامبو نه راځي" مفهوم دى؛ خو " ما ته لږه لږه لامبو راځي" د لومړۍ مفهومي حوزې په حاشيه کې ده.
که بېرته خپل ځنګل ته راوګرځو، د "ځنګل" مفهوم د امازون پر ځنګلونو هم اطلاقېږي او زموږ او ستاسو د کلي پر ځنګل هم او پر لږو خو سره نېژدې ونو هم. همدا راز په استعاري کارونه د زلفو او شاعرۍ لپاره هم کارېږي.
ادراکي ژبپوهنه چې مانا په مکالمه او کارونه کې مطالعه کوي، د مفهوم پر ځاى خوځندې مفهومسازۍ ته اهميت ورکوي. يو ويناوال چې کله خبرې کوي، ځينې مفاهيم د استعارو يا ګرامري جوړښتونو په بڼه سره يوځاى کوي. که د "د شعر ځنګل" ترکيب ته راشو. دلته دوه مفاهيم دي، چې يو "شعر" او بل "ځنګل" دى. زما په اند، د شعر او ځنګل ترمنځ يوه ګډه ځانګړنه د "ګڼوالي" ده. په شعر کې د ماناوو ګڼوالى ما ته په ځنګل کې د ونو ګڼوالى راتداعي کوي. دلته دوه مفهومي استعارې جوړې شوې، يوه دا چې: "شعر ځنګل دى" او بله دا چې "مانا ونه ده". البته زما تمرکز پر لومړۍ دى. د "ځنګل" له مفهومي حوزې نه د مفهومسازۍ په پايله کې د "شعر" مفهومي حوزې ته يوه ځانګړنه راپور شوې او هغه ګڼوالى دى:
شعر: د ماناوو ګڼوالى.
دا کار د مفهومي استعارې په مټ وشو. د ليکاف او جانسن په اند، استعاره يوازې تر ادبه پورې محدوده نه ده او يوازې مشابهت پکې شرط نه دى، بلکې استعاره له ژبې بهر ادراکي ده. يعنې زموږ او ستاسو ذهن زياتره انتزاعي مفاهيم د حسي مفاهيمو په پورولو(استعاره کولو) مفهومسازي کوي. د فلسفې په ژبه: زموږ زياتره نامادي مفاهيم له آره زموږ د حسي تجربو زېږنده دي؛ خو په دومره توپير چې د مادي مفاهيمو ځانګړنې مو د انتزاعي مفاهيمو لپاره پور کړې دي.
خو استعاره يوازې تر انتزاعي مفاهيمو محدوده نه وي، د حسي مفاهيمو لپاره هم له نورو مفاهيمو استفاده کېږي؛ خو اصل خبره دا ده، چې کله ويناوال/ شاعر يو مفهوم د بل مفهوم  په مټ مفهومسازي کوي؛ نو دا مازې تخيل نه دى، بلکې هغه، هغه څيز همغسې درک کوي. زه شعر د يوه ګور ځنګل غوندې درک کوم، چې د ماناوو ګڼه ګوڼه وي پکې؛ خو شاه نواز افغان چې د شعر په اړه ورته درک نه لري، د"د شعر ځنګل" ترکيب ورته مناسب نه برېښي.
خو ځنګل چې وحشت لري؟ د دې پوښتتنې ځواب اسانه دى. د يوه څيز په اړه زموږ فرهنګي او فردي تجربې مختلفې وي. د امازون په ځنګلونو کې اوسېدونکو قبايلو ته ممکن ځنګل له وحشته ډک ځاى ونه برېښي؛ خو يو پښتون ته چې په ځنګل کې نه اوسي، ځنګل له وېرې او ځناورتوب ډک ښکاري. دا د "ځنګل" د مفهوم په اړه د دوو مختلفو قومونو مختلفې فرهنګي تجربې دي، چې دا اختلاف په نورو مفاهيمو کې هم شته. همداسې دا اختلاف له فردي پلوه هم وي. زه چې د مدنيت پر وړاندې د روسو له طبيعت پالنې اغېزمن يم، د ځنګل په اړه مثبت تصور لرم او وحشت ته يې نه متوجه کېږم، مازې د ونو ګڼوالى يې راته ښکاري؛ خو شاه نواز افغان چې د منځني ختيځ په رڼاګانو کې اوسي، ځنګل ورته له وحشته ډک ښکاري.
دا چې د مفاهيمو کومو ځانګړنو ته موږ ډېر اهميت ورکوو، دا زموږ د تجربو، روزنې او مطالعې زېږنده وي. موږ ته مثلا د ځنګل په اړه څه ډول روزنه راکړل شوې، څه مو يې په اړه مطالعه کړي او څرنګه مو تجربه کړى. دا شيان بيا د يوه مفهوم په اړه زموږ عواطفو ته هم لورى ورکوي، چې د يوې ښکارندې په اړه څه ډول عواطف ولرو او څرنګه چلن ورسره وکړو.
اوس تاسو د دوو کسانو په ذهن کې د ولسواکۍ، پرمختګ، ديندارۍ او نور مفاهيم وجاجوئ، چې څومره سره لرې او نېژدې دي. چېرته مې لوستي وو، چې انسانان په دوه ډوله دي، يو هغه چې يوازې پر خپل احساس پوهېږي او فکر کوي، چې بل هم زما غوندې فکر کوي. بل هغه چې د يوې موضوع په اړه د بل درک و درد هم درک کولاى شي. علوم له موږ سره مرسته کوي، چې د مخالفينو پر نظريو د همغوى غوندې پوه شو. لومړۍ ډله خلکو ته خپل درک واقعي ښکاري، ځکه يې نو پر مخالف د تحميلولو هڅه کوي. دويمه ډله خلک د بل فکر ته هم د يوه حقيقت په سترګه ګوري او درناوى يې کوي.
کره کتنه هم بل څيز نه دى، د يوې پنځونې په اړه يوه مختلفه زاويه او يو مختلف درک دى، چې په يوه پنځونه کې د راغليو مواردو په اړه د پنځګر او لوستونکي درک پراخوي. زه د ښاغلي شاه نواز افغان مننه کوم، چې د ځنګل د وحشت هېره کړې مانا يې راياده کړه او زه يې د "د شعر ځنګل" ضمني کراهت ته متوجه کړم.