د متراکمو بڼونو ارزښت  

متراکم (High Density) بڼونه د نوې ټکنالوژۍ يوه برخه ده چې د لوړ تولید او مثمريت له کبله يې د بڼوالو پام ځان ته را اړولی او د جوړولو لپاره يې لېوالتيا ډيره شوې ده، د نړۍ په زیاتره پرمختللو او پرمختيايي هېوادونو کې ياده چاره رواجي شوې خو په وروسته پاتې هېوادونو کې رواجيدل کم رنګه دي او نوې نوې ياده ټکنالوژي تجربه کوي.

د‌متراکمو بڼونو نيالګي د ريښه وي پيوند په درلودو سره په کم عمر کې په حاصل د راتلو ځانګړنه خپله کړې، له همدې امله يې نيالګي په يو يا يو نيم متر فاصله کې چې د قطارونو ترمنځ يې فاصله درې متره وي کېنول کيږي، چې په يو جريب کې ۶۶۶ نيالګي ځايږي، د کېنول شويو نيالګيو په منځ کې سيم د اوسپنه يزو ستنو پر مټ تيريږي ترڅو نيالګي له غورځيدو څخه وژغوري.

متراکم بڼونه د دوی د پالنې او روزنې لارو چارو ته کتو ډيرې ودې ته نه پریښودل کيږي، او شاخبري يې نسبت عادي باغونو ته متفاوته ده، که يې سمه پالنه ونشي د خپل خاصيت د بايللو تر څنګ ممکن په وحشي بڼ واوړي.

متراکم بڼونه د کمې ځمکې څخه د ډير حاصل اخيستو پر ځانګړنې خورا شهرت لري، څومره حاصل چې له متراکم بڼ څخه ترلاسه کېږي د عادي بڼونو له څو چنده سره برابر ده، متراکم بڼونه زر په حاصل راځي، د ميوې کيفيت يې بهتر ده، اوبه لګونه يې اسانه ده، کولی شو چې د څاڅکو په ډول د اوبولکونې غوره سیستم پکې فعال کړو، د بې کاره بوټو، امراضو او آفاتو کنټرول پکې اسانه وي، ډيري بشري نېرو ته اړتيا نلري، د ونو د ټيټ قد په درلودو سره يې د ميوو راټولول مشکل نه وي، محصولات يې په بازار کې په ښه نرخ پیرل کيږي، د ځمکې د ارزښت لوړولو ترڅنګ نور بېلابېل ارزښتونه او ګټې هم لري.

افغانستان د يادو بڼونو جوړولو ته د بزګرانو لېوالتيا ډيره خو په ياده برخه کې د زده کړو او سهولتونو د ايجاد کمی ليدل کيږي، ددې هېواد ډير کم بڼوال له يادې ټکنالوژۍ څخه برخمن دي او ډير يې بيا په ارمان شپې سبا کوي، په دې وروستيو کې اړوند ادارو د متراکمو بڼونو جوړولو ته پام کړی خو اړتيا او تقاضا ته په کتو يې عرضه کم ده، لازمه ده چې مسولې ادارې په ياده برخه کې کوټلي ګامونه واخلي. 

ددې لپاره چې يادې موخې ته رسيدل شوني شي، لازمه ده چې د ولايتونو په ټولو فارمونو کې د Rootstock او Mother stock قوريې جوړې شي، ترڅو په پراخه کچه نيالګي تولید او له رسيدنې وروسته د متراکمو بڼونو په جوړولو کې وکارول شي، همدارنګه بڼوالو ته د متراکمو بڼونو د جوړونې، روزنې، پالنې او نورو کرنيزو چارو د ترسره وي په برخه کې عملي روزنې ورکړل شي.