تعبير د ادراکي ژبپوهنې له زاويې نه

په دوديزه توصيفي او جوړښتي ژبپوهنه کې چې مانا او ګرامر دوه بېل څېزونه ګڼل کېږي، لاندې جملې د يوې ماډل جملې بېلابېل ډولونه ګڼل چې په اصل کي يوه مانا لري؛ خو ادراکي ژبپوهنه چې مانا ننداره ګڼي، په لاندې دوو جملو کې دوه مختلفې نندارې ويني:
۱- الف: کور مې په کابل کې دى.
ب: په کابل کې مې کور دى.
پاسنۍ دواړه جملې يوه موقعيت ته اشاره کوي؛ خو څرنګه چې په دواړو کې د ويناوال ليد مختلف دى، نو دوه بېل تعبيرونه لري. تعبير(Construal) په ادراکي ژبپوهنه کې يوه موقعيت ته د کتو بېلابېلو ډولونو ته وايي. په ساده ژبه: تعبير، د مفهومساز په لاس د (حوزې) مفهومي منځپانګې د پرېکون څرنګوالي ته وايي (بهرامى خورشيد، ۱۳۹۸:۷۷).
 د تعبير په اړه د رونالډ لنګکر په ګرامر کې په ۱۹۸۷، ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کې بدلون راغلى، چې په دې وروستي چاپ کې يې تعبير د ټاکلتيا(مشخصوالي/ Specificity)، ځيرتيا(تمرکز/ focusing)، تبارز(Prominence) او نندارې(منظر/ Perspective) په ډلبنديو ووېشه.
پر دې ډلبندۍ تر خبرو مخکې دا يادونه اړينه ده، چې تعبير د ويناوال( يا اورېدونکي) او د وضعيت ترمنځ له اړيکې پيدا کېږي. وضعيت د ويناوال او اورېدونکي ترمنځ واقع دى. ويناوال يو وضعيت يو ډول مفهومسازي کوي او مخاطب رابولي چې صحنې ته د ده له زاويې وګوري. پر دې بنسټ ويناوال ته مفهموساز ۱ او مخاطب ته مفهومساز ۲ وايي، مثلا ويناوال يوه پېښه يا يوه صحنه مفهومسازي کوي او په وينا کې يې مخاطب ته رسوي. د مخاطب او ويناوال ترمنځ ګډه ژبنۍ پوهه او د وينا او موقعيت قرينه له مخاطب سره د مانا په اخيستو کې مرسته کوي.
په (الف ۱ او ب ۱) جمله کې وينو، چې ويناوال يوه موقعيت ته له دوو مختلفو لوريو کتلي. دا موضوع به د تعبير د رغنده ټوکونو په نوره شننه کې لا روښانه شي.
تعبير بېلابېلې مخې او اړخونه لري، چې اوس به پرې خبرې وکړو:
۱- ټاکلتيا: د تعبير يوه وجه د يوه موقعيت په وړاندې کولو کې دقت او روڼتيا ده (لنګکر، ۲۰۰۸/ ۲۰۱۳: ۵۵). که څوک درنه پوښتنه وکړي، چې "کور دې چېرته دى؟ تاسو ممکن لاندې ځوابونه ورکړئ:

  • افغانستان کې.
  • په کابل کې
  • د کابل په خوشال خان مېنه کې.
پاسني ځوابونه د يوه موقعيت بېلابېل تعبيرونه دي، چې د دقت او روڼتيا اندازه يې مختلف ده. لومړى ځواب عمومي دى، چې دقت او روڼتيا پکې کمه ده؛ خو څومره چې د دويم او درېيم ځواب په لوري ځو، دقت او روڼتيا زياتېږي، ځکه نو د ټاکلتيا په يوه سر کې د سکيماتوب زياتوالى او په بل سر کې يې د مشخصوالي زياتوالى وينو:
۲- ځاىافغانستانکابلخوشال خان مېنه
په (۲) بېلګه کې "ځاى" د سکيما پوړ او چې څومره مخکې ځي وييز پوړ رابرسېره کېږي،چې ورسره له عموميت(ځاى) نه مشخصوالي(خوشال خان مېنه) ته ځي. خوشال خان مېنه وييز پوړ(سطح) دى.
