د څړځايونو تنظيم او د پايدارې مالدارۍ پراختيا!

څړځايونه ملي شتمنۍ دي، چې د مالونو د څرولو په موخه کارول کيږي چې په طبيعي او يا مصنوعي ډول رامنځته کيږي، اهميت يې له دې امله ډير دی چې د چاپيريالي، طبي او نورو ګټو برسيره د مالدارۍ په پياوړتيا کې ستر رول لوبوي او د ايکوسيستم لويه برخه تشکيلوي‌.

مالداري د وګړو د ګټې وټې سپيڅلی مسلک او محصولاتو ته يې پراخه تقاضا دا ښکاره کوي چې د پراختيا لپاره يې مناسبې سرچينې او فني لارې چارې ولټول شي او په دې برخه کې د پام وړ ګامونه پورته شي، ترڅو د وګړو لپاره په يوې پايښت لرونکي عایداتي منبع بدله او محصولات يې د اړتيا پر اساس بازار ته وړاندې شي.

افغانستان د کوچي وګړو په شتون سره د مالدارۍ لرغونې مخينه لري او لا هم په دې چاره اخته دي، افغانستان د نيمه وچ اقليم په درلودو سره د لوند اقليم درلودونکو هېوادونو په پرتله کم څړځايونه لري، همدا لامل دی چې‌د اړتيا وړ مالدارۍ کمی محسوسېږي، خو بيا هم که د هېواد اوبه، څړځايونه، ځنګلونه او نورې زيرمې سمې مدیریت شي د سيمې په کچه به پرمختللې مالداري ولرو.

پايښت لرونکې مالدارۍ ته لاسرسی د څړځايونو په تنظیم سره ممکن کيدای شی، د همدې موخې د لاسته راوړلو لپاره شته څړځايونو ته بايد پراختيا ورکړل شي او هغې سیمې چې څړځايونه يې له منځه تللي په مصنوعي ډول پکې څړځايونه رامنځته شي په دې سره به نه يوازې دا چې مالداري پياوړې شي بلکې چاپيريالي ستونزې به هم ورسره راکمې شي.

د‌ څړځايونو په تنظيم کې شاملې فني لارې چارې دا روښانه کوي چې څه ډول څړځايونه رامنځته او څه ډول ګټه ترې پورته کړو؟، همدې پوښتنې ته په ځواب کې په نويو رامنځته کوونکو څړځايونو کې د بېلابېلو حيواناتو لپاره د خپلې خوښې علوفه يي نباتات وکرل شي، دا په دې مانا چې څړځای بايد په څو برخو باندې وويشل شي، د اوبو ډنډ او د علوفې د ساتنې خونې پکې جوړې شي، په څړځايونو کې څرول بايد تخنيکي وي، دا په دې مانا چې په څرولو کې بايد هرې سيمې ته مساویانه نوبت ورسيږي.

د څړځايونو په استعمال کې بايد يوه برخه تر مکرر استعمال لاندې رانه شي، دا ځکه ممکن په صحرایي ځمکه واوړي، که په څړ ځای کې د علوفې حجم زيات وو بايد وريبل شي، د ژمي موسم لپاره ذخیره او ور څخه ګټه پورته شي، کوم وخت چې څړځايونه کمزوري کيږي تر يوې مودې پورې بايد ترې ګټه پورته نه شي.

د هېواد څړځايونو ته په کتو تر هرڅه وړاندې د اوبو د مدیریت ته ډيره اړتيا ليدل کيږي، په کومو ځايونو کې چې اوبه تم شوي، همغه ځايونه په طبيعي ډول راشنه شوي او د څړ ځای يې غوره کړی، که د هېواد اوبه راټوليږي، زيرمه کيږي او مهار کيږي نو د څړځايونو پراختيا ورسره حتمي ده.

د اوبو مدیریت او د څړځايونو رغونه د ژوند چاپيريال ته بېلابېلې ګټې په ميراث پريښي، که يوازې مالداري يې مثال راوړل شي نو دا په ډاګه کوي چې له دې پرته مالداري په هيڅ حسابيږي، په شتون او بيارغونې سره د ايکوسیستمونه پايښت مومي، ګټه ورڅخه په لاس راځي، غذا ورڅخه ترلاسه کيږي او پایداره اقتصادي پرمختګ ته رسيدل ممکن کوي.