زموږ د ليکنې په سر کې راغلو (الف ۱ او ب ۱) جملو کې هم ويناوال له منځنۍ ټاکلتيا نه استفاده کړې او د خپل کور موقعيت يې مشخص کړى.
۲- ځيرتيا(تمرکز): مثلا: د يوې غونډۍ پر سر ناست يئ او لاندې کلي ته ګورئ. په کلي کې ډېر کورونه دي؛ خو تاسو په يوه کور کې سترګې ښخې کړې او د کلي د منځ سيند، ځنګل، جومات او له کلي نه راوتې لارې ته ځير نه يئ. فلمونه چې وينو، تمرکز مو پر غږېدونکي کرکټر وي او شاوخوا صحنې ته ډېر نه متوجه کېږو. په فلمونو کې که تمرکز پر لوبغاړي وي، هغه روښانه او چاپېر تت وي. که پر موقعيت باندې تمرکز وي، موقعيت روښانه او د لوبغاړي(ممثل) څېره تتېږي.
خبرې چې کوو او يوه پېښه يا موقعيت وړاندې کوو، د تمرکز له اصله استفاده کوو. دې اصل ته لومړى ځل ګشتالت ارواپوهان متوجه شول. د ګشتالت ارواپوهنې پر بنسټ، موږ چې يوه څيز ته ګورو، د باصرې حس مو يو څيز د چاپېر(ground) او بل د څيز(Figure) په توګه ښيي. مثلا هسک ته ګورو، سپوږمۍ راته د اسمان پر لمن ښکاري. زموږ د باصرې حس سپوږمۍ د څيز او اسمان د چاپېر په بڼه ويني. د چاپېر ځانګړنه دا ده، چې کلي، لوى او نامتحرک وي؛ خو څيز د چاپېر په پرتله جزئي، ووړ او خوځند وي. د څيز او چاپېر په دې ننداره کې لوموړى څيز، بيا چاپېر وينو، بلکې ډېر تمرکز مو څيز ته وي.
په ژبه کې هم چې يوه صحنه يا موقعيت مفهومي کوو، د څيز او چاپېر له اړيکې استفاده کوو. يو شى، څيز کوو او بل چاپېر کوو. هغه څيز چې ورته ځير يو، د لنګکر په وينا مو مخ ليدسازي(foregrounding) کړى او کوم څيز چې ځير ورته نه يو، يا په بله وينا، شاته او تت پاتې شوى، شاليدسازي(backgrounding) کړى(لنګکر، ۲۰۰۸/ ۲۰۱۳: ۵۷).
په (الف ۱ او ب ۱) جملو کې د کور او کابل ترمنځ د څيز او چاپېر اړيکه ده. کور څيز دى، چې د کابل په چاپېر کې واقع دى؛ خو په دواړو مجلو کې دوه مختلفې نندارې وينو. په لومړۍ کې د ويناوال تمرکز پر کور دى او کور يې مخ ليدسازي کړى؛ خو په دويمه کې يې تمرکز پر کابل دى او کابل يې رامخکې کړى او کور يې شاته کړى يا په دود اصطلاح شاليدسازي کړى.
په ژبه کې د دې مفهموسازۍ يوه لار د جملې په لړ کې د ټوکونو ترتيب دى. که د جملې ټوکونه سره وخوځوو، مخاطب ته مختلفې نندارې او په دې ډول تعبيرونه وړاندې کوو. په (الف ۱) جمله کې چې پر "کور" تمرکز دى، د جملې په سر کې راغلى؛ خو په دويمه کې چې پر "کابل" تمرکز دى، د جملې سر ته راغلى او روښانه شوى.
په لاندې جملو کې هم د ځيرتيا له اصل نه استفاده وينو، چې دوه مختلف تعبيرونه راپرلاسوي، يعنې په لومړۍ جمله کې "لومړى" مخ ليدسازي شوى او په دويمه کې "اوربند" مخ ليدسازي شوى او "لومړى" پر شا تمبېدلى يا شاليدسازي شوى:
۳- الف، لومړى اوربند مهم دى.
ب، اوربند لومړى مهم دى.
د لنګکر(۲۰۰۸/۲۰۱۳) په اند، په ژبه کې د ترکيبونو په جوړولو کې هم له تمرکز کار اخلو. مثلا: ګواه+يګواهي+ محور+ه ګواهي محوره+ پوه+ه ګواهي محوره پوهه، چې وروستى دا يو پېچلى ترکيب دى، چې مخ ليدسازي شوى او په شاليد کې يې "ګواهي محوره+ پوهه) موجوه ده.
راځئ، د تمرکز پر اصل به د نورو خبرو لپاره د ځيرتيا پر ټوکونو وغږېږو:
۲-۱- لمن(Scope): په (الف ۱ او ب ۱) جملو کې موږ وليد چې ويناوال په يوه صحنه کې يو ټوک د تمرکز لپاره انتخاب کړى. لمن په اصل کې د همدې انتخاب پراختيا او بريد ته وايي. ژبه د پياز د پوستکو غوندې يو څيز په يوه صحنه کې نغاړي، په بله وينا، ژبه د انسان د ادراک نغښتې ډلبندي ښيي. مثلا د انسان په بدل کې يو غړى(زنګون) مفهومسازي کوو؛ نو لومړۍ او اصلي ترينه لمن چې ټاکو، هغه د انسان بدن دى.  بدن بيا غړي لري، چې يو غړى يې پښه ده، زنګون د پښې يوه برخه دى، چې پښه يې په مفهومسازۍ کې مستقيم لاس لري؛ خو بدن نامستقيم، ځکه نو د زنګون له مخې بدن ته پراخه لمن(Maximal Scope) او پښې ته جوخته لمن(Immediate Scope) وايي. دلته له يو ډول پوړيز پرله پسي والي(سلسه مراتب) سره مخ يو: بدن > پښه> زنګون. د انسان بدن د پښې په مفهومسازۍ کې او پښه د زنګون په مفهومسازۍ کې لاس لري. طبيعي خبره ده، چې د زنګون په مفهومسازۍ کې د انسان بدن له پامه نشو غورځولاى، خو خبره دا ده، چې د انسان بدن د زنګون په مفهومسازۍ کې نامستقيم نقش لري، ځکه نو د زنګون په مفهومسازۍ کې د انسان بدن پراخه لمن او پښه جوخته لمن ده.(بهرامى خورشيد، ۱۳۹۸: ۸۵). همدا لامل دى، چې د "د بدن زنګون مې درد کوي" جمله نه اورو او که يې واورو، ناسمه راته برېښي. دا داسې ده، لکه څوک چې ووايي: "د افغانستان په خوشال خان مېنه کې اوسېږم" يا "په سويلي آسيا کې په کابل کې اوسېږم"؛ خو د "د پښې زنګون مې درد کوي" جمله راته بيا ناسمه نه برېښي. د همدې له مخې راته "د کابل په خوشال خان مېنه کې اوسېږم" او په سويلي آسيا کې په افغانستان کې اوسېږم" جملې سمې ښکاري.
په (الف ۱ او ب ۱) جملو کې "کابل" د "کور" لپاره جوخته لمنه ۱ او "افغانستان" جوخته لمن ۲ ده. موږ د همدې لمنو له مخې د پاسنيو جملو پر ماناوو پوهېږو.
۳- تبارز: تبارز يا اهميت(Salience) په ادراکي ماډل کې هممانا مفاهيم دي، چې د يوې صحنې په ننداره کې ويناوال يو څيز تر نورو متبارزوي يا په يوه جمله کې يو ټوک ته تر نورو ډېره پاملرنه کوي، چې ممکن په بله صحنه او جمله کې د ويناوال هغومره پام ور وا نه وړي او يا مخاطب ته د ويناوال دا متبارزول دومره مهم نه وي(لنګکر، ۱۹۸۷ الف: ۳۹-۴۹ او لنګکر، ۲۰۰۸/۲۰۱۳: ۶۶).
تبارز په دوه ډوله دى: الف) پروفايلول(profiling) او ب) د خوځند(trajector / tr) او ځاى نښه(landmark / lm) جوړه.
۳-۱- پروفايلول: په ادراکي ژبپوهنه کې پروفايل د يوه څيز هغه برخې ته وايي، چې پر يوه بنسټ(base) پروت وي، لکه په سترګه کې کسى. که څوک رانه د "کسي" په اړه پوښتنه وکړي، د سترګې د مفهوم په مټ ځواب ورکوو. د بهرامي خورشيد(۱۳۹۸) په اند، پروفايل د يوه ژبني عبارت مفهومي مصداق دى او بنسټ يې اړيکه ده. کله چې پر کورنيو اړيکو غږېږو، پلار هغه څوک دى، چې زوى لري؛ نو بنسټ په دې عبارت کې اړيکه ده او د يوه غونډ مانا نه په بنسټ او نه په پروفايل کې وي، بلکې د دواړو په ترکيب کې پرته وي.
۳-۲- د خوځند او ځاى نښې جوړه: دا دواړه اصطلاحات په ادراکي ژبپوهنه کې عام دي او ډېر کارېږي. يوه صحنه بالعموم دوه ګډونوال لري، چې يو يې خوځند او بل ځاى نښه وي. خوځند هغه دى، چې تر ځاى نښې ډېر متبارز وي او ځاى نښه هغه ده، چې تر خوځند کم متبارزي وي. څرنګه چې تبارز بدلېږي رابدلېږي، خوځند او ځاى نښه هم وبله بدلېږي، مثلا:
۴- الف، ګلدان پر مېز پروت دى.
ب، مېز تر ګلدان لاندې دى.
په لومړۍ جمله کې دوه ګډونوال(participants) دي، چې يو "ګلدان" او بل "مېز" دى. په (الف ۴) جمله کې ګلدان خوځند دى، چې تر مېز برجسته شوى او په دويم کې بيا "مېز" ناخوځند دى(بهرامى خورشيد، ۱۳۹۸: ۹۰)؛ خو (ب ۴) جمله په ژبو کې نشته، ځکه چې مېز تر ګلدان لوى او ولاړ دى، ځکه نو په پښتو کې چې ويناوال "مېز" متبارز کوي، لاندې جمله وايي:
۵- پر مېز ګلدان پروت دى.  
يعنې که پوښتنه او غوښتنه د "مېز" په اړه وي، يوازې د (الف ۴) جملې د ټوکونو په ترتيب کې ګوتې وهل کېږي.
همداسې په (الف ۱) جمله کې چې "کور" خوځند دى، د جملې سر ته راغلى او "کابل" پکې د ځاى نښې نقش لوبولى دى؛ خو په (ب ۲) جمله کې چې پوښتنه د کابل په اړه ده، کابل خوځند دى او "کور" د ځاى نښې دنده پر غاړه اخيستې.
البته په ژبه کې داسې رابطه يي غونډونه هم وي، چې يو ګډونوال لري، لکه نالېږند(لازمې) فعلونه. د "راتلل" او "رسېدل" فعل کې يوازې فاعل خوځند دى، چې په يوه فضا کې مزل کوي او له بېلابېلو مکاني ټکو نه په راتېرېدو خپل موخن ځاى ته رسيږي.
۴- ننداره(منظر): د لنګکر(۲۰۰۸/۲۰۱۳: ۷۳) په اند، که مفهوم سازي د يوې صحنې د ليدو څرنګوالى دى، ننداره "د ليدو تنظيم" دى. مطلب دا چې يوې صحنې ته په کتو، خپل ليد/کاته منظموو او له يوه ټاکلي ګوټ نه صحنې ته ګورو. د ليدو تنظم د نندارچي(مفهوم ساز) او د نندارې د موقعيت ترمنځ اړيکه ده. مثلا: ګلدان او کتاب خوا په خوا پراته دي. تاسو که د ګلدان شاته يئ لاندې (الف ۵) جمله او که د کتاب خوا ته يئ، (ب ۵) جمله وايئ:
۵- الف، کتاب تر ګلدان شاته دى.
ب، کتاب د ګلدان په خوا کې دى.
سره له دې چې دا يوه صحنه ده؛ خو دوه مختلفې جملې ورته کارېدلې، چې دوه مختلف تعبيرونه لري، ځکه چې د ويناوال(نندارچي) موقعيت په دواړو حالتونو کې مختلف دى؛ نو د ليکنې د پيل په(الف ۱) جمله کې نندارچي(ويناوال) لومړى کور ويني، خو په (ب ۱) جمله کې "کابل" د نندارچي او "کور" ترمنځ راغلى دى. لاندې دوه جملې هم د يوه واقعيت دوه مختلف تعبيرونه دي:
۶- الف، زموږ له کور نه تر بازاره پورې دوه کيلومتره لار ده.
ب، له بازار نه زموږ تر کوره پورې دوه کيلومتره لار ده.
دا دوه جملې يو واقعيت راښيي، خو بيا يې هم ماناوې مختلفې دي، ځکه چې ننداره مختلفه ده. په (الف ۶) جمله کې نندارچي په کور کې دى او "کور" خوځند(Trajector) او "بازار" ځاى نښه(Landmark) ده؛ خو په (ب ۶) جمله کې نندارچي په بازار کې دى او مثلا يوه ملګري ته ست کوي، چې راسره مېلمه شه، دومره لرې نه اوسېږو. اړينه نه ده، چې په فيزيکي ډول دې ويناوال په لومړي حالت کې په کور او په دويم حالت کې په بازار کې وي، ممکن ذهنا“ کور يا بازار خوځند وټاکي. مثلا، زه په يوه بل ولايت کې يم، څوک رانه پوښتنه کوي، چې کور دې بازار ته نېژدې دى که لرې؟ زه ذهنا ځان ته په کور او بازار کې يو موقعيت يا د ادراکي ژبپوهنې په اصطلاح ليدنځي(Vantage points) ټاکلى شم، خو په دواړو حالتونو کې به د جملو ماناوې او زما موخې مختلفې وي. يعنې د (الف ۶ او ب ۶) غوندې جملې په اصل کې هممانا جملې نه دي، بلکې دوه مختلفې مانا او تعبيرونه لري.
د ادراکي ژبپوهنې له مخې زمان د مکان په استعاره کې مفهومي کېږي؛ نو د کتاب او ګلدان غوندې بېلګې د مهال په مفهوم سازۍ کې هم وينو. د لنګکر په اند، په مهال کې هم موږ له ليدنځي استفاده کوو(لنګکر، ۲۰۰۸: ۷۸). په انګليسي کې "NEXT" يو مکاني ويى دى، چې د مهال په مفهوم سازۍ کې هم کارېږي:
7- Next year will be full of surprises.
د لنګکر په اند، کلونه د يو بل په خوا کې واقع دي، په يوه کال پسې بل کال راځي؛ خو کوم کال چې ويناوال ته نېژدې دى، هغه کال ته ويناوال د "NEXT" کلمه کاروي . په پښتو کې دا نېژدېوالى د "دا" په مکاني اشاره کې مفهومي کېږي: په دې مياشت کې به راشي/ په دې بله اوونۍ کې به سره ووينو.
په پښتو کې مهال پر يوه مکاني لوښي سربېره د څيز غوندې هم انځورېږي. په دې ډول کې انسان پر يوه لويه لار ولاړ ښکاري، چې مخ يې ماضي او شا يې راتلونکې ته ده. په دې کې ووړ يا مشخص مهال لکه د يوه موټر غوندې تېرېږي. د دې ډول مهال سازۍ په مفهوم کې پخپله انسان مرکزي ټکى وي؛ خو په هغه بل ډول کې چې لنګکر يې يادوي، مهالي مقطعې لکه د څيزونو غوندې د يو بل په خوا کې دي. په دې ډول کې يو مهال د بل له مخې مفهوم سازي کيږي، لکه:
۷- الف: تر اختر وروسته به درشم.
ب: په لومړۍ خور پسې دويمه خور ده.
په (الف ۷) بېلګه کې د ويناوال موخن مهال تر اختر شا ته واقع دى، د ويناوال مخ ته لومړى روژه ده، بيا تر روژې وروسته مهال اختر دى. په (ب ۷) بېلګه کې مياشتې خوا په خوا وينو، چې په دې تسلسل کې دويمه خور تر لومړۍ خور شاته ده.
د نندارې پر دې ځانګړنو سربېره د نندارې مهالي اړخ هم مهم دى. کله چې موږ يوه پېښه يا عمل وينو، دا عمل مثلا کور ته زموږ تګ په بېلابېلو مهالي پړاوونو کې ترسره کېږي. له بازار نه تر کوره پورې چې زه راتلم، يو ځل له يوه ټکي(نقطې) نه، بيا له بل او بيا له بل نه راتېر شوم. تر کوره پورې زما راتګ نيم ساعت ونيو، لنګکر دې واقعي مهال ته ادراکي مهال(conceived time) وايي، چې په ادراکي سکيماوو کې د  ووړ t په نښه ښودل کېږي؛ خو که څوک رانه د دې عمل په اړه پوښتنه وکړي، نو دا نيم ساعت مهال مو په ذهن کې په څو ثانيو کې راإګرځي، چې دا د واقعي مهال ذهني پروسس دى، چې لنګکر ورته د بهير مهال(Processing time) وايي، چې په ادراکي سکيماوو کې د غټ T په نښه ښودل کېږي. دا دويم بهير مهال د لنګکر(۲۰۰۲: ۷۸- ۸۱( په اند، په ذهن کې د يوې پېښې مهال په دوه ډوله پروسس کوي يا انځوروي: ۱)، په پړاويزه بڼه(episodic scanning) او ۲) کلي يا راټوله بڼه. پر دې بنسټ، په (الف ۱ او ب ۱) جملو کې کلي او (الف ۳ او ب ۳) کې پړاويزه مهال سازي توګه انځور شوې. يعنې يوه پېښه چې هغه په استعاري بڼه سوله ده، د هغې د راوستو لپاره بايد له بېلابېلو مرحلو راتېر شو، چې لومړى پکې اوربند مهم دى.
که (الف ۳ او ب ۳) جملې لږې نورې وشاربو، ويلاى شو، چې (الف ۳) جمله دا تعبير راکوي، چې سوله لومړى، دويم، درېيم، څلورم او ... پړاوونه لري، چې په لومړي پړاو کې پکې اوربند مهم دى، بيا مثلا پر زندانيانو او تور ليست خبري او بيا د نظام پر څرنګوالي؛ خو (ب ۳) بيا دا مانا لري، چې اوربند، پر بنديانو او له تور ليست نه د بنديانو پر ايستلو خبرې او د نظام څرنګوالى بېلابېل پړاوونه دي، چې موږ يې په لومړي، دويم او درېيم پړاو نوموو.     
 
ماخذونه:
۱- بهرامي خورشيد، سحر. ۱۳۹۸. دستور شناختى (مبانى نظرى و کاربست آن در زبان فارسي). تهران: سمت.
2- Langacker, Ronlad W. (1987a).Foundation of Cognitive Grammar. Vol.1. Stanford: Stanford University Press. 
3- Langacker, Ronlad W. (2008).Cognitive Grammar: A Basic introduction. Oxford: Oxford University Press.
4- Langacker, Ronlad W. (2013).Essentials of Cognitive Grammar. Oxford: Oxford University Press.